دوشنبه، ۲۰  می ۲۰۱۳

غلام نبی رنجبر، شاعر، نویسنده و خطاط چهار قلمی

 

سلام فضلی صاحب عزیز، بعضی افراد مغرض و تنگ نظر در شبکه اجتماعی فیسبوک در رابطه به شخصیت و نقش شما درسایت «اصالت» یاوه سرایی نموده اند، بگذار دشمنان ما از کارهای فرهنگی مناسب شما رشک ببرند واشک بریزند ما به شما افتخار داریم و از شما تمجید مینماییم. شعرهای مرا اگر شما لازم میبینید نشر نمایید این یک حمایت بخصوص از شما است و آنها را به عنوان تحفه برای شما تقدیم میکنم.
نبی رنجبر به نمایندگی از رفقای شهر کندز.

د بچو سره پښتو باندې غږیږم
خدایه شکر په پښتو باندې غږیږم
د پښتو جنډه به پورته تر آسمان کړم
دښمنان به د وطن واړه حیران کړم
په تاریخ د احمدشاه بابا ویاړیږم
شجاعت د شاه اشرف نه قربانیږم
ملنګ جان په څیر شاعر زما خوښیږي
د پښتون د تورې
شړنګ می ډیر یادیږي
استعداد د پښتنو ډیره عالې ده
هره ژبه باندې کم وخت کې پوهیږې
انګلیسان مو له وطنه دی شړلۍ
په تاریخ کې لوړ مقام مو دې ګتلۍ
پاکستان مو له دې خاوري منع کړی
په قوت مو له دې خاوري نه ویستلۍ
وار راغلی د غربیانو میړنیو
د کمک نه بیزار شوي بهرنیو
د پښتون د تورې شرنګ نه چې خبریږم
په کندز کې د پردیس په شعر ویاړیږم
څړدره کې چې جنګونه نه ودریږي
خوار غریب ټول په بمونو کې سوزیږي
تل د جنګ میدان ارچي لا خان آباد دی
د پښتون سیمه په اور باندې سوزیږي
آبادې د پښتنو سیمه کې نشته
عدالت په مملکت کې پایمالیږي
مکاتبو کې تدریس د پښتو نشته
پښتانه د خپلې ژبې محرومیږي
که د حق خبري وایم القایده شم
تیرباران به د طالب په نامه زه شم
فیصدی د پښتانه دولت کې نشته
په نامه د دښمنانو تخریبیږې
زه (رنجبر) په حقیقی لاره روان یم
پروا نشته چې فارسی باندې غږیږم
نیټه ۲۰:۸:۱۳۹۰کال کندز


‍په دې پوه یم(۱)
په دې پوه یم چي کوم ترخي خبري
ترخي نه دي ښي خوږي لکه شکري
په دي پوه یم غداران را نه خفه دي 
چې ارزښت نه ورکوم راته کاږه دي
.......
په دي پوه یم طرفدار د حقیقت یم
چې کوم کومې خبري په دقت یم
چاپلوسي می یاده نه ده زیږ افغان یم
د دې عصر یو غریب غوندی انسان یم
.....
په دې پوه یم دښمنان مې شرمولۍ
مرتجع او خائینان می ده ځپلۍ
په خپل فکر عجیبه غوندې انسان یم 
د غریب اولس په غم کې سرګردان یم 
......
نیټه ۱۳:۲:۱۳۹۲کال
غلام نبی (رنجبر) د دورې سر کندز ولایت 

پیژنم(۲)
نه امریکا نه پاکستان پیژنم 
نه دا تور مخې جاسوسان پیژنم 
یمه پښتون د خپل وطن مدافع 
زه خپل آزاد افغانستان پیژنم
...........
زه بالاده کی زیږیدلی یمه 
په سید کرم کی اوسیدلی یمه 
د سر ببرو نه پاس لوړ کلی کی 
د چینو خوړکی لمبیدلی یمه 
..........
ټول طوطاخیل ښه میړنی خلک دي 
رود احمدزی کی توریالی خلک دی 
د بالدوالو دِغیرت نه جار شم 
میلن دواوه کی بریالی خلک دی 
...........
د کوهستانی شودی رودلی دی ما 
ډیر ډاکوګان را پرزولی دې ما 
د خپل وطن په میړو ویاړمه زه 
د وطن نوم خو تل ستایلی دی ما
....... 
ځانته تګ لاره انسانی لرم
ښکلی مرام هم ارمانی لرم
پخوانی ګوند نه په څنګ شوی نه یم
د خپلو خلکو غم خوری لرم 
.........
دا به ثابت کړم اجنبیانو ته زه 
د دی وطن داړه مارانوته زه
چی زه افغان یمه وطن پیژنم 
ددی وطن ټول وارثانو ته زه

غلام نبی رنجبر ۱۲:۲:۱۳۹۲


(
۳)
راواخله 
راواخله قلم واخله ‍‍‍‍‍‍خپل دردونه ولیکه 
په ژبه د قلم واقعیتونه ولیکه 
هرڅه چی دي لیدلې دي په سترګو پټ یی نکړي 
د خپل وطن بدمرغه ناولونه ولیکه 
دوران د انقلاب کې د تر
ه کې مثالونه ولیکه 
وهل تړل ژړل او فریادونه ولیکه 
ډولونه اتڼونه وو له څیرمې خلقیان مست وو 
د نجونو آزادی او آوازونه ولیکه 
روسانو راګیر کړی بی تدبیره لیډران وو 
ګوندیان بی تجربه وو داستانونه ولیکه 
د "خلق" او د "پرچم" مسابقه امین شروع کړل 
په ګوند کې د شکست ډیر لوی درزونه ولیکه 
تصفیه د پرچمیانو نظر وو د "خلقیانو"
نیول د ملایانو نظروو د "خلقیانو" 
وژل د انسانانو منظور د امینیانو 
تاریخ کې د امین ډیر لوی قتلونه ولیکه 
غلام نبی رنجبر ۱۸: ۸: ۱۳۹۰ کندز ښار


 

     

 

توجه!

کاپی و نقل مطالب از «اصالت» صرف با ذکر منبع و نام «اصالت» مجاز است

کلیه ی حقوق بر اساس قوانین کپی رایت محفوظ و متعلق به «اصالت» می باشد

Copyright©2006Esalat

 

www.esalat.org