Tuesday, February 19, 2013 8:58:43
د پښتو سره د پښتنو حکمرانانو ظلم!
د پښتو ژبي تاريخ ته چي ګورو نو ترا وسه پوري د پښتو ژبي ژوند او پر مخ تګ د خپل تاريخ ډېر درد ناکه او غمجن دوره لري. په دغه دوره کښي د پښتو په ضد چي نړۍ څومره زياتوبونه او د پښتو په خلاف کار کړی دی د هغه نه زيات د پښتو ژبي سره پښتنو حکمرانانو غير سياسي فکر لرونکي شاعرانو او اديبانو کړی دی. څومره چي بېروني قوتوو د پښتو په خلاف کار کړی دی د هغه څو چنده پښتنو حکمرانانو ظلم کړی دی.
د اويستا او سنسکرت په شان پښتو هم پخوانۍ او زړه ژبه ده. چيري چي پښتو ژبه راځي هلته پښتون ملیت راځي په دغه کښي هيڅ شک شبه نشته چي پښتو تش يو ټکی نه دی. بلکه دغه د پښتنو دود، کلتور، روايات او د تاريخ يوه مجموعه ده. د انساني معاشرې ارتقاهي عمل ته چي ګورو انسانانو د موسمي حالات خوراک او د ځان حفاظت لپاره په مختلفو پړاوونو کښي سفرونه کړي دي. د نړۍ په نقشه کښي يې اېجاد اد کړي دي. د مارکولو پولو يا نورو خلګو د خپل سفر يا د اېجادات په ترڅ کښي يې چي کم لټون کړی دی بيا يې هغه لټون د خپل ملیت برخه ګرځولې ده. په دغه شان پښتنو هم د خپل تاريخ ډېر لوی سفرونه او منزلونه سر کړي دي. خو هلته اېجاد کم فتوحات يې زيات کړي دي. او دا هم د تاريخ يو جبر او الميه ده چي پښتنو حکمرانانو مصلح فتوحات کړي دي. هغه يې صرف د فتح تر حده ساتلي دي. او بيرته يې پريښي دي. که د هند ډهلی تخت نیسی، که د فارس اصفهان نسي خو بيرته ځيني راځي. فتح خو يې کړې ده خو پښتو ژبه يې نه ده په لاګو کړې، بلکه د ژبي په معامله کښي د خپل غلام په ژبه شوي دي. په دغه خبره ډېر خلګ خوا بده وي چي د پښتنو په غلطی باندي څوک به څه نه وايي. صرف د هغو د فتوحاتو سندري به واياست، بالکل به د خپلو مشرانو د فتوحاتو سندري به وايو خو پخپلو غلطيو باندي څه بحث کوو. حقيقت حقيقت وي په هغه به سترګي نه پټه وو بلکه د هغه غلطۍ ازاله به کوو چي بيا هغه غلطۍ ونسي موږ په خپلو مشرانو باندي وياړ کوو. پښتون شاعر وايي:
بد خوبونه وينم چي رښتيا نه شي
بيا مي ارامانونه نيمه خوا نسي
څو وارې ګټلې موږ بايللې ده
بيا مو دغه ګټلې د بل چا نسي
پښتنو حکمرانانو چي څومره د پښتو خدمت کړی دی هغه په اووړو کښي د مالګي برابر هم نه دی. پښتنو حکمرانانو باچاهي ګټلې ده، حکمراني يې کړې ده خو د پښتو خدمت يې نه دی کړی. يو حکمران يا رياست چي د خپلي ژبي دپاره څومره خدمت او کار کولی سي هغه په زرګوونو ليکوالان، اديبان نه سي کولی.
پښتنو حکمرانانو چي څه کار کړی دی يا يې نه دی کړی هغه موږ په لاندي څو برخو کښي ويشلی دی:
۱- هغه پښتانه حکمرانان چي نسلاً خو پښتانه وو خو د پښتو سره يې هيڅ تعلق نه وو.
۲- هغه پښتانه حکمرانان چي نسلاً خو پښتانه وو او پښتو يې ويله خو خپله مورنۍ ژبه يې تر پښو لاندي کړې وه.
۳- هغه پښتانه حکمرانان څوک چي په خپله هم پښتانه وو پښتو يې هم ويله او په رياستي سطح باندي يې خپلي د مورنۍ ژبي لپاره يې کار کاوه.
دا هم يو حقيقت دی چي پښتنو حکمرانانو د خپلي حکمرانۍ لپاره يې په پښتو باندي يې سترګي پټي کړي دي ډېر څه يې حاصل کړي چا به لږ اختيار درلود چا به ډېر چا به نظرياتي سوچ درلود يا به نه خو تاوان د پښتو ژبي وسو.
حالانکه د سياست په ډګر کښي پښتانه ډېر خوږې او ترخې خاطرې لري. ډېر درد ناکه او لړځېدلی شپې او ورځي يې ليدلي دي. خو اوس دا وخت د حقيقت د ويلو دی چي پښتانه ليکوالان د خپلو غلطيو رابرسېره کولو بيا د هغه لپاره کړنلاره ټاکلو کښي خپل قلم او فکر پکار راولي په افغانستان کښي د امير کروړ څخه نيولي تر اوسني حامد کرزي، هندوستان کښي سلطان شهاب الدين غوري تر شيرشاه سوري، په ايران اصفهان کښي ميرويس نيکه نيولې تر شاه محمود هوتک، په پاکستان کښي فيلډ مارشال ايوب خانه نيولې تر غلام اسحاق خانه رياست سوات کښي سيد اکبر شاه تر ميا عبدالودود او رياست قلات کښي والي مير احمد يار خان نيولې تر خان قلات مير احمد يار خان پوري دغو شپږ باچاهي او حکمرانانو پښتو لپاره چي کوم کار کړی دی يا دهغو په حکمرانی کښي چي پښتو کوم ځای ته رسېدلې ده هغه د يو ډېر ژور تحقيق ته ضرورت لري دلته موږ په ډېر اختصار او په لنډو پلټنو باندي څه پلټنه کوو چي د پښتو ژبي په قسمت او ژوند باندي څه تر قلم لاندي راوستلي دي.
دا به هر څوک مني او حقيقت ته به غاړي ايږدي او په رښتيا باندي سترګي نه پټه وي چي هر پښتون حکمران چي په هغه کښي ډېر د پوهی او د قلم خاوندان هم وو د پښتو پر ځای په فارسي، اردو او په نورو ژبو باندي ډېر مهربانه پاته سوي دي په پښتو او پښتانه باندي په مختلفو بهانو د نورو ژبو نصاب مسلط کړی دی. دربار، سرکار، دفتر او په نورو حکومتي چارو کښي د پښتو پر ځای نورو ژبو ته اهميت او ځای ورکړل سوی دی. په پښتو ژبي باندي بنديز لګول شوي. پښتو ژبي ته يې په خپل حکومت کښي د همسايه ژبي اهميت هم نه دی ورکړی. پښتو د سرکار او د دفتر څخه لري ساتلو با وجود پښتو لا هم اوس ژوندی ده. چي دغه پخپله د يوې معجزې سره کم نه دی. يو پښتون ليکوال چي په علامه اقبال باندي پي ايچ ډي کړي ده ډاکټر عبدالرؤف رفيقي د خپلي پلټني په جريان کښي چي په پښتنو ليکوالانو، شاعرانو باندي تحقيقي مجموعه (شکرستان روه) په نوم کتاب کښي ۴۱۳ پښتانه فارسي ګو شاعران راټول کړي دي چي په هغه کښي لوی احمد شاه بابا، تېمور شاه درانی، شاه شجاع الملک، رحمان بابا، خوشال خان خټک، دوست محمد مومند(کامل مومند) علامه حبيبي صاحب، بايزيد انصاري، صديق پسرلی، سلیمان لایق، کاظم خان شيدا، حافظ رحمت خان پړيچ، ګل باچا الفت، مجاور احمد زيار او نور نوموړي شخصيات دي چي په فارسي کښي يې ليک او شاعري کړي ده.
دومره اعظيم پښتون هستياني په فارسي ژبه کښي يې شاعري کړې ده او فارسي يې د خپل وطن ژبه ګڼلې ده. خو بلي خوا ته په ډېر افسوس يو فارسي زبان شاعر يا ليکوال نه سو پيدا چي چيري يې په غلطي کښي هم پښتو ته يې هم شيرين زبان يا پښتون ملیت ته يو مهذب ملیت ويلی وي. که پښتنو شاعرانو او ليکوالانو په خپله شاعري يا ليک کښي نوري ژبي نه وې ګډي کړې تحقيق او تخليق لپاره سوچه پښتو يې خپله کړې وه نن به پښتنو کښي هم خليل جبران، ټيګور، ماکسیم ګورکي يا شيکسپيئر غوندي نړۍ وال شخصيات پيدا کړي وای. پښتون شناخت به په ژوندي اونړۍ واله کچه به يو مهذب تعليم يافته د علم د پوهي په وجه خلګو پېژندی نن په نړۍ کښي پښتون خود کشه ترهګر په نوم به نه يادې دی. که پښتنو شاعرانو او ليکوالانو لږ احساس کړی وای ولي فارسي به په پښتنو مسلطه کيده زه د فارسي څخه هيڅ ګیله نه لرم بلکه هغه پښتانه چي خپله کړې ده پر هغو صرف افسوس کولی سم.
که د خپل ملت په خپله غمخور نه شي
هرګز نه که په پردي مړي ژړا څوک
قربان د هغه اعظيم هستي علامه عبدالحی حبيبي صاحب چي په خپل علمي فکر او پوهي يې پښتو ژبه د پټي خزانه په شکل کښي ثابته کړه چي پښتو د فارسي نه زياته خوږه لویه او پخوانۍ ژبه ده او د فارسي څخه يو نيم سل کاله مشره ده. نن فارسي د رياستي سرپرستۍ په وجه مسلطه ده، چيري چي د پښتو ژبي ذکر راځي هغه پښتانه هېرول ملي خيانت ګڼم چا چي د خپلي مورنۍ ژبي خدمت کړی دی د علم او ادب کښي يې تحقيق کړی دی په هغه کښي لومړی معلوم شاعر امير کروړ، لومړی پښتنه شاعره زرغونه کاکړه، لومړی نثر نګار ابو محمد هاشم اولنی سفر نامه خوشال خان خټک، لومړی نقاد اخوند در وېزه، لومړی ناول نګار سيد راحت زاخيلي، لومړی ډرامه نګار عبدالااکبر خان اکبر، لومړی افسانه نګار سيد راحت زاخيلي، اولنی فلم رائټر امير حمزه شينواری او ترقي پسند ادب باني کاکا صنوبر حسين مومند تاريخ د هيچانه پټ نه دی. پښتو رسم الخط سلطان محمود غزنوي په دور حکومت کښي وزير احمد حسن مېوندي په هدايت سيف الله د پښتو رسم الخط قام ته ورکړل که څه هم په هغه حواله څه ابهام سته د هغه لپاره مورخين او تحقيق کونکو ته پلټنه پکار ده. افغان ملي رهبر ميرویس نيکه چي کله په ۱۶۷۳ – ۱۷۱۵ کښي د ايران لښکر ګورګين ته ماته ورکړه دلته پښتو ژبي او د پښتنو تر مينځ نور نږدی والی پيدا شو. پښتو بیرته ژوندی سوه ځکه ميرویس نيکه په خپله د پښتو علم او ادب سره مينه درلوده او د هغه دورې خواږه شاعران چي په هغه کښي د ميرویس نيکه خپله مور نازو انا، سپه سالار سيدال خان ناصر، او سپه سالار داؤد خان هوتک، ملا پيرمحمد مياجي او بابو جان بابئ وو چي په پټه خزانه کښي يې ذکر موجود دی د ميرویس نيکه د مرګ نه پس د هغه زوی شاه حسين هوتک د پښتو ژبي خدمت جاري وساتی او د پښتو ژبي ليکوالان او اديبانو سره يې ښه اړيکي ساتلې دغه پښتون حکمران دور د پښتو خدمت په حواله ډېره ښه دوره وه او په دغه دوره کښي يې پښتو ادب او تاريخ ته يې تحريري شکل ورکړ او هغه تاريخ ژوندی کړ.
هوتکي دورې وروسته احمد شاه بابا دور د پښتو لپاره ډېر کار وکړ او لومړی ځل يې "پير محمد کاکړ" پښتو ګرامر صرف او نحو (معرفته الافغاني) ورکړ هم د په دغه د جريان کښي د روهلکنډ ښار لوی پښتون نواب حافظ رحمت خان پړيڅي علمي او ادبي خدمات د چا سره پټ نه دي او د هغو کورنۍ نواب مستجاب خان او نواب محبت خان فتوحات او په خاصه توګه د مورنۍ ژبي خدمت ته د قدر په سترګه ګوري او په دغه ډول د رياست هندوستان شير شاه سوري (فريد خان) هغه واحد پښتون حکمران وو چا چي پښتو زده کونکو او ويونکو ته جلا بونس ورکوی (وظيفه) د هوتکي دور څخه نيولې تر غازي امان الله خان پوري دغو پښتنو حکمرانانو څه نا څه د پښتنو لپاره څه کار کړی دی. خو هغه وخت د پښتو ژبي د تباهي او بربادۍ آغاز وسو چي کله فرهنګي دې خاوري ته د راتلو اراده وکړه او د پښتنو قوت منتشر کولو او د افغان خاوره نيولو لپاره په خپلو سازشونو باندي پيل وکړ په لومړی ځل يې د حبيب الله کلکاني (بچه سقاو) څخه نيولې د شاه د دورې پوري په پښتنو او پښتو باندي چي څه تېر سوي دي هغه به د تاريخ ليکونکي به په خپل ليک کښي راوستلي دي پروفېسر ډاکټر مجاور احمد زيار ليکي چي د غازي امان الله خان د تحقيق او د خدمت لار نيولي لپاره په لومړي ځل په اهل قلم او د پوهی په خاوندانو باندي حمله وسوه دغه معلومه ده چي د نادر خان تعليم او تربيت چا او چيري وکړ. شاهي خاندان په سياسي کارکنانو صحافي او په اهل قلم باندي کم کم جبرونه وکړ څوک يې په پانسۍ راوزړول محب وطن خلګ يې د وطن څخه ويستل. په شاهي خاندان کښي ولي پښتو ويونکي يو نر او ښځه نه سو پيدا د دغو ټولو خبرو جواب ډاکټر صالح محمد زيري په خپل کتاب د نيمي پېړۍ خاطرې او بيا په خاص توګه مير غلام محمد غبار په خپل کتاب په دويم جلد افغانستان د تاريخ په اږدو کښي په ډېر تفصيل بيان کړي دي چي هغه ويل د لوستونکو دپاره ډېر ضروري دي.
د پښتو ژبي د خدمت په حواله هوتکي دور د تاريخ يوه شانداره دوره وه په دغه دوره کښي د پښتو ژبي علم او ادب او تحقيق لپاره ډېر کار وسو او فرنګي دور د تاريخ ډېر دردناکه او پښتون ژبي او علم ادب باندي توره تياره ده. د نادرخان په وخت کښي د قلم او د پوهي خاوندانو سره چي کوم ظلم او زياتوبونه سوي دي د هغه نه زيات ظلم د ظاهر شاه په دور کښي د ويش زلميان او د خلق د ملګرو سره وسو په دغه دوره کښي په قلم او پوهي باندي بنديز وليګېدی د علم او ادب د تحقيق دروازې بندي سوې د جهالت پسماندګۍ او د ظلم دغه دوره د پښتون تاريخ ډېر دردناکه او بې رحمه دوره وه. خو بالاخره چي کله ظلم خپل انجام ته ورسېږي بيا په خپله په انقلاب بدل سي. په ويش زلميانو باندي د فکر خورلو او سياسي فعاليت باندي پابندي يا بنديز لګېدو باوجود دغه زلميانو خپله مبارزه جاري وساتله تاريخ د دې خبري ګواه دی چي هټلر د يهوديانو سره دومره ظلم نه وه کړی څومره ظلم چي د ويش زلميانو سره وسو. خو نن هغه فکر ژوندی دی او ظالمانه فکر خپل انجام ته ورسېدی.
خپلي ژبي خپل تهذيب وته چي شاکه
ملګرتيا له هغه قامه ژوندون نه که
اول خپله ژبه پسته نوري ژبي
بې بنياده عمارت خو سمون نه که
نذر محمد بړيچ، جنوبي پښتونخوا، کوټه
توجه!
کاپی و نقل مطالب از «اصالت» صرف با ذکر منبع و نام «اصالت» مجاز است
کلیه ی حقوق بر اساس قوانین کپی رایت محفوظ و متعلق به «اصالت» می باشد
Copyright©2006Esalat