د افغان ننګ ویب پاڼی پیغام

 

ګرانو، پتمنو، درنو او عزتمنو هیوادوالو وروڼو او خویندو!

د کوچني اختر د مبارکۍ مراتب او درناوی مو ومنئ.

مودې مودې وشوی چی زموږ له سرلوړي او ګران هیواد افغانستان څخه رښتیني اخترونو کډه کړی او په دغو بختورو ورځو او مهال کې مو هم د تنکیو ماشومانو او دردیدلو میندو او پلرونو په شونډو موسکا او خوښی ورکه شوی ده.

د اختر له نکریزو هم له بده مرغه د وینو بوی راځي کال په کال مو ناخوالې او غمونه زیاتیږي له هرې حجرې او هری دیرې څخه د غم او ماتم ساندی پورته کیږی اود ځمکې په دغه خاورینه کره کې د نړیوال بشریت په پرتله ډیر دردمن خورا غمجن او زښت ویرجن ولس یو او دغو سترو او زړه بوږنووکو وحشی ناتارونو زموږ د ښکلي او ویاړلي هیواد څخه غمستان جوړکړی دی.

دریغا! دریغا!

د نیکمرغی په لور نه بلکی د بدمرغیو او ناخوالو په لور روان یو موږ هله رښتیني اخترونو او رښتیني سوکالیو ته رسیدلی شو چی د خپل ګران هیواداو غمځپلو ولسونو سره په ستره ملی خواخوږی خپل منځی ناخوالې، تربګنۍ او دوښمنی هیری کړو یو او بل ته د وروری او دوستی غیږی پرانیزو په افغاني سپیڅلی هوډ او ښه نیت سره یو وجود او یو سوک شو د وطن د سمسورتیا او غوړیدا په لور د تور مخو او سخت زړو دوښمنانو او د هغو دشرمیدلو لاسپوڅو ټولی کرغیړنی توطیی شنډی کړو او دخپل جګړه ځپلی مورنی هیواد په وړاندی خپل  ملي، افغاني، اسلامي او تاریخي رسالت تر سره کړو نو هله به زموږ اخترونه رښتیني اخترونه وې.

د دغو سپیڅلو سترو ارمانونو د تحقق په هیله.

 

بسم الله اکبري، هالنډ ۷-۸-۲۰۱۳

 

 

توجه!

کاپی و نقل مطالب از «اصالت» صرف با ذکر منبع و نام «اصالت» مجاز است

کلیه ی حقوق بر اساس قوانین کپی رایت محفوظ و متعلق به «اصالت» می باشد

Copyright©2006Esalat

 

 

www.esalat.org