د خواشینۍ پیغام

 

په ډیره ژوره خواشینۍ مې خبر تر لاسه کړ چې زموږ د هیواد د پیاوړي،نامتو فرهنګي،ټولنیز او تاریخي شخصیت، ستر شاعر او ادب پوه اکادمسین سلیمان لایق درنه،پتمنه او قدرمنه میرمن پرون د جرمني په هیواد کې د ورپیښي ناروغۍ له کبله وفات شوه.

قالوانا لله وانآلیه راجعون

زه د دغه درنې غمجنې پیښې له کبله ویاړلي او ګران مشر سلیمان لایق او د ده خواخوږو زامنو غرزی لایق،زمرک لایق او د پتمنې کورنۍ ټولو غړو ته د ډاډینې او ژور تسلیت مراتب وړاندې کوم او په دغه غم کې خپل ځان او کورنۍ شریکه بولم.خدای بښلي بي بي حاجې لایق یوه وطنپاله،مهربانه او په ټولو افغانانو زوریدونکي خواخوږي مور وه چې د ناروغی په بستر کې یې هم د خپلو ویرجنو او غم ځپلو هیوادوالو د سوکالی او هوسایې په هیله د الله سپیڅلي دربار ته لاسونه لپه و. هغه د لایق د مبارز او ستونزمن ژوند په ټولو پړاوونو کې د هغه تر څنګه لکه غر هوډمنه او مصممه ولاړه وه او لایق ته یوه پیاوړي تکیه وه.اروایې تل ښاده او ځای یې جنت المکان غواړم.

دجنازې او فاتحې د مراسمو اعلان به وروسته د رسنیو له لارې خپور شي.

په درنښت.بسم الله اکبري هالینډ 

 

 

  

 

توجه:

کاپی و نقل مطالب از «اصالت» صرف با ذکر منبع و نام «اصالت» مجاز است

کلیه ی حقوق بر اساس قوانین کپی رایت محفوظ و متعلق به «اصالت» می باشد

Copyright©2006Esalat

 

 

www.esalat.org