د ویدا کارمل سادات د مړینی له کبله
د محمد صدیق ننگ د ډاډګیرنې او غمشریکۍ پیغام
په ډیره خواشینی سره می د «اصالت» له لاری ډیر دردونکی خبر ولوست چې، خدای بخښلی ویدا کارمل سادات د هغی ناروغۍ له امله چې په دې ورستیوو کې ورسره لاس په ګریوان وو، د دې نیمګړی دنیا څخه د تل لپاره سترګی پټی کړی .
د محترمې ويدا کارمل، چې د مرحوم ببرک کارمل لور او د مير عصمت الله سادات مېرمن وهَ، د مړينې له کبله خپله خواشيني څرګندوم او په دغه غمیزه کې ځان شریک بولم.
د مرحوم ببرک کارمل او مير عصمت الله سادات کورنيو ټولو غړو ته جميل صبر غواړم.
انا لله وانا اليه راجعون
محمد صدیق ننګ
توجه!
کاپی و نقل مطالب از «اصالت» صرف با ذکر منبع و نام «اصالت» مجاز است
کلیه ی حقوق بر اساس قوانین کپی رایت محفوظ و متعلق به «اصالت» می باشد
Copyright©2006Esalat