دا څرنګه توفان دی چه پرون یی دنګه ونه او نن یی د سرو ګلو یوه لښته

یوه مور د نازولو دا زمونږ بڼ کی چپه کړه

ای توفانه ای نا ځوانه نور زمونږ له کلی لاړ شه

مونږه پریږده په قراره مسافر دلته پراته یو نور مو بڼ کی د بلبلو غږ کم مه کړه.

 

 

د تسلیت، غمشریکی، خواخوږی او ډاډگیرنی پیغام

 

په ډیر تاسف د ویدا جانی د مړینی خبر می د «اصالت» د سایټ څخه ترلاسه کړ. ګرانو عزیزانو او ملګرو، زه او زما کورنۍ تاسو عزیزانو هر یو محبوبه جان کارمل، زرغونه جان بریالی، محترمه جان، ملال جان، زلمی جان، ویس جان، اناهیتا جان کارمل صفدر، کاوه جان، وستوک جان، لیدا جان، رومان جان، مریم جان، عصمت سادات، عنایت سادات، عبدالواحد سادات او درنی کورنی، د ویدا جانی نازولو بچیانو او صفدرجان سره په دی لوی غم کی ځان شریک بولو. د تاسو درنه کورنۍ په دا څو نومونو چه ومی لیکل نه ختمیږی، عزیزانو، باور ولری ستاسو کور د رڼایی د ستر کاروان کور دی، تاسو د زیار کښانو کورنۍ پوری اړه لری، نن په دی لوی غم کی مونږ ټول تاسوسره شریک یو تاسو ټولو ته د زړه  صبر او د زغم سره مقاومت غواړم. او ویدا جان ته دعا کوم چه جنت دی الله ورته په برخه کړی.

په درنښت،

زبیر شیرزاد او ټوله کورنۍ یی

 

 

 

توجه!

کاپی و نقل مطالب از «اصالت» صرف با ذکر منبع و نام «اصالت» مجاز است

کلیه ی حقوق بر اساس قوانین کپی رایت محفوظ و متعلق به «اصالت» می باشد

Copyright©2006Esalat

 

www.esalat.org