فلسطين

      

زه فلسطين يم د غمو فلسطين

د شهيدانو د جنډو فلسطين

نه مې ځواني پاتې شوه نه باوفا شوه ياران

نه په چا ځان پلورمه، نه وهم لافې د ځان

اوس يم د بدو تورو شپو فلسطين

زه فلسطين يم د غمو فلسطين

زه ئې ځپلۍ يمه، ډير ځوريدلۍ يمه

وژاړم چاته خدايه، خپلو هير کړۍ يمه

يمه د سوو او سيلو فلسطين

زه فلسطين يم د غمو فلسطين

 پريږدۍ چه وژاړمه، اوښکې مې وبهوم

څو ليونۍ نشمه، وينې مې و څڅوم

په وينو رنګ يم د دردو فلسطين

زه فلسطين يم د غمو فلسطين

په راکټو مې ولي، تنکي ځوانان مې وژني

عربو ګورۍ راته، پيغلې ځلميان مې وژني

د وير د چيغو ماتمو فلسطين

زه فلسطين يم د غمو فلسطين

پرون صبرا شتيلا، نن شوه غزه کربلا

له صيهونيزمه دفاع، کړي امريکا اروپا

زه يم بې کسه له عُمرو فلسطين

د شهيدانو د جنډو فلسطين

زه فلسطين يم د غمو فلسطين

 

ا            انجنیر عبدالکبير کاکړ

 

www.esalat.org