دوشنبه، ۱۴ می ۲۰۱۲
دکتور حنیف بکتاش
تاریخ ارسال به «اصالت»:
Wed, May 9, 2012 14:32
پر ما مه ژاړه
پامیــــرته چې نه یواځې
زوی مې بلکه ملګری،
مې هم دی
کله چې، د شمال وږمو
د مور للو، للو
ستا غوږ ته رسوله
ته،
د یوې لویې ونې
تر سیوري لاندې زنګېدې.
کله چې اوښکې
زموږ پر مخ وچېدې
ستا خندا لا جاري وه
پر ما مه ژاړه
زه له تانه،
د مسکا هیله لرم
پخوانۍ سندرې
له سره پیل کیږي
په آسمان کې
د الماسو زړي کرل شوي
او سپوږمۍ بیا راځي
لا تر اوسه هم
د شمال وږمې، کولای شي
مسکا وشیندي
او د شپیلۍ آواز
د مینې انځور وباسي
او لا تر اوسه هم
ستا خندا
موږ سره رانغاړي
خو ګوره
که څوک
ستا د سترګو وړاندې هم
دغه لویه ونه
په سکروټو کې راونغاړي
لابه ووایم
چې، ستا سره یم .
غواړم یو کوچنی جام
ستا په نوم پورته کړم
پر ما مه ژاړه
پخوانۍ کیسي
زموږ د ژوند یوه برخه ده
خو زه یې
ستا د نن او سبا لپاره څکم.