پوهاند دوکتور م.ا. زيار

اکسفورډ،۹-۱۲-۲۰۱۳

 

له نويو سپېدو سره را ټوکېدلی ((سحر))

       له خپلو شاعرانه پلوشو سره

 

څه پاسه درې لسيزې وړاندې زموږ د پوهې، فر هنگ او بيا شعر و ادب په خزانزموللي نارنجيستان کې داسې يو څو اوراورکي وزمه لنډې گنډې شېبې را وټوکېدې چې د پېړيو پېړيو ناغوړېدلې مرورې گلغوټۍ يې پر خندا راوستې. نارنجيستان په يو واريز ډول د رنگارنگو گلانو کوربه شو او بې شمېره خوږ غاړي چوڼي يې پر ځان رامات کړل.

 

که هغه لنډې تنگې شېبې، لکه برېښنا، له يوې پړکا سره زموږ له هسکه پو پنا شوې، د تورتمونو ښامار په يوه سارا کښنه ونغرلې او بيا يې د تل لپاره تورې ټکو تندرونو ځای ونيوه، خو بيا يې هم و نه شو کړای، هغو شېبو را رازېږولي خوږ غاړي خاچوڼي يو مخيز له خپل وربويه وشړي او يايې هم له راپيل شوي غورځنگ سره د تاريخ له سم سهي او رغنده بهيره بېرته د پېړيو پېړيو شاتگ و شاگرځ ته اړ باسي او بيا له سره پرخولو باندې وسپنيز مهرونه ولگوي.

 

پر هېوادني کچ د ((شمالي لږه کيو)) او پر جهاني کچ د ((شمالي اتلانتيک)) د ناسپېڅلې ټلوالې له ټولو پښتني- افغاني، او بيا د گاونډيو تورو لښکرو له مرگاني ضد ناخوالو او بخولو سره سره، نه يوازې لر بر ((پښتو ادبي بهير))، بلکې بې شمېره لويې وړې سيمه ييزې ادبي ټولنې پرلپسې راوټوکېدې او د اوسني مړژواندي ((تنظيمي انجمن)) پر وړاندې يې د يوې رغنده سيالۍ رپي رپانده کړل.

 

علم گل سحر د پوهې فرهنگ او شعر و ادب له هماغه ړومبني غورځنگ سره د راټوکېدلي ځوان پښت او بيا يې يو تاند و تنکی غورځاوڼ وو چې نوښتگرانه سياليو دېته راوڅکاوه، له ښوونځي او پوهنځي را نښلولي شاعرانه کړاوونه (مشقونه) نور په کتابچو کې پرېږدي او په ټوله مانا نوې لارولېله پرمخ واخلي.

 

له نورو همزولو او هملارو سره د سيالۍ له لارې د ده چټک او پرلپسې پر مخيون، نه يوازې په لوړ استعداد او ډېر کار و زيار، بلکې تر هر څه له مخه په دې کې هم نغښتی چې تر څانگيزو زده کړو را روسته يې داسې کار و دندې ته مخه نه ده کړې چې کتاب و قلم يې له لاسه پرېوځي، يا په نورو ټکو، د ادب و فرهنگ له اوېجې کورټ و سکوټ ووځي.

 

د ښوونې روزنې وزارت له خپرني اورگان (عرفانه) رانيولې، تر بې بې سي رادېو او بيا د هېواد مشرۍ تر دوتره پورې رسنوالي او ليکوالي هغه څه دي چې له شعر و ادب سره يو ټينگ اړاو تړاو لري. همدا چې يې له رسمي ليک ليکانۍ څخه يوه ارامه سا هومره اخېستې، خپلو هستونو ته يې مخه کړې، هرو مرو يې يو څه پېيلي او نا پېيلي د کاغذ او يا سولگر پر مخ کښلي او له مينه والو سره يې برخه کړي دي.

په ترځ ترځ کې يې شعري او داستاني پنځونې او ادبي ژباړې اوولسو (۱۷) نښيرونو ته رسولي او چاپ په پساله پسوللي دي.

 

د ليکوالۍ او رسنوالۍ په ترڅ کې دېته هم پوره ځير شوی چې څنگه خپله خوږه او پسته زرملواله پښتو د ((يوې کره - ليکنۍ پښتو)) له کره کاڼي سره ښه تراکره کړي، او په ځانگړې توگه، پر يوه چاڼلې او کېښکلې شعري- ادبي ژبه بشپړ لاسبری پيدا کاندې. که نه څنگه کېدای شوه، هر ښکلی انځور و سېمبول د زړه له پاڼې څخه، له ټول راکښون سره د ژبې ليکپاڼې ته راولېږدوي او تر سترگو، خولو او غوږو يې راورسولای شي!

 

ليکوال د ژبپوهنې او ادبپوهنې د يوه اوږد مهالي ښوونکي په توگه تل دېته اړوتی چې د خپلو لوست توکو د برابرولو په لړ کې پښتو شعر له لويه سره تر څېړنې اوشنې لاندې ونيسي.

له ۱۳۶۸- ۱۳۶۹ل. پورې چې له ماستري مهالوېش سره سم د ژبپوهنې ترڅنگ د پېيلو (منظومو) متونو ښوونه هم را تر غاړې شوې وه، نو تر زاړه (کلاسيک) پېره راته د نوي پېر او پښت شعري بېلگې غوره واېسېدې. خو د بد سياسي اکر بکر له لامله د ليکوالو ټولنې له (ژوندون) مهالنۍ او څو چاپو ټولگو پرته بل کوم اخځ پر لاس رانغی.

 

له ښه مرغه دوه درې کاله وړاندې مې چې د ((پښتو بدلمېچ يا پښتو شعر څنگه جوړېږي؟)) په نامه د هغه مهال چاپ شوی نيم نيمگوری کتاب له يو مخيزې نوې کتنې او غځونې سره دويم چاپ ته چمتو کاوه، دا کابو پر لاس راغله، د نورو نويو او نوښگرانه، هغه هم د ذهني انځورونو، سېمبولونو، اسطورو . . . په لړ کې د علم گل سحر يوه بېلگه ورسره هم له (پاس سپوږمۍ) ټو لگې را واخلم:

 

يو غمی د سيند په تل کې را نه ورک شو

نه پوهېږم، په څه چل کې را نه ورک شو

اننگو کې دې زما د کتو فصل

ټوکېدلی وو، په گل کې را نه ورک شو ...(بدلمېج۱۹۰).

 

خو دادی، تازه ناچاپه بېلگې يې چې د بشپړتيايي بهير يو لا غوړېدلی پرمخيون پکې سترگکونه وهي او تر هر څه غوره يې بيا دا چې تر ډېره يې شعر د قافيو له باستيله راېستلی او د اندو و اند پښې يې نورې هاغومره د پښېلو په پښوندونو کې ښکېللې پرېښلې نه دي.

 

دی نور هغه دېرش کاله پخوا پښېلې پېيونکی ناظم نه دی پاتې شوی چې خپل ټولنيز ارمان و پيغام همداسې لوڅ بربنډ همبنډارو ته وړاندې کاندې. که بيا يې د انځورنې هڅه نيمه هم کړې، تر څو گوتشمېرو سولېدليو تشبيهو استعارو ورهاخوا يې پسې دومره سر نه دی گرځولی.

 

خو راروسته روسته يې تر هڅې وسې له تازه تازه ذهني انځورونو، تلميحونو او سېمبولونو او بيا ولوليز (عاطفي) پرداز سره لا زيات انساني ارمان و پيغام سر تر پايه په چاندي زروگاڼلي، سينگارلي او د نومهالي نوښگرانه او زړه راکښونکي نږه او ژمندويه شعر له مينانو سره يې شريک کړي دي.

 

 دا دی دلته يې سم له لاسه پر دوه درو غزليزو او آزادو انځوريزو بېلگو بس راوړو:

غزليزې بېلگې:

 

 (۱)

 زړه مې له تا څخه را ټول کړم، تا ته بېرته راشي

لکه پتنګ د رڼايۍ ځلا ته بېرته راشي... .

د يتيم سر باندې لاس تېر کړه، پر تندي يې ښکل کړه

که دغه ګل له چا خپه شي، چاته بېرته راشي... ؛

 

 (۲)

توره شپه خوره کړي، شمعه پټه له پتنګه شي

کرکه زما زياته نوره هم له دغه جنګه شي

زه يې پر زړه لاس کېږدم، د زړه درزا يې واورمه

 هغه چې په ناز زما په غېږه کې راړنګه شي

ته به هم زاهده زور د مينې ته لاس پورته کړې

تاته په خندا که چېرې ښکلې غنمرنګه شي... .

 

ازادې بېلگې:

 

(۱)

له زړه مې ټولې کرکې واېستلې

اوس مې له ښکار ځنې توبه کړې ده

اوس له کريزه بغدادۍ کوترې نه کټوم

او بس تمامه ورځ لګيا يم

په دامونو کې مرۍ پېيمه

سپينو کوترو ته پايزېب جوړوم

او د بې موره وري له اوښکو نه شراب جوړوم

او پر سختزړو يې ارزانه پلورم

چې يې له زړونو کينې کډه وکړي.

 

(۲)

ستا لپاره

اوس مې ټوپک پر اوږه نشته

او له ميل نه يې شپېلۍ جوړه ده

پکې د مينې ترانې غږوم

دا ټول د(ا) ستا لپاره

ځکه دوی وايي چې جنت کې

 حورې ستا غوندې دي!

 

 

 

 

 

 

توجه!

کاپی و نقل مطالب از «اصالت» صرف با ذکر منبع و نام «اصالت» مجاز است

کلیه ی حقوق بر اساس قوانین کپی رایت محفوظ و متعلق به «اصالت» می باشد

Copyright©2006Esalat

 

 

www.esalat.org