چهارشنبه، ۳ نومبر ۲۰۱۰

 

د زبیر شیرزاد لیکنه


زنده یاد رفیق شهید محبوب سنگر

 

قلم راته په ډیر محبت وویل خپل می کړه او کاغذ را نه هم د قلم په شان هیله وکړه. نن می په دا سپین مخ د هغه چا په یاد څه ولیکه کوم چه دیرش کاله پخوا د ډیرو هیلو او امیدونو سره زړه یی سوری قلم یی مات ژبه گنگی او د شومه دم انګازی خاموشی شوی. او د تل لپاره له مونږه لاړ. قلم می راته وویل گوره زه که څه لیکم هغه به د یو لیکوال ادیب یو ملی انقلابی سیاست پوه په هکله وی د هغی چا په هکله چه د خلگو د ګټو په خاطر ژوند یی قربان کړ چه غیر د څو کتابه قلم او کاغذ بل یی هیڅ نه درلود او همیشه کډه په شا د تودو ویښولو لپاره کله په فراه کله هلمند کله قندهار کله مزار کله نیمروز کله په ننگرهار او کله په کنړ او کابل کی ژوند او مبارزه کړی، د هغه چا په هکله چه په مرگ یی تول وطنپال ویرجن شو.

د هغه نامدار او نومیالی په هکله چه د هرچا کور او د کور دړه یی ورته خپل کور او خپله دړه ښکاره کیده او د وطن هر شاه ځلمی ورته ورور او هره پیغله ورته خور وه. زه هم د قلم او کاغذ سره هم غږی شوم او د هغو د هیلو په بنسټ د هغه چا په یاد لیکم چه هم راته معلم هم راته استاد او هم راته ګران وو.

نن یی چه لیکم هم محبوب دی او هم سنګر. چه نه د قدرت غوښتونکی وو او نه د قدرت لیوال. هو، که وظیفه یی اجرا کړی دی فقط خلګو ته یی خدمت کړی. د هغی چا په هکله چه د یو اجیر په توګه په یو لوی وطن کی، په داسی حال کی چه ګوند یی حاکم وو، په راډیو تلویزیون کی یی د شومه دم انګازی زمزمه کولی. خو په ډیر فراخ او ورین تندی د ناخوالو پر ضد یی مبارزه کوله. همدا ناخوالی وی چه محبوب سنګر یی د مقاومت په سنګر بدل کړ او سر یی هیڅ جابر ته په ټول ژوند کی ټیټ نشو. د یوی خوا د ژوند ناخوالو او له بلی خوا ویاړلی مبارزی او لوړ استعداد هم شاعر او هم لیکوال کړ او هم دروند وطنپال سیاست پوه.

د هغی چا په هکله یی لیکم چه همیشه یی ویل ځی لاړ شی د پرګنو په مینځ کی مبارزه وکړی. محبوب د پرګنو په مینځ کی د مبارزی غوښتونکی وو. همدا عوامل وو چه په ګوند کی د لمر په شان ځلیده او د ټولو د احترام وړ وو.

دا همغه غښتلی "ګنډیری" دی چه په ۱۳۵۵ کال کی د لمړی ځل د پاره ورسره آشنا شوم. په داسی حال کی چه "ګنډیری" نخودی خمتا کالی او د همغی ټوکر څخه جوړ شوی واسکټ یی په تن کی وو د غښتلی هیکل لرونکی یو مودب ملګری سره می روغبړ وکړ. چه په ټول ژوند کی په هغه پیژندګلوی باندی ویاړم. دا هغه وخت وو چه استبداد په ټول قوت او توان په ترقی غوښتنکو قوتونو فشار راوړی وه او مونږ هم مخفی مبارزه کوله او ما هم د اصولو پر بنسټ حتی دده د اصلی نوم د پوښتلو څخه ډډه کوله. خو د څو ځلی د لیدلو او کتلو په درشل کی وپوهیدم چه "ګنډیری" دده مستعار نوم دی او دده نوم افتخار ورته ګوند ورکړی. په داسی حال کی چه د ډیرو لیدلو اجازه ورسره نه وه خو د یو شاعر لیکوال ملی او ترقی غوښتونکی سیاست پوه سره نه لیدل هم ګناه وه. د یوی خوا می رازداری ساتله خو د بلی خوا همیشه دده د لیدلو تلوار می درلوده تر څو دده څخه څو خبری که د سیاست په ډګر کی وی او که د شعر ادب او د نثر واورم.

د محبوب سره ناسته ولاړه واقعاً پوهه وه تجربه وه مینه وه ادب او معاشرت وو. محبوب که په ننګرهار کی زیږیدلی زدکړه یی کړی خو بلخیانو فراهیانو کندهاریانو زابلیانو هلمندیانو کنړیانو او د کابل ټولو په وطن مینو داسی احساس کاوه چه محبوب سنګر زمونږ په کلی او سیمه کی زیږیدلی دی او لامل یی دا وو چه ده به په ورین تندی د نورو خبری اوریدل او په ډیر مهربانی به یی هری پوښتنی ته ځواب ورکاوه. هرچا چه یو ځل محبوب لیدلی نو کوشش یی کاوه او هیله لرله چه د سنګرونو سنګر بیا ووینی. ما چه کله ګنډیری (سنګر) ولید ماته د خوشحال بابا هغه خبره چه د شعر په ژبه یی ویلی وو:

د خوشحال سره که کینی یو څو کاله              دا د غرو خټک به واړه شاعران شی

بابا واقعاْ رښتیا ویلی دی، خو زه وایم که چا د سنګر سره یو څو ساعته ناسته ولاړه کړی وی یقیناْ هغو به د سیاست شعر ادب او نثر په ډګر کی ډیر څه یاد کړی وی.

سنګر په خپل شخصی ژوند کی هیڅ وخت مادیات و نه غوښتل او نه یی په مرمرینو ماڼیو کی ژوند غوښته. هو، سنګر یو څه درلوده، چه هغه د خلګو او وطن سره مینه او محبت وو او د وطن سو کالی او آبادی یی غوښتله. د سنګر سرمایه دده ګوند د ګوند ملګری زیارکښان وطن او اصولی مبارزه وه. هغه په وطن دومره مین وو چه خپل ژوند یی د نورو شهیدانو په شان د وطن او خلګو ګټو او لوړو آرمانونو ته وقف کړ.

سنګر که له یو خوا شاعر او سیاست پوه وو مین هم وو. او په مینه کی کامیاب شو خو له بده مرغه ژوند ورسره وفا ونکړه هم شخصی مینه او هم د وطن سره مینه یی نیمګړی پاتی شوه. او دا دواړه مینی یی د ځان سره یووړ. ما داسی څوک و نه لید او هم می نه دی اوریدلی چه د سنګر په شهادت غمجن شوی نه وی او د سترګو څخه یی اوښکی نه یی څڅیدلی.

هغه ورځ به می هیره نه شی کله چه دا میړنی محبوب مو خاورو ته سپاره او دده په قبر باندی حتی زمونږ په ګوند کی دده د تګ لاری او اصولو سره مخالیفینو هم زمونږ د وطنپرستانو په شان زمونږ سره دا شعار تکرار کړل: نومیالی سنګره! ستا لوړ آرمانونه به ژوندی ساتو! ته مړ نه یی، ته ژوندی یی او ستا آرمانونه زمونږ آرمانونه دی.

سنګر په ژوند کی ډیری ترخی شپی او ورځی لیدلی وی. د لوږی څخه نیولی بیا تر بیکاری د استبداد د سخت تعقیبه تر څو ځلی زندانه خو دغه میړنی سنګر د ژوند نا خوالو په یو فولادی توده یی مبارز بدل کړ او په ټول توان یی د ناخوالو او د غیر اصولی کړنو په مقابل کی په ډیره لویه حوصله مبارزه کوله. شهید شو خو سر یی چاته ټیټ نشو. هغه به تل ملګرو ته ویل: که په سمندر کی لامبی ولامبی. خو مخکی له دی چه لامبی اول باید لامبو یاده کړی تر څو وکولای شی د طوفانی سمندر د څپو څخه خلاصون پیدا کړی. هغه ته اصول دیر ګران وو حتی د خپل د ژوند څخه هم. هغه به تل ویل په مبارزه کی ستړیا ځان وژنه ده باید د هر ډول سختیو په مقابل کی که د ژوند په قیمت هم تمام شی مبارزه او مقاومت وکړی. هغه به همیشه ملګرو ته داسی زمزمه کوله:

لاره ده اوږده اوږده                       لاره لنډول غواړی

هر ډارن پری تلای نشی                  کلک ګوګل ټکل غواړی.

هو، ۱۳۵۷ کال د سنبلی په میاشت کی چه ده په سمیټ خانه کی ژوند کاوه او زه یی لیدلو ته ورغلم دا هغه وخت دی چه د ځینو ګوندیانو ښپی د سیاست په ډګر کی سستی شوی وی د هغو نه یی سر وټکاوه او راته یی وویل: ګوره، زمونږ څو تنه روشنفکران د سیاست نه ستړی شوی او دغه ستړیا به ډیر ژر ستونځی را پیدا کړی او ددغو ناروا اعمالو په نتیجه کی به د وطن سپیڅلی بچیان د لوی ناوړین سره به مخامخ شی. څو ورځی لا تیری نه وی چه په ګوند او ګوندیانو ناروا تیری وشو او د ۱۳۵۷ کال د حوت میاشت کله چه زه یی هم محبس ته واچولم نو اول ملګری چه ماته په ډیر همت په داسی حال کی چه صدیق ننګ، یعقوب کومک، حفیظ اشرفی، عبدالمتین وردګ او پسرلی کومک راسره یو ځای وو وی ویل ځلمو ستړی مه شی. ماته د سنګر د سمیټ خانی هغه خبره را یادی شوی.

د شهادت څخه دوه اونی مخکی چه په ۴۰۰ بستریز روغتون کی د تدوای لاندی وو او کوژدن شوی هم وو ورسره می ولید ماته یی یو ځل بیا د سیاسی ژوند په ناخوالو اوږدی خبری وکړلی. خو اطمینان یی راکړ چه په ډیر مشکلاتو باندی می وکولای شو تر هغه خارداره سیم چه په ګوند کی د ملګری کارمل ضد کسانو د کارمل د تخریب د پاره یی غزولی وو ور تیر شوم او څو ساعته می ملګری کارمل سره خبری وکړی او بیا مو په ارګ کی قدم وواهه د کنړ د خلګو غږ او غوښتنی له یوی خوا او د ګوندیانو هیلی له بلی خوا یو په یو می ورته ورساوه او ملګری کارمل هم په ټول توان وعده وکړل چه دغه ناخوالو ته به ډیر ژر د پای ټیکی کیږدو او په ګوند کی د ګوند ضد عناصرو چه خپل ژوند د نورو په تخریبولو کی وینی لاس به یی غوڅ او ګوند به تری نه پاک کړو او زه یی وهڅولم چه د ناخوالو په ضد به په ګډه مبارزه کوو. ددی خبری ثبوت یقیناْ چه د هغی وخت د ګارد منسوبین کولای شی. یوه خبره یی بله هم راته وکړه چه دده همیشنی هیله وه تر څو چه تودی د انقلاب په ماهیت و نه پوهوو او د پرګنو په مینځ کی داخل نشو انقلاب به د ډیرو خنډونو سره مخامخ شی. محبوب به تل ملګرو ته ویل که بریالیتوب غواړی ګوند ته کارګران او بزګران دعوت کړی. ځکه دوی خواریکښان دی یو د ماشین شاته د سرمایه دار ظلم لمس کوی او بل په ټکنده غرمه کی د فیودال ظلم په خپلو خولو او ستړیا کی احساسوی. هغه به تل ویل که روښنفکران کتاب و نه لولی او په مترقی ایدیالوژی سمبال نشی او هغه هضمه نکړی مطمین یم چه ډیر ژر به نه یواځی د خلګو ګټی حتی خپل هویت هم د څو روپیو په مقابل کی په تور بازار کی لیلاموی. سنګر به تل ټینګار کاوه او په دی عقیده وو چه روښنفکرانو باندی اعتماد وکړی دوی آګاه قشر د ټولنی دی خو د هغو کنترول مه هیروی ماته دده د شهادت نه وروسته او د انقلاب په جریان کی می په رڼو سترګو ولیدل چه یو تعداد خرڅ شوو روشنفکرانو د ګوند وطن او هم د خواریکښانو ګټی تر ښپو لاندی کړه حتی خپل شهیدان معیوبین کونډی او یتیمانو ته یی شا کړل.

یوه ورځ د شهید سنګر سره د ننګرهار د ګوندی ولایتی کمیټی په دفتر کی ناست وم او ورځ ورو ورو د شپی خواته کډه کوله او ډیر وږی وم او ور څخه پوښتنه می وکړل ګمان می کیږی چه تا ثوابی روژه نیولی ده او زه دی د لوږی مړ کړم. خو ده ماته صبر او تحمل غوښته، خو کله چه دواړه دده د دفتر نه کښته شولو د ننګرهار د ګوندی ولایتی کمیټی ډریور ملګری دوا جان د روسی جیپ په خوا کی دریدلی وه د ملګرو څخه یی خدای په امانی واخیستله غوښتل یی چه کور ته لاړ شو په دی وخت کی ملګری دوا جان ورته دروازه خلاصه کړه او موټر ته یی د داخلیدو هیله وکړه. خو انقلابی محبوب دومره غوسه شو چه ما په ټول ژوند کی د هیچ چا داسی غوسه نه وه لیدلی او دوا جان ته یی وویل مونږ د استبداد پر ضد مبارزه وکړه او ته ما ته دروازه خلاصوی ته هم د ګوند غړی یی او زه هم، زه هم لاسونه لرم او هم ښپی که دروازه خلاصوم زه به یی خپله خلاصوم دا موټر د نیمی شپی کټ دی زه رسما درنه غوښتنه کوم چه زه دی موټر کی نه ځم هر څومره چه ملګرو ترینه غوښتنه وکړه خو ده د موټر د تګ نه انکار وکړ دغه انقلابی مبارز ټولو ته ور وښوده او ټول یی متوجه کړل چه نور خپل ځان ته خپله دروازه خلاصه کړی او باداری ته خاتمه ورکړی. له همغی شیبی هر څوک  په دی پوه شو که په هر مقام کی وو چه د دروازی خلاصول د ډریور کار نه دی.

د سنګر او د سنګر په شان ویاړلو شهیدانو او ژوندیو مبارزینو په هکله لیکل ډیر ګران کار دی خو د هغو یاد هم ضرور ده تر څو د هغه نومیالی یاد په څو کرښو کی ژوندی وساتو نو ځکه ما او زما قلم د سپین کاغذ په مخ د هغه یاد را ژوندی کړ کوم چه می هیله لرله تر څو د یو شریف مبارز انسان په هکله ولیکم چه و می لیکل.

د سنګر او ټولو شهیدانو ارواح دی ښادی او خاطری دی تل ژوندی وی او د ژوندییو یووالی د شهیدانو د لوړو هیلو د عملی کولو په خاطر غوښتونکی.

 

سزاوار څوک چه د مرګ دی لا ژوندی دی             چه خدمت لره ژوندی د پرګنو وای هغوی مړه دی

چه نیکنام خاورو ته لاړه                                   که یی منی که نی منی هغوی ژوندی دی

چه بدنام دی خو ژوندی دی                                که یی منی که نی منی هغوی ټول مړه دی

قضاوت غواړم له تاسو ای سرلوړو                      راته ووایی څوک مړه او څوک ژوندی دی

زه باور لرم په تاسو                                         فیصله مو ده رښتینی

په یو غږ به داسی وایو                                     زمونږ تللی ټول ژوندی دی

 

محبوب سنګر، د محمد شاه زوی په ۱۳۲۷ هجری شمسی (۱۹۴۸م) کال، د ننګرهار د سرخرود د احمدزیو د کلي په یوه بزګره کورنۍ کې وزیږید.

لومړنۍ زده کړه یې د کوز سلطانپور د فقرالله په ښونځي او مسلکي زده کړه یې د هوا پیژندنې په انسټیټوټ کې بشپړې کړې، بیا عالی دار المعلمین ته ولاړ. مګر له دیارلسم ټولګي څخه د سیاسي فعالیت په تور وایستل شو. 

ارواښاد محبوب سنګر، په ۱۳۴۳ هجری شمسی کال  د افغانستان د خلکو د دموکراتیک ګوند د جوړیدو په لومړي کال، د هغه  غړیتوب ترلاسه کړ  او د ژوندانه تر وروستیو شیبو پورې  د هماغه ګوند آرمانونو ته وفادار پاتې شو.

د ۱۳۵۹ د سنبلې نه د دلو تر شلمې پورې د افغانستان د تلویزیون د لومړني ګوندي سازمان او د تلویزیون د تخنیکي ریاست د لومړني ګوندي سازمان مسئول وټاکل شو.

د ۱۳۵۹ د دلو په شلمې، د کنړونو د ولایتي ګوندي کمیټې د منشي په حیث وټاکل شو او د ژوند تر پایه پورې یې هلته خپلې ګوندي چارې سرته ورسولی.

محبوب سنګر په کونړونو د مخالفینو سره په مخامخ جګړه کې د شین کوړک په سیمه کې په شهادت ورسید. د دی ویاړلي، سرلوړي او مبارز انسان مخ، د تل لپاره سور او نوم یې د وطن په تاریخ د یو ریښتیني وطنپال په توګه  په سرو کرښو ثبت شو.  دا ورځ، د ۱۳۶۰ هجری شمسی د سنبلې ۲۴ مه د ۱۹۸۱م د سپتمبر ۱۵مه وه.  

د ارواښاد محبوب سنګر خپاره شوي اثرونه په دی ډول دی:

 ۱- زوږ- د محبوب سنګر د شعرونو لومړۍ مجموعه ده چې د هغه ۷۹ شعرونه پکښې راغلي دي او په ۱۳۶۰ هجری شمسی کال د اطلاعاتو او کلتور د وزارت د نشراتو د ریاست لخوا په ۱۲۰ مخونو کې چاپ شوی ده.

۲- پوځ د پیړیو په پوړیو کې -  په دی اثر کې د بشري ټولنې په تاریخ کې پوځ ته ځغلنده نظر شوې او دغه مسئله په بیلابیلو تاریخي پړاوونو کې څیړل شوې ده.  دا کتاب لومړی - په  ۱۳۵۹ هجری شمسی کال د (هیواد) د ور ځپاڼې په لمنه کې، په پرله پسې توګه -  خپور او بیا په ۱۳۶۵ هجری شمسی کال د ملي دفاع د وزارت د سیاسي چارو لخوا، د بشپړ کتاب په ډول چاپ شوی دی. 

 ۳- د ملګری محبوب سنګر یو لړ لیکنې، په ۱۳۵۷ او ۱۳۵۸ کلونو، د هغه د بند په موده کې، د (مورچل) په مستعار تخلص  د (عرفان) په مجله کې خپرې شوی دي.

۴- بنده کړیکه – د ادبی نثرونو او شعرونو مجموعه ده چې د افغانستان د خلکو د دموکراتیک ګوند د دوهم سراسری کنفرانس په مناسبت په ۱۳۶۶ کال خپره شوی ده.

۵- د سنګر نغمی – په دغه مجموعه کې د ارواښاد سنګر د فداکار وطنپال شخصیت انعکاس د هغه په نظم او نظر کې لیدل کیږي او له همدې امله لوستونکي هم  ورسره ډیره مینه او علاقه لري.

 

زبیر شیرزاد

 

 

 

توجه!

کاپی و نقل مطالب از «اصالت» صرف با ذکر منبع و نام «اصالت» مجاز است

کلیه ی حقوق بر اساس قوانین کپی رایت محفوظ و متعلق به «اصالت» می باشد

Copyright©2006Esalat

 

www.esalat.org