نثار احمـــد بهین

ګرانو دوستانو: تیره شپه می دیوی تلویزونی شبکی سره دیوو پخوانی جګړه مار قوماندان (تورن محمد اسماعیل) مرکه له یو مرکچی سره واوریده، نوموړی پر دی سخت په غصه ښکاریده، چی ګوندی ولی په نوی کابینه کی «مجاهدینو» ته په کافی اندازه برخه نده ورکړل شوی او هغوی ته سپکاوی شوی دی، پداسی حال کی چی «مجاهدینو» پدی خاوره کی «جهاد» کړی او ددی خاوری اصلی خاوندان دی.

درنو عزیزانو، زه نه پوهیږم چی له جهاد څخه د محترم اسماعیل خان برداشت څه دی او پدی هکله څه انګیرنه لری، خو تر کومه ځایه چی دافغانستان خلکو ته معلومه ده او ژوندی شاهدان دی،هغه حالت چی ددغو په اصطلاح مجاهدینو دراتګ سره سم دافغانستان پر خلکو وټپل شوو، نه اسلامی وو، نه انسانی وو او نه هم دبشری قوانینو او اصولو په چوکاټ کی په غیر د «وحشت او بربریت» څخه، کوم بل تعریف ورته منلی شو. او ما دهغه وخت حالت په هماغه دوره کی په یوو نظم کی د یو شاعر د شعر څخه په ګته اخیستو سره بیان کړی و، چی د هغه وخت «د افغان مهاجرو د شورا د نشراتی ارګان» (د تصویر په جریده) کی چاپ شوی وو، اوس غواړم هغه له تاسو عزیزانو سره هم شریک کړم، نور قضاوت ستاسو دی .

رسوایی :
په نا څاپه د افغان ولس په سر
د نامردو لخوا راغی یو محشر
څوک یی مړه، څوک یی بندیان، څوک یی فرار کړل
واړه خلک په دغه باب شوو در په در
د چا کور ترینه تالا شو د چا مال
دچا ځمکه تری شوه پاتی د چا زر
چا زامن له لاسه ورکړل، چا میړونه
چا منصب ورته کړ خوشی، چا موټر
واړه ټول ملت په غم شو ماتم راغی
کوم ماتم چی پر دوی راغی له بهر
د پردیو دوسلو په زور تحمیل شو
شاو خوا ته یی ولاړ هلی کوپتر
د راکټو او سټینګرو په څارنه
هیله دا وه چی پری خلک وکړی باور
مګر تښت د رسوایی ژر رسوا شو
هغه وخت چی پر دوی پریوته نظر
خلک پری پوه شول چی دا هغه لیونیان دی
چی نه عقل لری، نه فکر په سر
د اسلام ناری وهی مګر به اصل
دا دوی عمل به ونکړی کافر
دوی غوښتل چی پر اسلام تجارت وکړی
ولی خلکو ته بربنډ شول لکه لمر
دا چی وایم نه دروغ دی او نه بهتان
حقایق دی ټول عالم دی پری خبر
کوم چی نن ځان مجاهد بولی او شر کړی
دا څو غله دی، نه جهاد ځینی خبر
جهاد دادی چی دخلکو مال تری غلا کړه
او یا ځان کړه دپردیو ښه نوکر
د پردیو په لمڅون هیواد ویجاړ کړه
چی تر لاسه کړی کلدار یا څه ډالر
جهاد دا دی چی دخلکو سپکاوی کړه
هم په کور،هم په کوڅه، هم په دفتر
د خپل ورور ناموس ته وګوره په بده
او په زور او جبریی بوځه له بستر
دغه کړو ته مونږ جهاد ویلی نشو
دا د شوم پلان عمل دی په هنر
دا پلان په افغانانو سرته رسی
ولی طرحه د «حمید» ده او «اختر»(۱)
افغانان دی په دی لومه کی نښتی
او همدوی دی دیو،بل لره خطر
تر هغو به دا جګړه لری دوام
چی دوی وخوری یو دبل غوښی او سر
دا چی دوی وهه پر نورو مهر دکفر
نن پخپله یو پر بل شولو شک بر
اوس فتوا دی پر هر لوری ورکړل کیږی
خلک حیران دی چی پر چا وکړی باور
نه شریعت مد نظر دی نه احکام دی د اسلام
ځان ځانی ده هر څوک ځان غواړی بهتر
چاپلوسان یی بیا په غرب کی مداهی کړی
ښیی ځان ورته نږدی او همسنګر
مګر کله چی هیواد ته بیا د تلو خبره راشی
بیا نو سل پلمی کړی وړاندی په یو سر
یو وایی زما داولادو تعلیم پاتیږی
بل بیا ښځو ته بهانه کړی د پوڼی داغوستو او دچادر
وایی زمونږ فامیل په غرب کی روزل شوی
مونږ لرو جلا کلتور او بیل ټغر
دا خو ګران دی چی اوس مونږ وشاته ولاړ شو
د ملا او د طالبو د ویناو په اثر
اوس نړی ده مخکی تللی او مونږ هم
باید ځان کړو ددی عصر سره جوخت او برابر
ولی بیا چی دمفاد خبره راشی
نو فوری دوی مجاهد شی او سرونه کړی ببر
خو رښتیا خبره دا ده چی دا ټول
نه په فکر د هیواد دی او نکړی دغه سفر
اصلیت خو اوس دهر چا را معلوم شو
او ماهیت هم دهر چا او هم جوهر
اوس نو دا خبره جوته شوه اولس ته
چی ټولنه کی هم ښه شته هم بدتر
څوک جهاد د خدای د حق لپاره غواړی
چا جهاد وسیله کړی چی رامینځته کړی کوم شر
څوک هیواد غواړی، هیواد پسی روان دی
څوک د خاوری له حق ځان کړی بی خبر
څوک هیواد په څو روپیو خرڅوینه
چاته موټی خپله خاوره ده ګوهر
«بهین» تل دی لوی خدای ته پدی تمه
چی یا ربه ته دا خلک په سمه لار کړی برابر
الهی ته اتفاق ورکړی دی قوم ته
زړونه یی پاک کړی له کینی او له ضرر
د خایین او د ظالم لاسونه لنډ کړی
د افغان له پاکی خاوری، شین آسمان او ښکلی لمر

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱): جنرال حمید ګل او جنرال اختر دپاکستان داستخباراتو پخوانی رئیسان
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بهین ـ ماینز ـ جرمنی ، ۲۱.۰۱.۲۰۱۵

 

 

 

 

توجه:

کاپی و نقل مطالب از «اصالت» صرف با ذکر منبع و نام «اصالت» مجاز است

کلیه ی حقوق بر اساس قوانین کپی رایت محفوظ و متعلق به «اصالت» می باشد

Copyright©2006Esalat

 

www.esalat.org