4 november 2015 18:32:10


             اســـــــــد زمری

 

 

د بی بی رخشانی په ویر کې چې د تاریخ د وحشیانو په اراده او بی ننګو او بی غیرتو خلکو په واسطه سنګسار شوه . د هغی ستر روح دی ښاد وی او لعنت و نفرین دی وی په بی احساسه قاتلانو او بی کفایته واکمنانو.

 

رخشانه

بیا د «سیس»(۱) له سترګو څاڅې د غیرت د اور بڅري

حجاز بیا یو ځل تازه کړل د افغان د کور بڅري

بیا« کروړ»(۲) اتل لګیا دي په ژړا او په کوکارو

چې د غور د غرونو پت او  عزت پریوته په خاورو

لعنتونه دي چې اوري،  پیغورونه دي چې اوري

د غوریانو تخت لرزیږي، بیا ننګونه دي چې اوري

له خجلته جام(۳) نسکور شو، فیروزکوه ټوټې  ټوتې شو

سړیتوب له شرمه وسو، نارینتوب ذرې ذرې شو

د «ملوکو»(۴) مټی دی چا نن تر شا پورې تړلي

چې دیوانو بدری ګانې، په ملا پورې تړلې

لا سلګی د ناهید نه دی د قاتل ستونی نیولی

لا د خویندو ازار نه دی د جاهل ستونی نیولی

لا د پریکو سینو وینې د جلاد له ګوتو څاحي

زر نادودی د تاریخ لا د جهاد له ګوتو څاحي

لا فریاد د فرخندی مړ د وطن کوڅو کې نه دی

لا د ساندو غږ یی غلی د جهان غوږو کې نه دی

چې د وینو په ګرداب کې یو انسان په وینو غرق شو

د وحشت په شبستان کې زوړ ایمان په وینو غرق شو

رخشانه يې کینولې نن د مرګ کنده کې بیا ده

ښکلې پاکه ناوکۍ نه را چارپیر توره بلا ده

بیا را ټول څو ځناور دي انسانیت په کاڼو ولي

بې غیرته ورته ګوري بل يې پت په کاڼو ولي

څنګه وړند نه شوې ای وروره چې دې خور شوه بې عزته

مردار سترګیه، زبون خویه، بې همته، بې غیرته

وروره تا د پاکې خور واک د پردو  په لاس کې ورکړ

پلاره تا د ګرانې لور ژوند د څو سپیو په لاس کې ورکړ

د وریرې پوړنی ولې ای اکا تا داسې سپک کړ

ای ماما تا د ماما نوم په سکوت باندې خپل  ورک کړ

قوم، ټبر خپل او خپلوانو تاسي ځان ته څه نوم غواړې

ځان وژلو ته په کومه خوله اوس ځان ته زقوم غواړې

د غیرت او د عزت نه ګاوڼدیو څه خبر یاست ؟

څنګه غلي وۍ هغه وخت ولې اوس هم کور او کر یاست؟

تاسی ځان نارینه بولی لا شمله به نیغوئ هم

رډې رډې به لا ګورئ لا به سترګې غړوئ هم

د دې ملک ټول واکدارن خو چې په خپله دي خرڅ شوي

له مریو به څه ګیله وي څو څو ځله دي خرڅ شوي

خو ولسه، زما تنه، زما هډ او زما ځانه

دا ګیله نه ده پیغور ده دا طعنه ده زما ګرانه

نور نو خلاصی دې کړه سترګې لږ دې وښوره مټې

دا د ټیټو سترګو ګټه، تاوان ښه دی له دې ګټې

دغه سپین لیوان نور ورک کړه خپل ناموس او نوم خوندي کړه

د پردیو دا خړ وړي د  تاریخ جیل کې بندي کړه

د اولاد او کهول واک دې له دې سپیو ځینې واخله

د خپل کور او د خپل کلي، غچ پردیو ځینې واخله

دا به څو پورې سنګسار وي دا به څومره انتحار وي

چور تالا به مو عزت وي او وطن به داسې خوار وی

۲۰۱۵/۱۱/۴

 (۱) استاد سیس بادغیسی د ۷۶۸ م کلونو په شاوخوا کی دپردیو په مقابل کی د مقاومت سردار

(۲) امیر کروړ

 (۳) د جم منار

(۴) د سیف الملوک او بدری جمالی د مینی ولسی داستان ته اشاره

 

 

 

توجه!

کاپی و نقل مطالب از «اصالت» صرف با ذکر منبع و نام «اصالت» مجاز است

کلیه ی حقوق بر اساس قوانین کپی رایت محفوظ و متعلق به «اصالت» می باشد

Copyright©2006Esalat

 

www.esalat.org