ارواښاد صمد مومند

 

د خواشینۍ پیغام

 

په ډیر خواشینۍ سره خبر شوم ارواښاد صمد مومند د افغان اعلانات پخوانې رییس او د رادیو تلویزیون فعال کارکونکی په هالند کې له دې فاني نړۍ څخه د تل لپاره سترګې پټې کړئ.

انالله و انا الیه راجعون

ارواښاد صمد مومند هغه ویاړلې او برمیاله څیره وه، چې د خپل هیواد او هیوادوالو سره یې سپیڅلې، کلکه مینه او خواخوږي لرله، او په دې لاره کې یې کارنده او رغنده برخه درلوده.

زه نه یوازې پدې مناسبت د زړه له کومې خپګان او ژوره خواشیني څرګندوم، بلکې د ده کورنۍ او خپلوانو ته د صبر او تسلیت مراتب وړاندې کوم، او د لوی خدای څخه ده ته د فردوس جنت غواړم.

په ډیر درنښت،

انجنیر عبدالقادر مسعود

 

 

 

 

توجه!

کاپی و نقل مطالب از «اصالت» صرف با ذکر منبع و نام «اصالت» مجاز است

کلیه ی حقوق بر اساس قوانین کپی رایت محفوظ و متعلق به «اصالت» می باشد

Copyright©2006Esalat

 

www.esalat.org