یکشنبه، ۱۶ سپتامبر ۲۰۱۲
۱۰ سپتمبر ۲۰۱۲
لیکوال: أحمد ضياء بريالی
بکشید خوب بکشید تا میتوانید بکشید مثلیکه در دوره ی جهاد من کشتم مگر برایم مدال ملا عمر را بدهید.
(از سخنان مرد "مجاهد"- سیاف)لطفا با دقت بشنوید که پروفیسور استاد عبدالرب رسول سیاف با ورزش کاران کشور نیز رقابت دارد.
(بی شک دیدگاه هر کس نشانه ی تفکر اوست، «اصالت» در برابر نظر دیگران مسئول نمیباشد)
أحمد ضياء بريالی:
پرون د شورویانو په مقابل کې ولې وسله پورته کول فرض عین او جهاد و؟ او نن د امریکایانو، انګریزانو، جرمنیانو او . . . په مقابل کې بیا ترهګري او ناروا عمل دی؟
آخر دغه کوم فسق او فساد، فحشا او عریاني چې ستا خوږو دوستانو (امریکایانو) د افغان په غیرتي او مسلمانه خاوره کې چې هره لویشت يې د پاکو شهیدانو په پاکو وینو رنګینه ده، خپروي او دغه لس کاله یې پکې خپور کړ، په دې اړه دې کومه ورځ تلخه لږ وخوځېده؟ په سلو کې یو فیصد دې زړه درد وکړ؟
دغه کوم کمونیستان چې پرون تا ناسته پاسته او ګډ حکومت جوړول ورسره وچ کفر بللو نن د کوم آیت او کوم حدیث په رڼا کې په یوه پارلمان کې ورسره ناست يې؟
د وږې په اتلمسه په رسنیو کې دعبدالرب الرسول سیاف د یوې وینا ځینې ټکي خپاره شول، سیاف د ټولې اسلامي نړۍ علماوو ته چلنج ورکړی، او له هغوی نه یې غوښتي چې د استشهادي بریدونو روا والی دې کم تر کمه په یو کمزوري روایت ثابت کړي، او بیا یې د خپل مکار عادت له مخې هغه حدیث شریف چې د انتحار په هکله راغلی پر استشهادي عملیاتو باندې حمل کړی، دا په داسې حال کې چې تر ټولو دمخه خپله همدی په دې ښه پوهېږي چې د استشهادي بریدونو په اړه ګڼ روایت راغلي، او ګڼو فقهایي کرامو روا بللي دي.
خو دا چې نوموړی اوس د امریکایانو تر څنګ ولاړ دی، د هغوی په غېږ کې پروت دی، نو هغه د بلعم باعورا کانه پرې شوې ده، له نوموړي سره وړ او مناسب دا وه چې د اشغال په مقابل کې د خپل ولس تر څنګ ولاړ وی، مګر بر عکس نوموړی ډالرو د اشغالګرو غېږې ته ور ګوزار کړ، تر دې چې اوس د هغوی په وړاندې سترګې هم نه شي رپولی بلکې د هغوی شتون قانوني بولي، ددې پر ځای چې د قرآني ارشاداتو او نبوي لارښوونو په رڼا کې دې نیواک ګرو ته خوله ور اړولې وای دا د افغان مجاهد ولس لوري ته دې خوله وازه کړې، افغان ولس چې د اشغال په وړاندې جهاد کوي هغوی ته مفسدین وايي، او حال دا چې تر ټولو ستر مفسد خپله همدی دی، پر نوموړي د قرآن کریم هغه مبارک آیت ډېر ښه تطبیقیږي کوم چې د منافقینو په اړه راغلی: (وَإِذَا قِيلَ لَهُمْ لَا تُفْسِدُوا فِي الْأَرْضِ قَالُوا إِنَّمَا نَحْنُ مُصْلِحُونَ (۱۱)أَلَا إِنَّهُمْ هُمُ الْمُفْسِدُونَ وَلَكِنْ لَا يَشْعُرُونَ (۱۲) سورة البقرة.
او کله چې دوی (منافقینو) ته وویل شي چې په ځمکه کې فساد مه کوئ، نو وايي بې له شکه چې یوازې همدغه مونږ مصلحین یو، خبر دار! بې شکه چې همدغه دوی مفسدین دي، خو دوی نه پوهېږي.
د ښاغلي سیاف مکر، دوکه، چل او فریب خو نړیوال شهرت لري، هر څوک په دې پوهېږي چې سیاف هغه یو څه کم او زیات علم چې الله تعالی ورکړی هغه یې د ثمنا قلیلا په مقابل کې د خپلو دوستانو (امریکایانو) د خدمت لپاره وقف کړی، نوموړي مجاهدین د غلام غلامان بللي، مطلب یې دا دی چې مجاهدین د پاکستان او پاکستان د امریکا غلام دی!
آیا دغه تېر پرون د شورویانو په مقابل کې د جهاد پر وخت همدغه سیاف او نور ملګري یې د تور مخو پنجابیانو په غېږ کې نه وو پراته؟ پیسې هغوی نه ور کولې؟ اکمالات يې هغوی نه کول؟ دغه د پبو کیمپ خپله د سیاف په نامه نه یادیدو؟ تر پرونه پورې سیافه! ته خپله د پنجاب په زانګو کې نه زنګېدې؟ آیا ته خپله د تور مخو بې غیرتو په غولي را لوی نه شوې؟ د پنجابۍ مور شېدې دې نه رودلې؟ ته په کومو سترګو نورو ته د غلام غلامان وايي؟ په داسې حال کې چې همدا اوس ستا په غاړه کې د ګڼو غلامانو رسۍ پرتې دي؟ آیا په دغه ناولي تندي دې د تور پنجاب او سره تاجکستان تور او سره داغونه نه وینې؟
پرون دې چې هلته د ګېډې خیر و، هم ته او هم ستا نور انډيوالان مجاهدین وئ، او عمل مو جهاد و، او نن چې د امریکې په غېږ کې پروت او پر سینو یې خوله چړپوې اوس بیا جهاد فساد او مجاهدین مفسدین شول؟ واه واه! په دغه درې منه سر دې برکت شه! چې نورې هم ښې غورې وکړې!
جناب سیاف! له تا نه یو څو لنډې لنډې پوښتنې کوم، هیله ده چې که یې ځواب نه وي در سره او یقیني خبره ده چې ځواب یې در سره نشته، نو بیا خپل ځان ته ور تو کړه، پر خپل وجدان او ضمیر لعنت ووایه!
۱ ـ پر افغانستان باندې ستا د دوستانو (امریکایانو) یرغل دقرآن کریم دکوم آیت شریف او یا د پیغمبر علیه الصلاة والسلام دکوم مبارک حدیث پر اساس روا دی؟
۲ ـ د دوی په مقابل کې جهاد کول د کوم آیت او کوم حدیث پر بنا ناروا دي؟
۳ ـ د مسلمان په مقابل کې له کافر سره ودرېدل د کوم آیت او کوم حدیث پر اساس روا دي؟
۴ ـ پرون د شورویانو په مقابل کې ولې وسله پورته کول فرض عین او جهاد و؟ او نن د امریکایانو، انګریزانو، جرمنیانو او . . . په مقابل کې بیا ترهګري او ناروا عمل دی؟
۵ ـ آیا ملګري ملتونه او یا کوم بل نړیوال او یا سیمه ایز لوری ددې واک لري چې د یو چا پر خاوره بل ته د یرغل کولو اجازه ورکړي؟ او که یې لري نو بیا يې په اړه د اسلام دريځ څه دی؟
۶ ـ ستا مشر لالا کرزی خان چې سهار او بیګاه د یرغلګرو له لاسه په رسا ډول ژاړي! بدې ورځې کوي! د هغوی له خوا له شپنیو عملیاتو سر ټکوي! د هغوی لخوا د ولس له ځورلو سر ټکوي! د هغوی لخوا ده ته د افغان په خاوره کې د افغان زندانیانو له نه سپارلو سر ټکوي! په دې اړه کوم آیت یا حدیث درته معلوم دی چې څه وايي؟ له تا نه خو د کرزي ضمیر یو څه ویښ دی، دومره خو وايي چې دوستان مې زما خبره نه مني، له ما سره ظلم او زیاتی کوي، ته خو بالکل د سویې په خوب ویده یې، په هېڅ ځان نه خبروي، که دې څوک غوږ درنه پرې کړي هم نه پرې خبرېږې!
۷ ـ آخر دغه کوم فسق او فساد، فحشا او عریاني چې ستا خوږو دوستانو (امریکایانو) د افغان په غیرتي او مسلمانه خاوره کې چې هره لویشت يې د پاکو شهیدانو په پاکو وینو رنګینه ده، خپروي او دغه لس کاله یې پکې خپور کړ، په دې اړه دې کومه ورځ تلخه لږ وخوځېده؟ په سلو کې یو فیصد دې زړه درد وکړ؟ دغه کوم کمونیستان چې پرون تا ناسته پاسته او ګډ حکومت جوړول ورسره وچ کفر بللو نن د کوم آیت او کوم حدیث په رڼا کې په یوه پارلمان کې ورسره ناست يې؟
۸ ـ ګوره چا ته چې الله جل جلاله په قهر شي هغه داسې سپکوي لکه ته يې چې سپک او سپاند کړې، ستا به ښه په یاد وي، کله چې پرون هسې تش په نامه د مجاهدینو په صف کې ولاړ وې، ټوله اسلامي نړۍ به لاس په نامه درته ولاړه وه، چېرته به چې لاړې مسلمانان به له هرې خوا داسې در باندې را مات شول لکه پتنګان پر څراغ، او نن دې چې کله د امریکې په ګرمه غېږ کې سر کېښود، یوې وړې لنډغرې نجلۍ ورټلې!! جنایتکار ېې وبللې! جنګسالار يې وبللې! په ښکاره یې دې د محاکمې غوښتنه وکړه، او ته په ټيټو سترګو شرمېدلی اوښ خان ورته ناست وې!!
یو کس هم پورته نه شو چې له تا نه دفاع وکوي! آخر خپله پورته شوې شور ماشور دې جوړ کړ، له وړې لنډغرې ملالی جویا سره دې لفظې جګړې پیل کړې! د خلکو په منځ کې داسې ښکارېدې لکه اوښ په رمه کې، تر دې ستر ذلت! تر دې پریوتی او سپک دريځ !
پوهېږې چې دا ولې؟ پرون دې هسې په خوله د الله پر کتاب او د رسول الله صلی الله علیه وسلم پر سنتو د غیرت چېغې وهلې، الله تعالی چې ډېر غیرتي ذات دی دومره یې لوړ او ستر کړی وې، نن دې چې د کفارو غېږې ته پناه ور وړه داسې یې سپک او ذلیل کړې!
۹ ـ دغه کوم کسان چې ته جناب یې مفسدین بولې، آیا یوازې همدغه څو کسان دي چې ستا تر څلوېښتو زیات بهرني دوست او خواخوږي دوست هېوادونه، او داخلي څه باندې درې لکه په اصطلاح امنیتي ځواکونه یې په ګونډو کړي دي؟ که کیسه همداسې وي نو بیا باید خپله پزه پرې کړې! دا ستا لپاره د شرم ځای نه دی چې یو څو کسانو ستا ټوله نړۍ په مخه کړې ده!
سیاف خانه! لږ را ویښ شه، د غفلت له خوب نه را پاڅه، دا یو څو کسان نه دي چې ته او ستا ستر ستر نړیوال باداران یې په منډو کړي، بلکې دا ټول ولس دی، د الله جل جلاله غیبي مرسته او نصرت دی، آخر په تا باندې عقل دومره وټنګېد چې دا هم نشې سنجولۍ چې دغه کسان چې ستا او ستا د بادارانو په وړاندې جنګېږي، چېرته اوسېږي؟ څوک د شپې ځای ورکوي؟ څوک ډوډۍ او اوبه ورکوي؟ څوک یې ستا د دوستانو تر پخو پخو مرکزونو پورې در رسوي؟
ته دومره بلا وهلی یې چې دې ټولو اړخونو ته فکر نه شې کولی؟ هسې هوایي ډزې کوې؟ جنابه! له تا نه ستا باداران یو څه انصاف داره دي، هغوی وایي چې له مجاهدینو سره ولسي ملاتړ دی، ولس ځای ورکوي، ډوډۍ ورکوي، اوبه ورکوي، له همدې کبله دوی پر ولسي خلکو بمبارۍ کوي، ولسي خلک زندانونو ته اچوي، ولسي خلک ځوروي!
۱۰ ـ نن تاریخ ولې وزیر محمد اکبر خان، میر مسجدي خان، ملا مشک عالم او . . . په ویاړ سره یادوي؟ له دې کبله چې هغوی له انګریزانو سره یو ځای د هېواد جوړول غوښتل، لکه نن یې چې ته له امریکایانو او انګریزانو سره غواړې؟ او که نه له دې کبله چې هغوی د انګریزانو په مقابل کې توره پورته کړې وه؟ په دې پوهېږې چې تاریخ ولې د شاه شجاع په نوم نه ویاړي؟ سبا ته ستا برخلیک هم همداسې دی.
لږ له ځان سره فکر وکړه، اوس هم وخت شته، توبه وباسه، اوس هسې هم د قبر پر غاړه ولاړ یې، یا خو به په تبه مړ کېږې، یا به دې زړه سکته کوي، یا به په سرطان اخته کېږي، او یا به دې کوم بل څه له دنیا نه دسترګو پټېدو لامل ګرځي.
څوک دې چې له مخکې نه پېژني په لیدو سره دې کله هم دا فکر نه کوي چې ستا به کوم آیت یا حدیث زده وي، فکر کوي چې دا کوم شپون، یا چوکیدار، او یا د دکوم لنډغر بانډ مشر دی، ځکه چې قرآن او حدیث دې دژبې په سر دي، په زړه کې یې دې ځای نه دی نیولی، او هر هغه علم چې په زړه کې ځای ونه نیسي د دنیا او آخرت دتباهۍ لامل ګرځي.
علم چې کله په زړه کې ځای ونیسي، نښې نښانې یې دهغه کس پر مخ را څرګندېږي، ستا پر ناولي مخ د امریکایانو، انګریزانو، فرانسویانو، جرمنیانو او . . . د دوستۍ او له هغوی سره د خواخوږۍ نښې نښانې له ورایه چېغې وهي، إنك تُرى متركعا متسجدا لرؤوس الكفر والطغيان، تبتغي دولارا من البيت الأبيض وباوندا من لندن، وروبلا من ماسكو سيماك في وجهك من أثر وقوفك في صف الكفر والنفاق، يا لك من ويل! ویا لك من ويل! أولى لك فأولى ثم أولى لك فأولى!
جنابه! ستا دا خبره چې ځانمرګي بريدونه ناروا دي، بالکل او سل په سلو کې سمه ده، داسلام مبارک دین هم همداسې وايي، خو خبره دا ده چې دځانمرګي او استشهادي تر منځ توپير وپېژنه، او ته یې ښه پېژني خو هسې دې ځان ناګاره اچولی، عارفانه تجاهل کوې، په ويښه خوبونه وینې، ځان دې روغ لیونی کړی، دخلکو په سترګو کې خاورې ور شیندې، دخپل شیطانت له مخې قرآن او احادیث دامریکایانو او اشغالګرو په پښو کې ور غورځوې، ددې لپاره چې خلکو ته ستا مکر او فریب ښکاره شي زه دلته داسشتهاد او انتحار په اړه د اسلام دمبارک دین دریځ دقرآني آیتونو، نبوي احادیثو، د صحابهء کرامو دژوند او دفقهایی کرامو د نظرونو په رڼا کې دګرانو لوستونکو مخې ته ږدم، تر څو خلکو ته حق او باطل ښه واضح شي، او له تا جناب نه یوه وړه هیله کوم، هغه دا چې که دې دغه لیکنې ولوسته نو خامخا به یې ځواب لیکې، او زه پوره باوري یم چې ځواب نه لرې، ځکه خو به پټه خوله کېږې، دیادونې ده چې دا لیکنه لږ اوږده ده، نو ځکه به په څو برخو کې خپره شي.
دا خو ټول مني چې له خپل ځان، حق، مال، آبرو او عزت نه دفاع کول د هر ژوندي په فطرت کې شته، که څه هم چې دغه ژوندی انسان نه وي بلکې حیوان، یا مرغه او یا کومه حشره وي، ټولو به لیدلي وي چې که یو څوک د چرګې یا پيشو، یا مېږې، یا غوا، یا موږک او یا هم چنچڼې په بچو او يا ځای کار ولري او یا خپله دوی ته دزیان رسولو هڅه وکړي، نو هر یو په خپل وار سره تر خپله وسه هڅه کوي چې په دوی، یا یې په ځای او یا یې په بچو د تېري مخه ونیسي، او که انسانانو ته راشو نو ګورو چې هېڅ انسان که څه هم چې ډېر بې غیرته وي، او یا ډېر بې وسه او ناتوانه وي دا نه خوښوي چې څوک یې په ځان، مال، کور او اولاد باندې تېری وکړي، او که یې څوک وکوي نو بیا تر خپله وسه هڅه کوي چې مخنیوی يې وکړي، او بیا چې مسلمان ته راشو نو ګورو چې هېڅ مسلمان دا نه مني او نه یې هم زغمي چې یو څوک یې په حق تېری وکوي، کور یې ونیسي! اولاد یې ووژني! او په انسانانو کې هم رنګارنګ خلک شته دي، ځینې داسې دي چې له خپل مال، اولاد او کور نه د تیري په مخنیوي کې ځان مرګ ته هم ورکوي، مرګ مني مګر دا نه مني چې په حق یې تېری وشي، په مسلمانانو کې بیا زیات دا رنګه خلک شته په ځانګړي ډول په افغانانو کې چې هغوی د بې عزتۍ له ژوند نه د عزت مرګ ښه بولي، او پاتې دې نه وي چې هر هغه څوک چې د خپل ځان، مال او کور نه په دفاع کې ووژل شي هغه ته ټول انسانان که مسلمانان دي که کفار په درنه سترګه ګوري، ستايي يې، ښه پرې وايي، او ظالم ته بیا په بده سترګه ګوري او بد پرې وايي.
اوس پوښتنه دا ده چې هر کله خبره داسې ده نو بیا د سیاف په څېر ځینې خلک ولې له ظالمانو سره مرسته کوي، د هغوی په مټ د خپل کور،کلي او هېواد اوسېدونکي وژني، د خپلو هېوادوالو کور او کلی پرې ورانوي؟
دلته بیا همغه مخکنۍ خبره ده چې د انساني فطرت له مخې هېڅوک هم دا کار نه خوښوي، مګر دا چې سياف دا رنګه كار کوي، هلته بیا ځینې نور لاملونه دي، د هغه له کبله سياف او ځینو نورو دېته زړه ښه کړی، چې ظالم او کافر خپل کور ته راولي او خپل ولس پرې وځوروي، شتمنۍ یې پرې لوټ کړي، آبرو او عزت یې پرې وتروړي! هلته د دوی یو څو ځانګړي موخې وې دوی دغو موخو ته د رسېدو لپاره دغه رنګه کرغېړن کارته زړه ښه کړ، چې هغه یا پیسې پیدا کول یا ځواک او زور پیدا کول او یا هم شهرت پیدا کول وو، خو كله چې ددوی نوموړې موخې سمې پوره نشوې، که څه هم چې ډالر خان خو دټولو سر ته وخو ت، نو اوس بیرته خپلو دوستانو ته وايي چې تاسو خو مونږ له صحنې نه لیري کړو، زمونږ واک مو کم کړ، په مونږ پسې مو سوټی را اخیستی، زه وایم ای کاش یو سوټی دې په دغه اوږده ورمېږ در خیر کړي چې بوک دې را واړوي تر څو ټول درنه بې غمه شي! دغه رنګه کسان د خپلو ځانګړو موخو لپاره له خپل اصلي فطرت نه اوښتي دي.
مګر نور عام ولس په همغه خپل انساني او اسلامي فطرت پاتې دي، په هېڅ ډول نیواکګر او ملګري یې نه مني، ټول ګوري چې خپله د همدغه حکومت چې امریکا جوړ کړ د همدغه حکومت عسکر را پورته کېږي له دوی سره په یو سنګر کې پراته نیواکګر په مرمیو ولي، د همدغه حکومت د پارلمان غړي په همدغه امریکایانو باندې بد وايي، همدغه د شمالي ټلواله چې د نیواکګرو تر مخ وه او د هغوی لپاره یې لارې جارو کولې هغوی اوس خپله بیرته له خپلو بادارنو سره ښکر په ښکر دي،ځکه چې د دوی ټولې موخې پوره نشوې، لنډه دا چې هېڅ انسان ته که څه هم چې مسلمان نه وي دا خوند نه ورکوي چې په حق یې بل څوک تېری وکوي، پرته له هغو کسانو چې فطرت یې بدل شوی وي، او یا هم خپلې ځانګړې ګټې د اسلام او ولس له ګټو نه مخکې بولي، لکه سیاف خان!
بله دا چې له کومې ورځې نه چې انسان ځمکې ته راغلی له همغه تاریخ نه بیا تر نن پورې جګړه کول د انسانانو ترمنځ یو داسې تریخ حقیقت دی چې څوک هم سترګې نشي ترېنه پټولای، او په دې ټول پوهېږو چې د انسانانو ترمنځ د انسانیت په تاریخ کي د لومړي ځل لپاره د قابیل او هابیل ترمنځ چې د آدم علیه السلام زامن وو وینه تویې شوې ده، قابل په ناروا د خپل ورورهابیل وینه وبهوله اوهغه يې شهید کړ، له همغه ورځې نه د انسانیت په تاریخ کې د حق او باطل ترمنځ جګړه پیل شوه.
دلته یو ډېر مهم ټکی دا دی چې د نړۍ پر مخ د لومړي ځل لپاره باطل پر حق تېری وکړ، او د حق د پیرو وینه یې وبهوله، قابیل د شیطان په لمسونه خپل ورورهابیل ووژلو، او له همغې ورځې نه بیا تر ننه پورې هر وخت لومړی د شیطان پیروانو د حق په پیروانو یرغل کړی، بیا وروسته د حق پیروان دېته اړ شوي چې له خپل حق نه ننګه وکړي، او د شیطان پیروان وځپي.
لنډه دا چې جګړه کول د انسان په ژوند کې یو داسې تریخ حقیقت دی چې مخامخ کېدل ورسره حتمي دي، او دا چې په دغو جګړو کې حکمت څه دی الله جل جلاله په خپل سپېڅلي کتاب قرآن کریم کې په دوهمه پاره د البقرة سورت د دوسوه او یو پنځوسم آیت په وروستنۍ برخه کې وروسته له هغه چې د طالوت او جالوت جګړه او په هغه کې د دواد علیه السلام په لاس د جالوت وژل کېدل بیانوي داسې فرمایي: (...وَلَوْلَا دَفْعُ اللَّهِ النَّاسَ بَعْضَهُمْ بِبَعْضٍ لَفَسَدَتِ الْأَرْضُ وَلَكِنَّ اللَّهَ ذُو فَضْلٍ عَلَى الْعَالَمِينَ) د البقرة سورت، ۲۵۱ آيت.
که چېرې دالله جل جلاله لخوا په ځینو خلکو (د حق په پیروانو) باندې د ځینو نورو خلکو (د باطل د پیروانو) دفع کول نه وای، نو خامخا به ځمکه د الله له لورې د باطل په پیروانو د عذاب را کوزولو له وجې ورانه شوې وای، ځکه چې نړۍ د الله جل جلاله د مخلصو او مؤمنو بنده ګانو له وجې ودانه ده، کله چې په نړۍ کې د الله جل جلاله مؤمن بنده ګان پاتې نشي نو بیا خو خامخا الهي عذاب راځي، کوم څه چې ټوله نړۍ ورسره ورانېږي، مګر الله جل جلاله په عالمیانو باندې د لوی فضل څښتن دی، نو ځکه خو د اسلام او قرآن له وجې په ټوله هستۍ باندې رحم کوي، له همدې کبله الله جل جلاله تر هغه پورې قیامت نه راولې تر څو چې د ځمکې پر مخ د ده عبادت کېږي، هر کله چې داسې حالات راشي چې څوک هم د الله جل جلاله عبادت نه کوي نو بیا به الله جل جلاله دنیا ورانوي او قیامت کېږي به.
دا چې دانسان په ژوند کې جګړه کول یو تریخ حقیقت دی، او په هر وخت کې د انسانانو ترمنځ جګړې پېښېږي، او د انسانانو له ډلې څخه مسلمانان هم دي، نوالله جل جلاله د مسلمانانو لپاره د جګړې کولو ځانګړي لاملونه او ځانګړي ډولونه ښودلې دي، مسلمانانو ته یې ویلي دي چې په کوم وخت کې او له کومو خلکو سره او د کومو موخو لپاره بايد جګړه وکړي؟ او بیا د دې لپاره چې د کفر او اسلام ترمنځ د جګړې موخې او لاملونه سره بیل، او توپیر لري، نو ځکه خو اسلام خپلې جګړې ته جهاد ویلی دی.
جهاد په لغت کې زیات کوشش او هڅې کولو ته وايي، او په اصطلاح کې د الله جل جلاله د دین د لوړوالي لپاره له کفارو سره جګړې کولو ته جهاد ویل کېږي، چې په دې کې له خپل دین، ځان، مال او مظلومانو نه دفاع کول هم راځي، پاتې دې نه وي چې کله جهاد مطلق ذکر شي نو هم دشریعت له مخې او هم په ټوله اسلامي نړۍ کې دټول اسلامي امت په اجماع سره مسلح جهاد ترېنه مرادېږي، له همدې کبله علمای کرام چې کله په خپلو مصنفاتو کې دمسلح جهاد احکام بیانوي نو عنوان باب الجهاد یا کتاب الجهاد ورته ږدي، او ځينې بیا باب المغازي یا کتاب المغازي ورته ږدي، او کله چې مسلح جهاد مراد نه وي هلته بیا مقید ذکر کېږي، لکه دقلم جهاد، دژبې جهاد، په مال سره جهاد او که مقید ذکر نه شي نو مسلح جهاد ترېنه مرادېږي، او مجاهد هم هغه کس ته ویل کېږي چې دکفر په مقابل کې یې وسله پورته کړې وي.
دټول اسلامي امت په عرف کې مصنف او داعي ته څوک مجاهد نه وايي، بلکې هغه خپله ځانله ځانله مصطلاحات لري، هو په هغه صورت کې ورته وايي چې له مسلحو مجاهدینو سره تړاو ولري، له هغوی سره ناسته پاسته ولري، له هغوی سره مرسته کوي.
او په دې باندې د ټولو رېښتینو مخکنیو او اوسنیو علماوو اجماع ده چې هر کله کفار د مسلمانانو پر خاوره یرغل وکړي نو د همغې خاورې په ټولو خلکو جهاد فرض عین کېږي، که د هغوی وس نه ورته رسېدو بیا پر هغو مسلمانانو هم فرض کېږي چې د دوی ګاونډیان دي، همداسې تر پایه پورې، یانې که دوه درې څلورو پنځو او... هېوادونو زور نه ورته رسېدو بیا نو په ټول اسلامي امت باندې جهاد فرض عین کېږي.
نن چې نیواکګرو امریکایانو او ملګرو يې د پروفیسور سیاف د بریالیو مټو! په مرسته زمونږ پر کور او هېواد یرغل راوړی نو پر هر مسلمان افغان باندې د خپل وس سره سم جهاد فرض عین دی، او هر کس یې باید وکوي، هر کس د خپل وس او توان سره سم، که د چا د تورې وس وي، نو په توره جهاد پرې فرض دی، او که یې په ژبه وس وي، په ژبه، که يې په قلم وس په قلم، که یې په مال وس وي په مال، لنډه دا چې له کفارو سره ودرېدل او له هغوی سره مرسته کول په هېڅ ډول روا نه دي، ځینې کسان وايي چې امریکایان او ملګري يې افغانستان ته د بین الملل په اجازه راغلي دي.
دلته لومړی باید په دې خبره ځان پوه کړو چې د نړۍ پر مخ هېڅوک که څه هم چې خورا لوی او ستر وي د دې حق نه لري چې د یو چا په کور او کلي باندې بل چا ته د برید او یرغل کولو اجازه ورکړي، تر دې چې یو مسلمان امیر او مشر د قرآن کریم له لارښوونې پرته چې د الله جل جلاله لار ښوونه ده هم نشې کولای چې د بل چا په ځان، مال او کور د یرغل کولو اجازه ور کړې، که څه هم چې کافر وي، مګر په هغه وخت کې یې کولای شي چې د قرآن کریم د لارښوونو په رڼا کې وي.
نو بیا بین الملل څوک دي چې یو چا ته د بل چا د وژلو یایې په کور او کلي باندې د تېري او یرغل اجازه ورکوي، بین الملل څوک دي؟ ټول همدغه کفار دي، امریکا ده، روس دی، چين دی، لویه بریتانیه او شمالي ایرلنډ، او پنځمه فرانسه ده، همدغه پنځه هېوادونه د امنیت د شوری دایمي غړي دي، ټول واک او اختیار له دوی سره دی، او دغه ټول هېوادونه کفار دي.
لومړی خو دا چې دغه د امنیت شوری غړي هم انسانان دي، دوی ته دا واک چا ورکړی چې د دوی په څېر د نورو انسانانو لپاره دې قوانین جوړ کړي، او نور دې د دوی قوانین خامخا ومني، آیا همدغه لومړی ګام چې دوی پورته کړی دی د انسان له حقوقو او آزادۍ سره په ټکر کې نه دی؟ او که نه دوی له نورو انسانانو نه ښاغلې او لوړ دي؟ دا په خپله د انسان په حقوقو تېری دی، چې یو څو کسه سره راغونډېږي د خپل فکر او طبعیت سره سم قوانین جوړوي او بیا د ټولې نړۍ انسانان د هغه پر منلو ملزموي!!
اوس که دغه یرغل امریکا په خپله خوښه کړی وي او که یې د بین الملل په اجازه کړی وي، پاتې دې نه وي چې بین الملل د یرغل اجازه نه ده ورکړې، او که یې د کوم بل ځواک په اجازه کړی د اسلام او قرآن له نظره بالکل ناروا او وحشت دی، که سياف او يا بل څوک کولای شي چې په قرآن کریم کې داسې حکمونه یا آیتونه را پیدا کړي چې پر افغانستان باندې د امریکا یرغل ته اجازه ورکوي نو مهرباني د وکړي رامخې ته يې دې کړي تر څو مجاهدین پوه شي او بیا دغه حکمونو ته غاړه کېږدي او د امریکا امر ومني.
ځینې ساده ګان چې سترګې یې د چوکۍ او ډالرو مینې ورپټې کړې دي دومره سپین سترګي کوي، دومره درواغ وايي چې یو ماشوم هم پرې پوهېږي، وايي دا خو مستأمنین دي! دا خو معاهدین دي! سړی نه پوهېږي چې دوی یوازې د مستامن او معاهد نوم اورېدلی او په مانا یې نه پوهېږي او که د خلکو په سترګو کې خاورې ورشیندي، مستأمن هغه کافر دی چې د مسلمانانو په ملک کې یوازې د څه وخت لپاره د مسلمانانو تر واک او اختیار لاندې اوسېدای شي، نه وسله ګرځولای شي او نه پر چا تېری کولای شي، له نامه نه یې مالومېږي چې مستأمن د امن او پناه غوښتونکي په مانا دی.
دا چې واک او اختیار ټول ورسره وي، دا خو بیا تر اوسه د اسلام په قاموس کې نشته که پروفیسور سیاف ته معلوم وي نو مهرباني دې وکړي په تفصیل سره یې دې خلکو ته وښيي، په دې خو اوس لیونی هم پوهېږي چې دغه کفار چې زمونږ ملک ته راغلي دي آیا دوی له مونږ نه امن او پناه غواړي او که مونږ په خپل کور کې له دوی نه امن او پناه غواړو؟
چا ته چې زمونږ په ملک کې دوی امن او پناه ورکړه هغه ته بیا نر شته چې پورته ورته وګوري؟ او که یې له چا نه امن او پناه پورته کړه بیا نو څوک شته چې ترېنه ويې ژغوري؟ نه تش په نامه ولسمشر د دې واک لري او نه هم تش په نامه پارلمان! او نه هم تش په نامه درې ګزه او شل منه سیاف! ښه دا نو اوس څه رنګه مستأمنین دي چې مونږ ته زمونږ په خپل کور کې دوی امن او پناه راکوي!
او معاهدین هغو کافرو ته ویل کېږي چې له مسلمانانو سره داسې تړون وکوي چې نه به دوی پر مسلمانانو تېری کوي او نه به مسلمانان پر دوی تېری کوي، که یې تیری وکولو بیا نو عهد مات دی، د مستامن، معاهد، ذمي او محاربو کفارو په اړه د فقهې په کتابونو کې فقهای کرامو مفصلې او بشپړې څېړنې کړې دي، چې ځانته بحث غواړي.
لنډه دا چې دغه افغانستان ته راغلي د پروفیسور سیاف دوستان نه مستأمنین دی نه معاهدین او نه هم ذمیان بلکې محاربین او متجاوزین دي، ځکه وسله ورسره ده، په زور راغلي، د حکومت واګې د دوی په واک کې دي، زمونږ په ملک کې داسې څه کوي چې په خپل هېواد کې يې نشي کولای، ځکه هلته دوی د خپل ملک قانون ته درناوی کوي، سر غړونه نشي ترېنه کولای، مګر زمونږ په ملک کې نه دتش په نامه اساسي قانون درناوی کوي او نه هم د خپل قانون، ځکه په دوی باندې د خپل قانون درناوی او احترام د خپلو خلکو او خپل ملک په اړه لازم دی، نه د افغانانو په اړه.
دا دی اوس خو لا دا هم را برسېره شوه چې دغه ځناور هېڅ رنګه انساني کرامت نه پېژني، د شهیدانو د بدن غړي له ځان سره د یادګار په توګه ساتي! دشهیدانو پر پاکو جسدونو بولې کوي، دماشومانو، مېرمنو او بوډاګانو جسدونو ته له وژولو وروسته اور ورته کوي! فکر نه کوم چې تر اوسه پورې به د انسانیت په تاریخ کې دا رنګه ځناور او وحشیان چېرته تېر شوي وي، ولس به دسیاف او دهغه دکاسې دملګرو له ټوپکیانو نه سر ټکولو چې د ځينې افغاني میرمنو سینې به یې پرې کولې، یا به یې د ځینو نورو په سرونو کې میخونه ټک وهل، چې د هغو بوږنوونکو پېښو یو لوی او مهم لوبغاړی خپله همدغه سیاف و، دا دي اوس د دیموکراسۍ شاګردانو له هغوی نه هم ور واړوله، د انسانانو د بدن غړی له ځانه سره د یادګار په توګه ساتې!!! دا د پروفیسور سیاف د پرمختګ او تمدن ټيکه داران دي! دا دسیاف په څېر هغه درواغزن ټګماران دي چې خلکو ته د هوساینې او سوکالۍ په نامه ځناورتوب او بربریت ډالۍ کوي!
پس هر کله چې جهاد فرض عین شو، نو استشهادي بریدونه د جهاد یوه تر ټولو اغېزناکه او مهمه برخه ده، دلته به اوس د یوې سریزې په توګه د استشهاد او انتحار ترمنځ توپیر سره وپېژنو، استشهاد او انتحار دواړه عربي کلمې دي، استشهاد چې د استفعال له باب نه دی د شهادت غوښتنې په مانا دی، او انتحار چې د افتعال له باب نه دی د ځان وژنې په مانا دی، شهادت غوښتنه په اسلام کې روا بلکې یو ډېر لوړ او لوی هدف دی، تر دې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم خپله د شهادت غوښتونکی و، امام بخاري صیب په خپل صحیح کې داسې روایت راوړی: (أَنَّ أَبَا هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ قَالَ سَمِعْتُ النَّبِيَّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَقُولُ وَالَّذِي نَفْسِي بِيَدِهِ لَوْلَا أَنَّ رِجَالًا مِنْ الْمُؤْمِنِينَ لَا تَطِيبُ أَنْفُسُهُمْ أَنْ يَتَخَلَّفُوا عَنِّي وَلَا أَجِدُ مَا أَحْمِلُهُمْ عَلَيْهِ مَا تَخَلَّفْتُ عَنْ سَرِيَّةٍ تَغْزُو فِي سَبِيلِ اللَّهِ وَالَّذِي نَفْسِي بِيَدِهِ لَوَدِدْتُ أَنِّي أُقْتَلُ فِي سَبِيلِ اللَّهِ ثُمَّ أُحْيَا ثُمَّ أُقْتَلُ ثُمَّ أُحْيَا ثُمَّ أُقْتَلُ ثُمَّ أُحْيَا ثُمَّ أُقْتَلُ) صحيح البخاري، باب: كتاب بدء الوحي، 4 جزء.
ابو هریره رضی الله عنه وویل: ما له نبي صلی الله علیه وسلم نه واورېدل چې ویل يې: زما دې په هغه ذات باندې قسم وي چې زما روح یې په واک کې ده، که دا خبره نه وای چې له مومنانو نه ځینې کسان دا نه خوښوي چې له ما نه دې وروسته پاتې شي، او زه دومره وس نه لرم چې د دوی د تګ لپاره بندوبست وکوم، نو زه به کله هم له هغه ټولي نه وروسته نه وم پاتې شوی كوم چې د الله جل جلاله په لاره کې جهاد کوي، زما دې په هغه ذات قسم وي چې زما روح د هغه په واک کې ده چې زه خامخا دا خوښم چې بېشکه زه د الله جل جلاله په لار کې ووژل شم، بیا بېرته را ژوندی کړای شم، بیا ووژل شم، بیا را ژوندی کړای شم، بیا ووژل شم، او بیا راژوندی کړای شم او بیا ووژل شم.
دا دي دلته رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي چې که د دغه ځینو مسکینو مسلمانانو د زړه د ساتلو خبره نه وای نو زه به هرې غزا ته تلم، مګر زه د دغه فقیرانو او مسکینانو د زړه ساتلو لپاره پاتې کېږم تر څو دوی ته ځان بد ښکاره نشي او د کمي احساس ونه کوي او لږ ډاډه وي چې ځه رسول الله صلی الله علیه وسلم خو هم له مونږ سره دی.
او بیا وايي چې که ما دومره وس درلودلی چې د دغو فقیرانو لپاره د جهاد کولو وسایل او سورلۍ پرې برابره کړم، نو بیا به مې هم دا کار کولو، او له دوی سره به یو ځای جهاد ته تلم، مګر دومره وس نه لرم، ځکه له دوی سره پاتې کېږم، او امام طبراني صیب په خپل کتاب: المعجم الکبیر کې همدې ته ورته یو روایت له ابی مالک اشعري نه راوړی دی چې په وروستنۍ برخه کې یې رسول الله صلی الله علیه وسلم داسې فرمایلي: (...وَلَوْ خَرَجْتُ مَا بَقِيَ أَحَدٌ فِيهِ خَيْرٌ إِلا انْطَلَقَ مَعِي، وَذَلِكَ يَشُقُّ عَلَيَّ) المعجم الكبير للطبراني، اول باب، ۳ جزء، ۴۸۲ صفحه.
او که چېرې زه هرې غزا ته ووزم نو هېڅ داسې څوک به پاتې نشي چې په هغه کې یو څه خیر وي، مګر دا چې له ما سره به ځي، یانې ټول نیک خلک به غزا ته ځي او هېڅوک به هم پاتې نشي چې د اسلام او مسلمانانو د چارو سمبالول په غاړه واخلي،او دا کار بیا په ما باندې ګران پرېوزي، ځکه چې د جهاد له ټولو نه مهمه موخه داده چې اسلامي نظام راشي، د الله جل جلاله کتاب په ځمکه کې پلی شي، په دې مانا چې له جهاد نه موخه دا نه ده چې ټول دې شهیدان شي، بلکې له جهاد نه لوی هدف دا دی چې اسلامي نظام راشي، دقرآن کریم حکمونه چې دټول بشریت دنیکمرغۍ ضامن دي پلي شي.
له همدې کبله علمای کرام وايي چې هغه رېښتني او پوه مجاهدین چې په هغوی کې د اسلامي حکومت د چارو دسمبالولو وړتیا وي هغوی باید له اړتیا پرته دجنګ ډګر او لومړیو کرښو ته لاړ نشي، ځکه چې په دې سره مسلمانانو ته ډېر زیان رسېږي، هغه دا چې سوچه او پاک زړي، د اسلام او مسلمانانو په درد دردمن او رېښتيني مجاهدین به ټول شهیدان شي، نو وروسته به چارې داسې کسانو ته په لاس ورشي چې هغوی به بیا هر څه له خپلو ځانونو او خپلو ګټو نه قربانوي، هر څه به په یوه روپۍ خرڅوي، لکه څنګه مو چې ولیدل، له روس سره د جهاد پر وخت همداسې وشول، هغه نیک او مخلص مشران شهیدان شول، یا هم د کورنیو جګړو له امله په کورونو کې کېناستل وروسته د چارو واګې سياف خان او دده په څېر نورو د داسې کسانو لاس ته ورغلې چې دا دي ټول يې ګوري چې څه یې وکړل! د دوه ډالرو لپاره یې دجهاد افتخارات او ویاړونه ټول دامریکایانو او انګریزانو په پښو کې ور وغوځول، دشهیدانو پاکې وینې، دیتیمانو مظلومې اوښکې او دکونډو زړه بوږنوونکې کرېغې یې په سرو کفارو وپلورلې!
که اړتیا وه او پرته له دې چې د مجاهدینو مشران او رېښتیني په کار پوه تکړه مجاهدین د جګړې لومړیو کرښو ته لاړ شي بله چاره نه وه نو بیا به خامخا ځي، که شهیدان شول هم نو د اسبابو په نړۍ کې دوی ته کوم مسولیت نه متوجه کېږي.
علمای کرام دا خبره د همدغه پاسني حدیث شریف له مخې کوي، ځکه دا دي رسول الله صلی الله علیه وسلم خپله فرمایي چې زه ځکه هرې غزا ته نه ځم چې بیا به نو هر نیک مجاهد غواړي چې له ماسره لاړ شي، او دلته به بیا د مجاهدینو او مسلمانانو نورې چارې همداسې پاتې کېږي، او بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم د حدیث شریف په وروستنۍ برخه کې قسم کوي او درې ځله دا خبره تکراروي چې که دا خبره نه وای نو ما به دا خوښه کړې وای چې د الله جل جلاله په لاره کې ووژل شم او بیا را ژوندی شم، بیا ووژل شم، او بیا را ژوندی شم او بیا ووژل شم.
په همدې بخاري کې په بل روایت کې داسې راځي: (عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ وَالَّذِي نَفْسِي بِيَدِهِ وَدِدْتُ أَنِّي أُقَاتِلُ فِي سَبِيلِ اللَّهِ فَأُقْتَلُ ثُمَّ أُحْيَا ثُمَّ أُقْتَلُ ثُمَّ أُحْيَا ثُمَّ أُقْتَلُ فَكَانَ أَبُو هُرَيْرَةَ يَقُولُهُنَّ ثَلَاثًا أَشْهَدُ بِاللَّهِ) صحيح البخاري، باب: كتاب بدء الوحي، ۹ جزء,۱۰۲ صفحه.
له ابو هریره رضی الله عنه روایت چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: زما دې په هغه ذات قسم وي چې زما روح یې په لاس کې ده چې دا خوښوم چې بېشکه زه د الله جل جلاله په لاره کې وجنګېږم، او بیا ووژل شم، بیا بېرته را ژوندی کړای شم، بیا ووژل شم بیا بېرته را ژوندی کړای شم، بیا ووژل شم، هغه کس چې دغه حدیث یې له ابو هریره نه اورېدلی هغه وايي چې ابو هریره رضی الله عنه به درې ځله دغه ټکي چې ووژل شم او بیا بېرته را ژوندی کړای شم ویلو، او زه الله جل جلاله په دې باندې ګواه کوم چې همداسې به یې ویل، دا خبره يې د دې خبرې د پخلي لپاره کړې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم به همداسې ویل، داسې نه چې څوک ووايي چې دا خبره بل چا ورپسې جوړه کړېده.
له دينه مالومېږي چې دغه خبره د ځینو خلکو زړه ته سمه نه لوېږي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم به کړې وي، نو ځکه یې وویل چې نه رسول الله صلی الله علیه وسلم همداسې ویل، او بل دا ترېنه مالومېږي چې صحابوو رضی الله عنهم به د رسول الله صلی الله علیه وسلم د مبارکو ويناوو په رانقلولو کې دومره زیاته پاملرنه او غور کولو، چې دغه ټکی یې یو ځل او دغه یې دوه ځله او دغه یې درې ځله ویلی دی.
او دیته هم باید پام وشي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم هسې په خوشې خبره باندې قسم نه دی کړی او نه یې کولو، نو له دينه مالومېږي چې دغه کار خورا ارزښتناک کار دی، مسلمانان یې باید د زړه په غوږونو واوري، او ویي مني، له دې او دیته ورته نورو ګڼو احادیثو او له دې نه مخکې له ګڼو آیتونو نه په ښکاره جوتېږي چې د الله جل جلاله په لاره کې وژل کېدل خورا لوی بخت دی، چې هر چا ته نه رسیږي، بلکې الله جل جلاله په خپل فضل او رحمت سره ځینې کسان د دغو درجو لپاره غوره کوي.
په څلورمه پاره د آل عمران د سورت په یوسل او څلويښتم آیت کې الله جل جلاله مسلمانانو ته د احد له غزا نه وروسته چې دوی پکې وځورېدل داسې ډاډګیرنه ورکوي: (إِنْ يَمْسَسْكُمْ قَرْحٌ فَقَدْ مَسَّ الْقَوْمَ قَرْحٌ مِثْلُهُ وَتِلْكَ الْأَيَّامُ نُدَاوِلُهَا بَيْنَ النَّاسِ وَلِيَعْلَمَ اللَّهُ الَّذِينَ آَمَنُوا وَيَتَّخِذَ مِنْكُمْ شُهَدَاءَ وَاللَّهُ لَا يُحِبُّ الظَّالِمِينَ) د آل عمران سورت، ۱۴۰ آيت.
که تاسو ته ټپ او زخم در ورسيد، نو دوی (کفارو) ته هم همدغه رنګه ټپ او زخم تېر کال د بدر په غزا کې رسیدلی و، او دا خو ورځې دي مونږ يې د خلکو ترمنځ اړوو را اړوو، یانې کله یو لوري ته درد رسېږي کله بل لوري ته، او بل د دې لپاره مونږ دا کار کوو تر څو الله جل جلاله په ښکاره سره هغه کسان خلکو ته وښيي چې ایمان یې راوړی دی، یانې هسې خو به منافقینو هم ویل چې مونږ مسلمانان یو، نو د دې لپاره چې په غم او درد کې منافق او مسلمان سره معلوميږي، مسلمان ته که خوشالي او کامیابي ورسيږي او که غم او ناکامي دی په دواړو حالتونو کې د خپل رب په قضا او قدر ایمان لري او غاړه ورته ږدي، مګر منافق بیا داسي نه وي، هغه یوازې په هغه صورت کې د الله او رسول خبره مني چې د ده ښه وي پکې، بیا دجهاد ومجاهدینو چېغې وهي، او که د ده تاوان و پکې بیا نو ډېر سخت په غوسه وي، بيا جهاد ته فساد او مجاهدینو ته مفسدین وايي!
او بل الله جل جلاله دغه د ورځو اړول را اړول چې کله مسلمانان برلاسي وي او کله کفار د دې لپاره کوي تر څو ستاسو مسلمانانو له ډلې نه ځینې شهیدان غوره کړي، چې بیا هغه په جنت کې ورته تیارې شوې درجې ورکړي، کومې چې پرته له شهادت نه په بل څه نه تر لاسه کېږي، او الله جل جلاله ظالمان نه خوښوي.
دلته په دغه آیت کې الله جل جلاله فرمایي چې (ویتخذ منکم شهداء) او د دې لپاره چې له تاسو نه شهیدان غوره کړي، دلته داتخاذ فعل دافتعال له باب نه دی، چې داختیار په معنی راځي، په دې مانا چې هر څوک نه شهید کېږي، بلکې هغه څوک دشهادت لوړ مقام ته رسېږي چې الله جل جلاله یې ددغه لوړ مقام لپاره اختيار او غوره كړي؛ ځکه د الله جل جلاله په لاره کې وژل کیدل لوړه او لویه بریا ده چې هر څوک یې نشي تر لاسه کولی، مګر هغه څوک چې الله جل جلاله دغه منزلت ته غوره کړی وي، الله جل جلاله په یوولسمه پاره د توبې د سورې په یوسل او یوولسم آیت کې داسې فرمایي: (إِنَّ اللَّهَ اشْتَرَى مِنَ الْمُؤْمِنِينَ أَنْفُسَهُمْ وَأَمْوَالَهُمْ بِأَنَّ لَهُمُ الْجَنَّةَ يُقَاتِلُونَ فِي سَبِيلِ اللَّهِ فَيَقْتُلُونَ وَيُقْتَلُونَ وَعْدًا عَلَيْهِ حَقًّا فِي التَّوْرَاةِ وَالْإِنْجِيلِ وَالْقُرْآَنِ وَمَنْ أَوْفَى بِعَهْدِهِ مِنَ اللَّهِ فَاسْتَبْشِرُوا بِبَيْعِكُمُ الَّذِي بَايَعْتُمْ بِهِ وَذَلِكَ هُوَ الْفَوْزُ الْعَظِيمُ) دالتوبة سورت، ۱۱۱ آيت.
بېشکه چې الله جل جلاله پېرودلي دي له مومنانو نه د هغوی ځانونه او مالونه، په دې باندې چې بېشکه د دوی لپاره جنت دی، داسې چې دوی به د الله جل جلاله په لاره کې جنګېږي، نو بیا به دوی نور (کفار) وژني او دوی به خپله هم وژل کېږي، د دغه ژمنې پوره کول الله جل جلاله په خپل ځان باندې په تورات او انجیل او قرآن کې منلي دي، او بل څوک به له الله جل جلاله نه پرته د خپلې ژمنې تر ټولو ښه پوره کونکی وي؟ نو زیری مې در باندې په دغه مامله چې تاسو په هغه بیعت کړی، او یوازې همدغه لویه بریا ده.
دا دي دلته هم له دغه مبارک آیت نه په ښکاره څرګندېږي چې د الله جل جلاله په لاره کې وژل کېدل تر ټولو لویه بریا ده، او الله جل جلاله له خپلو مومنو بنده ګانو نه د هغوی ځانونه او مالونه د جنت په بدل کې اخیستي دي، هغوی ته ویلي دي چې تاسو به زما په لاره کې جنګېږۍ چې هم به کفار وژنئ او هم به تاسو وژل کېږۍ او بیا به زه تاسو ته جنتونه درکوم.
دقرآءت او تفسیر علمای کرام فرمايي چې (فَيَقْتُلُونَ وَيُقْتَلُونَ) په یو قراءت کې (فَيُقْتَلُونَ وَيَقْتُلُونَ) لومړی فعل مجهول او دوهم معلوم هم راغلی، اګر چې مشهور لومړی معلوم او دوهم مجهول دی، نو په لومړي قرآءت یې مانا داسې کېږي چې دوی به کفار وژني او دوی به دکفارو لخوا وژل کېږي، او په دوهم قرآءت یې مانا داسې کېږي چې دوی به دکفارو لخوا وژل کېږي مګر له دې سره سره به بیا هم دوی کفار وژني، له مرګ نه به نه یرېږي، او په دغه دوهم قرآءت سره شهادت او دمجاهدینو دسرښندونو ستایلو ته ټينګه او کلکه اشاره شوې ده، ځکه چې دوی مرګ دسر په سترګو ګوري خو بیا هم پر کفارو ورځي او وژني یې.
او دا هم ورسره وايي چې دغه رنګه مامله ما په تورات او انجیل کې هم کړېده، یانې جهاد مې یوازې په تاسو باندې نه دی فرض کړی بلکې له تاسو نه په مخکې امتونو باندې مې هم فرض کړی و، او بیا ټینګار کوي چې ګورۍ د الله ژمنه څه دروغ نه ده، او نه دا سې ده چې دی به یې پوره نه کړي، له الله جل جلاله نه پرته بل هېڅوک داسې نشته چې خپله ژمنه په ښه او بشپړه توګه پوره کړي، او همدغه مامله چې له تاسو سره الله جل جلاله کړیده دا ډېره لوړه او نېکه مامله ده، تر دې چې مومنانو ته د دې ماملې زیری ورکوي، او بیا په پای کې وايي چې یوازې همدغه د الله جل جلاله په لاره کې وژل کېدل خورا لویه بریا ده.
(بی شک دیدگاه هر کس نشانه ی تفکر اوست، «اصالت» در برابر نظر دیگران مسئول نمیباشد)