ستاری ته ! 

تا خندل وهر چاته او هر کله . . .

ځکه ستا انسان او انسانیت خوش وو . . .

تا د نړی نا خوالو ته په خندا هر کلی وایه

ستا مهربانه زړه د بدیو او کرکی څخه لیری وو

نو ځکه هم ستا هرکلی د بدیو په وړاندی په خندا سره وو

تا د انسان د پاره پټ رازونه او نیازونه په خپل زړه کی لرل

تا غوشتل چی یوه ودانه- ارامه او بسیا ټولنه جوړه کړی

تا غوشتل چی ستا د هیواد مور -خور او شځه ونه ژاړی هغه ستا په شان وخاندی

تا غوشتل چی ستا لوی کندهار ارامه - اباده او د ویاړونو بیلگه وی

نو ځکه تا خپله ارامی پدی کی ونغشتل چی بیا دخپل د گران او زړه ته را نږدی کور د ودانولو او جوړولو ویاړ خپل په برخه کی

ته ولاړی چی د خپل کور او کلی خلک وهڅوی . . .

تر څو هغه اور چی ددوی په کور او کلی کی د بیگانوو په هڅه او هاند بل دی د تل لپاره مړ کی او د هغه پر ځای د گلانو تخم وشیندی

څو د هغه د شکلا او بوی نه جنگ ځپلی او کړیدلی خلکو ته نوی هیله او هاند وړ په برخه سی

خو افسوس تا ته د گران افغانستان هغه دشمنانو چی د نورو په غبرگون او هڅونو یی ځانونه او مړه وجدانونه خرڅ کړی . . .

د تل د پاره ستا خندا واخیستل .

خوږی ستاری ! ته زموږ سره نه یی خو ستا یاد د شین اسمان د سترو په شان د تاریخ په زرینو پاڼو کی د ابد لپاره په ویاړ او افتخار تل پاتی شو.

دا ویاړ ستا او ستا مبارزی کورنی ته زما او زما د کورنی له خوا در واخله .

روح دی شاد او جنت فردوس دی ځای اوسه.

 بنز هایم المان

 زرغونه ژواک عطا

17.4.2009

                                        

www.esalat.org