Sat, June 19, 2010 1:59:05

 

 

زموږ په ټولنه کې مدبره او علمي شخصیتونو، لیکوالانو، شاعرانو، او هنري استعدادونو پښتوژبې، خپلې ټولنې او خلکو ته د خپلې پوهې او طبیعي استعداد پر بنسټ او د قلم له لاری ډیر درانه خدمتونه کړې دي، چې د دوی کار نامې د قدر او ستاینې وړ دي.

شعر ویل د پښتو په ژبه کې د پیړیو پیړیو راهیسي د هغو دودونو او عنعنو څخه دی چې زموږ شاعرانو او لیکوالانو د خپل قلم او ژبې په مټ د ادبیاتو په تاریخ کې په ډیرو حساسو شیبو کې خپلې ژبې ته او د کلتور او منل شوي دود او دستور د پیاوړتیا په لاره کې داسی ځانګړي کارونه کړې دي، چې هیریدل یې نا ممکنه خبره ده.

د شعر او شاعري لاره اوږده او ستونزمنه ده، ډیرې ستړیاوې، پړاوونه او منزلونه لري.

 شعر د نورو هنرونو تر څنګ هغه هنر دی، چې شاعران خپله مینه، خپل فکر، خپل خیال، خپل احساس، خپله عاطفه، خپل انساني او ملي پیغام د شعر په ژبه کې خپلو خلکو او خپلې ټولنې ته وړاندې کوي.

شاعران د ټولنو انځوران دي، چې دوی په خپلو شعري تصویرونو کې د بشري ټولنې حالات او پیښې او د خلکو د ویښولو او پوهولو مختلف اړخونه بیانوي، او د واقعي او انساني ژوند لارې، چارې ور په ګوته کوي.

ارواښاد امان الله (ساپی) چې زموږ د هیواد با استعداده، پیاوړې، ساده او سپیڅلې او نامتو شاعر و د ده نوم د ادبیاتو په تاریخ کې د یو ممتاز او با احساسه شاعر په توګه روښانه او ځلیدونکې دی. دی د یو عالي ادبي، ملي او علمي شخصیت څښتن و، او د شعر او شاعري بیرغ یې اوچت ساتلې و.

سیلاب صاحب د شعر او شاعري سره یوه ځانګړې مینه او علاقه درلوده او د ده د ژوند دایمي مصروفیت و. دی یو ستر اولسي شاعر و. د ده شعري کلام یوه خوږه ژبه لري، د ده خبرې د زړه خبرې دي. د ده په کلام کې دوستي، عشق او محبت، مینه او خلوص، وفا او صمیمیت، رښتیا او صداقت، ایمان او عقیده، جذابیت او ښایست، دروندوالې او وقار پروت دی. د ده په شعرونو کې سوز او درد پروت دی، دی د یو ژور اغیز او دروند تاثیر خاوند دی.

دا وتلې شاعر د خدای بخښلي وکیل صاحب شهید نصرالله خان ساپي زوی او د مرحوم مفتي عبدالغفور خان لمسې دی.

دی په (۱۳۱۲) هجري شمسي کال کې د ننګرهار ولایت د کامې ولسوالې په (غازي کلي) کې زیږدلې دی.

لومړنۍ زده کړې یې د کامې د اخوند کلي په ښوونځې کې په (۱۳۲۵) لمریز کال کې په بري سر ته رسولي دي. بیا وروسته ده شپږ کاله په خصوصي توګه د علمي او ادبي آثارو په لوستلو ځان مشغول کړې و. ده په دغو کلونو کې ډیرکتابونه مطالعه کړې دي. که چیرې د ده شعرونه او نثرونه وڅیړل شي نو دا څرګندیږي چې دی د مروجو علومو لکه د فقهي اصول، تفسیر، حدیث، صرف، نحو، بدیع، بیان،عروض، قافیه، منطق، حکمت او داسی نورو علومو سره بلد و، او خپل بنسټیز معلومات یې په دی هکله تکمیل کړې و.

هغه سرشاره استعداد چې خدای پاک ده ته ور په ن صاحب کړې و، دی په (۱۳۳۱) هجري شمسي کال کې د کابل د قاضیانو مدرسی په دوهم ټولګي کې شامل شو، او بیا له دریم ټولګي نه د کابل عربي دارالعلوم نهم ټولګي ته ولاړ، او هلته یې خپله زده کړه په عالي کچه پای ته ورسوله. ده وروسته له زده کړې د هیواد په دولتي ادارو کې په کار پیل وکړ.

دی د عدلیې په وزارت، د ترانسپورت په ریاست، د قبایلو مستقل ریاست او په رادیو افغانستان کې په دندې بوخت و.

د سیلاب صاحب خواږه شعرونه د ده د سپیڅلي زړه غږ دی. ده په شاعري کې یو څپاند او سرشاره استعداد درلود، خو د ده خدایي استعداد په هغو کلونو کې چې په رادیو افغانستان کې یې کار کاوه نور هم څپې ووهلې، او د زیاتې پوهې خاوند شو، او د وطن په فرهنګي حلقو کې د یو وتلي او نامتو شاعر په حیث وپیژندل شو. د ده کار په رادیو افغانستان کې ده ته دا چانس ور په برخه کړ، چې دی د لویو ادبي او فرهنګي شخصیتونو سره معرفي شي. ده په رادیو کې په ادبي پروګرامونو کې برخه اخیسته، اود ده خوږې ترانې د یو شمیر نامتو او تکړه هنرمندانو او سندرغاړو په خوږو آوازونو کي خپریدلې. په رادیو افغانستان کې د ده کار د هغه د ادبي او فرهنګي څیرې د پیژندګلوې او شهرت لپاره نه یوازی په کابل کې بلکې د هیواد په نورو سیمو کې او په بهرنیو ادبي او فرهنګي ټولنو کې زیاته مرسته وکړه.

سیلاب صاحب خپل شعرونه زیاتره د موسیقې په طرزونو کې ویل او جوړول، او ده د هر چا په ذوق او علاقه او د هنرمندانو په غږ برابر شعرونه لیکلي دي، همدا وجه ده چې زموږ زیاتره هنرمندانو د خپل په زړه پوري او ښکلي آوازونو په وسیله وخت په وخت د سیلاب صاحب شعرونه، سندرې او ترانې د ساز په څپو کې خپلو مینه والوته په ډیرو ښکلو کمپوزونو او طرزونو کې رسول. تر هغه ځایه پورې چې څرګنده ده زموږ هنرمندانو او سندرغاړو د سیلاب صاحب د پنځو سوو (۵۰۰) په شاووخوا کې شعرونه په خپلو غږونو کې ثبت او خپاره کړي دي.

ښاغلي (نصرالله حافظ) چې د سیلاب صاحب ډیر نږدې ملګرې او دوست و، او زموږ د هیواد یو خوږ ژبې او نامتو ادیب او شاعر دی په خپله یوه لیکنه کې داسې وایي:

(د سیلاب صاحب بعضی شعرونه نړیوال شهرت تر لاسه کړې دی، د مثال په توګه:

 ستا د سترګو بلا واخلم بیا د سترګې ولې سرې دي

پام چې وار دې خطا نشي ما منلې غرغرې دي

 دا شعر د لومړي ځل لپاره ځما په مخ کې د کابل رادیو په پخوانۍ استدیو کې چې په باغ عمومي کې وه د هیواد نامتو هنرمند اومنلې شوې او پیژندلې شوې سندرغاړي استاد اولمیر په خواږه آواز کې ثبت شو چې رباب ورسره استاد محمد عمر د رباب نومیالي غږاوه. کله چې دا غزل د رادیو په څپو کې خپور شو، نو په آوریدونکو کې یې یو عجیبه زوږ شور او مستي راوپاروله.)

 په رښتیا سره هم چې دا سندره د استاد اولمیر لکه د ده د نورو سندرو په شان په ډیر ښکلي طرز او ښایسته کمپوز کې جوړه شوې ده، او په کوم سوز او ګداز کې چې دا سندره استاد اولمیر ویلې ده نو زه فکر کوم چې نور هنرمندان یې په دا ډول ونشي ویلې.

استاد اولمیر واقعا خپلې سندرې په ډیر عالي طرزونو او ښکلي غږ کې ویلي دي، ده د سیلاب صاحب نور شعرونه هم د موسیقې په پردو کې غږولي دي. د بیلګې په توګه د سیلاب صاحب دا شعرونه:

 

سوز د مینې مې قلم را پاروي

ولولې مې دم په دم را پاروي

---------------------

چیرته ته وای هلته زه وای

د زړه سره ماته ګرانه

----------------------

نن بیا زړه سوز د مینې پارولې غوندې دي

قلم یې په سرو سترګو ژړولي غوندې دي

---------------------------

د سیند په غاړه--- شوه را په غاړه

په ناز یې وویې--- بس دې مه ژاړه

------------------------------

ګوګل کې د مینې ......

-----------------------------

دچا په څڼو په په اوربل خوښه ده

زما شرینه په محل خوښه ده

-----------------------------

بیا چې په ګوګل کې په ژړا.......

-----------------------------

او داسی نور شعرونه او سندرې.

سیلاب صاحب یو خوږ ژبې او با احساسه شاعر و. د ده شعرونه او سندرې او خواږې ترانې چې د هنري ارزښتونو خیال یې هم ساتلې دی د هیواد د تکړه هنرمندانو او سندرغاړو له خوا د رادیو افغانستان په څپو کې او د هیوادوالو په ودوونو او ښادیو او محفلونو کې په ډیر عالي کچه خپاره او خپریږي.

میرمن پروین لومړنې ښځه وه چې په رادیو کې یې سندرې وویلې. دا هنرمنده یو په زړه پورې او خوږ آواز لري، دې هم د سیلاب صاحب شعرونه په ډیر ښکلي طرز او کمپوز کې ویلي دي. هغه د سیلاب صاحب شعرونه چې دې ویلي دي دا دي:

 

شمع که سوزیږي رڼا هم لري---- ګوره په خندا کې ژړا هم لري  

-------------------------------------------------------------  

یومې ناز بل جفا ځوروي---- رنګ په رنګ مې آشنا ځوروي  

-------------------------------------------------------------

سوز دمینې مې قلم راپاروي---- ولولې مې دم په دم راپاروي  

-------------------------------------------------------------

استاد ډاکتر صادق فطرت ناشناس چې د موسیقې په ډګر کې یو نامتو، ځلانده او روښانه ستورې دی او په پښتو، دري- فارسي او اردو ژبه ډیر ښکلي آهنګونه او سندرې لري، ده هم په خپل خوږ او ښکلي غږ کې د سیلاب صاحب شعرونه په ډیر ښکلي طرزونو کې ویلي دي، چې د دغو سندرو شعري بیلګه دا ده :

 ستا د بنګړو شرنګ دی.

--------------------------------

او بله سندره یې چې د میرمن ژیلا سره یو ځای ویلې ده دا ده:

 راشه خوا له غلې ---- ای نازولې

ما منلي ستا نازونه ---- زما بلبلې

زه هم ستا په مینه ---- ای نازنینه

تیروم میاشتې کلونه---- زما لالیه

---------------------------------

میرمن رخشانه چې د افغانستان د موسیقې یو تکړه او پخوانې سندرغاړې ده، دې هم په خپل ښایسته غږ کې د سیلاب صاحب شعرونه په ډیر عالي کچه ویلي دي، چې د دغو شعرونو یوه

بیلګه دا ده :

 جان لالیه! لالیه څو به مرور ګرځې زمانه

یوځلې راشه  

بیا په خندا شه

په مینه مینه را ته وګوره مینه

-----------------------------------

دې د استاد اولمیر سره د سیلاب صاحب یو شعر هم یو ځای ویلې دی چې هغه شعر دا دی:

 د سترګو جنګ دی---- زړونه درزیږي

باڼه غشي واروینه ---- د سترګو جنګ دی

د مینې ننګ دی ---- یار روانیږي

سر زما په په مینه ژدینه ---- د مینې ننګ دی

 ------------------------------------------

میرمن ژیلا چې زموږ د هیواد د موسیقې په ډګر کې يوه پخوانې نامتو او مشهوره څیره وه دې هم په خپل ښکلي آواز کې د سیلاب صاحب شعرونه په خوند سره ویلي دي، چې د دغو شعرونو بیلګه دا ده:  

 نن چې په جهان کې هسکه غاړه سر اوچت لرو

مونږ جمهوریت لرو

زړه د ایشیا کې لرغونې شان و شوکت لرو

مونږ جمهوریت لرو

---------------------------------------------

زیری راغې چې ګلشن لره مالیار راځي

نن مې یار راځي، نن مې یار راځي

دا ریبار چې ساه نیولې په تلوار راځي

نن مې یار راځي، نن مې یار راځي

---------------------------------------------

ښاغلي استاد حفیظ الله خیال چې زموږ د هیواد د موسیقې تاریخ، په ده باندې ویاړي دی له هغو تکړه او نامتو استادانو څخه دی، چې د ده نوم د موسیقې په ډګر کې نه ورکیدونکې او نه هیریدونکې دی. دی یو ښکلې سندرغاړې، موسیقي پوه او کمپوز جوړوونکې دی، چې د ده له پوهی نه زیاتره هنرمندانو ګټه اخیستی ده. دی په خپل وخت کې په رادیو افغانستان کې د موسیقې لوی مدیر و. ده هم د سیلاب صاحب شعرونه د میرمن ژیلا سره یوځای په خپل ښکلي او خواږه آواز کې ویلي دي، چې د هغو سندرو د شعرونو بیلګې دا ده:

 زما د ګلې لښتې ---- مغرورې په زړه سختې

یو سوال درته کومه

لالیه لیونیه ---- سر توره صحرانیه

زه ستا په غم کې یمه

--------------------------------------------

میرمن قمرګله چې زموږ د هیواد یوه درنه، نامتو او د ښکلي او خواږه آواز خاونده ده، دې هم د سیلاب صاحب شعرونه ویلي دي، چې بیلګه یې دا ده:

 دا بیا مې په ګوګل کې .........

-------------------------------------------

استاد ایوب چې زموږ د هیواد یو پخوانۍ نامتو او ولسي هنرمند دی، ده هم دی سیلاب صاحب شعرونه په خپل ښکلي او خواږه آواز کې ویلي دي، خو د ده یوه سندره د موسیقې په ډګر کې ځلانده او تل پاتې ده چې د خلکو په منځ کې یو ځانګړې ځای او مقام لري او خلک یې ډیر زیات خوښوي هغه ښکلې سندره چې شعر یې هم د سیلاب صاحب دی دا ده:  

 لیونې میني کړم آشنا د بیابانه سره

پریدی چې ګرځم لیونې په غرونو

-------------------------------------

نا څاپه خواته شاه لیلا راغله  

له نازه ډکه په خندا راغله  

-------------------------------------

څومره خوږه ستا دنیا دمینې .........

-------------------------------------

استاد شاه ولي چې یو په زړه پورې آواز لري، او نن ورځ د پښتو د موسیقې په ډګر کې ډیر ښکلې ځلیدلې دی، ده هم د سیلاب صاحب شعرونه ویلي دي، چې بیلګه یې دا ده:

 هغه د غلام د آقا خبرې..........

-------------------------------------

استاد طلا محمد چې د رادیو افغانستان پخوانې هنرمند او د خواږه آواز خاوند دی، او د پښتو موسیقې د ودې لپاره یې ډیر خدمتونه کړي دي، ده هم د سیلاب صاحب شعرونه ویلي دي، چې بیلګه یې دا ده: 

 ستا مستو خمارو سترګو په ما کړې اثر دی

عالم په ما خبر دی 

--------------------------------------------

 بیا باغی ارم ته ځي ---- مسته خاپیرې په ناز

 -----------------------------------------------

او بریالې ولي چې زموږ د هیواد یو تکړه، خوږ ژبې ځوان هنرمند دی، ده هم دسیلاب صاحب شعرونه ویلي دي، چې بیلګه یې دا ده:

 دسیند په غاړه شوه را په غاړه ..........

-----------------------------------------------

لنډه دا چې د سیلاب صاحب شعرونه چې په دغو اشعارو کې زیاتره برخه د وطن ترانې، د موسیقې شعرونه دي، ډیرو نورو هنرمندانو هم ویلي دي د بیلګې په توګه: 

میرمن آزاده، استاد مهوش، لیلا، افسانه، ناهید، پشتون قمر، نغمه او داسی نورو هنرمندانو، چې د دوی ثبت شوي آوازونه د رادیو افغانستان د موسیقې په آرشیف کې موجود دي.

په رښتیا، چې د موسیقې هنر د ډیرو اولسي شاعرانو شعرونه ژوندي ساتلي دي. د سیلاب صاحب خواږه شعرونه او ښکلې ترانې او سندرې کله چې د موسیقې په پردو کې راشي نو ځانته یو ځانګړې خوند لري، او مینه وال یې خوښوي او ترینه لذت وړي.

سیلاب صاحب ته خدای پاک یو څپاند، ځلاند او روښانه فکر، درک، احساس او شاعرانه استعداد ور په برخه کړې و. د ده په شعرونو کې د ملي، اجتماعي، اخلاقي، عشقي، تصوفي او تنقیدي اړخ نه را نیولې تر غزل پورې ډیر پاک سپیڅلې، ملي احساس پروت دی. دی د خپل وطن او د کړیدلي ولس د دردونو او غمونو سره دردمن او غمجن و. ده د خپلی ژبې د ودی لپاره او د آزادې او خپلواکۍ په لاره کی او د خپل هیواد د پرمختګ لپاره ځان لکه پتنګ سوځلې و.

دی په خپل یو شعر کې د وطن سره مینه اود آزادې او خپلواکۍ د ښکلي نعمت پیغام داسی

بیانوي:

 

ای ګرانه وطنه ته می ګل زه دې بورا یمه

ستا په محبت کې تورې ډال ته په خندا یمه

ای ګرانه وطنه سر او مال به تا نه جار کړمه

مال به صدقه کړمه سر به تا ځنې نثار کړمه

ورک به کړم غماز له تا، دامان به دې ګلزار کړمه

تا به په ګاڼو د آزادې همیش سینګار کړمه

----------------------------------------------------------  

او بیا په خپل یو شعر کې د آزادې درس او د یو خپلواک ژوند چغه داسی پورته کوي:

زه ستا د غیږې خوندورې شیبې

قسم دی کله هیرولې شمه  

وطنه ستا دا دنګې هسکې څوکې

کله پردو ته پر یښودلی شمه

ستا په لمن کې د پردو حکمونه

وطنه زه کله زغملی شمه  

که می پرې مال عیال شي واړه تباه

پردي واکدار کله منلی شمه

----------------------------------------

سیلاب صاحب د زړه له کومې په خپلو شعرونو کې د قوم او هیواد د بیدارې، ترقې، پښتون او پښتونوالۍ، آزادې او خپلواکۍ لوړ غږ او آواز پورته کړې دی، او په دی لاره کې دی د خپل مال او عیال څخه تیریږي. زه هیله مند یم چې له دی قومي، ولسي، ملي او اجتماعي شعرونو او سندرو نه زموږ اوسني او راتلونکي نسلونه د عبرت پند واخلي.  

د ده خواږه اوپه زړه پوري شعرونه، ملي سندرې او وطني ترانې په لره او بره پختونخواه کې د تل لپاره ژوندي پاتی شوې دي.

سیلاب صاحب د آزادې او خپلواکۍ، شرافت او حیثیت او د یو خپلواکه ژوند عزت او د قلم فضیلت په ډیره میړانه او قربانې د خپل د ژوند تر پایه پورې وساته.

ښاغلي نصرالله حافظ په خپله یوه لیکنه کې وایي، چې یوه ورځ سیلاب صاحب ماته وویل:

چې ما خپل قلم ته یو شعر لیکلی دی. ما ورته وویل، ژر شه د قلم شعر راته ولوله.

سیلاب صاحب چې ډیر شه دکلماتور وو په خپل خوږغږ یې د قلم شعر ولوسته، چې د دغی شعر دوه بیته داسې دي:

قلمه! ښکل به دې کړم

 نوم د جانان ولیکه

ولیکه مرور آشنا ته، ټول زیات و کم د آشنا

که زما لیکې ورته څیرې ګریوان ولیکه

-------------------------------------------

د سیلاب صاحب په شعرونو کې د ځوانانو بیدارول، پوهول، د هیواد سمسورتیا او پراختیا او د هوسا او آزاد ژوند هڅول نغښتی دي. دا د ده آرمان وه، چې ملي فکر او د آزادې مفکوره او د خاورې پت او عزت د خپلو وطنوالو په ذهنونو کې را وپاروي.

سیلاب صاحب ادبي نثرونو ته هم پاملرنه کړې ده. خواږه او سلیس نثرونه یې لیکلي دي.لنډی کیسی یې هم لیکلي دي، او یو شمیر یې له نورو ژبو څخه ژباړلي دي.

د سیلاب صاحب شعري مجموعه وروسته له ده له مړینې څخه په کابل کې د لیکوالو انجمن له خوا چاپ شوه، او نورې شعري مجموعې یې په قلمي توګه د ده د فرهنګي او ادبي ملګرو او یارانو سره پاتې دي. دا هیله شته دی، چې د ده زوی ښاغلي الله نور سیلاب چې یو تکړه او با استعداده ادبي څیره ده وکړای شي د دغو مجموعې په راټولولو د سیلاب صاحب نوې شعري ټولګه چاپ او د مینه والو په اختیار کې کیښودل شي.

سیلاب صاحب یو ریښتینې مسلمان او متدین انسان و، دی د تقوا او پرهیزګارې دروند شخصیت و. ده له خدای پاک سره، د وطن سره، انسان سره، انسانیت او انساني کرامت سره سپیڅلې مینه او محبت درلود. دی یو میلمه پال او په پښتو او پښتونوالي کې کلک او ټینګ انسان و. دی یو ځوان شاعر و، شاعري یې ځوانه وه، احساس یې ځوان و، ده کولای شوې نور هم د پښتو د ادبیاتو د ودې لپاره ډیر ستر قدمونه اوچت کړي وای.

سیلاب صاحب یو پاک او سپیڅلې انسان و. ده له خپل هیواد او وطنوالو سره او د هیواد د خپلواکۍ او آزادې سره یوه ځانګړې مینه لرله، ده د پردو غلامي نه منله، یو آزاده او خپلواکه ژوند ته معتقد و. همدا وجه وه چې دی په (۱۳۵۷) هجري شمسي کال کې د وخت د حاکمانو له خوا ونیول شو او د دهمزنګ په محبس کې بندي شو، او وروسته د ځینو وحشي قاتلانو له خوا په شهادت ورسید. دی نه یوازی چې شهید او ځوانیمرګ شو، بلکې د ده شاعري یې هم ځوانیمرګه کړه، او دی له دی دنیا څخه ارمانجن ولاړو، او د هیواد ادبي او فرهنګي ټولنه یې د یوه څپاند او تکړه شاعر او له ادبي او فرهنګي نعمتونو نه بی برخې کړه. 

د ده مړینه زموږ د وطن د ادبیاتو په تاریخ کې یوه لویه او نه جبیره کیدونکې ضایعه وه، چې د ادب او فرهنګ مینه وال به یې هیڅکله هیر نه کړي.

خو زه باور لرم، چې زموږ د پښتو ادبیاتو په غیږ کې به د ده نوم تل پاتې وي او تاریخ به تل په داسې اتل میړني ویاړي. دی به د تل لپاره په خپلو با ارزښته لیکنو کې ژوندې پاتې وي، او د ادب او فرهنګ علاقمندان به د ده په خوږو او تودو شعرونو او نثرونو خپلې ذوقي تندې ماته وي.

(خدای پاک ده سیلاب صاحب وبخښي) او د ده خواږه شعرونه او ښکلې ترانې ده تل تر تله ژوندۍ او تاندې لري.  

 

په درناوي،

 انجنیر عبدالقادر مسعود

 

د ارواښاد سیلاب صاحب څو شعرونه مو غوره کړې دي چی د تاسو پام ورته راګرځوم:

 

د مينې جام

څه شو که نوم دې په خندا اخلمه
هره سلګۍ درپسې سا اخلمه

ساقي راواړوه يو جام د مينې
څو به د ښکلو نوم په غلا اخلمه

د محبت د هر تنيدک په نامه
د شوخو سترګو نه سلا اخلمه

نور به تسل د پاريدلي احساس
د ميني هر قدم رسا اخلمه

د ارمانجنو اميدو په خاطر
په هر منزل کې دې رضا اخلمه

(سیلابه) زړه راته په ډاک وويل
سر ورکومه خو اشنا اخلمه

د اوښکو امیل

ټکوروم د زړه داغونه مخ را واړوه ته
بل مې ګوګل کې کړه اورونه مخ راواړوه ته

کړه مې لمبه نيمکښو سترګو کې په غلي نظر
چې وخورم نوي تيندکو نه مخ را واړوه ته

د خزان باد مې لګیدلی دی د زړه په انګړ
چې راستانه شي بهارونه مخ را واړوه ته

د ژوندانه ډيوه مې ستا په اميد بله ده لا
چې بيا ونه کړې ارمانونه مخ را واړوه ته

که حوصله مې لوړه نه کړې ته په مسکو شونډو
را نه ډوبيږي اميدونه مخ را واړوه ته

 (سیلاب) د ميني په بدل کې رڼې اوښکې امیل
 درته راوړي سوغاتونه مخ راواړوه ته

په انتظار يمه زه

 د پښتونخواه د آزادۍ تل اميدوار يمه زه
 په انتظار يمه زه
 وطن لپاره شا زلمى ويښ پهره دار يمه زه
 په انتظار يمه زه
 پردی واكدار نه منم ملك كې اغيار نه منم
 بل اختيار نه منم
 معلوم پښتون يم په دنيا كې چې واكدار يمه زه
 په انتظار يمه زه
 وايمه ځانته پښتون وطن ليلا زه مجنون
 مقابلې ته د غليم مدام تيار يمه زه
 په انتظار يمه زه
 باغ او بوستان زمونږ دا ګلستان زمونږ
 پښتونستان زمونږ
 سر مې دى جار لـه وطن غواړم بهار د وطن
 په انتظار يمه زه
 وايي (سیلاب)
 په انتظار يمه زه

ادبي مسابقه

لكه زه چې پرې شيدا يم بل به نه وي شيدا هسې
 
لكه زه چې په ژړا يم څوك به نكړي ژړا هسې

د ليلا په غم كې نشته خوشحالي او آرامي هيڅ
 
خو مين چې په ليلا يم بله نشته ليلا هسې
 
د عشق اور مې تازه كيږي ستا په يادو د ريبار تل
 
معتكف سر په سودا يم اوس مجنون كړم سودا هسې

 دا ژوندون ندى عالمه چې په ما باندې تيريږي
 
زه بې خوبه بې خندا يم نور عالم كړي خندا هسې

 د وصال په تمه تمه د ژوندون چوكاټ زړيږي
 
ګرزيدونكى په صحرا يم د اميد په صحرا هسې

 جام د سرو لبو نصيب مې دى كه ندى نه پوهيږم
 لاكن عشق كې چې رسوا يم بل به نه وي رسوا هسې

 سينګاري سامان خونه دى د شهاب په څير لمبې دي
 
كباب شوى بې نوا يم نشته بل بينوا هسې

 مصير دې عاشقي ده ملنګۍ ته ملنګۍ ته
 
ستا په در چې زه ګدايم ګدا نشته ګدا هسې

 زړه زخمي وينې ترې څاڅي د وصال ملهم پرې كيده
 
دا مې سوال دى چې ګويا يم پرې مې ندې ګويا هسې

 د وطن عاشقي نده زندګي ده زنده ګي ده
 
زه عاشق په پښتونخواه يم نشته باغ و بيديا هسې

 د ظالم غماز له لاسه ورور عزيز سره بدبين يم
 
دا علت دى چې پس پايم نشته څوك پس له ما هسې
 
چې سیلاب ترې پروت بيمار دى دا مرض هغه مرض دى
 
خپلواكي ورته دوا يم آزادي هم دوا هسې

 

څه لټوم؟

پوله په پوله كور په كور كرځم وحدت لټوم
 
د مساوات ښكلى قانون او عدالت لټوم
 
چې د مظلوم څيرې ګرېوان ته كړي نظر د رحم
 
په اوسنو زلمو كې داسې شخصيت لټوم
 پیغلی زلمي واړه زاړه چې اتفاق شي همه
 
د شريعت په مقتضى ښه مدنيت لټوم
 د مسلمان په حال چې تل كوي ژړا د ورورۍ
 
دغه شان تل په اخوت كې محبت لټوم
 
چې غدارۍ جفا كارۍ تخم له ملكه كړي ورك
 
داسې رښتینی فدايان د حقيقت لټوم
 د خوار يتيم اوښكې چې تل همیش مدام پاكوي
 
هر مسلمان له دغه خوى داسې خصلت لټوم
 چې د بې وزلي بې نوا ژړا چې واوري تل
 
په يو دانا انسان كې دغه لياقت لټوم
 چې د انصاف منګول يې سيورى په خوارانو كړي تل
 
په دې ملت دا صفت دغه زينت لټوم
 چې كينه بغض حسد نه ساتي بڅرى زړه كې
 
داسې حاكم داسې قاضي او قضاوت لټوم
 كچكول تر څنګ لكه ملنګ ګرځم كوڅه په كوڅه
 
مزخرفاتو خرافاتو نه نفرت لټوم

هغه بينا څه كوم

چې د ټګۍ دامونه ږدي هغه اشنا څه كوم
چې حقيقت نه ښكاروي هغه ملا څه كوم
د عدالت او مساوات نه چې بيرون اوسیږی
هغه ژوندون هغه قانون هغه دنيا څه كوم
چې ترحم عاطفه لطف په مسكين نلري
هغسې خپل او هغه سيټ هغه بينا څه كوم
 په فقیرانو مسكينانو چې تيرى كوي تل
هغه ظالم هغه جابر او بې وفا څه كوم
چې جامعې ته په كې نفع يو بڅرى نه وي
 د تملق او چاپړوسۍ چټي وينا څه كوم
 چې په تنګسه او بى وسۍ كې مې پكار نشي يو
 داسې خپلوان له ما بې غم او بې پروا څه كوم
 چې د رحمت او فيض باران په كې يو څاڅكى نه وي
 دا بې اميده باد و ګرد رعد او بريښنا څه كوم
 چې ورځ په ورح مزخرفاتو ته ترويج وركوي
 داسې سپين ګيرى كلټر او شش كلا څه كوم
 چې غلا زنا قمار هيڅ باك نه ګڼي تل يې كوي
 كه افلاطون وي په حكمت نو دا دانا څه كوم
 چې دين مذهب يې مزخرف بلي عامل يې وي دى
 د ناروا ليارې ملګرى رهنما څه كوم

 

 

 

توجه!

کاپی و نقل مطالب از «اصالت» صرف با ذکر منبع و نام «اصالت» مجاز است

کلیه ی حقوق بر اساس قوانین کپی رایت محفوظ و متعلق به «اصالت» می باشد

Copyright©2006Esalat

 

www.esalat.org