یکشنبه، ۲۲ اپریل ۲۰۱۲
دیپلوم انجنیر عبدالکبیر کاکړ
شمله
ستا شاهين وطن کې د شملو اوس دغه حال دی
(توس په سې تائې) وهي چې دا د قتې رنګ دی
اوس خو د بابا او د نيکه په نوم ملنډې کړي
ځکه پيداشوی په بل نوم (تيمور لنګ) دی
پاڅيږه راويښ شه له حالاتو نه عبرت واخله
څنګه دې هير کړۍ د نيکه د تورې شرنګ دی
ستا جګې شملې خو شـمـلورو ټيټې کـړيدي
ځکه په نفاق کې مو بايللۍ نام او ننګ دی
انجينر کبير کاکړ، جرمني
توجه!
کاپی و نقل مطالب از «اصالت» صرف با ذکر منبع و نام «اصالت» مجاز است
کلیه ی حقوق بر اساس قوانین کپی رایت محفوظ و متعلق به «اصالت» می باشد
Copyright©2006Esalat