پنجشنبه، ۲۴ سپتمبر ۲۰۰۹

د ډاکتر نجیب الله د شهادت د دیارلسمی کالیزی په مناسبت


غلام نبی "رنجبر"

سپیڅلی میــــراث

د غیــرتی نجیب سپیڅلی میــــراث

د ســر په بیـه دا گټـــــلی مـیــــراث

د میــر اکبر خیبـــر د زړه په وینـــو

په لاس راغلی دا ویـــاړلی میراث

وطن ته گونــد پخپل همت جـوړوو

پخپل شعور یی په فرصت جوړوو

دا وژل شــــــــوی د طـالب په توره

موږ به یی قبـــــر په همت جوړوو

شرف پلورونکی خرڅوونکی نه یو

د پت آبـــــرو ناموس لوټونکی نه یو

مونږ فدایایان د خپـــــل وطن د عزت

مرگ قبلوو هیــواد پلورونکی نه یو

مونږ ته را یادﯤ دﯤ تاریخ د زمان

د امریکا او پاکستــــــــــان شوم پلان

استعماری ځواکونه زمونږ په مخ کښی

په گونډو شوی په هر وخت او زمان

 

غلام نبی رنجبر

د گردیز د بالا ده د کلی اوسیدونکی  

 

 

توجه!

کاپی و نقل مطالب از «اصالت» صرف با ذکر منبع و نام «اصالت» مجاز است

کلیه ی حقوق بر اساس قوانین کپی رایت محفوظ و متعلق به «اصالت» می باشد

Copyright©2006Esalat

 

 

www.esalat.org