یکشنبه، ۲ سپتمبر ۲۰۱۲

 
زبیر شیرزاد

 

هغه با احساسه ترجمان ته ډالی کوم چه دخپل ولس درد یی خپل درد وګاڼه

 

زمونږ د کور دړه مه ماتوه

 

تاسو حتماً  داوړی موسم لیدلی او په دوبی کی لړم، غونډل، غونبسی، کبرا مار او یا دوه سره مار ډارولی یاستی، یا یی چچلی یا ورنه بیا په ځغاسته او منډو وهلو بچ شوی یی. تاسو به په لرو سیمو کی د پرګنو در په دره او خاوری په سر ژوند، لوږه، تنده او بی وزلی په رڼو سترګو لیدلی وی او یا به مو اوریدلی وی. خو په ډیر افسوس اوس د هغه لړمانو، غونډل، غونبسو، مارانو ولږی او تندی په ځای زمونږ د ولس چچلو او وژلو ته او زموږ د ولسونو د ازلی عجل بدلولو ته، ظالم، جابر، مکار، خونخوار، وحشی او خدای ناترسه دشمن د ډیری لری، او لری نه راغلی، پخوا خو د لړم، غونډل او مارانو د چچلو چاره خو د کلی د مسجد د ملا صاحب په دم او دعا هم کیده په سلو کی نه نوی د مار او لړم د چچلو نه چچل شوی ژوندی پاتی او کله کله یوه ته به بیا مرګ په برخه کیده. خو اوس داسی نه دی. اوس هغو لړمانو او مارانو هم زمونږ په شان د جنګ او ویری، وحشت او وحشیانه بمبارد له امله کډه کړی چه ګویا مړه نه شی. هغوی هم زمونږ له کورو څخه د نا بللو شنو سترګو او تور پوټو زهرداره بی حیا مارانو د ظلمونو د لاسه کوم چه زمونږ په ولس کیږی او تیریږی د لیدلو توان یی په ځان کی نه لیده، او باور یی نه راته چه دا ولس به یوه ورځ په دا بد حالت و وینی، هغوی وایی دلته اوس هره ورځ دا سرلوړی ولس زمونږ د چچلو په ځای د ناټو د لاسه بمباردیږی کورونه یی ړنګیږی ځوان او واړه سپین ږیری او سپین سری او ماشومان یی وژل کیږی اوس مونږ ته کوم حاجت نشته چه دلته واوسیږو او یا څوګ وچچوو او یا د چا چچلو ته پاته شو، نو ځکه مونږه کډه شوی یو. اوپه دی سر لوړی ولس مو ډیر زړه خوږیږی چه دا سرلوړی ولس چه تاریخ یی د غیرت او توری تر آسمانه رسیده نن ولی ویده دی، هغه هم د څو ډالرو د پاره چه بلند منزل پری آباد کړی او یا دوبۍ ته د عیاشی دپاره لاړ شی او دا سر لوړی ولس د زناورو خولی او خوراک ته پریږدی خو دوی هم د هغو په شان زمونږ د ولسو کارنامی هیری کړی چه دلته سکندر په ګونډو شو دلته هلاکو او چنگیز ډیر ستړی شو دلته انګریزانو په منډو وهلو توبه وویستله، دلته شورویان په خپل راتګ د مرستی لپاره پښیمانه شول، دلته به ډیر ژر دوی دا نابللی هم په لوړ آواز د نورو په شان توبه وکړی چه ولی دده ولس تاریخ یی نه وه لوستلی او که یی لوستلی، نو ولی یی هیر کړی. چه دا ولس چاته سر نه ټیټوی.

 

هو، مونږ دلته ویښ او ژوندی شاهدان یو، د هر لحظی او شیبی شاهدان یاستو چه زمونږ ولس په بمونو او مرمیو مری او د مرګ پروا یی هیځ څوک نه کوی او که کوی په یو قالو انا لله و انا اله راجعون ویلو هیریږی. خو یو څه ګوره دغه راغلو هیر کړی چه زمونږ میړنی او باتور ولس مرګ او وژنه په ډیر افتخار سره منی او دار ته د منصور په شان دانګی، خو سر هیڅوخت او هیڅ چاته نه ټیټوی دا ورته د ویاړلو نیکونو او پلرونو څخه په میراث پاتی ده. تاسو به هم په بانډو کی د عمر بابا په شان د اوړی په موسم کی د خپل کور په انګړ کی د ګرمی د لاسه شپی کړی وی او حتمی میاشو به هم خوړلی یاستی او میاشو حتماً بیا له خواږه خوبه یی پاڅولی یاست. خو عمر بابا بیا وحشی انسانانو د میاشو په ځای له خواږه خوب را ویښ او خوب ته یی ته په نیمه شپه کی پرینښود.هو دا د دوبی د موسم د ۲۰۱۱ کال د کوچنی اختر په شپه چه څه د باندی د شپی د دولس بجو غمیزه ده چه د بانډو او کلو اوسیدونکی ورته پخه شپه وایی، هو د عمر بابا په کور د سرمایی لیونیانو او داړه مارانو، دا کبرجنو او بی ځایه مغرورو او غیرانسانی ډلو ټپلو د افغان باتور ولس د کارنامو نه بی خبره قاتلینو او داړه مارانو ډله، هلته ډیر لری خټینو کوروته کوم چه له یوی خوا د کابل له ارګه نه لری پروت کلی او له بل لوری د سپینی ماڼی، برلین، تورنتو، پاریس او لندن نه په زرګونو زرګنو کیلو متره لری کلی او خټینو کورو ته هغه کور او کلی ته چه نه د مکتب نښه او نشانه شته، نه د درملنی ځای نه بریښنا او د نل اوبه شته او نه کوم بازار، خو هیر نه کړی یو څه هلته د تل او همیشه د پاره شته او وی به، چه هغه د هغه کلی د میړنیو او باتورو خلکو لوړ همت، توان، قدرت، حوصله، متانت، وطندوستی او وطنپالنه ده. هو د عمر بابا په خټین کور د ځمکی او هوا له لاری، چه ګویا دا د تروریستانو او القاعدی کور او ځاله دی، ګویا هغه تروریستان چه زمونږ نه دی کوم چه همدغو نابللو امریکایی غربی او عربی تروریستانو پرون د خپلو ناولو ګټو دپاره تربیه یی کړه، مسلح یی کړه او بیا یی زمونږ د خلکو وژلو ته راولیږل، او زمونږ ولس یی پری ووژل کورونه او کلی یی ورباندی ویجاړ کړ، او نن بیا بله رزیلانه لوبه یی شروع کړی ده، اوس بیا زمونږ په بیګناه ولس چه یو له هغو عمر بابا دی ورباندی برید وکړه عمر بابا چه نوی کلن او میرمن یی بیا پنځه اتیا کلنه او لمسی یی بیا دولس کاله عمر درلود او په داسی حال چه ټول په خواږه خوب ویده وه چه یو نا څاپه داړه مارانو او جنایتکارانو یی په کور ورننوت او غږ یی کړ ځان مه خوزوی لاسونه پورته کړی. دا ناولی غږ له یو ناولی ستونی او بیا له یوی نا پاکی خولی را ووت او ټول ویده بیا ویښ شوه چه څه خبره ده. خو هلته هیڅوګ نه وه کوم چه پرون یی د خپلو ناولو هیلو دپاره یی تربیه کړی وه کوم چه پرون یی ورته دوستان ویل، او نن ورته تروریستان وایی هلته هیڅوک نه وه، کوم چه دوی پرون یی زمونږ د وطن بربادی ته رالیږلی وه، او هغه سلاح هم هلته نه وه کوم چه پرون او نن یی زمونږ د ولسو وژلو ته یی ور کړی وه. هو څه چه هلته واقعآ وه دوه خټینی کوټی او څلور باران وهلی، او له اوږدی جنګ نه په میراث پاتی شوی دیوالونه او یو بوډا، یو بوډی او یو کوچنی ماشوم، او څو حیوانات، او د وژلو ډیره ویره او غمیزه وه. عمر بابا چه غږ یی هم درست نشو اوریدلی او سترګی یی هم لږ دید درلود د دوی په خبره پوه نشو چه لاسونه یی پورته کړی وای، هغه ډیر زهیر وه د لاسو پورته کولو توان یی هم نه درلود. خو یو وحشی چه د خنځیر په شان یی څهره، د اوښ په شان یی خوله او د خره په شان یی لعنتی او درنی لغتی درلودی. په نیمه شپه کی یی هغه سپین ګیری او مظلوم بابا او هغه سپین سره انا یی بی له کومی ګناه او خطا دومره یی ووهل چه یو الله پری پوهیږی دوی بیخبر له دی وه چه حتمآ د هغی مور له سترګو چه اوښکی تللی ملایکو حتمآ د مور د احترام او هغه هم د یوی زړی مور د اوښکو سره سم اوښکی له سترګو راغلی دی، او یو بیچاره ترجمان دغه حال ونه شو زغملی خو چایی خبروته پام ونه کړ. او دغو وحشیانو بیا ویل یی چه تروریستان چیری دی. هغه میړنی پلار چه د لاس پورته کیدو توان یی نه درلود، او هغه سپین سری چه پنځه اتیا کاله عمر یی درلود په ډیر وحشیانه توګه یو ځل بیا یی ووهل او په مرګ یی تهدید کړه. خو دا بی خبره داړه ماران نه پوهیدل چه څوګ به ورته څه ووایی، کوم چه هغی غیرتی مور له مرګه ویره ونه کړه په ځواب کی ورته د یوی قهرمانی مور په توګه وویل. لعنتیانو، خدای نا ترسو لعنت په تاسو دلته ستاسو پرونی دوستان یعنی تروریستان څه کوی، سړی می په غوږو کوڼ او په سترګو وړوند دی هغه مه وهی تاسو څه غواړی له مونږه ځی ورک شی وحشی سپیانو.

 

دلته شپه ده، هغه هم د اختر او نکریزو او خوشحالی شپه ده، تاسو هیر کړی د لته د ننګیالی اکبر کور دی دا د میروس او مسجدی خان او نازو انا کور دی، دلته داسی دود، دستور او کلتور نشته چه د چا کورته د شپی له خوا هغه هم له دیواله د غلو په شان راواوړی، دا په ښکاره د تاسو له خوا زمونږ په دود، کلتور، دستور او خاوری لوی تیری دی مرګ په تاسو وحشیانو، ځی ورک شی له دی ځایه لاړشی. د دی خبری او ښیری لا خلاصی نه وی چه یو بل زناور دا زاړه او مظلومان یی د وهلو او ټکولو لاندی ونیول او د فوټبال توپ په شان یی هغه زوړ عمر بابا لری واچاوه او د کوټی دړه یی ورته په بم والوزوله او ماته یی کړه ترجمان ډیر عذر او زاری وکړی خو بی فایدی وی او سلاح یی هم لاس کی نه وه چه افغانی غیرت یی ورته ښودلی وای، بی له عذر او زاری هیڅ یی په توان کی نه وه. خو هیڅ نه وه هلته نه سلاح وه نه بم او نه ځانمرګی واسکټ، خو که وه یو خورا ډیر زوړ او ډولی د لرګی نه چه په سرو او شنوغمیو ښکلی شوی او جوړ شوی د کالیو بکس موجود وه دوی فکر کاوه د صدام حسین وژونکی اتومی سلاحګانی د عمر بابا کور ته چا راوړی وی او عمر بابا پټی کړی دی. کوم بکس چه هغه هغو مظلومانو ته له یوی خوا د کالیو الماری وه، او هم ورته د پیسو او وچی میوی د ساتلو بانک او زخیره خانه وه او ښه وسیله د حفاظت وه، هغه بکس چه خاوند یی عمر بابا د تالاشی حق نه درلود چه پکی لاس ووهی. او زړی انا چه پنځه شپیته کاله دمخه یی د پلار له کوره هغه هم د واده په شپی د پلار د کوره د ځان سره راړی وه. ورته یی لمړی تالاشی کړه او بیا یی ورته ټوټه ټوټه کړ. او انا بیا خپل بکس ته داسی ژړل ته به وایی چه ګویا نن یی پلار چا وژلی او یا په خپل مرګ مړشوی وی. هغی انا یوی خوا د دغو وحشیانو ظلم او تیری ته او له بلی خوا یی خپل خوار او بدبخته تقدیر ته، او هم یی خپلو زړو خاطرو ته ژړل. په ټول انګړ کی دری کټه او دری زاړه دوشک او دری بالښت چه ډیر زاړه وه پراته وه، په سترګو کیدل نور څه نه وه، هلته هیڅ اثر د تروریست نه وه چه دوی ورغلی وه. غمیزه خو هلته لا شروع شوه چه د غوجل دړه یی هم ورته ماته او ټوټه ټوټه کړه. او دولس کلن ماشوم د زمری په شان پری حمله وکړه او غږيي پری کړ: ای وحشیانو د خدای د پاره زما د غواګی د کوټی دړه مه ماتوی چه ژمی را ځی بیا به یی ساړه وشی، او سلاح ته یی لاس واچاوه چه ما ووژنی خو زما د غواګۍ د کوټی دړه مه ماتوی. د ماشوم غیرت نور هم دا لیونیان په قهر او غضب کړه او د خپل د نیکو سر ماتی او غاښ وتلی او په منډو تښتیدلی د تاریخ صفحه او زمونږ د باتور ولس د غیرت، ویاړ او سرښندنی تاریخ ورته یاد شو. هغه غوجل کی چه یو غواګی یو خوسی دوه پسونه او له دغو وحشیانو نه ډیر ډیر ښه یو کورنی خر وه خر خو بار وړی خو دوی بیا د خره د خاوند عمر بابا وژلو ته را غلی وه. چه یو نا څاپه بابا عمر غږ کړ خدای ناترسه کافرو د خدای قهر مو په نصیب شه تاسو خو پخوا داسی بد کار نه کوه. عمر بابا چه له دنیا بی خبره وه هغه اوس هم فکر کاوه چه تر اوسه شورویان په دی وطن کی دی. چه ناڅاپه انا بیا عمر بابا ته ور نژدی شوه او پری غږ یی کړ: سړیه دا هغه سره کافران نه دی چه تا لیدلی وه، دا شنه سترګی او تور مخی دی دا وحشیان دی دوی خدای نه پیژنی. هغوی داسی کار نه ده کړی چه په نیمه شپه کی د چا کور ته د غلو په شان واوړی او د چا په کور بی له ګناه حمله وکړی هغوی که راتلل نو دولتی عساکر یی د ځانه سره راوستل هغو ښځی او د ښځو د کالیو بکسونه نه تالاشی کول د هغو سپیان له دغو شنو سترګو وحشیانو ښه وه خو مونږ نه پوهیدو. دوی موولی کله دلته او کله هلته هره شپه د "تروریست" په نامه د "القاعده" په نامه د "طالب" په نامه چه هغه ټول د دوی دی، زمونږ نه دی زوروی او وژنی مو، دوی او هغوی دواړو د دی وطن نا بودی ته ملا تړلی، دوی دی ناکامه شی. بیا هغه زناور چه د اوښ غوندی یی خوله درلوده، یو ځل بیایی پری حمله وکړه دواړه زاړه او مظلومان او هغه ماشوم یی ډیر سخت ووهل، او د سپین ږیری له خولی بیا سری وینی راغلی او د بوډی لاس یی ور مات کړ. هغه خوله یی چه د ملا برهان الدین ربانی او انجنیر ګلب الدین حکمتیار د کامیابی او بریا غوښتنه کوله او هغه لاس چه ډوډی یی پری ورکوله مات کړه، خو دوی بی خبره له دینه وه چه دا وحشیان به هم یوه ورځ دلته راشی او ویی زوروی او د ربانی رابللی به یی خوله او لاس ورته مات کړی او د غواګی د کوټی دړه یی د تروریست په ګناه ورته ماته او ټوټه ټوټه کړی. هلته لری کورو کی ښه ژوند نشته او د ښه ژوند کولو او لوړی هیلی او ارزوګانی ټولی د خاورو لاندی شوی، هلته ملا صاحب نه هم د مارانو او لړمانو د دم او دوعا چل هیر شوی هلته هره ورځ په ټنونو بمونه چاودل کیږی هلته د سلاحګانو د ازمویلو لابراتوارونه او د بل جنګ او اشغال ازمایښت میدانونه وحشیانو جوړ کړی، ګوری له دی ځایه لاړ شی نور مه راځی چه دا د باتور ولس جونګړه دلته چه هر څوګ راغلی بیرته ناکام تللی تاسو به هم ناکامه لاړ شی تاسو که توپ لری ټوپک لری خو مونږ د وطن کاڼی هغه هم پریمانی او خولی مو بیا له لاړو ډکی دی په کاڼو به دی ولو او په مخ په دی لاړی نصیب شی او په ځغاسته او مندو وهلو لاړشی خو په تا سو به نا وخته وی.


 

 

 

        

 

توجه!

کاپی و نقل مطالب از «اصالت» صرف با ذکر منبع و نام «اصالت» مجاز است

کلیه ی حقوق بر اساس قوانین کپی رایت محفوظ و متعلق به «اصالت» می باشد

Copyright©2006Esalat

 

www.esalat.org