چهارشنبه، ۳۰ می ۲۰۱۲

 
زبیر شیرزاد

 

د سورګل کاکا ټکسی

لنډ داستان

 

زمونږکور په دهمزنک کی وه. نوم یی کور وه. کور خو د شیر چور کورو ته وایی ښه به وی چه سر پناه ورته ووایو. مونږ دوه ګاونډیان درلود ښی خواته مو منیر خان او بیا کیڼ خوا ته مو سورګل کاکا ژوند کاوه. منیر خان په سیلو کی کارګر وه پریمانه ډوډی یی درلوده ښه سړی وه هرچا چه ډوډی نه در لوده منیر خان ورسره د دوه ډوډیو کومک کړی. هر چا ورته احترام درلود احترام یی هغه وخت زیات شو چه ماشومانو ته یی له سیلو خوږی کلچی راوړی. او په ماشومانو یی وویشلی. او په دی کار یی د ټولو ماشومانو خولی خوږی کړی. منیر خان نور په ماما منیر خان مشهور شو او ماما منیر همیشه د ماشومانو خولی خوږی ساتلی. او سورګل کاکا بیا تکسی درلوده. او تکسی رانی یی کوله سورګل کاکا ډیر ټوقی وه او رښتینی سړی وه ډیر پاک او مهربانه زړه یی درلود رښتیا یی ډیره خوښیده او له دروغو یی ډیر بد راته. نه تنها زمونږ د کوڅی اوسیدونکو بلکه هر چا چه سورګل کاکا پیژنده هغه یی رښتینی مومن باله او دکور غړو ته یی هم ډیر احترام کیده. سورګل کاکا دومره ښه مزاج درلود که یی څوک پیژنده او که نه پیژنده خو کله چه دده په تکسی کی به کیناست په یو ترتیب به یی د ټوقو زمینه د سوارلی والا سره مساعده کوله دا ځکه چه د سورکل کاکا حوصله بی له ټوقو او ټقالو تنګیدله. د هغه عادت وه چه لمړی به یی یوه ادبی توقه کوله او په دی کار یی د مقابل نفر توجه جلبوله. بیا به یی خورا ډیری ټوقی کولی. ټوقی خو د هر چا خوښیدلی خو سورګل کاکا په ټوقو مین وه. سورګل کاکا هم کله کله د نورو په شان خفه ښکاریده او زیاتره خفګان یی د دهمزنګ د تنګو کوڅو د لاسه وه چه تکسی یی حد اقل یوه ورځ کورته بولی وای. او د نسیمی مور یی تر ښاره پوری د ځان سره بوولی وای. دایی لوی ارمان وه. او د نسیمی مورته یی په کراتو، کراتو ویلی وه. تاسو خو د دهمزنګ تنګی کوڅی حتمآ لیدلی دی. د تنګو کوڅو د لاسه تکسی یی بیا د محبس شاته د نورالدین په کور کی دروله. بیا به دی هم د نورو په شان په خپلو ښپو تر کوره ته. او د بی موترو له حاله به نور هم ښه خبر شو. هو نورالدین دده د ښځی مشر ورور وه. تکسی یی ډیره پخوانی وه خو داسی ښکاریده ته به وایی پرون یی د والګا ګراد له فابریکی نوی او کاغذ پیچ راوړیده. ماهم یوه ورځ سورګل کاکا ته چه دواړه دده په تکسی کی ناست و او د میوند جادی په لور روان وو، ورنه می زړه نازړه وپوښتل؟ ستا تکسی خو ډیر پخوا په روسیه کی جوړه شوی. خو ورته چه ګورم د سږکال موتر راته ښکاری. او د نورو موترو ته چه ګورم راته ټوټه ټوټه ښکاری خو ستا موټر لا نوی ده. څه راز او نیاز په کی ده، جیب ته یی لاس کړ او د کراسنییا په نوم وړوکی د عطرو بوتل چه شوروی کی جوړیده له جیبه راوویسیت څه یی په ما او څه یی په خپل ځان وپاشل او مخ یی راته را واړه وه. او وه یی ویل: ګوره کله چه سورګل زوړ شی دا تکسی به هم د نورو د تکسیو په شان زړه شی، او بیا به له منځه لاړه شی. او نورالدین به د تکسی له ساتلو هم بیغمه شی. بیا می ورځنی په ډاډه زړه وپوښته نو ستا کمال څه ده؟ بیا یی راته شروع کړه: زه د ورځی څه د باندی پنځه سوه افغانی پیدا کوم. او بیا له دی پیسو څخه پوره دوه سوه یی د کور خرڅ مرڅ د پاره د نسیمی مور ته ورکوم، په سلو یی بیا ډیزل میزل اخلم او سل یی پس انداز کوم او اخرنی سلګون بیا هره ورځ د دغی تکسی کوم چه ته په کی سپور یی، له سره یی ور تاووم، او په دا پاس جیب کی می ږدم او نوی او اصلی پرزی ورباندی اخلم. او ګوره چه پرزی مستقیم له مسکو نه را ته راځی. او بیا د دغو اصلی پرزو سره په ډاډه زړه مستری نعمت خوا ته ځم. او مستری نعمت هم رانه ستا په شان پوښتنی کوی. چه دا اصلی پرزی له کومه کوی؟ او په ځواب کی بیا ورته وایم: چه خدای ډیر لوی ذات ده. دوستان دی تل آباد او ژوندی وی، دا پرزی راته د ماسکو نه راوړی. هو سورګل کاکا بیا هم مخ راواړوه. او خپلو خوږو خبروته یی په ډیره مهربانی ادامه ورکړه: ګوره ته پوهیږی چه د سمندری زوی مسکو کی محصل ده هغه راسره قول او وعده کړی چه هره پرزه دی په کار وی صرف غږ کوه. که پرزه په بازار کی پیدا نشی په خدای قسم چه ځان به درته پرزه کړم. خدای دی خیر ورکړی زه ورته هم ډیری دعاوی کوم او کله کله پیر بلند بابا زیارت ته فقط د سمندری د زوی دپاره ځم او هلته ورته دزړه له کومی دعا کوم چه ژبه دی خدای ورته نوره هم رو کړی چه بیرته راشی او ښه او تکړه د سرکونو جوړولو انجینر ورنه جوړ شی. چه په اول قدم کی زمونږه او د تاسو دا تنګه او تروشه کوڅه لویه او بیا یی قیر کړی. چه زما او د نسیمی د مور د زړه ارمان پوره شی. تر څو د نسیمی مور په خپله تکسی کی په خپله خوا کی کینوم او د کور په مخ کی د نوکر په شان د کور دروازه (دړه) ورته خلاصه کړم او بیا ورته ووایم: مهربای وکړه د نسیمی موری را ښکته شه. هو په دی پوه شه د سمندری زوی انور جان چه کله کور ته راځی سربیره په دی چه غټ غټ زرګونی افغانی نوټ ورکوم. او میدان هوایی ته هم ځم او تر کوره یی را رسوم. هغه هم زما ښیګڼی نه هیروی. اولینه تحفه ما ته را کوی. او زه هم ورته په ډیره مینه سره مننه وایم، او د راتلو نه یی دوه دری ورځو وروسته حتمآ چکر ته په هغه تکسی کی چه د ده د پرزو له برکته نوی پاتی شوی ده بیا ییم ګرد یی ګرزوم کله پغمان ته، کله قرغی، او کله یی بیا استالف او حتی ګل غنډی ته ځوو. او ښی میلی کوو ګوره که ته محصل شی د انوری په شان رویه راسره وکړه چه تا ته هم داسی چکرونه درکړم ته پوهیږی د سمندری د زوی په خاطر د دوی کوپونی مواد هر وقت چه دوی که غږ کړی او که نه ورته یی راوړم. ګوره تا به حتمآ له پلار او مور او ددی کوڅی له خلکو اوریدلی وی چه ته له ما جار او زه له تا جار. مونږ هم یو له بله جار یو. او په کور کی ورته ښه مهمانی هم ورکوم او ژمی ورباندی لاندی پلو هم خورم.

سورګل کاکا دوه لوڼی او یو نازولی زوی در لود، سورګل کاکا د هرچا په شان هیله او آرزو درلوده که زوی یی ښه تحصیل وکړی. په همدی امید مخا مخ کور کی ملا صاحب ژوند کاوه په ملا صاحب یی ډیره مساله داره ګوړه اود توری چرګی هګی پریمانه خوړلی دی که یی زوی ته ملا صاحب ښه درس وښه یی. په همدی خاطر ملا صاحب او میرمنی ته یی هم په ټکسی کی چکرونه ورکړی دی. هغوی یی عا شقان او عارفان، تمیم انصار او پیربلند بابا، او حتی خواجه مسافر او سخی صاحب ته یی هم بوولی او ټول زیارتونه یی پری لیدلی. او ملا صاحب سره یی د سمندری د زوی د عطرو تحفه هم نیمه کړیده. ملا صاحب هم د ده نا زولی زوی سره په ډیر صداقت زیار ویسته. ځوی یی که له یوی خوا نازولی وه خو ډیر هوښیار او پرکاره زلمی وه. او نازولی نسیمی د حبیبی لیسه په اعلی درجه ولوسته. او د ادبیاتو فاکولته یی هم ولوسته. او د تحصیل څخه وروسته په کابل کی د محراب الدین په مکتب کی د انګلیسی معلم شو. د معلمی نه سر بیره وروسته د غرمی د کابل په هوتل کی ترجمانی هم کوله او خارجیانو ښی او قیمتی تحفی ورکولی او دی هم د پلار په شان هوښیار وه. سورګل کاکا هم څه نا څه انګلیسی یاده وه دا ځکه چه سورګل هم تر نهم ټولګی مکتب ویلی وه خو دژوند نا خوالو دی اړ کړ چه نور نو مکتب ونه وایی. او غریبی ته یی مخه کړه او د تحصیل ډیر آرمانجن وه. نسیمی خپل پلار له خارجیانو سره معرفی کړ، سورګل کاکا نور افغانی نه، بلکه ډالری عایدات تر لاسه کاوه. د دوی د کور کوڅه نه لویه شوه او نه قیر، او نه هم د ده موتر تر کوره پوری لاړ. سورګل حیران وه چه څه وکړی، ګوری چه د نورالدین د کور ښی خواه کور چه تحویلدار نظر محمد په کی اوسیده او ژوند یی پکی کاوه خرڅوی او د خرڅیدو تصمیم یی نیولی. سورګل کاکا د موتر په خاطر خپل د کلونو کلونو همسایه ګان د مجبوریت له امله پریښود او د تحویلدار کور یی په کمو پیسو واخست. پدی کار سره یی یوه هیله یی څه ناڅه پوره شوه، چه خپل موټر یی خپل کور ته بوت خو هغی تنګی او ترشی کوڅی ته نه، کوم چه کلونه کلونه یی د موتر د بیولو هیله درلوده. اوس چه د نوی کورګی خاوند شو د شپی لخوا یی خپل کور کی خپل موټر پارک کړ. او د نسیمی مور ته یی د موټر دروازه خلاصه کړه او په خیر راغلی یی ورته وویل. او بیا یی ښه کانکریتی دوه منزله کوراو لوی ګراچ یی جوړکړ. او سورګل کاکا نور ډیر مستانه ګرزیده. ورو ورو د هغی تنګی کوڅی درد تری هیره شو. خو د هغی کوڅی اوسیدونکی تر مرګه پوری هم ورنه هیر نشول. او ټولو دوستانو ته یی ویل تر څو کاکا سورګل ژوندی وی دا تکسی به هم جوړه او بی له کومه عوارضه را سره وی. هو، همداسی شوه سورګل کاکا ډیر زر په سرطان مرض اخته شو. او د عمر شپی یی لنډی شوی. او ډیر ژر یی سترګی پټی شوی چه د هیچا باور نه کیده چه هغه خوش مشربه او د مجلس نقل سورګل به داسی ژر مړشی. سورګل مړ شو خو د چا هیر نشو. د ده له مرګه څو ورځی وروسته نسیمی د مور سره مشوره وکړه چه تکسی به چاته په کرایه ورکړی. څرنګه چه نسیمی دوه ځایه کار کاوه. تکسی ګرزولو ته یی ډیر ژر دریور ونیو او د سورګل کاکا تکسی هم په بیړه هم لکه سورګل کاکا له مینځه لاړه. له همغی ورځی ګله چه سورګل کاکا مړ او ټکسی یی هم له کاره ولویدله. ډیر څه می په سترګو ولیده. او د سور ګل کاکا رښتینی خبری نه تنها زما بلکه د هر هغه چا په غوږو کی چه د دهمزنګ په کوڅه کی ژوند کاوه د تل لپاره دیو درس په توګه شته. څه یی چه ویل ټول همغسی شوه. او د سورګل کاکا دا خبره چه د موټر خاوند، خاوند وی موټر یی هیڅکله نه زړیږی په ژوند کی را ته یوه لویه تجربه ده. هو موږ بل همسایه هم درلود. دا همسایه مو نصرالدین نومیده واده یی نه وه کړی، کور ورته د مور له خوا په میراث ورته رسیدلی وه په ځوانه ځوانی کی یی ترک دنیا کړی وه. خو هیځ چا ته یی ونه ویل چه ولی د دی دنیا نه یی ښه نه را ته او خوښ تری نه ده. خو معلومیده چه د ژوند نا خوالو دی ترک دنیا ته اړ کړی وه. او بل همسایه مو چه ملا صاحب ته یی هم دوه کوټی بیله کومو پیسو ورکړی وه. نوم یی سمیع الله وو. او د ملل متحد په دفتر کی د اجیر په توګه کار کاوه. ډیر ساده او صادق سړی وو. بی له کومی پوښتنی هر څوګ به یی چه مخی ته راغی ورته یی ویل زه په ملل متحد کی کار کوم داسی ورځ راغله چه دی نور سمیع الله خان نه وو بلکه ټو لو ورته ملل متحد ویل. ژوند یی ډیر ښه وو هر ځه یی چه درلود کشمش فروش ته یی په ګته ورکړی وی. هم یی ډالری معاش درلود او هم کشمش فروش ورته څه ناڅه ګټه ورکوله. دده او کشمش فروش چه رسول خان نومیده په منځ کی کوم خط لیکل شوی نه وه. ملل متحد یو زوی درلود او اغا جانی نومیده، د جمعی شپه وه یو دم ژړا او فغان په هغه تنګه کوڅه کی شروع شوه. د ټولی کوځی اوسیدونکی حیران پاته شوه چه څه خبره ده د هیچا باور نه راته ګوری چه ملل متحد بی له کومی ناروغی، حتی بی له تودی تبی هغه هم ډیر ژر سترګی پټی کړی او د سورګل کاکا خواته لاړ. او ټول بیا د ملل متحد کورته په ژړا او چیغو تلل تر څو د هغه کورنی سره غم شریکی و کړی. څه یی چه درلود میرمنی یی ورپسی په ډیر اخلاص خیر او خیرات کړ. هغه ډاډه وه چه رسول خان سره یی پریمانه پیسی شته. میاشت لا تیره نه وه چه اغا جانی او مور یی د رسول خان دکان ته لاړ چه د میاشتی ګته ورنه واخلی خو رسول خان بیا خپل وجدان او دو ستی تر خپو لاندی کړه. له هر څه یی انکار وکړ. او ویی ویل: چه خدای بخښلی سمیع الله ما سره هیڅ پیسی نه لری، آغاجانی او مور یی ډیر نا امیده کورته راغله، بیا یی بله ورځ څو سپین ږیری رسول خان ته بوتلل خو د رسول خان خبره همدا وه چه ما سره یی یوه روپی هم د ملل متحد نشته دا چه د ملل متحد کورنی کوم سند نه درلود دعوا یی نشوه کولی او بی ګټی هم وه.  ظالم او خدای نا ترسه رسول خان د ملل متحد بیچاره ټولی پیسی د توتانو په شان وخوړی. خو ځوورځی وروسته آغا جانی د یو پنچر مین سره د ډیر مجبوریته شاګرد شو د یو کال شاګردی نه وروسته ځان ته یی د باغ وحش مخامخ د پنچرمینی دکان خلاص کړ ځان او مور ته یی ډوډی پیدا کوله نور دی اغا جانی نه وه. دی هم د پلار په شان په پنچرمین مشهور شو. سم چه اتلس کلن شو د جلب او احظار عسکر ور پسی راغلل او عسکری ته یی سوق کړ هغه هم د بغلان په فرقه کی. آاغا جانی خپل منصبدار ته وویل چه زه ډیر ښه پنچر مین یم که تاسو ضرورت لری نو ما نقلیه ته ورکړی. ده اصلآ د تښتی لاره لټوله قوماندان امر وکړ چه اغا جانی د نقلی کنډک ته ورکړی د اغا جانی توبه خدای قبوله کړه ده به ازادانه ښار ته تګ او راتګ کاوه بهانه یی هم ډیره ښه وه چه موټر ته دا راوړم او هغه راوړم، د جمعی ورځ بیا ښار ته د پرزو رانیولو په بهانه وخوزیده ښار ته لاړ خو دا ځل بیرته را نه غی راه بلد یی پیدا کړی وه سلاح یی واخیسته او د دولت مخالفینو سره یو ځای شو. ډیر ژر د یو ګروپ امر شو، بیا د یوی لوی ډلی قوماندان شو کله چه د دولت مخالفین کابل ته رغلل او کابل ته داخل شو. اغاجانی چه نه نور نه اغاجانی وه او نه پنچرمین بلکه قوماندان وه باډیګاردان یی درلود کش او پش یی هم ډیر درلود خو هرڅه چه یی خلکو ته ځان قوماندان معرفی کاوه کټه یی ونه کړه تولو ورته قوماندان پنچرمین ویل اودی به بیا داسی سور او شین شو چه پوښتنه مه کوه. کله چه تنظیمی جنګونه شروع شو دی هم په جنګ کی د یوی ډلی په طرف ودرید. او په جنګ کی ور داخل شو. ده نور رحم نه درلود نه یی د چا په مال او نه یی د چا په سر رحم وکړ. چور غارت او وژل دده ورځنی کار شو. بیچاره مورکی یی کله چه دی لا عسکر شوی نه وه د خپلو دوستانو څخه یی یوه پیغله اغاجا نی ته کوژده کړی وه. دی چه کله قوماندان شو هغه پیغلی سره واده هم ورته کسر شان ښکاریده. پرون یی خر نه درلود اوس یی د موټرو نندارتون د بیچاره کابلیانو له غارت شوو موټرو جوړ کړی وه. د ظلم، چپاول او غارت نوم یی ټوله دنیا حتی اسمان ته رسیدلی وه. چه هر چا ورنه ډډه کوله. خو زمونږ د تنګی کوڅی ټولو اوسیدونکو ورته هیڅ وخت قوماندان ونه ویل بلکه قوماندان پنچرمین یی ورته ویل کله چه نور "مجاهد" د ده له پخوانی نومه خبر شو هغو ورته هم پنچرمین ویل. خو ده بیا ځان قوماندان اغاجان ګانه تصمیم یی ونیو چه نوی واده وکړی د بل چا سره هغه پیغله چه مور یی ورته کوژده کړی وه هغی سره یی واده ونه کړ. جمال مینه کی د سرور له لور سره واده هغه هم په زور وکړ. سرور ته یی وویل حتمآ به لور دی را کوی او که نه ووایی دومره می چه وژلی ته ورپسی. اولور دی هم په زور بیایم. خو غیرتی سرور دی کار ته هیڅ حاضر نشو. ځکه هغه پوهیده چه د ظالم عمر لنډ او کاسه یی ډیر ژر نسکوره وی او اغاجانی ته یی وویل: ته ټوپکسالار یی سلاح لری په ظالم، داړه مار او قاتل مشهور یی ټول درته قوماندان پنچر مین وایی سبا به ټول ماته هم بد او رد وایی. سرور بیچاره یی به دی ویلو سره دومره وواهه نژدی مړ شوی وه. خو کله چه د وژلو تصمیم یی ورته ونیو او مرمی یی تیره کړه. بیچاره نازو په عاجله غږ کړ وحشی انسانه، بنچر مینه زه درسره واده کوم پلار می مه وژنه قاتله. اغا جانی د نازو په دی خبره خپله سلاح ژر باډیګارد ته ورکړه او بیا خوشحاله کورته لاړ. چه د واده بند او بسط ونیسی خو نازو دا غیرتی پیغلی بیا دده د وژلو پلان نیولی وه دا میړنی پیغلی خپل پلار ته هم خپل د زړه رازونه ویلی د پلار وینی یی پاکی کړی او کالی یی ورته بدل کړ او د خپل پلار زخمو، خپل مظلومیت او د اغاجانی وحشیت ته یی په خپلو غټو غټو سترګو ژړل. خو پلار یی ورنه خپه وه ورته یی وویل: زه یی وژلم وژلی به یی وم هیڅ پروا یی نه لرله. نازو لوری دا کار ته حاضره شوی، ولی دا بی عزتی دی راته په برخه کړه. دا د بی حیایی ژوند راته ګرانه ده لور جانی زه دی نه بخښم. خو دا با همته او با عزته پیغله پټه خوله ګرزیدله او هر لحظه یی د خپل پلار او د نورو مظلومو کسانو کوم چه دده قاتل او ظالم له لاسه په شهادت رسیدلی او د هغو کسانو چه دی وحشی او داړه مار یی مال غارت کړی انتقام واخلی خو اغا جانی بیا د واده د شپی انتظار ویسته او د خپل د مرګ نه بی خبر وه مور یی په راکیټ ولګیده په هغه راکټ چه ده نور پری ویشتل هغه بیچاره او مظلومه هم دده د وحشی یارانو له لاسه مړه شو او په شهادت ورسیده. په هغه راکټ په کوم چه ده نور پری وژلی خو ده د مور مرګ ویر ته هم انتظار ونکړ د سرور بیچاره کور ته یی ښکلی، ډولی راوړه تر څو نازو بیچاره خپل کور ته بوځی نازو هم سری جامی په تن او هندی نکریزی یی په لاس کړی وه ښکلی ډولی ته په سرو لاسو داخله شوه. او هغه کور ته چه د نورو په وینو یی اباد کړی وه اغاجانی بوتله. غیرتی نازو د ده د مرګ او ده بیا د خپلی ناولی تندی د ماتولو تلوار درلود. نازو اغا جانی ته بهانه وکړه زه ډیره مریضه یم نن نشم کولای چه ستا لیونی تنده په دی تخت کی درته ماته کړمه. اوس خو د تا یم که در باندی ګرانه یم نن شپه می ارامه پریږده ده د نازو خبره یی ومنله. نازو ځان په خوب وواهه. خو خوب چیری وه. اغا جانی بیا لاړ یو چلم چرس یی وڅکل دی هم په خوب کی ډوپ شو نازو بیا په ارامه زړه د ده ماشینداری ته کوم چه ده نور بیګناه ولس پری وژلی وه تر لاسه کړه، اوپه ډیره میړانه او شجاعت هغه قاتل ظالم او داړه مار یی په پوره دیرش مرمیو سوری سوری کړ. او د یو وحشی او داړه مار څخه یی کوم چه دی وعده کړی وه د ابد د پاره دهغی سیمی ولس خلاص کړ او د خپلو خویندو او وروڼو د وینو انتقام یی واخیست او په ځغاسته تر خپل کوره لاړه خو دا ځل په نکریزو نه بلکه د هغه وحشی په وینو په سرو لاسونو سره د پلار کور ته لاړه او پلار یی په خپل افغانی همت خبر کړ. پلار یی په دی میړانی شکر وویست. او بیا دوی ځان ډیر ژر پشاور ته ورساوه. اوبیا د هغه ځایه اول هندوستان او بیا د دایم مهاجرت د پاره چه نور داسی وحشیان ونه وینی د پلار سره یو ځای له وطنه لری لری ژوند اختیار کړ او آرامه ژوند کوی، اوس د یو بل غیرتی ځوان سره یی واده کړی او ډیره خوشحاله ده. هغه هر څه هیرولی شی خو هغه ظلمونه غارت چور او چپاول او قتلونه چه دده په شان ددی په مظلمو خلکو او وطنوالو د وحشیانو له خوا شوی نه هیروی، او س پس د هر لمانځه خپلو خلکو ته دعا کوی او د ظالمانو بربادی او تباهی غواړی خو زمونږ د کوڅی خلک اوس هم لا وایی ته د سورګل کاکا او سمندر خان مهربان ځامن وګوره چه مونږه ټولو ته خدمت کوی او د بیچاره سمیع الله یعنی د ملل متحد ځوی ته وګوری چه بیا ټول یی وزورولو، ووژلو مال او دارایی راته غارت کړه. او د خدای نه شکر چه د خپل د کړو سزا هغه هم د یوی نومیالی پیغلی له خوا ولیده، د سورګل کاکا خبره رښتیا ده او لوی درس خاوند چه خاوند وی موټر یی نه زړیږی خو په مقابل کی دا هم باید زیات شی ظالم که هر څومره وحشی شی خپل د کړو سزا ګوری. خو زمونږ کوڅی اوس هم تنګی دی.

 

  

 

توجه!

کاپی و نقل مطالب از «اصالت» صرف با ذکر منبع و نام «اصالت» مجاز است

کلیه ی حقوق بر اساس قوانین کپی رایت محفوظ و متعلق به «اصالت» می باشد

Copyright©2006Esalat

 

www.esalat.org