شنبه، ۷ اپریل ۲۰۱۲

مسوولیت مقالات، مطالب و نبشته های نشر شده در دیدگاه ها به دوش نویسنده گان آنها میباشد


نورمحمد غفوری

 

ټولنیز خوځښت (اجتماعی جنبش)

 

سریزه:

زموږ په ګران هیواد افغانستان کې د اوسنیو جګړو، بې نظمیو، روانو فسادو، چور او چپاول د مخنیوی او د هیواد د وضعیت د بدلون او ښیګڼې په خاطر د وطنپالو شخصیتونو، جوړښتونو او سازمانونو ترمنځ د سیاسی- ټولنیزو فعالیتونو د شکلونو په اړه خبرې کیږی. ځینی سیاسی او ټولنیز فعالین د غښتلو سراسری ګوندونو د جوړولو او له هغې لارې د منظمو، مخکې سنجول شوو او پلان شوو چارو پرمخ بوولو ته ترجیح ورکوی. ځینې بیا د وړو وړو سازمانونو او موجودو ګوندونو ترمنځ په فوری توګه د جبهې د جوړیدو لاره معقوله بولی، خو نور بیا د وضعیت د بیړنی او فوری تغییر او بدلون په خاطر د پراخه ټولنیز- سیاسی جنبش په لار اچولو پلوی کوی. ددې له پاره چې د سیاسی او ټولنیزو چارو د ډګر فعالینو او ځوانو مینه والو ته د بحث او تفکر امکان برابر شی، په دې لیکنه کې د ټولنیز خوځښت په اړه لومړنئ معلومات وړاندې کیږی.

خوځښت (جنبش) څه شی دی؟

د ټولنیزو علومو له نظره ټولنیز خوځښت (یا اجتماعی جنبش)  هغه ډله ایز او جمعی حرکت دی چې په هغو کې مختلف ګوندونه، سازمانونه او ځانګړی افراد برخه لری. ددوی ګډ هدف د خاصو ټولنیزو بدلونو راوړل، چټکتیا ورکول او یا د همداسې بدلونونو مخنیوی او یا بیرته په شا ګرزول وی. په جنبش کې د ګډون کوونکو شخصیتونو او جوړښتونو د ګډون او تحرک عوامل یو له بله بیل وی او هر یو خپله ځانګړی ستراتیژی او مشخص پلانونه او راتلونکی هدفونه پر مخ وړی.  

د ټولنیز خوځښت بیلابیل پړاوونه:

ټولنیز خوځښتونه (اجتماعی جنبشونه) کیدای شی چې د هغو د سازماندهۍ د درجې، د هغو د ځواک، د هغو لخوا د ټاکل شوی ستراتیژیو او نورو معیارونو (ځانګړنو) پر بنسټ په مختلفو ډولونو وویشل شی. ټولنیز خوځښتونه د ټیپیک نظری لحاظه د مختلفو مرحلو څخه تیریږی.

1.     د ټولنیزو خوځښتونو د رامنځته کېدو لومړۍ مرحله د پرابلمونو او تر مخ پرتو ستونزو پیژندل، تحلیل او د هغو په اړه بحث او د نظر ښکارونه ده. د معین ټولنیز، اقتصادی او سیاسی حالت نه منل او د هغو په وړاندې د خوځښت او خلکو را پورته کیدل د ټولنیز جنبش لومړی پړاو جوړوی. د ټاکلی حالت د بدلون له پاره ټول هغه شخصیتونه او سازمانونه مټې رانغاړی چې په یوه او یابل علت د روان حالت څخه په تنګ راغلی وی. په دې مرحله کې د خوځښت مقیاس او پراخوالی سم نه پیژندل کیږی او د پرمخ وړلو او دوام له پاره یې د لارښوونې او سازمان ورکولو ارګانونه او جوړښتونه د لزوم په کچه نه وی رامنځته شوی.

2.    د ټولنیز خوځښت په بهبر کې د هغو دوهمه مرحله پیلیږی.  په دوهمه مرحله کې د داسې ابتکاری اقدامونو تر لاس لاندې نیول، د ګروپونو او اتحادیو جوړول دی چې د خوځښت د برخه والو ترمنځ د همکارۍ او یوځایی کار کولو زمینه برابره کړای شی. په دې وخت او دې پړاو کې دوو مهمو چارو ته پام اړول اړین دی:

a.    د جنبش د اهدافو د تبلیغ او د هغو د ټولنیز مقام د لوړولو له پاره د مټنګونو، مظاهرو، غونډو او بحثونو په لاره اچول، د اعلانونو او لیکلیو موادو ویشل او داسې نور

b.    دا موضوع خورا مهمه ده چې د جنبش رهبری د داسې کسانو په لاس کې وی چې ټولنیزه اوتوریته ولری او که ممکن وی د لویو سیاسی سازمانونو او ټولنیزو اتحادیو ملاتړ خپل کړای شی او د نورو ولسی کتلو پام د جنبش خواته راوګرزولای شی. رهبران باید داسې کسان واوسی چې د جنبش د آخری بریا سره مینه ولری او جنبش تر پایه پورې ترې ونه شړیږی، د خپلو شخصی مادی او معنوی ګټو په وړاندې یې له هدفونو تیر نه شی. په دې وخت کې د ستونزو د حل لارې په ګوته او څرګندیږی. د موجود حالت او یا بهیر له پاره الترناتیفونه (بدیلونه) وړاندې کیږی. د خوځښت رهبری زیارباسی چې هغه د ټولنې تر منځ او په ورځنیو فعالیتونو کې ټینګ او لوړ ځای ونیسی.

3.      د ټولنیز خوځښت بله مرحله د هغو د زوال او له منځه تللو پړاو دی. ټولنیز جنبش معمولا تر یوه معین وخت وروسته آرام آرام زوال مومی او له منځه ځي. د ټولنیز خوځښت د آرامتیا او له منځه تللو غوره سببونه په لاندې ډول شمیرلای شو:

الف- د ځینې نسبی بریالیتوبونه لاس ته راوړنه، چې د هغو په نتیجه کې د جنبش دغړو رضایت حاصلیږی او د جنبش د دوام سره مینه نه لری.

ب- مأیوسی او ناامیدی، چې د جنبش ګډون کوونکي ور سره مخامخ کیږی. دوی نور خپل هدف ته په رسیدو باور نه لری او خپلې هلې ځلې هسی د وخت ضایعه او خپل ځانونه خطر ته ورکول بولی. دا کیدای شی چې د مقابل لوری دځواک او ټینګټیا او یا د جنبش د رهبرۍ د ضعف پایله وی.

ج: د بل یا نورو لا مهمو پرابلمونو را ټوکیدل، چې د جنبش د راپورته کیدو لومړنۍ ستونځې تر سیوری لاندې ونیسی. کله چې نوی او لوی پرابلمونه را پیداشی او هغه لومړئ پرابلم تر سیوری لاندې ونیسی، نو د ولس پام د هغو خواته ګرزی او له لومړیو هدفونو سره یې علاقه کمیږی.

پــــایــلـه:

د ټولنیزو جنبشونو اساسی ځانګړنه داده چې په لومړیو قدمونو کې په آزاد شکل راڅرګندیږی، کومه خاصه سازماندهی نلری او ټینګ تشکیلاتی پرنسیپونه او مقررات هم نه غواړی. خو کله چې جنبش رامنځته شی، نو زر تر زره د جنبش غړی د تشکیلاتو او سازمانی جوړښت په اړه اقدام کوی. انجمنونه، ګروپونه، اتحادیې او نور د اړتیا وړ سازمانی حلقې را جوړیږی. دا هم ډیره پیښیږی چې جنبش د خلکو له مغزونو او زړونو پناه شی او نور یې جدی ونه نیسی، خو هغه سازمانونه او تشکیلاتی ستروکتورونه چې د هغو د موجودیت په وخت کې رامنځته شوی وی، خپل ژوند ته ډیره موده دوام ورکړی. کله چې جنبش دې حالت ته ورسیږي، نو دا د جنبش مړینه او د هغو د لومړیو هدفونو بې اهمیته کیدل دی. ځینې وخت بیا د جنبش د اساسی ارزښتونو او غوره لومړیو هدفونو د عملی کیدو له پاره همدا جوړ شوی نهادونه خپل کار ته دوام ورکوی. د زړو جوړښتونو تغییر او د نویو ټولنیزو ستروکتورونو ځای پرځای کول د ټولنیزو خوځښتونو مشخصه علامه ده. څرنګه چې په ټولنیز جنبش کې مختلفې طبقې، قشرونه او جوړښتونه د یو له بله څخه بیلو حتی متضادو انګیزو پر بنسټ برخه لری، نو د خوځښت په بهیر کې جوړ شوی جوړښتونه له افراطی چپو څځه نیولې بیا تر افراطی ښیو پورې رامنځته کیدای شی. دوی یو د بل په وړاندې مبارزه پیلوی. ډیر ځله رادیکالان په معتدلینو باندې د مقام غوښتنې، تسلیمۍ او خیانت تور لګوی او معتدلین بیا په رادیکالانو باندې د اتوپیسم، اراده ګرائۍ او د دیکتاتورۍ  او ټولواکۍ د روحیې تورونه لګوی. د جنبش له لارې د لومړیو طرحو شوو اهدافو لږه برخه عملی کیدای شی، خو ډیر ځله د هغو ډیره برخه د پلی کیدو څخه پاته کیږی. په جنبش کې د ګذشتونو او تیرېدنو امکان زیات دی. د جنبش آوازه، خصوصا د هغو په پیل او د فعالیت د اوج په وخت کې د هغو تر رښتینی ځواک ډیره لوړه وی، خو څرنګه چې د هدفونو د عملی کېدو له پاره اړین جوړښتونه او پوره چمتووالی نه لری، جنبش د ډیر وخت له پاره دوام نه شی موندلای او یا یې ساتل له ډیرو ستونځو ډک وی. جنبشونه د رنګارنګ علتونو پر بنسټ خپلو لومړیو لوړو طرحه شوو پلانونو او هدفونو ته نه شی رسیدای او ډیر ځله په یو او یا بل ډول په نیمه لاره کې پاته کیږی او یا د نیمو هدفونو پر تر سره کولو سره پای ته رسیږی. په نولسمه او شلمه زیږیدیزه پیړۍ کې دټولنیزو خوځښتونو غوره بیلګې د کوپراتیفونو خوځښت، د کارګرانو جنبش، د ځوانانو او ښځو جنبشونه او نور یادولای شو.

 

 

  (اصالت در قبال مطالب منتشره در دیدگاه ها هيچ مسووليتي ندارد و با احترام به آزادي بیان و دموکراسي نميخواهد سانسور نمايد و دست رد به سينه نويسنده گان بزند)