Thu, June 3, 2010 0:50:27
اسدالله زمری
تیاره او ستوری
زمونږ پر کلي باندې،
توره تیاره خپره ده
ټول شیان تت دي، څوک څه نه شی لیدای
د تورو وریځو لړۍ
دي هرې خواته تللې،
کله ناکله لا د ژمي د سیلۍ غږونه،
زمونږ پر زړونو باندی
نوی واهمه خپره کړي،
خو دغه توره شپه کې،
هاغلته لیری د اسمان په ګوټ کې،
یو سپینکی ستوری ښکاری؛
له لیری، لیری نه دی،
د یو ماشوم په شانې،
له لا یزاله انرژۍ ځینې ډک . .
چې تل لاس اچوی د مور ویښتو ته . . .
مدام دا هڅه کوی،
تر څود لمر شغلو نه،
یو څه را کش کړي ځانته،
او د تیارې په لور ئې
چې ئې زمونږ پر کلي
تور څادر خپور ساتلی
د سوزیدونکو . . .
ځلیدونکو . . .
څو نیزو په توګه
بی زغرده و غورځوي؛
او زمونږ کلی خپل نظر ته خلاص کړی
خو دغه ستوری مونږ نه،
او رڼا ئې نه د لمر؛
ډیر زیات ګوښه پروت دی،
او د تیارې دا سارا،
ډیره اوږده پرته ده.
* * *
چې ورته ځېر شومه ښه ،
هلته هیڅ ستوری نه شته،
څه چې لیدلی وو ما . . .
هغه زمونږ د امیدونو یو سراب غوندې وو . . .
چې ددې شپې په زړه کې . . .
لا هم ویده دی ویده.
توجه!
کاپی و نقل مطالب از «اصالت» صرف با ذکر منبع و نام «اصالت» مجاز است
کلیه ی حقوق بر اساس قوانین کپی رایت محفوظ و متعلق به «اصالت» می باشد
Copyright©2006Esalat