جمعه، ۳ مارچ ۲۰۱۷
انجینر داؤد اڅک
۲۷-۲-۲۰۱۷
امریکا باید پر خپلو کړونو د سره کتنه وکړي
که نه، تر ګټي به یی تاوان ډیر سي
د امریکا متحده ایالات باید پر خپلو کړونو او راتلونکو پلانونو باندي په جدي او مسؤلانه ډول بیا کتنه وکړي او ژور اصلاحات پکښي را منځته کړي که نه نو تر ګټي به ئې تاوان ډیر وي.
معنا دا چي د سپتمبر د ۱۱مي نیټې خونړۍ حملې د امریکا پر سر د هغه رمزناکه ډانګ واری وؤ چي امریکایي حاکمیت تر اوسه پوري ګنګس او ګیچ دی، دغه ګیچوالی ددې سبب سویدی چي امریکا د نړۍ په بیلو ځایونو او بیلو وختونو کي په ډیره بیړه غیر پلان سوي داسي مداخلې او فیصلې وکړي چي نه د امریکایي اولس په ګټه دي او نه هم د نړیوالي صلحي او ثبات په ګټه.
د بیلګي په ډول د سپتمبر د ۱۱ وروسته امریکا لومړی ځل د ۲۰۰۱ کال د اکتوبر پر ۷ نیټه د Operation Enduring Freedom (د آزادۍ تلپاتي عملیات) په نامه پر افغانستان حمله وکړل. دغه حمله نه دا چي د ملل متحد د منشور خلاف وه بلکه د ملل متحد د امنیت شورا هم اجازه نه ورکول، مګر د امریکا متحده ایالاتو د ملل متحد د منشور د ۵۱ مي مادې څخه ګټه پورته کړل کوم چي د ملل متحد پر اعضاؤو باندي د حملې په صورت کي د متقابلي حملې اجازه ورکوي.
همدا وجه وه چي جورج دبلیو بوش پر نیویارک او ویرجینیا باندي د حملو نه نیم ساعت وروسته یعنی د امریکا پر ۹:۳۰ بجو په تلویزونو کي را ښکاره سو او ادعا ئې وکړل چي د امریکا پر متحده ایالاتو باندي مسلحانه حمله سوی ده، او په قاطعیت ئې پر خپلو نړیوالو انډیوالانو باندي ږغ وکړ چي:
(یا به زموږ سره یاست یا به د تروریستانو سره).
که څه هم د امریکا پر متحده ایالاتو باندي د سپتمبر د یولسمي حملې خارجي او مسلحانه نه وې بلکه تروریستي او داخلي حملې وي چي د ملل متحد د منشور د ۵۱ مادې سره ئې تړاؤ نه درلود مګر بیا هم د امنیت شورا په افغانستان کي د تروریزم پر ضد و امریکا ته د (ای، اس، آ، اف) International Security Assistance Forceد تشکیل اجازه ورکړه، چي دغه د آیساف دنده ۳ کاله وروسته و ناتو ته وسپارل سوه څو په افغانستان او سیمه کي القاعده او تروریزم د منځه یوسي.
اوس موږ او تاسي ټول شاهدان یوو چي په تیرو ۱۶ کالو کي د امریکا په مشرۍ بین اللملي ائتلاف هیڅ کوم داسي ګام ندی پورته کړی چي تروریزم دي کمزوری یا د منځه یوسي، هیڅ داسي بنیادي پروژې رامنځته نه سوې چي د افغانستان مظلوم اولس دي د یوې ګولې ډوډۍ، ثبات او امن خاوند سي، لنډه دا چي و افغانستان ته د ملیارډو ډالرو او د ۴۸ مملکتو د عسکرو په راتګ سره د مظلومو افغانانو خوه له وچه نسوه. بلکه برعکس پر رنځیدلي افغان اولس باندي د نا اهله او غیر مشروع حاکمیتونو او پارلمانونو تپل د جنګ ځپلي افغانستان ناخوالي نوري هم زیاتي او تراجیدۍ ئۍ ورځ په ورځ ډیریږي.
امریکا او ناتو پر عراق او لیبیا باندي هم په ډیره بیړه بې تدبیره حملې وکړې او مرکزي مظبوط دولتونه ئې رانسکوره کړل چي نن ورځ د داعش په ځالو اوښتې او بشریت ته لوی سر خوږی دی.
د امریکا ګیچوالی او د خپلو قوي حریفانو په هکله د امریکا غلط اټکل ددې سبب سویدی چي امریکا په بیلو وختونو کي ضد و نقیض اعمال او بیانونه وکړي. کله په افغانستان کي د خپلو عسکرو زیاتیدل اعلانوي، کله کمیدل، کله د خپلو عساکرو وتل اعلانوي او کله هم پاتیدل.
اوس به د شرقي اروپا او د منځني ختیځ تر اړودوړ تیر سو او را به سو منځنۍ آسیا په تیره بیا ګران افغانستان ته چي د جنګ دوام، د طالبانو بیا تقویت او د افغاني داعش د پیدایښت راز په څه کي دی.
ګرانو لوستونکو په کال ۲۰۱۵ کي د اکتوبر پر۱۵ بارک اوباما په واشنګټن دي سي کي کانګرس ته داسي وویل:
(په افغانستان کي د امریکا جنګي ماموریت پر امریکا باندي د القاعده ډلي د سپتمبر د ۱۱ نیټې د حملو څخه ۱۳ کاله وروسته د تیر کال په دسمبر کي په مسؤلانه او موفقانه ډول پای ته ورسید . . .) .
د امریکا همدغه پخواني اولس مشر بارک اوباما په ۷-۱۲-۲۰۱۶ کي د فلوریدا د مکدیل Mac Dill په هوایي ډګر کي و امریکایي نظامیانو ته په خطاب کي داسي وویل:
(امریکا نسي کولای چي په افغانستان کي طالبان د منځه یوسي او په دغه هیواد کي جنګ او خشونت ته د پای ټکی کښیږدي ).
همداسي د ناتو په غونډه کي چي په ۲۸-۲-۲۰۱۷ په بروکسل کي جوړه سوې وه د ناتو سرمنشي (ینزستولتنبرګ) وویل: (زموږ تر ټولو مهیم ماموریت د افغانستان ماموریت دی چي مؤخه ئې د تروریزم پر ضد مبارزه ده) .
پدې صورت کي موضوع پیچلې ښکاري او سوال پیدا کیږي چي د اوباما کمه خبره باید ومنو. که چیري د بارک اوباما وروستۍ خبره درسته وي او ریشتیا هم د نړۍ زبرځواک (ناتو) د طالبانو په مقابل کي پر ګونډو وي بیا نو لازمه ده، انساني ده او عقلاني به وي چي :
امریکا او ناتو د روسیې، چین او ځوریدلو افغانانو په ملګرتیا د طالبانو او د هغوی د ملاتړو هیوادو سره په پوره صداقت باندي په افغانستان کي د تل پاتي او عادلانه صلحي لپاره په جدیت سره لاس پکار سي او د ملل متحد په منځګړتوب سره داسي یو عملي او افغاني میکانیزم رامنځته کړي چي په ریشتیا سره تل پاته او عادلانه صلحه پکښي نغښتې وي .
د صلحي په ټینګښت کي به هم د امریکایي ځوانانو د بې هدفه او بې ځایه مرګ ژوبلي مخه ونیول سي او هم به مظلوم او رنځیدلي افغانان د جنګ د اور څخه په امان او سیمه به د ورانۍ د تهدید څخه وژغورل سي.
مګر بله خوا بیا ډیر داسي داخلي او بهرني څیړونکي او پلټونکي سته چي د بارک اوباما د خبرو سره موافق ندي او دا نه مني چي د امریکا او ناتو په شان نړیوال ستر ځواک دي د طالبانو په مقابل کي عاجزه وي. دغه ډله باور لري چي په افغانستان کي د جنګ دوام امریکایي پروژه ده او امریکا قصداً غواړي چي د طالبانو او افغاني داعیشیانو په واسطه منځنۍ آسیا تهدید او بې ثباته کړي څو وروسته خپلي منګولي پکښي ټینګي کړي.
د منځنۍ آسیا سیمه بیله شکه د ساړه جنګ یا ستري لوبي په لومړي پړاؤ کي د تزاري روسیې او د بریتانوي هند تر منځ او د ساړه جنګ په دوهم پړاؤ کي د پخواني شوروي اتحاد او امریکا د متحده ایالاتو تر منځ او اوس په (نوې ستره لوبه) کي د فیدرالي روسیې او ناتو په تیره بیا د امریکا تر منځ ډیره مهیمه او جیؤ ستراتیژیکه سیمه بلل سوی ده.
دغه د طلایي موقیعت خاونده اوغني سیمه روسیې ته د خپل حریم حیثیت لري او په هیڅ لوبه کي ئې نه پر دغه سیمه معامله کړېده او نه ئې په کومه جګړه کي چاته پرې ایښې ده .
که چیري د څیړنکو همدغه نظریه دقیقه وي چي د امریکا متحده ایالات د روسیې تر ږیره لاندي د منځنۍ آسیا قبضه کیدل غواړي بیا نو دا په ریشتیا سره یوه لویه، پیچلې او ډیره خطرناکه پروژه ده چي هم به افغانستان او سیمه د سوریې په شان ورانه کړي او هم به د دریم نړیوال جنګ امکانات غښتلي کړي، یعني د روسیې حریم ته داخلیدل په اور باندي بازۍ دي .
د روسیې د اولس مشر پوتین ځانګړي نماینده ضمیر کابلوف هم تیر کال د ترکیې د اناتولي تلویزیوني شبکې سره په مرکه کي اشاره وکړل او داسي ئې وویل:
(که چیري په افغانستان کي صلحه رامنځته نه سي او د بین المللي مرستو په موجودیت کي د افغانستان مسلح قواوي تقویه او اقتصادي مثبت بدلونونه ایجاد نسي افغانستان هیڅ راتلونکې نلري او په راتلونکو ۲۰ کالو کي به د افغانستان دغه جغرافیه شتون ونلري . . .).
د طرفینو غټ بازۍ به یو طرف کړو خو زه په ۳ دلیله پورته دوهمه نظریه عملي نه بولم:
۱- د امریکا حریف روسیه په نظامي لحاظ ستر قدرت دی او دا لوبه ځکه د امریکا په تاوان ده چي امریکا په خپله جیؤ ستراتیژیکه سیمه (منځني ختیځ) کي تر اوسه نده توانیدلې چي په سوریه کي د بشرالاسد حکومت را نسکور کړي نو څنګه به و کولای سي چي د روسیې تر لمن لاندي د مرکزي آسیا هیوادو ته ځان ورسوي.
که موږ او تاسو د سوریې جغرافیې ته ځیر سو وینو چي شمال ته ئې ترکیه، شرق ته ئې عراق، جنوب ته ئې اردن او جنوب غرب ته ئې اسرائیل واقع دي چي څلور سره د امریکا ستراتیژیک ملګري دي ولي موږ او تاسو شاهدان یو چي د سوریې د بشپړ ورانیدو سره سره بیا هم ناتو او امریکا و نتوانیدل چي د خپلو مؤخو پر بنسټ په سوریه کي د خپلي خوښي حکومت جوړ کړي او دغه روان رقابت به سوریه نوره هم کنډ او کپر کړي.
۲- د منځنۍ آسیا هیوادونو په سلهاؤو کلونو د روسانو سره یو ځای ژوند کړیدی او ډیري ښکلي او با ثباته ټولني لري یعني د ۱۸۶۶ م څخه تر نن ورځي پوري په ډول د ډولونو د روسانو تر لمن لاندي دي او خپله بقا او سوکالي د روسانو په موجودیت کي ویني. روسانو ته هم ددغه سیمي جیؤپالتیک او جیؤستراتیژیک ارزښت تر ټولو سیمو په لومړۍ درجه کي کرار لري او په ډیر دقت سره د نژدو څخه د امریکا او ناتو کړني څاري.
دریم دا چي د منځنۍ آسیا سیکولر خلګ او حکومتونه د اسلامي بنست پالني څخه ډیر بیریږي په تیره بیا د داعیش او طالبانو د اعمالو په مقابل کي سخت نفرت لري او همدا وجه ده چي د تاجکستان او ازبکستان په شان هیوادو کي د ږیري پریښول او حجاب ممنوع اعلان سویدي.
پایله دا چي ددغه سیمي تسخیرول د افراطي اسلامي ایډیالوژۍ یا اسلامي ډلو په واسطه نه دا چي آسانه کار ندی بلکه ډیره غلطه طرحه، بې ثمره او نا ممکنه پروژه ده. په افغانستان کي چي په هره اندازه طالب په تیره بیا داعش قوي کیږي په مقابل کي ئې په منځنۍ آسیا کي څو چنده د داعیش او امریکا ضد احساسات او د روسیې مقاومت او تدابیر زیاتیږي چي د داعیش نفوذ په مرکزي آسیا کي د مطلقي ناکامۍ سره مخامخ کوي.
زما په نظر که چیري امریکا غواړي پدغه سیمه کي نفوذ ولري نو د افغانستان څخه باید داسي پر مخ تللی ډیموکراتیک هیواد جوړ کړي چي په اقتصادي، سیاسي، ښکارهنګي (فرهنګي) او اجتماعي لحاظ په سیمه کي یو سمبول وګرځي څو د دغه سیمي خلګ، مدني ټولني او حکومتونه پخپله خوښه د امریکا د متحده ایالاتو دوستي او سیاست ته لیوالتیا ښکاره کړي.
پرمختللی او دیموکراتیک افغانستان په وطندوسته تکنوکراتانو باندي جوړیږي نه په تیرو جهادي تنظیمو او متعصیبو ملایانو.
زه پدې اند یم چي روسیه هیڅکله په هیڅ قیمت منځنۍ آسیا دلاسه نه ورکوي ځکه نو د امریکا متحده ایالات باید دغه باریکي درک کړي او په عقلانیت، صداقت او افغانانو ته په احترام او صمیمیت سره پر خپله پالیسي باندي د سره کتنه وکړي او په ډیر جرئت سره داسي اصلاحات پکښي راوړي چي هم د امریکایانو لپاره د صلحي او آرامۍ سبب سي او هم د جهانیانو لپاره.
که چیري داسي ونکړي بیله شکه به په افغانستان کي نیابتي جنګونه زور واخلي، مظلوم افغانستان به د سوریې په شان پر بل مخ واوړي او پر روسیه باندي به د فشار په نتیجه کي د دریم نړیوال جنګ امکانات ورځ په ورځ را نژدې کیږي چي د هیچا په ګټه به نه وي .
ښه به دا وي، انساني به دا وي چي د نړۍ ستر قدرتونه د خپلو نسبي ګټو تر څنګ د جهان و مظلومو ملتو ته د انسانانو په صفت قائله سي او د مناسبي معاملې پر اساس ئې د خپل سرنوشت و ټاکلو ته آزاد پریږدي که نه نو:
تر ګټي به ئې تاوان ډیر وي.
(«اصالت» در قبال مطالب منتشره در دیدگاه ها هيچ مسووليتي ندارد و با احترام به آزادي بیان و دموکراسي
نميخواهد سانسور نمايد و دست رد به سينه نويسنده گان بزند)