یکشنبه، ۱۹  می ۲۰۱۳

 

 
زبیر شیرزاد

ارواښاد استاد ګل محمد لغمانی په کلو، بانډو او ښارو کی په ګلکی مشهور وه، د استا د ګل محمد په نوم ډیر کمو خلکو پیژنده، نوموړی د لغمان ولایت د مرکز د چهل مـټیـو د کلی اوسیدونکی وه. هغه د یوه طلایی حنجری خاوند وو. ده د غـزل ویلو، څلوریـزو، کیسو(داستان) او همدا شان د سروکو، "یه قربان" "بګتی" او کلیوالی سندرو په ویلو کی "خدایی" استعداد او ډیر مهارت درلود. د قوی هیکل خاوند و او هارمونیه یی هم ښه غږوله.

استاد ګل محمد له پلار او نیکه نه سندرغاړی نه وو. هغه یو ترکاڼ و او "اماتور" سندر غاړی وو چی ورو ورو په یوه منل شوی او خوږ ژبی هنرمند بدل شو. د ده زوی ارواښاد پاینده محمد هم د خپل پلار هنری لاره غـوره او خپله کړه او د پلار له برکته دی هم منلی هنرمند شو او ډیره ښه او خوندوره هارمونیه یی غږوله دی هم د پلار په شان خوږ ژبی هنر مند وه، ګلکی او د ده زوی پاینده محمد په سیمه کی یوه ښه هنری او مشهوره ډله وه. پاینده محمد به له خپل پلار سره کله نا کله په ټپو کی سیالی کوله؛ ښه هارمونیه یی غږوله او هم ښه سندرغاړی وو. د پلار او زوی تر منځ هم پریمانه محبت وه او هم ډیر هنری رقابت. دوی دواړو به یو ځای سندرو ویلو ته را جګیدل. زوی به د یوی سَروکۍ او یا "څلوریزی" په ویلو مجلس ته رنګ او رونق ورکړ او ګلکی به په سندرو پیل وکړ. تر هغه وخته د پښتو غزل لا زلمی شوی نه وه کوم چه حمزه بابا د خپل زړښت په وخت کی په جار وویل: "د پښتو غزله ته شوی ځوان زه د بابا کړم" له دی وروسته د پښتو غزل مجلسونو، حجرو او دیرو ته لاره ومونده، کله چی د پښتو غزل مینه وال ډیر شول بیا غزل، د غزل مینه والو هری هنری مجلس ته لار پیدا کړه، ګل محمد او زوی یی هم بیا په غزل ویلو شروع وکړه. د طلایی ګوتو لرونکو رحم الله به ورسره تبـلی او هفته ګل به ورسره رباب غږاوه د دوی په ګوتو کی هم ډیر مهارت وه.

ما ته به د پلار او زوی هنر، سندری او غږ یی هله لا خوند راکاوه چه د دو په منځ کی به ټپی شروع شوی او ګلکی به په ټـپو کی بند شو، هم یی خپل زوی ته او هم د زوی مور یعنی خپلی میرمنی ته د محبت نه ډکه شکنځله وکړه او ماته د فلسفی لیونی شاعر غنی خان د کلام دا بند به را یاد شو چی ویل یی "خړ ورور چه په تنګه کوڅه کی غیږی ته راشی" او یا دا چه ویل یی: "په والله چی له جنت نه به شم ستون* چه په کی وانه ورم ښکنځلی د پښتون" دا د بی حرمتی نښه نه، بلکه د محبت نښه ده. هو ګل محمد استاد د لوی شهرت خاوند شو. هر چا کوشش کاوه چی ګل محمد او زوی یی پاینده د خپلو اولادونو ودونو ته وغواړی. چا چه پیسی درلودی زمینداره او مالدار وه ښه خبره وه او پروا یی نه درلوده، خو بیوزلو به د اولادونو ودونو ته یی پیسی یا قرض کولی او یا به یی ځمکه خرڅوله ما اوریدلی وه چه واده څه له کوره او څه له پوره، ګل محمد او پاینده محمد به یی راوستل چی له خپل "سیال" نه کم نشی. دوی ته به واده والا ښه او فوق العاده خواړه پخول، تور او شین چای به یی هم ورکاوه او چلم به یی هم ورباندی دود کړ، او بیا به د راغلو، ښاغلو او ځوانانو په لور د رهنما په لار ښوونه وخوزیدل او په سندرو ویلو به یی پیل وکړ. ټنګ او ټکور به د لاسونو په ټکولو او شپیلکونو وهلو شروع شو "ګیسونه" به هر خوا کی لگیدلی وه؛ تکه توره شپه به د پریمانه ګیسونو له برکته لکه ورځ روښانه ښکاریده. ګلکی د پاینده محمد له خوا د "یه قربان" په ویلو سره به یی دا سندره په خوږ آواز او طلایی حنجری شروع کړه او ویل یی: * میلمنو ستړی مه شی ښه راغلی* چه ډیر خوشحاله تر کاله راغلی * هو دوی دومره مهربانه وه چه راغلی او ښاغلی یی خپل میلمانه بلل او د مجلس ځای د راغلو کور "او یا دا چه ویل یی:* وخوړم غمجنی دنیا وخوړم * ډیر و اندیښنو او سودا وخوړم* خدایه تظاهر او ریا وخوړم" آو په بله سندره کی به یی له ټګمارانو نه سخت سر ټکاوه او دا سندره به یی ورته ویله: "دنیا په چل او ول دی حقیقت تللی دی * چاچی رښتیا ویلی د . . . کی تللی دی".

هغه ولسی هنرمند د دوه مخو انسانانو نه ډیر نفرت کاوه، او په مقابل کی د عاشقانو او رښتینو انسانانو سره یی ډیره مینه درلوده او همیشه به یی هر ځای کی دا خبره کوله. هغه عاشقان او صادقان تل په خپل خواږه غږ او سندرو کی نازول او ویل یی:* خوله دی کنډولی د زرو * ما نوش کړی بنګ په کی* ستا د لپو رنګ په کی" هغه عاشقان، مسافر او مجنون هم بی برخی نه پریښوده او ویل یی: راشه دننه یاره بیرون باران دی* هر مسافر چه وینم ماښام حیران دی* او یا داچه: ته به په کوم وطن کی ګرځی* زه دی تصویر په جیب کی ګرځومه، او یا دا چه ویلی "خدایه پلار می لیونی کړی، "د یارغیږ پسی ړونده شو ګیره شومه" او یا دا چه ویل یی: ویوړه ویوړه اوبو ویوړه* نازولی لیلا یی ویوړه. او یا دا چه ویل توری زلفی دی په مخ وهی ټالونه* هو هغوی باغ، باغوان، ګل او بلبل سره هم ډیره مینه درلوده د مرحوم ملنګ جان دا کلام به یی په ګډه ویل:* ګل دی شه لاسونه باغوانه* ستا په لاسو کی رامبیل چمبیل ګلونه باغوانه* په هر خیابان کی د طوطیانو آوازونه باغوانه* او یا دا چه د ملنګ جان مینه یی وطن سره ښودله او ویل یی:* سر می د خدای بیا د وطن دی باغوانه *وطن زمونږ عزیز وطن دی باغوانه * ما ملنګ جان په کی خاپوړی کړی دینه باغوانه*.

افسوس ارواښاد پاینده محمد د استاد ګل محمد زوی په داسی حال کی چه څو تنه بیګناه کلیوال ورسره یو ځای په ګاډی کی سواره وه د پاکستانی او ایرانی بی حیا مزدورانو او جاسوسانو په ښخ شوی مین په لغمان کی په شهادت ورسید. هغه شهید شو منم خو تل پاتی شو، غږ یی غلی (خاموش) نشو بلکه زړونو ته ورسید. د شهادت هنگامه یی ټول لغمان ته او د هنر مینه والو غوږو ته ډیر ژر ورسیده. لغمانیانو او د ده د هنر دوستانو د خپل ولسی او خوږ ژبی هنرمند په شهادت ډیر ویرجن او غمجن شول. د وطن او خلکو په دښمنانو یی ډیر لعنت وویل. استاد ګل محمد د خپل زوی شهادت په زړه سوری او ډیر یی دردمند کړ. ګل محمد خپل ځان ته په یوه خبره تسلیت ورکاوه: "پاینده محمد خو شهید شو منم، خو ښه ده او خوشحاله یم چه په نامردی او د پاکستان او ایران په غلامی کی نه دی مړ شوی، بلکه په خپل کور او ټاټوبی لغمان کی مړ شوی ده او تل به یی ولسونو ته چه ترینه پوښتل داسی ویلی "دا لوړی تـپی چه تاسی وینی دا په وطن مینو ځوانانو ډکی دی" ګل محمد ته نور سندرو ویلو بی له پاینده محمده خوند نه ورکاوه ګرچه ملاګی یی هم ښه جوړه وه او د بلی خوا د هنر ساحه هم هره ورځ ورته تنګیدله. حالات بد او جنګی وه؛ د خپل پلارنی ټاتوبی لغمان نه د جلال آباد ښار ته کډه شو او د هنر نه یی علاقه هره ورځ کمیدله. په وطن مینو او با انصافه د دولت مامورینو، کارکونکو، افسرانو، سربازانو او ګوندیانو د سمدستی مرستی لاس وروغزاوه او دی یی ډیر ونازوه؛ لوږی او تندی ته یی پرینښود. خو دا ولسی او خوږ ژبی هنرمند شرمیده چی له چانه څه د مرستی په توګه وغواړی سمدلاسه یی په ملکی ساحه کی د کار غوښتنه وکړه. د خدای بخښلی ګل محمد د کرایی کور تر څنګ د ننګرهار ولایت د جلال آباد ښار په صحت عامه روغتون کی د اجیر په توګه د ښه معاش په دنده وګمارل شو. او شکریی وویسته. با انصافه ولس د ده حق ادا کړ، خو د زوی شهادت هره ورځ کړاوه. تر هغی چه ده هم له دی دنیا سترګی پټی کړی. نه نن او نه هم پرون داسی کور نشته او داسی موټر هم نشته چه د ګلکی او پاینده محمد په خوږو آوازونو کی څو کستونه ور کره نه وی او یا یی هر وخت وایی نه وری او هغوی بیا په درنښت یاد نکړی. او د دو په هنر مثبتی تبصری ونکړی او هغو ته دعا ونه کړی د هغو ځای هیڅوګ نشی ډکولی .

د هغوی روح د ښاد او یاد دی ورته تل ژوندی اوسی، او آواز دی زمونږه د ژوندی ولسونو په غوږو کی په ډیره مینه تلپاتی وی،

 

 

 

     

 

توجه!

کاپی و نقل مطالب از «اصالت» صرف با ذکر منبع و نام «اصالت» مجاز است

کلیه ی حقوق بر اساس قوانین کپی رایت محفوظ و متعلق به «اصالت» می باشد

Copyright©2006Esalat

 

www.esalat.org