اســـــــــد زمری
ویده کوربه
په دې کې شک نشته چې ښکلی دی ډیر،
او کوه قاف یې سیالي نه شي کوی؛
نجونې یې ښایسته له ښاپیریو ځنې . . .
ځلمیان يې ټول دي د ملوک په شانې،
جنت کې هم داسې ځای نشئ لیدی . . .
افغانستان یادوم.
خو د دیوانو او سل رنګه بلاګانو داړې،
د ښاپیریو له دې ملک نه دی دوزخ جوړ کړی:
کله یو سور دیو پرې پنجې خښې کړي،
او کله توره او یا سپینه بلا . . .
یوه یې اوه سره او زر خولې لري،
بله اته سره بیشماره داړې.
په وینو تنده دیوې لا ماته شوې نه وي
چې هغه بله، د انسان د غوښو وږې بلا . . .
د اختاپوت په شانې . . .
اته څلویښت خولې کاندی خښې د افغان په وجود،
انسان خو پریږده چې ترې ژوی هم امان کې نه دي . . .
هر څه که کاڼي دي، فلز او که اوبلنه هستي . . .
ټوله کړي ځاي په خپل ناولي نس کې
هر څه تالا کړي او لګیا دي ټولوي یې پسې . . .
په دې تالان کې یې په زرو رانیولي مرییان . . .
او بی ایمانه، بی وجدانه د خیانت په دسترخوان لوی شوي،
چې نه وطن لري، نه ننګ او نه ناموس پیژني
دي تل چوپړ ته ولاړ.
خو دغه ملک لا د نیستۍ په درانه خوب ویده دی
۱۹/۵/۲۰۱۷
19 may 2017 22:14:45 +02:00
توجه!
کاپی و نقل مطالب از «اصالت» صرف با ذکر منبع و نام «اصالت» مجاز است
کلیه ی حقوق بر اساس قوانین کپی رایت محفوظ و متعلق به «اصالت» می باشد
Copyright©2006Esalat