۱- افغانستان که هر چا وران کړی دی که هغه زما پلار وي که هغه زما ورور وي، دغه ته زه ترهګر وایم دا ترهګر دی. طالب نن سوله د امریکایانو سره کوي چي ما و تاته به یې ویله چي هر څوک چي د ملي اردو یا عسکرو په صف کي ودرېده، هغه د دوی ملګری او منافق شو. ای منافقه نن خو ته نافق شوې، ستا سره جهاد روا دی. باید چي نن ملي اردو وای، ته د امریکې په صف کي ورته ولاړ یې چي موږ تاسي د دوی سره باید د جهاد اعلان وکړي.

۲- د دغه سټېج نه د طالب سره د جهاد اعلان دی، لکه څرنګه چي په وزیرستان کي موږ علي وزیر باندي حمله وشوه، موږ ورته ویل چي ته ترهګر یې،  ته هیڅکله زموږ مخه نه وینې، پي ټي ایم پسي راغلی، په منډه مو پسي واخیستل او وسلې مو ورڅخه یووړې. دلته په افغانستان کي طوفان قومندان یې بولي،  څوک دی زه یې نه پېژنم، دا وزیرستان ته راغلی وو د وزیرستان نه یې آزاد افغانستان ډزول. موږ افغانانو یو چي څوک وايي چي عارف د وزیرستان دی یا د پاکستان دی، زه یې په افغانیت کي شک بولم، افغان نه دی، مسلمان نه دی، پښتون نه دی. ملګرو! هغه طوفان وزیرستان ته راغلی وو او د وزیرستان نه یې کابل ډزوه، بیا د علي پلار زموږ تره (کاکا)  ملک میر ځلانو ورته جګ شو،  ورته ویې ویل، چي دا نور زه نه غواړم، د روس په وخت کي ته د دغه ځای نه کابل نه شي ډزولای، دادی دا طوفان ژ،ندی دی، ویې ږغوئ، داسي شکست مو ورکړئ، داسي وزیر او احمدزی قوم په بدل شول، په منډه مو ور ولاړ کړل، ورته ومو ویل چي د کومي خاوري نه چي ډزوې، زما د خاوري یې نه شې ډزولای، دا ژوندی دی ويې پوښتئ.

۳- ملګرو!  ملا عمر ښه سړی وو، افغان دی، موږ یې منو، دا نه واویو، خو دی چي افغان وای، دی نن د خپلو افغانانو سره به یې سوله کړې وای، دی به نن د خپلو بچیانو سره ناست وو، ګوره امریکا چي ما وتاته راغلې ده ما وتاته افغانستان نه جوړوي، دا افغانستان ته چي راغلې ده، دا د پنجاپ او امریکې چال دئ، خپل پښتون او افغان سره وژني، دا سوچ ونه کړې، چي امریکا موږ ته راغلې ده، اتلس شل کاله جهاد مو ورسره وکړ، یو پوهنتون یې درته جوړ کړی دی، یا بهر ته ملي اردو هم نه پېږدي، چي ترهګر په څټ کړي، که دا ترهګر باندي ملي اردو برلاسی شي، امریکا راشي، ترهګر او دهشتګر په هلیکوپټر کي پورته کړي او دده نه یې په حفاظت کي کښېږدي.

۴- موږ دنیا ته دا واضح وایو، چي په افغانستان کي تاسي نور لاس نه شی وهلای، په افغانستان کي ځوانان اوچت شوي دي، د مشر منظور پښټین په مشرتوب کي، خلګ بیدار شوي دي، هغه پخوانی خلګ نه دی پاته سوی، چي ورته ویلي یې وای، جنت دئ، د جنت و د دوږخ په نوم موږ یې ډارولي یو، بالکل جنت او دوږخ شته،  خو داسي ډارولي یې چي که ټوپک نه واخلي، افغانستان نه وولي، بیا ته جنت نه شې تلای. دا درواغ دي. که ته د افغانستان سره صحي وفاداري وکړې، د افغانستان د ملي اردو سره په صف کي ودرېږي، ته جنت ته تلای شي، زه دا زیری درکومچي ته به د جنت په اوله دروزاه کي ولاړ یې.

۵- ملګرو! یوه خبره، دا خاردار تار دئ. په دې تار تاسي مه خفه کېږئ، موږ ته که مشران امر وکړي، ان شالله خاردار تار به دده غاړي ته اچوي او په اټک به یې ها غاړي ته پوري باسي. په خاردار تور تاسي مه خفه کېږئ، لګري خبره وکړل، چي اغزي تار دئ،  هو موږ د افغانستان چي کوم د ډاکټر نجیب شهید رحمه الله علیه په وخت کي موږ ته کوم عزت راکول کېدو، قدر راکول کېدو، هغه نن موږ قباایلو ته نه راکول کېږي، وږ په دا خفه یو، ما په دېره کي واضح ورته وویل، چي اې پآکستانه، ته چي قبایل ضم کوې، سمه ده افغانستان به خورار وي، افغانستان به ټوکر ټوکر وي، خو چي ته قبایل ضم کوې ته باید د آزاد افغانستانه پوښتنه وکړې، د دغه ولس نه پوښتنه وکړې، داسي نه چي ته یې په بدماشي ضم کړې. ملګرو موږ دا وایو چي په خوست کي یوه لیسه ده، که هغه د حاجي میزرا علي خان په نو ونومولای شي، موږ د دغه دولت نه دا مطالبه کړو، موږ تاسي ټول له لا سره خپل شو.

۶- ملګرو که موږ ته پاسپورټ او تذکره راکولای شي، خو موږ ته په برمل، نه خپلو د واڼه په ولسوالي تذکره او پاسپورټ راکولای شي، موږ ستاسی شکریه ادا کوو. هو، بله زموږ د قبالیو چي کوم دلته سټودنټ راغلي دي، سبق وايي، د یوه کور، نه دوی دلته ګرځي، د کابل په هره دروازه کي ولاړ دي، خو څوک په ښه نظر نه ورته ګوري، موږ دا وایو چي هغه سټودنټ چي قرضې یې کړي دي، کرایې یې ورکړي دي، چي کوم موږ سيټونه دي، موږ تاسي ټول پشتانه یو، خو دا د قبایل په نوم سيټ دی، ا دي خپله قبیایلو ته میلاو شي، دا د قبایلو حق دی دا موږ چاته نه ورکوو. په دا باندي که د کابل خلګ ځي، که د مزار خلګ ځي، که د پکتیا خلګ ځي، که د پېښاور خلګ ځي، که د کوئټي خلګ ځي، سمه ده چي پښتانه یو افغانان یو خو دا حق موږ چاته نه ورکوو، زموږ سيټ دي ضایع شي، خو زموږ خپلو خلګو ته دي ورکول شي.

۷- ملګرو، زموږ نه چا یو سوال وکړو چي افغانستان خو ټول ټوکر ټوکر دی ټول په مرمی مرمی باندي لګیدلی دی، ستا به کوم امداد وکړي چي دی روغ وي، په وزیرستان کي موږ وخندل، ورته ومو ویل چي ولي پېښور او کوټه دد کابل بازارونه نه دي؟/ دا روغ دي،  دا په مرمی نه دي لګېدلي، که ته کابل او کویټه او پښاور او کوټه د کابل حصه نه بولې، ولا چي ته هم د پنجابي ملګری یې، زموږ سره غدار یې، غداري کوې، ملګرو، یو بله خبره واضحه کوم، دلته په وزیري پارک باندي مخکي به وزیر راتلل، دلته به یې لويي لويي جرګې کړلې، لوی لوی اټنونه به وي، نن چي ما ولیدو، ماته ژړا راغله، چي زموږ د پلار او نیکه چمن نن خاوري دی او د هغه څوک قدر او خیال نه ساتي، موږ دا وایو چي پّ افغانستان کي د دغه وزیري چمن مراعات وشي او زموږ د مشرانو، د مشر منظور پښتین، د علي وزیر، محسن داوړ، حاجي میرزا علي خان، ملا پونده او د دغو قبایلو تصویرونه دي په دې غټ غټ جوړ شي.

۸- ملګرو! دلته یوه خبره کړم. دلته پرون زما یو ملګری وو په کابل کي، زورواکان ورته وايي ما به زرواکان نه پېژندل چي دا زورواکان څه شي دي، بیا پرون یو کس راغلی چي دلته یو زورواکی دی، زموږ نه یې مارکېټ ایسار کړی دی، بیا دوه لکه ډالر ده له مانه یووړه، چي مارکېټ پرېږدي؟ هغه راځي دا خلګو نه پیسې واخلي، تاسي ګورئ ګیله مه کوئ، موږ بیا سپینې سپینې سره کوو. موږ تاسي به د زورواکي  په مخ کي درېږي، دا کوم زورواکان چي دي، که هغه هر څوک وي، که پښتون وي، که تاجیک وي، که ازبک وي، چي هر څوک زورواکی وي،  موږ تاسي پښتانه به د هغه مخ اړوو او د پنجاب سره به یې شړو. دا زورواکان موږ تاسي ته پنجاپیانو جوړ کړي دي، هغو خلګو په پیسو روږدي کړي دي، باید چي موږ تاسي دا کار ونه کړو، چي بیا کابل ټوکرې – ټوکرې کړو، بیا د کابل نجوني په بل ځای باندي وژاړي، دا کار به نه کوو،  دلته ډېري خبري شولې، هغي خورکۍ خبره وکړه، چي په کوټه کي به یې موږ ته ویل، چي مهاجر دي!

۹- دا چي هر څوک وايي، که دا خورکی وایي، که دا بل وايي،  چي هر څوک مهاجر وايي دا زه د افغان غدار بولم،  د افغان دوښمن یې بولم، دا ته به افغان وايي. که هلته راځي هم افغان دی، که دلته راځي هم افغان دی، دا اوس دلته زه افغان یم، افغان وم اوفغان به یم. په وزیرستان کي زه په جیل کي وم، دوی دا خبره روانه کړې وه، موږ خو داسي نه وایو، خو دوی ویل چي مهاجر نه پرېږدي، دا ټکی ماته بد را لګي، خو مجبوره یم وووایم، ما وویل، چي افغانان نه پرېږدي، ولي دوی دا پنجاپیان د عارف د قیده خبر دي؟ یا عارف یې پنځه ویشت کاله قید کړی دی، ورته مي ویل ولا چي د افغان خالي یو وېښته څوک وباسي، زه به د هغه نه پوښتنه وکړم.

۱۰- ملګرو موږ تاسي به په تشو خبرو نه غلطېږو، تشي خبري به نه کړو، سپیني به سره کړو، تاسي موږ ته لاس راکړئ، موږ ته کومه مخکي مینه چي وه هغه راکړئ، چي موږ تاسي  لوی افغانستان جوړ کړو. لوی افغانستان داسي نه جوړېږي،  چي هلته زه اخته وم لر و بر، دلته ته اخته وې، چي لر و بر، یا په لر و بر نه کېږي، نور باید همت وکړو، چي پنجاپ د منځه وشړو، موږ تاسي لوی افغانستان جوړولای سو.

۱۱- په کابل کي ما څو شپې وکړې، موږ تاسي به خپل مشر ته په سپک نظر نه ګورو، غني بابا  زما مشر دئ، زه یې د هغه ځایه مشري منم، ته یې دلته نه منې. هغه یوه ملګري خبره وکړل، معذرت غواړو چي خفه نه شي. غني بابا ته تا رایه ورکړې ده، اوس ته خبري مه پسي کوه، کوم وخت که تا رایه نه وای ورکړې، بیا به دي خبري پسي کړې، اوس غني بابا هر څه دی، موږ دا وایو دی چي نن هر څه دئ، د آزاد افغانستان ولسمشر دئ، که چیري تاسو د هغه زورواکي سره ولاړ یاست چي دا مشر نه مني، بیا لاس جګ کړئ، بیا به موږ ووایو، هغه زورواکي ته موږ وایو چي اې زورواکیه، ته د اشرف غني په رایه ګټلې ده، اشرف غني په سوال او خیرات نه دی راغلی، دغه ولس رایه ورکړې ده.

۱۲- د وزیرستان نه به لښکري درته راځي، د سوات نه به لښکري درته راځي، مسعود داوړ لښکري به درته راځي. ته زموږ بابا اشرف غني پرېږده،  پنځه کاله یې پرېږده،  چي موږ یې وګورو دی کار کوي افغانستان ته که نه کوي، پنځه کاله بعد باید چي زه او ته خبري پسي وکړو، اوس دی راغلی، مخکي یې پنځه کاله کړي دي، خو هلته یو خوری باندي وو، هغه خوری چي ځني پرې کړې، بیا به یې موږ وګورو چي دا پښتون دی که نه دی؟ د هغه نه بعد به بیا خبري سره کوو، اوس به موږ تاسي افغانستان جوړوو، افغانستان به یو کوو، خبري به واضح سره کوو.

۱۳- بار بار ددا خار دار یادونه مه کوئ، دا خاردار تار بیخي ایله کړئ، خاردار زموږ کار دئ، غاړي ته به یې ور اچوو، ملګرو لکه څنګه چي تاسي افغانانو، موږ تاسي ټول افغانان یو، بر افغانان چي کومه مینه موږ ته راکړل، په ایمان درته وایم چي داسي مینه موږ ته خپل مور و پلار هم نه ده راکړې، ملګرو خبري وکړې، چي مور - دا  افغانستان خاوره زما مور ده. چا چي د خپلي خاوري سره خیانت وکړ، ته څنګه پښتون افغان یې، موږ طالبانو ته وایو د کابل نه، چي ته راشه، د امریکې معاهدات دي هم مبارک شه، خیر دی، خو ته د خپلو وړونو سره کښېنه، د خپلو وړونو سره پوه شه، نور د کابل میندي مه کونډي کوه، نور د کابل خوندي بل چاته مه پرېږده چي ولاړي شي، نور د کابل بلډینګونه مه ورانوه، نور د کابل سړک مه ورانوه، نور د کابل هنتونونه مه ورانوه، نور د کابل لیسې مه ورانوه، پرېږده چي دا خلګ یو څه پکښې جوړ کړي. ملګرو څلوېښت کاله کېږي، چي موږ ټوپک پورته کړی دی، او زه تا کاپیر بولم، ته ما کاپیر بولې، باید چي موږ له دې تېر شو او قلم راواخلو او کتابچه راواخلو.

۱۴- اشرف غنی بابا ته هم دا وایم که ته زموږ په وطن کي لیسي نه کی جوړي پوهنتونو باندی  زور و نکي  ته بیا زموږ سره وفاداری نکوی زه دا سوال کوم  انشاالله امید لرم چی ته به موږ ته قلم او کتاب په لاس کي را کړي او یو بل  په انګور اډا باندي موږ ته یوه لیسه راکړي موږ دا ټول د ازاد افغانستان څخه مطالبه کو وو چي دا لیسه را کړي شهید پیر ملا خان په نوم  باندي، چي کله حاجی میرزا علی خان پورته سو د پیرنیګانو خلاف یی د جهاد اعلان وکړ دی یو سپینږي سړي وو دا پیر ملا خان ور پورته سو د د لشکر مشر توبه وکړه لشکر یی جوړ کړ بیا پيرنګیانو سره جنګ وکړ دا ورونه وه ملک جلاد خان زما او د علی نیکه وو پیر ملا خان د ده مشر ورور وو  چی کله بارم خان پیرنګیانو وه نیوه جیل ته یی یو وړ په هغه جیل کی ما هم شپږ ورځی او شپی می وکړي  وکړي ما وویل چي که نوره نده هغه د پلار  او د نیکه په تاریخ باندي زه لاړم  ملګرو چي کله  ملک برم خان یی ونیوه پیر ملا خان یی شهید کړ پیرنګیانو دی یی یووړ د ټګ جیل ته د ته د پانسی اړدر وسو په دغه وخت کي ملک جلاد خان راغلي د ازاد افغانستان سره یی خبره وکړه چی زموږ ورور یی وړي دي ازاد افغانستان غیږه ورته را خلاصه کړه هر کله دي خدا راوله تا ته به څوک در نږدي نسی دي لاړو پیرنګي یی راوړ په برمل ولسوالی کی یی واساتو چي کله یی بارم خان دی را  خلاص کړ پیرنګي یی ور خلاص کړ چي کله پیرنګي شکست خوړه بیا داسی نتلو بیا زموږ نیا د پیر ملا خان د جلاد خان د بارم خان مور دغي ورته وو ویل ده ورته وو ویل چی زماذمه واري به څوک اخلی چي زه وځم ما خو ویلي، دې ورته وو ویل چی زموار دي زه یم ته ماته لیکل را کړه ته به د دغه ازاد افغانستان نه مخکي خو  ټول افغان یو ته به ازاد افغانستان څخه وځي ته د افغانستان څخه ځي دي نه بعد زه زمواری در کولا ی سم که ته د افغانستان نه پریږدي زه به ستا سره چي زما ځامن دي ستاسره شهیدان سي زه به په خپله جهاد ته راوزم تا به ځني شړم.

۱۵- ملګرو خبري ډیري وشولي زړه مي ډیر څخه غواړي که څه هم دلته وایو چي افغانستان ډیره مینه راکړه ډیر خوشحاله سوم چي کوم یون صاحب مینه راکړه موږ ملګرو داسی خړ پشتانه غواړو لکه یون صاحب چي دي موږ داسی پشتانه نغواړو باید ما وو یل چي زه په خپل وزیر والي کي خبری وکړم بیا می ویل موږ به سره پو نسو زه دا وایم چي موږ چي کوم یون صاحب موږ ته قدر احترام راکړ موږ داسی خړ پشتانه غواړو . دا یون صاحب چي دي داسی خړ پشتون دي کله قبایل چی دي داسي پشتانه باندي موږ ویاړ کوو موږ فخر کو باید که تاسو یون صاحب وو وینو دلته هر څوک چي راغلی دي د پشتنو په خلاف د صدر سره جکړه کړي ده موږ اوریدل یدي چي یون صاحب د دغه مخه نیولی ده پشتون یی لوړ کړي دي ورته ویلی یی دي چی زه تاسو  نه پریږدم باید میشتو په داسی پشتنو او داسی افغانانو فخر وکړي او که تاسو غوږ سی ملګری د حاجی میرزا علی خان یا باچا خان (رح) خان عبدالصمد خان اڅکزي (رح) د زموږ د قدر وړ دي دا زموږ مشران دي زه کله کله په تقریرو کي ورته وایم ویډیو میلا ویږي چی ای پنجابیه په کابل کي نه وایم دا ځه هلته وایم بیا ویډیو وګوري ای پنجابیه، پنجابیه په خپله وزیر واله لهجه که ته وایی چی ته غازی امان الله خان ته  رح نوایی خان صمد خان ته رح نه وایی او غفار خان ته رح  و نه وایی داکتر نجیب ته رح وه نه وایی ولاکه ستا قاعید اعظم او علامه اقبال ته زه رح وه وایم.

۱۶- ملګري ده خبره وکړه چی مینه په تلو راتلو زیاتیږي کله راځه کله به زه درځم مینه موږ تاسوته د دغه سټیچ نه تاسو ته دعوت در کوم چي تاسو وزیرستان ته راسي تاسو په وزیرستان کی زموږ سره کشیني هغه ماحول تاسو وکوری چی ټوپک بل چا اخیستلي دي ټوپک د بل چا دي خو موږ ورته وایو چي دا کابل ته وایی چي دا د وزیر د ځای دي دا درواغ خبری دي که داسی فکر وکړي زه خپل ورور وږنم زه خپل ورور په ډیره مینه محبت لوي کړي زه یی نه وژنم دا چي موږ او تاسو سر سره خلاص کړو چی دا کابل دا وزیر دا مسید داوړ صوات مومند افریدي اڅکزی دای یی نه ډزوي د دي و شاته بل ډریور ناست دي د دغه شا ته تور سړي ناست دي هغه تور سړي چي زه کابل ته راتلم افغانستان ته راتلم هغه تور سړي موږ ته وایی ته څوک یی ته چیری روان یی ته شناخته کارت راکړه ما ورته وه ویل چي او تور مخي ته څوک یی ته شناخته کارت راکړه ته راغلی یی زه خو د وطن دي وطن مشر یم د خپل وطن بچی یم ته څوک یی ته شناخته کارت او پاسپورت لري د افغانستان چی ته موږ ته د انګور اډه کي په ګیټ باندي ولاړ یی موږ په ایمان درته وایو چي موږ ځان مي نه لګوم شناخته کارت می په اورګون کي کشیشود ورته وه می ویل چي زه بی شناخته کارت یم انټړی نه کوم خا مخا ورځم که څوک می ولی او که می څوک پریږدي زه به ځان خامخا د کابل بازار ته ځان رسوم دا ټکي دا کیسه ډیره مشهوره وه چي د افغانستان څخه ما د هیچا پلار به مي هم نکي را ایسار.

۱۷- ملګرو افغانستان زموږخپل  کور بولو او موږ داسی کور یی نه بولو چی د شک په سترګو ورته ګورو داسو کور یی بولو لکه په وزیرستان کي ملک جلاد خان او میر ځلاند خان کور یی بولم داسی کابل هم بولم دلته ملګرو راته و ویل اخري خبره کوم  چی ته به  ځي واڼو ولسوالي ته به ځی ما ویل بلکل به ځم ویل یی ته خو اوس د زندان څخه راخلاص سوي پنجابی بیا څه واي ما ویل چی دا شپږ و اوه ورځي به مي پریږدي بیا به دوه میاشتی راباندي تیري کي را وبه وځم دا خوند خو ما واخیست کابل خو مي ولید خیر دی د کابل په سر دي یوار بندي سم زه خبري ډیری نکوم مشران ناست دي خو یو سوال کوم که ننواتي یی بولی که یی سوال بولی په موږ پشتانه کي چي چاته په ننواتي ورسي په وزیرو کي ننوت ته ننواتي وایی په ننواتي چي ورسي هغه کور درته خالي کوي موږ کابل ته په ننواتو راغلي یو خپل کور مو دي زموږ د سټوډینت چي کوم سیټونه دي هغه دي نور نه خرڅوي که چیری تاسو غور نه باندي کوي او هغه داسي خرځوي زه به  د کابل په کوڅه کي کشینم پشتانه په را تولوم چي دادي زما حق په کابل کي خوندي کیږي اول زه تاسو ته ننواتي کوم چي تاسو خپله پوشتنه وکړي که تاسو ننواتي نه وکړه زه به د کابل په کڅو کي کښینم او ژاړم او دا ستودینټ به خامخا داخلوم او هم به یی د صوات داخلوم په زاري به یی دا خیلوم او که نه وي په زور به یی دا خیلوم یوه دا خبره ده بل موږ ته د پاسپورت او تذکري د واڼه په ولسوالی کي راکړي زه ډیري خبری نه کوم مشراني خویندي ناستی دي چي موږ ته مو قدر او عزت راکړی شکریه مو ادا کوم.