20 May 2010 7:58:38

یه خدایه! تورو شـــپو کې تنهایی د را نصیب کړه

له درد د درد مندانو مومـــلایی د را نصیب کړه

پتنگ په شانۑ سوزم له هدفه قربانیــــــــــــږم

سوزیږم په لمبو کې قرباني د را نصــــــیب کړه

 

د مــــــــــــکر د دنیـــــا د دنیادارو په سر دار یم

د فکر په ټــــالو کې ارزاني د را نصیب کـــــړه

پښـــیمانه نه یم مخکې مخکۑ ځمه نه ودریږم

دا لیــاره د زمرو ده ســـــرلوړې د را نصیب کړه

 

له ځانه سره غږیږم بۑ له مَیو تل نیشــــــــه یم

ســــــتم سره جنــــگیږم تورانې د را نصیب کړه

تر څو به په د لاره باندې ځم چې سر مۑ ورکړم

د سپکو سپکو خلکو دښمې د را نصیب کــــــــــړه

 

افغـان اوولس خو توره دی له تیکې را ایستلۍ

دښمن په گاټو ولي کامیابي د را نصیب کـــړه

رنجبره! دلســـــوزي به په اغیارو باندې نـــکړي

ور مات کړه اورمیږونه کامراني د را نصیب کړه

 

غلام نبی "رنجبر"

۲۶-۱-۱۳۸۹

 

 

توجه!

کاپی و نقل مطالب از «اصالت» صرف با ذکر منبع و نام «اصالت» مجاز است

کلیه ی حقوق بر اساس قوانین کپی رایت محفوظ و متعلق به «اصالت» می باشد

Copyright©2006Esalat

 

www.esalat.org