پنجشنبه، ۱۸ فبروری ۲۰۱۰

مسوولیت مقالات نشر شده در «دیدگاه ها» به دوش نویسنده گان آنها میباشد


 

زه یو څوک پیژنم

 

زه یو څوک پیژنم چې د کوڅی ماشومانو ښه ماشوم ګاڼه- په مکتب کی همصنفانو او نورو هلکانو ورته ښه شاګرد وایه.

زه یو څوک پیژنم چې پلار او مور یی ښه ځوی او وروڼو او خویندو یی ورور ګاڼه- په پوهنتون کی د لایقو او شریفو محصیلنو په جمله کی حسابیده زه یو څوک پیژنم چې د جومات ملا صاحب او د کلی خلک یی د یو لمونځ ګذاره مسلمان، با تقوا او نیک انسان په حیث پیژني- صوفی مشربه دی- د هیواد په کچه بهترین ژورنالیست، په مسلک کی وارد او د همکارانو سره صمیمی دی.

زه یو څوک پیژنم چې ډیر شعرونه یی یاد دي خصوصا د صوفی شاعرانو د شعرونو علاقمند دی- د پخواني ښو خلکو حکایتونو یی خبرو ته نوره ښکلا وربخښلې ده ښکلې او په زړه پورې خبرې به یي کولې- ضرافت یی په خبرو کی له ورایه ښکاریده- اوریدونکي ورسره نه ستړي کیږي – په ملګرو او دوستانو کی یی ځانګړی ځای درلود او ټولو ورته د احترام په سترګه کتل .

زه یو څوک پیژنم چې سیاست یی نه کاوه خو د وطن د مصالحو سره بی طرفه نه ‌‌ؤ د وطن سره یی مینه د هر چا نه زیاته وه خو د وخت په سیاسی ګوندونو او ډلو ټپلو کی نه ؤ- د وطن د ګټو په اساس یی ازاد قضاوت کاوه .

زه یو څوک پیژنم چې د مهاجرت په څو کلنو کی یی وطن هیر نه کړ- وطن ورته ګران ؤ او پدی ارمان چی کله به وطن کی د خدمت د پاره بیا شرایط برابر شی په دې هیله او انتظار یی شپې سبا کولې .

نو دا شخصیت څوک دی؟

دا څوک دی چی په کوڅه کی ښه ماشوم- په مکتب کی ښه شاګرد په کور کې ښه ځوی او ښه ورور- په کلي او جومات کې په ښو اخلاقو مشهور- په  پوهنتون کی لایق او ښه محصل – په سیاسی خرابیو کی شریک نه دی – ملګري او دوستان ورته احترام کوی .

نو دا څوک دی؟

دومره ښیګڼې په لږو انسانانو کی یو ځای کیدای شی او هغه څوک چی دومره صفتونه ولری نو هغه ته باید انسان وویل شی .

هغه ښه شخصیت الحاج غوث زلمی دی- زه چی غوث زلمی د ډیر پخوا نه پیژنم په پوهنتون کی زما شاګرد ؤ- دا ټولې ښیګڼې می عمیق دده په شخصیت کی لیدلی دي- نو ځکه هغه تهمتونه چی په نوموړي لګیدلي دی زه پری باور نه شم کولی او که چیرې د یو انسان په حیث ترې غیر اګاهانه کومه اشتباه شوی وي- نو پروردګار عالم هم په توبه  انسان بخښی- باید غوث زلمی عفوه شی او ضایع نه شی- د ده له فهم - دانش – انرژی او شخصیت څخه د وطن په ګټه استفاده  وشی- اوس هم لا نا وخته ندی.

د غوث زلمي د خلاصیدو او وطن ته یی د خدمت په هیله.

 

سرفراز مومند