جمعه، ۱۶ اکتوبر ۲۰۰۹

 


اسدالله زمری

 

 زارۍ

 

بې شمېره ووژل بمونو او ګولېو

څه نا اهله کور بنو او څه پردیو

پاتې نه شو څوک چې قبر بل ته جوړ کړي

دښتې ډکې شوې په ښځو او سړیو

هر یوه ده فاتحه خپله اخیستې

هر یوه ته کفن جوړ دې له کالیو

د افغان د شملې پت ئې ور په ځای کړې

مخ کړې تور د پلورل شویو ګوډاګیو

دا د غلو داړې به څو پورې وې جوړې

نور کړو تنګ بی غیرتیو، شوکماریو

د فساد او د نفاق نامه کړې ورکه

خدایه خلاص مو کړې له ډیرو سپکاویو

چې لا نور هم اوروي باران د مړینې

د یو د مرګ ئې خدایه موړ کړې په بچیو

د زړه سوز مې داسې غواړي هره ساه کې

کنډوالې ئې کړې ته جوړې له ماڼیو

دغه دعا او که ښیرا ګڼې خاونده!

دا خبره مې ده ډکه له زاریو

 

 

 

توجه!

کاپی و نقل مطالب از «اصالت» صرف با ذکر منبع و نام «اصالت» مجاز است

کلیه ی حقوق بر اساس قوانین کپی رایت محفوظ و متعلق به «اصالت» می باشد

Copyright©2006Esalat

 

www.esalat.org