دوشنبه، ۱۰  جون ۲۰۱۳

غلام نبی رنجبر، شاعر، نویسنده و خطاط چهار قلمی

 

زما خوښیږي

د دې خاوري بچۍ یم ښه کردار زما خوښیږي

د خوار او د غریب بچي دستار زما خوښیږي

سرلوړی ژوند مو کړی خپل تاریخ په وینو لیکو

د دې هدف له پاره خدمت ګار زما خوښیږي

چې سوزي په لمبو کې رڼایی وربښی بل ته 

د داسي باتورانو مشعلدار زما خوښیږي 

وطن زمونږ نه غواړي چې خپل سیمه مو ګلزار کړو

د ځوانو بزګرانو یوغ او سپار زما خوښیږي

نن ورځ د امتحان دی افغانانو خبر اوسی

شملي لرۍ اوچتي ښه ټینګار زما خوښیږي

په تور ترږمی کې لکه شمعه چې بلیږي 

د داسي استادانو زوړ پیزار زما خوښیږي

افغان اولس مشعل د آزادۍ زمونږ نه غواړي

د عشق په سرو لمبو کې سور انګار زما خوښیږي

رنجبره! د معارف وره کې اغزي چې چا کرلي

د داسی نامردانو سر په دار زما خوښیږي

کابل، د قمبر څلور لاری- ۵:۱۰:۱۳۸۳ کال،

غلام نبی رنجبر د خطاطي کورس کې لیکل شوی دی.

(۲۸)

 

د کندز ښار کې مې لمبه واخیسته

د زړه له درده مې روپی کره پوره واخیسته 

لاړم بازار ته ما میوه واخیسته 

وچه میوه او څه لمده واخیسته 

یو څه غوزان څه مې پسته واخیسته 

کشمش بادام څه می کشته واخیسته

رکشا کې سپور سر د دوري ته راغلم 

د خپل خړګۍ کور دروازې ته راغلم

چې ور می خلاص کړل شهیر جان راووت 

بل خوشحال جان مرد میدان راووت 

بله موسکا خوش او خندان راغله 

ورپسې مور يی حق حیران راغله 

ټولو ویل کندز ښه ښار دی 

له میوه جاتو ډک انبار دی 

کندز خو هر رنګه میوي لري

هم خټکي هم هندواڼي لري

بادام پریمانه چاردري لري 

پنیر قیماق او ښي شیدي لری 

که ژوندون غواړي نو کندز ته راځه 

یا قلعه ذال او یا باسوس ته راځه 

زما د امام زیارت جنډي خوښیږي

هم د آبدان دښتي میلي خوښیږي

په خان آباد کې سر سبزي وګوره 

دشت د ارچي کې مالداري وګوره 

سر د دوري کې بزکشي وګوره

ژمی مهال کې سګ جنګي وګوره

رنجبره ته پکې خوندونه آخله 

ولسوالیو کې سیلونه کوه .

کندز، ۱۳۹۰:۳:۲۳- نبی رنجبر ددوري سر

(۲۹)

 


 

 

 

توجه!

کاپی و نقل مطالب از «اصالت» صرف با ذکر منبع و نام «اصالت» مجاز است

کلیه ی حقوق بر اساس قوانین کپی رایت محفوظ و متعلق به «اصالت» می باشد

Copyright©2006Esalat

 

www.esalat.org