شنبه، ۱۳  فبروری  ۲۰۱۰

 

زيړ غوړي او تور تېل

د دلوی د ۲۶ می نیټی نه وروسته

 

لیک: احمد تمیم ړنګ

هرګز مه وايه هر هر ګل ته رامبېل
چې اصيل وي هله جوړ کړه ترې امېل

خوند او بوی وي د هرې مېوې بېل بېل
په بکياڼی کې خوند نشته دی د هېل

افغانستان خپل په ۵۰۰۰ کلن تاریخ کښی داسی زمری زیږولی چې د غیرت او د ننګ قصې په ټوله نړۍ کښی کیږې دغه بچو یې د جنګ او د علم په هر ډګر کښې برې موندلی او د آسیا په ډیرو هیوادونو حکومت کړې، د افغانستان دښمنانو څو څو وارې په افغانستان برید کړې او تل یې دا کوښښ کړې چې دا غیرتمند ملیت د خپل د غلامې په جال کښې ګیر کړې، ولې هر ځل ېې شرمناکه ماتې خوړلې ولې د افغانستان په تاریخ کښې داسې څو څیرې هم شته چې زمونږ د ویاړلې وطن د تاریخ پانې پرې شرمیدلې ولې بیا هم دا شرمیدلې او بې ننګه څیری چې د شورویانو د وتلو نه پس د افغانانو قتل عام ېې پیل کړې وو زمونږ د ملې اتلانو په څنګ کښې لیدل کیږی لکه د احمد شاه بابا په څنګ کښې نن د ملې خاینینو او د ټوپکسالارانو تصویرونه دی احمد شاه بابا د لوی افغانستان هغه لوی پادشاه وو چې افغان ولس خپل پلار بللې او د "بابا" ستر لقب یې ورکړی، دا هغه لقب دې چې افغان ولس یې خپلو هغه مشرانو ته ورکوې چې ددې ولس د خلکو په زړونو کښې د پلار ځاې موندلې وی، ولې نن د افسوس ځای دې چی د احمد شاه بابا غوندې ملې شخصیت په څنګ کښې د هغه جنګ سالارانو او ټوپکمارانو تصویرونه دی چې د افغانستان غیرت مند ولس پرې شرمیدلې.

همداسې که وګورو نن د غازی امان الله خان چې د افغانستان پادشاه وو، کوم چې په ۱۹۱۹ ز کال کښې د خپل ملت په ملاټړ انګریزان یې د خپل هیواد نه وشړل او یو خپلواک او سر لوړی حکومت یې جوړ کړو او په همدې ټوګه د افغانستان د خپلواکی قهرمان بلل کیږی نن زمونږ دغه قهرمان په څنګ کښې ملی خاینان او د هغوې ځامن ښخ دې چې د شرم ځای دې.

نن د افغانستان عالم او عارف "خواجه عبدالله انصاری" چی اصل نوم یې "خواجه ابو اسماعیل عبدالله" چی لقب یې "شیخ الاسلام" او په "پیر هرات" مشهور دې چې صرف افغانان نه بلکې ټوله اسلامې نړی پری فخر کوی، چی د هرات په ګازرګاه سیمه کښې ښخ دې نن د هغه د مقبرې په څنګ کښې د یو جنګسالار ځوې ښخ کړې شوې چې د نشې په حالت کښې مردار شوی وو، چې د هغه ښخول په داسې پاک او تاریخې ځاې کښې زمونږ د عالمانو او ولیانو توهین دی.

دا یو څو مثالونه ېې دی زمونږ وطن کښې داسې ډیر ملی شخصیتونه او ملی اتلان شته ولې د افسوس خبره ده چې نن د هغوې په نوم نه کوم مکتب شته نه کومه څلور لارې نه کومه کوڅه او نه کوم چمن شته دا ځکه چې دې اتلانو خپل وطن ته خدمت کړی چا ته ېې په ټیټه سترګه نه ده لیدلې نو ځکه دا ددې اتلانو د خدمت بدل دې، د افسوس او د شرم خبره ده چې نن هغه کسان ویاړل کیږې کومو چې تل د پردیو غلامې کړې نن به دا کوڅې څلور لارې او چمنونه به د هغه کسانو په نامه یادیږې کومو چې زمونږ ۲ ملیونه شهیدان خرڅ کړی، نن به د اتلانو او د قهرمانانو لقب هغه چاته ورکول کیږی کومو چې زمونږ ښکلې کابل ېې په یوه شپه کښې د څوکی لپاره قبرستان جوړ کړو، نن به هغه کسان ویاړل کیږې کومو چې د "جهاد" په سپیڅلې نامه زمونږ خویندې او مورګانې بې عزته او بې آبرو کړلې، د یو او د بل په نامه ېې زمونږ غوګونه او پوځې ېې غوڅې کړلې د شورویانو د وتلو نه پس د "پښتون" د "تاجک" او د "ازبک" په نوم چې کوم ظلم دوې وکړو چې د نړې په تاریخ کښې ډیر کم لیدل کیږې او بیا هم نن دا ټوپکماران او جنګسالاران ویاړل کیږی.

زیړ غوړی خوره چی بدن دې پرې صحت وي

ته پر ځای د زيړ غوړو مه خوره تور تېل

ولې حقیقت دا دې چې ترڅو مونږ "زیړ غوړې" او دا "تور تیل" سره بیل نه کړو ز مونږ ګران هیواد افغانستان به صحت مند هم نشې چې تر څو پورې زمونږ په زړونو کښې د خپل اتلانو قدر نوی پیدا شوې چې د هغوې د وجه نه نن که چیرته د نړې په ګوټ ګوټ کښې د غیرت نوم اخستل کیږې نو خلک ددې ننګیالی افغانانو او د پښتنو مثالونه ورکوې تر هغه پورې به مونږ بریالې هم نشو.

 

 

احمد تمیم ړنګ