اسدالله زمری

 

ډیر دروند او ښاغلی ملګری انجنیر همت!

 «اصالت» د خپل د نامه په پیروی د خپلو اصیلو او سترو موخو او اصولو د تر سره کولو لپاره په دې تیرو څلورو کلونو کې د قدر او ستاینې وړ پیاوړي ګامونه اوچت کړی دي.

«اصالت» د خپلې سالمی ثابت قدمي، شتمنې محتوا، زړه راښکونکې ډیزاین او په دوامداره توګه د نویو موضوعګانو د خپرولو له لاری په حقه ددې استحقاق تر لاسه کړی چې کلیزه یی د یوی قدرمنې ویبپاڼې په حیث په شاندار ډول ولمانځل شي، ددی نیک مناسبت په مناسبت خپل د زړه له کومې تودې او رفیقانه مبارکۍ تاسي، د پاڼې نورو درنو چلوونکو، همکارانو او لوستونکو ته وړاندی کوم او تاسی ته د روغتیا او لا زیاتو بریالیتوبونو هیله کوم.

په درناوۍ

اسدالله زمری

 

 

توجه!

کاپی و نقل مطالب از «اصالت» صرف با ذکر منبع و نام «اصالت» مجاز است

کلیه ی حقوق بر اساس قوانین کپی رایت محفوظ و متعلق به «اصالت» می باشد

Copyright©2006Esalat

 

www.esalat.org