دوشنبه، ۲۵ سپتامبر ۲۰۱۷

مسوولیت مقالات، مطالب و نبشته های نشر شده در «دیدگاه ها» به دوش نویسنده گان آنها میباشد


انجینر محمود صافی

 

د افغانی تاریخ پاڼه

 

 

 

۵ د میزان د میاشتی ۱۳۹۶ کال د داکتر نجیب الله د تراژیدی شهادت د ۲۱ کالیزی سره سمون خوری او د یادولو وړ ده او تاریخ مونږ ته را ښوولی ده چه سل کاله یو قرن وروسته ټولنه کی د زمانی د جبر په اساس واقعی او زړه سوانده رهبر منځ ته راځی. داسی رهبر چه د اولس او خلکو په زړونو کی ځای ولری. نجیب الله د افغان اولس د نیکمرغۍ او سوکالی او د سولی د راتګ د پاره خپل ژوند قربانی کړه. نجیب الله اولس او پرګنو د پاره د روح او تن مفهوم درلوده .

د دوکتور نجیب الله نبوغ، سیاسی پوهاوی، درایت او خلأقیت، استواری، اخلاقی محبت پاک نفسی، ملګرتوب، زړورتیا، تصمیم ګیری، د خلکو آواز اوریدل، د خلکو سره لیدل د هغه ورځنی کاری صفتونه وه. د سیاسی لیری لید نبوغ یی درلوده. د ټول افغان اولس د دردونو نه یی باخبری درلوده شپه او ورځ یی د ولس د سوکالی د پاره کار او زحمت یوسته په خارجی پالیسی کی ممتاز او منلی نړیوال پیژندل شوی زړه سوانده لارښود وه. د نړۍ په هیڅ کنج او کنار د هغه مساوی او سیال نه لیدل کیده په بیولوژیکی لحاظ یی هم جسامت او ساختمان یی فوق العاده وه سر یی ډک د پوهاوی،علم، دانش، شناخت او معرفت ںه وه.

اساسی خبره داده چه د افغانسان جغرافیه د تورو بلاوو په خوله کی وه او یو عالم  وایی چه افغانان په بی اتفاقی کی اتفاق کوی                     

 افسوس خبره داده چه سیاسی وخت او زمانی ورسره جفا وکړه. رښتیا هم حزب او افغانی ملګرو ورسره د اتحاد او اتفاق لاس ور نکړه او بیا  وروسته پښیمانی سود نلری. د هغه نژدی حلقه او اعتمادی د ګوتو په شمیر کسان اوس چیری دی چه په هغه وخت کی یی ځانوںه په رتبو، څوکیو، شخصی ګټو، ګوندی نفاق وپړسول. د چا ماغزه په خپل دفتر کی باد باد شووه او د خپلی بی کفایتی په اساس یی په خود کشی لاس پوری کړه. او نور یی د میږتون غوندی په اوږده خوب پراته دی. داکتر د افغانی صلحی او یووالی د پاره ډیر زیار او زحمت وګاله ولی کامیابی یی په نصیب نشووه. او افغانستان د زمری او خرس ځناورو په منځ کی د سیاسی اوپراتیفی لوبی ښکار شووه. داکتر په شهادت ورسیده ملت او خلک یی برباد شووه .

نړیوال توطیه ګر بینن سیوان، د ملګرو ملتونو سازمان، تور مخی پنجابیان د طالب تر نامه لاندی د داکتر نجیب د سیاسی دولتی ترور او قتل مجرمین دی. افغان ولس به دخپل شهید په وینو سور کمیس نه هیر کی او هیڅکله به یی و نه بخښی. د نجیب الله د مملکت د سیاسی بحران په وخت کی د ملت شتمنی د سر په قیمت وساتله او بیرته د افغان ولس پوری تعلق ونیوه. د باختر طلا د غلو او ډاړه مارانو نه ساتل او بیا د طالبانو او پنجابی غلو نه ساتل د داکتر د پاکی او اتلولی ښه نمونه ده .

نجیب الله ته رښتینی ملی اتل یی. مجازی د غلو اتل یوه خالی افسانه ده. روح دی ښاد اوسه جنتونه دی نصیب شه تاریخ ستا قهرمانی ستایی ستا طرز تفکر د افغانی سولی لاره او یووالی دی.