ختیځه اروپا؛ د سوسیالیزم او سرمایه دارۍ پرتله
(جانباز شرافت)

 

د ختیځي اروپا پخواني سوسیالیسټي هیوادونه، چي زیات و کم نیمه پېړۍ د سوسیالیزم په مناسباتو کي اوسېدلي ول او د ۱۹۹۰ کلونو د بدلونونو سره یې، یوه پلا د نیو لیبرال بازار اقتصاد ته مخه سول؛ د بحث، پرتلې او محاسبې لپاره ډېر څه لري. په دغو هیوادونو کي د سوسیالیستي اقتصاد څخه، پانګه والۍ ته اوښتون خلګو ته خورا لوی مادي او معنوي زیانونه واړول، چي امپریالیزم پوري تړلي سیاستوال، رسنۍ او روښانفکران یا نه په پوهېږي، یا سترګي باندي پټوي او یا یې هم پړه بیرته پر کمونستانو اړوي. په ختیځه اروپا کي د سوسیالیزم څخه پانګوالۍ د اوښتون اغیزې او زیانونه خورا ډېر دي، چي دقیقو محاسبو او څېړنيو ته اړتیا لري. په دې لیکنه کي د دغه اوښتون د ناوړه اغیزو یوه کوچنۍ برخه را اخلو:

هغه مهال چي، د پخواني شوروي اتحاد سور پوځ، د نازیانو په تعقیب پسي د برلین تر ختیځو سیمو ورسېدئ؛ د شرقي اروپا کمونست ګوندونه، چي ټولو د نازیانو پر وړاندي په ګوریلایي جګړو کي برخه اخیستې وه، د نوي خلقي دولتونو د جوړولو په لټه کي سول، خو د اروپا هغه سیمي چي امریکایانو او انګرېزانو د نازیانو د شتون څخه تصفیه کړي وې؛ هلته په ټینګه سره ددې کار مخه ونیول سول او د هغوی هڅه دا وه، چي بیاځلي پخواني سلاطین او تښتېدلي پاچاهان واکمنۍ ته وګرځوي. ددې یوه ښه بېلګه یونان وو، خو په ختیځه اروپا کي، چي د شوروي اتحاد سره یې پولي درلودې؛ د نویو خلقي دولتونو د جوړولو لپاره ښه زمینه برابره وه. تر ۱۹۵۰ کال پوري نوي خلقي دولتونو خپل سیاسي او ټولنیز بنسټونه ټینګ کړل او د سوسیالیزم پر خوا یې خپل سفر پیل کړ. د ختیځي اروپا د هغه مهال جوړ نوي جوړ سوي سوسیالیسټي هیوادونه دا وه: رومانیا، هنګري، چکسلواکیا، البانیا، یوګوسلاویا، بلغاریا، پولنډ او ختیځ جرمني.

د سړې جګړې په تشدید سره، د شوروي اتحاد ترڅنګ، د ختیځي اروپا په هیوادونو پسي هم د منفي تبلیغاتو لړۍ پیل سول. امپریالیزم پوري تړلي رسنیو، د ختیځي اروپا هیوادونه [د شوروي اقمار، د شوروي مستعمرې او اشغال سوي هیوادونه] ګڼل، په داسي حال کي چي دغو ټولو هیوادونو خپله پوره، دولتي، سیاسي او اقتصادي خپلواکي درلودل، د لویدیځو هیوادونو ولسمشرانو سفرونه ورته کول (لکه نیسکون چي رومانیا ته ولاړئ) او په ځینو مورادو کي به یې د شوروي اتحاد څرګند مخالفت هم کاوه. د دغو ټولو هیوادونو څخه یوه یې هم شوروي اتحاد ته، د کوم تړون حق العضویت نه ورکوئ (لکه د ناټو غړي هیوادونو چي ورکوئ / ورکوي) او نه یې هم د شوروي اتحاد د جګړو لپاره خپل سرتېري لېږل (لکه د ناټو غړي هیوادونه تراوسه پوري هر ځای د امریکايي امپریالیزم د پیش خدمت دنده ترسره کوي او د یوګوسلاویا، افغانستان، لیبیا، سوریې، یمن، عراق او نورو ټولو هیوادونو په اشغال کي ورسره همکار دي او خپل سرتېري یې ورته استولي دي) خو لویدیځو سیاستوالو او رسنیو د ختیځي اروپا په غم کي ژړاوي کولې او د امریکا د کانګرس د خپاره سوي پرېکړه لیک پر اساس، دا هیوادونه د کمونستانو تر استبداد لاندي «اسیر ملتونه» وګڼل سول. د امریکا ولسمشرانو هر کال یوه اوونۍ د «اسیرو ملتونو» په نوم لمانځل او د هغوی د آزادۍ هیلي یې کولي، خو د ختیځي اروپا خلګو د دوی پر دې هیلي خندل. جالبه ده، چي دوی کله نورو ته د اسیرو ملتونو خطاب کوي؛ ولي یې هغه هیوادونه چي د دوی لخوا مستعمره سوي او اشغال سوي دي؛ په نظر نه ورتلل؟

د هغو اسیرو ملتونو د جملې څخه یو د پولنډ خلقي جمهوریت وو. حيرانونکې ده، چي د پولنډ د فولادو دولتي شرکت، په هغه مهال کي د بریتانیا د ټولو فولادو د شرکتونو تر مجموعې لوی وو. د فولادو د تولید اړخه پولنډ، تر متحده ایالاتو یوازي یوه درجه شاته وو. د پولنډ خلقي جمهوریت په نړۍ کي د سکرو څلورم لوی تولیدونکی – په روسیې، امریکا او چین پسې – وو او د معادنو صنایع یې دومره پرمختللي ول، چي خپله متحده ایالاتو ور څخه وپېرل.

د هنګري خلقي جمهوریت، په ټوله اروپا کي، د ښاري او مسافر وړونکو بسونو لوی تولیدونکی وو. په ۱۹۷۰ کلونو کي، د سوسیالیسټي هنګري بسونه، د امریکا په پورټلنډ او لاس انجلس کي چلېدل. بلغاریا، چي کرنه او اقتصاد یې په پوره ډول سره صنعتي کړي وه؛ اروپا ته د تازه میوو او خوراکي توکو د لویو تولیدونکو څخه وه. بلغاریا د بېړیو د لویو جوړونکو او تولیدونکو څخه هم وه او د بلغاریا دولتي شرکتونو د اروپا تر ټولو لویي سوداګریزي بېړۍ تولید او اداره کولې.

ختیځ جرمني پر خپلو معیارونو، تر نورو هیوادونو مخکي وو. په ۱۹۷۰ کلونو کي ختیځ جرمني د نړۍ لسم پیاوړی اقتصاد وو، چي د ماهره تخنیکي کارګرانو سره یې د نړۍ په کچه د لوړ کیفیت لرونکي تولیدات درلودل.

یوګوسلاویا، د صنعتي اقتصاد په درلودلو سره، د اروپا د لویو اقتصادونو څخه شمېرل کېدئ. البانیا د لږ نفوس او لږ مساحت سره، په ختیځه اروپا کي د ژوندانه د لوړ معیار لرونکی هیواد وو او رومانیا د بېړیو، الوتکو او موټرونو د تولید درانه صنایع او د اروپا تر ټولو زیات کاري ځواک درلودی.

د ملګرو ملتونو د شمېرنو له مخي، په ۱۹۷۴ کال کي، چکسلواکیا ۳۰۰۰ ډالر، هنګري ۲۳۰۰ ډالر، پولنډ ۲۰۰۰ ډالر، بلغاریا ۱۶۵۰ ډالر او رومانیا ۱۲۰۰ ډالر سړي سر عاید درلودی، چي ددې پرتله هغه مهال په لویدیځ المان کي ۶۰۰۰ ډالر، په انګلستان کي ۳۶۰۰ ډالر، په ایټالیا کي ۲۷۰۰ ډالر او په هسپانيا کي ۲۲۰۰ ډالره وه. (البته دلته مو پام وي، چي په سوسیالیستي هیوادونو کي سړي سر عاید په مکمل ډ‌ول سره، تر یوه فرد پوري رسېږي، خو د پانګوالي نظام د طبقاتي جوړښت له مخي، هيڅکله سړي سر عاید ټولو ته یو شان نه سي رسیدلای، د بیلګي په ډول که په لویدیځ المان کي یو کارګر ۶۰۰۰ ډالره عاید درلودئ، نو د بینز کمپنۍ د یو لوی سهام لرونکي عاید به څو وي؟)

ددې سربېره، د ختیځي اروپا په سوسیالیستي هیوادونو کي روغتیايي خدمات په مکمل ډول سره وړیا وه. د روغتیايي خدماتو ترڅنګ، د دوکتورا تر کچي زده کړي وړیا وې او د زده کړو پر مهال، حتی د کتابونو د رانیولو لپاره هم د زده کونکو سره دولتي مرسته کېدل. په همدې ډول، د زده کړو تر پای ته رسولو وروسته، د دندي موندل او د کورنۍ د تشکیل (واده) پر مهال، د کور او هستوګنځۍ ورکول هم د دولت لخوا د ټولي ټولني لپاره په مکمل ډول تضمین سوي وه. ددا مسایلو ترڅنګ، د خلګو د فرهنګ کچه د لویدیځ د نورو هیوادونو په نسبت ډېره لوړه وه. د ختیځي اروپا په هیوادونو کي فحشاء (جنسي رشوت – د پیسو په بدل کي سکس) قمار، غلاوي، جرایم، قتلونه او نور ټولنیز او اخلاقي انحرافات له ریښي ایستل سوي، یا ډېر لږ او په نه لیدونکي ډول سره وه.

په ۱۹۸۰ کلونو کي را منځته سوی بحران، چي په ۱۹۹۰ کلونو کي، د خیانتونو، کودتاګانو او پانګه والي هیوادونو د نفوذ په واسطه، د سوسیالیسټي سیسټمونو څخه د آزاد بازار سیسټم ته د اوښتون لامل سو. دا پروسه، تر هر څه وړاندي د خصوصي کولو (Privatizations) سره شروع سول. د سوسیالیسټي مالکیت لوی صنعتي کمپلیکسونه او فابریکې د امریکا او لویدیځي اروپا څخه ورغلو پانګه والو رانیول. اساسي درانه صنایع چي د پانګه والو ګټه نه ول پکښې؛ د کباړ په بیه خرڅي سولې. د اوبو، برېښنا، کور، زده کړي او ګازو خدمات او صنایع په کراره سره ټوله خصوصي سولې او د زده کړو، روغتیا او کار اړوند ټول دولتي تضمینونه له منځه ولاړل. ددې سره، یوه پلا د بېکارۍ، انفلاسیون، فقر او لوږي کچه لوړه ولاړل. د دغو ټولو لوټماریو په بدل کي پانګوالۍ د ختیځي اروپا خلګو ته څه ورکړل؟ لیبراله ډموکراسي!
نن ورځ د اروپا پر سړکونو باندي پراته ډېر بیکاره او بې وزلي خلګ د همدغو ختیځي اروپا د هیوادونو دي. په لویدیځه اروپا کي، د ارزانه کار او ارزانه سکس ډېر خدمات (؟) د هماغه ختیځي اروپا ځوان نسل وړاندي کوي. د رومانیا ځوانان د امریکايي شخصي امنیتي کمپنیو اجیران دي، چي ډېر شمېر یې زموږ هیواد ته هم راغلي. د پولنډ ۷۲۰۰ صنعتي فابریکې سقوط سولې.

د ختیځي اروپا په سوسیالیستي هیوادونو کي چي یو مهال یې غوڅ اکثریت د زده کړو درلودونکی او مکمل لوستی وو؛ اوس د زده کړو کچه پکښې لږه او په بلغاریا کي د هرو پنځو نویو زیږیدلو میرمنو څخه یوه یې بیسواده ده. همدغسي، هلته د بکارت پلورني مهالني بازارونه هم جوړېږي.

دا د سوسیالیزم څخه پانګوالۍ ته د اوښتون، د ټراژیدۍ یو کوچنى اړخ وو. د پخواني شوروي اتحاد هیوادونه هم د سوسیالیزم د نړېدلو څخه ورته ترخې تجربې لري، چي په بالغو خلګو کي یې د هغه مهال، سره رواني او تاریخي تړاو لا زیات کړی. ځوان نسل باید، د سوسیالیزم په زرین تاریخ پوري تړل سویو ټولو درواغو او افواهاتو باندي خبر او د خپلو سیاسي او نظري ظرفیتونو په لوړولو سره، د راتلونکي بشري ټولني د جوړولو لپاره، چي د ټولو انسانانو حیثیت او شرافت پکښې خوندي وي؛ خپله انرژي ولګوي.

یادونه: په لیکنه کي ارقام، د ښاغلي (کریټ بیري) د مقالې او د صنعتي هیوادونو جغرافيې نومي کتاب څخه اخیستل سوي.

تصویر: په ختیځ جرمني کي د سرتېرو کتابتون!

10-05-2020

 

فایل PDF

 

 

 

 

 

 

 

توجه!

کاپی و نقل مطالب از «اصالت» صرف با ذکر منبع و نام «اصالت» مجاز است.

کلیه ی حقوق بر اساس قوانین کپی رایت محفوظ و متعلق به «اصالت» می باشد.

Copyright©2006Esalat

 

 

 

www.esalat.org