ژب ــ ټولنپوهنه:

مورنۍ (لومړنۍ) ژبه

ساتنه او کارونه يې د يوې بشري رښتې په توگه

له ولوليز تر ژبپوهنيز چلنده

پوهاند دوکتور مجاور احمد زيار

اکسفورډ، جولای ۲۰۱۲

 تاریخ ارسال به «اصالت»:

Thursday, February 21, 2013 10:22:31 p.m.

پيليزه

مورنۍ ژبه څه ته وايي، يو کوشنی يې څنگه زده کوي، په ليک لوست او زده کړه، پوهه، فرهنگ، ليکوالۍ، رسنوالۍ او. . . کې ورته څه گټه لري . . .؟

دا او داسې نورې خبرې زموږ د دې ليکنې سکالو ده او هغه هم، تر هرڅه له مخه په دې لاندې انگېزه:

زموږ پښتو ليکوال، رسنوال، سياستوال . . . هر کال د فېبرورۍ پر يوويشتمه د مورنۍ ژبې د نړيوالې ورځې په پلمه د بېلابېلو رسنيو له لارې بيا بيا دا راغبرگوي چې د ملگرو ملتو د بشري رښتو د اعلاميې د لومړۍ مادې او نورو نړيوالو تړونونو او بيا يې د ښوونيز او فرهنگي سازمان ((يونسکو)) د پرېکړو او سپارښتو سره سره اړوند دولتي- سياسي نظامونه د بشپړ ډېري د مورنۍ ژبې په توگه پښتو ته دا رښته پوره نه ورکوي چې ويونکي يې پکې زده کړه وکړي او له دوترو دېوانه نيولې، تر بېلا بېلو اداري او فرهنگي چارو پورې يې د ژوند و ژواک په ټولو ډگرو کې د کارونگ کابو وربرابره کاندې.

 که په افغانستان کې، پښتو ته له دويمې رسمي ((پارسي)) ژبې سره له دغه پلوه په کړنيزه(عملي) توگه برابره رښته(حق) نه ورکول کېږي، يوه رسمي- قانوني پوړۍ او ژمندويي(تضمين) خو يې خوندي دي، خو په(شمالي او سوېلي) پښتونخوا کې يو مخيزه د يوازېنۍ لږه کۍ سرکاري ژبې((اردو)) او بيا ورسره د تړلې انگرېزۍ تر گونډو لاندې ټيکاو لري او د ټولمنلي انساني رښتې پر خلاف يې په اساسي قانون (آئين) کې يوه تشه يادونه هومره هم نه ده شوې!

 موږ په دغه ليکنه کې هڅه کړې، د غه ټولمنلې سکالو ((مورنۍ ژبه)) د ياد شويو رښتو په پاملرنه تر ژبپوهنيزې څېړنې او شننې لاندې ونيسو:

له ژبپوهنيز (لېنگوېستيکي) پلوه ژبه او بيا مورنۍ ژبه را پېژنو، له ښوونپوهنيز يا پيداگوجيکي پلوه پکې د زده کړې بهير او لارې چارې، له ټولنپوهنيز، يا په گډه نومونه (ژب- ټولنپوهنيز socio-linguistic) پلوه په اړونده سيمه يا هېواد کې له دېموگرافيکي(وگړشمېر) سره سم سيمه ييز يا سراسري ملي دريځ، ارزښت او کړنيز(عملي) چار و نقش او برخه بنډه ولري.

  له فرهنگي پلوه د اړوند چاپېريال او چاپېريالونو فرهنگي اکر بکر، له حقوقي پلوه د اړوند وگړي يا وگړو په ښوونه روزنه، رسنيو، دېوان دوتر، اجرايي، قضايي، قانوني او د ژوند و ژواک په نورو برخو کې د مورنۍ ژبې دکارونگ رښته (حق) او له سياسي پلوه يې له هر راز توپير و تبعيض پرته د هغې رښتې سمبا لښت . . . او د ټولو الواکي(تيوريکي) او کړنيزو (تيوريکي او تطبيقي) څرگندونو په پايله کې، په نومېرلې او ځانگړې توگه هغه ربړې او لاملونه چې پښتو يې د لرې اوبرې پښتونخوا د بشپړ ډېري مورنۍ ژبې په توگه له ((پارسۍ)) او((اردو)) سره له سيالۍ او برابرۍ څخه پاتې کړې ده، د ياد شويو اړخونو له گوټپېره څېړو او ارزوو.

  مورنۍ ژبه او زده کړه يې

مورنۍ ژبه هغه ژبه ده چې يو کوشنی يې ړومبی ځل په اړوند کورني چاپېريال کې له خپلې پالونکې يا پالونکي څخه هسې د اورېدو او پېښو له لارې په نا اگاهانه ډول تر پېنځکلنۍ زده کوي. په دې ډول د نړۍ هره ژبه له آره د خپلې اړوندې ټولنې او وگړي لومړنۍ زده کړې ژبه مورنۍ ژبه ده. اړينه نه ده چې هغه لومړی پالونکې يا پالونکی يې خپله مور وي يا تيمور (دايه)، پلار، نيا، يا نيکه، خپل يا پردی، ښځينه يا نارينه.

همداراز اړينه نه ده چې هغه لومړنۍ ژبه دې هرو مرو د ماشوم د خپلې مور او آرې کورنۍ يا ټولنې ژبه اوسي.

 دا چې له((مور)) سره يې تړاو ورکړ شوی او په گردو ژبو کې له ډېر پخوا راهيسې همدا نومونه دود شوې، کومه هېښنده خبره نه ده، ځکه د تېر په څېر اوس هم د ماشوم روزنه پالنه تر هر چا له مخه په بيالوجيکي مور اړه لري.

دا هم بايد هېره نه کړو چې لومړنۍ ژبه د همدې ((مور)) په تړاو پر هرچا گرانه کړې ده او د مور هومره مينه او لېوالتيا ورسره لري. له دې لامله په کار ده، دغه رواني او عاطفي تړاو يې، نه يوازې ژبپوهان او روزنپوهان، بلکې ژب-ساپوهان او ژب- ټولنپوهان، او بيا دولتونه او حکومتونه، يونسکو او د بشري رښتو نړيوال سازمان او ورته ټولنې هم په پام کې ونيسي.

 د مورنۍ ژبې انگرېزي انډول (mother tongue) بيا دويمه مانا هم لري او هغه دا چې نورې ژبې ترې رازېږېدلې يا منځته راغلې وي، خو موږ د دويمې مانا اړوند انډول ((مورينه ژبه)) را دود کړې، لکه چې وايو: (زړه) ساکي د پښتو او پاميري ژبو مورينه ده او زړه هندي د هندي ژبو ((مورينه)) ده. په دې ډول موږ ((مورينه)) او ((مور)) سره توپيروو، ځکه که ووايو، ساکي د پښتو او پاميري ژبو مورده، مانا به يې داوي چې دغه ژبې ترې سيده رازېږېدلې دي، حال داچې دا گردې يې له لوڼو رازېږېدلې او ساکي يې نيا بلل کېږي، نو له دې پلوه((نيا)) او((مورينه)) څه ناڅه همما نيزېدای شي.(ماريو پای)؛ ايراني سيندونو هم ((زبان نيا)) راژباړلې ده.

 د مورنۍ ژبې (لومړنۍ ژبې) په تړاو اړينه ده، دا ځانته روښانه کړو چې په ټوليز ډول ژبه څه ته وايي؟

ژبه د داسې تړوني (قراردادي) غږيزو پيلامونو (سېمبولونو) يوه پرله غښتې ټولگه يا سېستم دی چې د هغو ارزښت د اړوندې ټولنې له خوا ټا کل شوی او د هماغې ټولنې د وگړو ترمنځ د وبله پوهاوي تړاو ټينگوي. .(سوسور۹، ۱۳، ۱۴؛ ماريو پای۱۴۱؛ باطنی، ۱۳۸۰:۱۵). دغه سېستم (ژبه) هر وگړی په ټولنه کې په منځنه توگه له زېږونه تر پېنځکلنۍ پورې له مور، تيمور او نورو څخه د اورېدو پېښو له لارې نا سيده او نا اگاهانه زده کوي. مانا داچې ژبه يوه تړوني، ټولنيزه ورهڼيزه (کسبي) وسيله او ټولنيزه پديده ده او يوازې په انسانانو پورې اړه لري.

 که څه هم ډېری ژوي د مرغانو په گډون د وبله پوهاوي لپاره لږ و ډېر غږونه له خولې باسي، خو دا چې تړوني او کسبي نه، بلکې غريزي دي، نو هسې د دود له مخې يې ژونۍ(حيواني) ژبه بولو، کټ مټ، لکه نغوتژبه(اشاري ژبه)، پژژبه(بدني ژبه). يا بېلابېلې پوهنيزې، تخنيکي، فرهنگي څانگې، د اړوندو نومونپوهنو (ترمينالوجيو) له کبله بېلابېلې ژبې نوموو، لکه: د فېزيک، کيميا، بيالوجۍ، شعر و ادب، سياست، کمپيوټر ژبه او داسې نور. همداسې د يوې يوازېنۍ ژبې بېلا بېل کاروني ځېلونه هم د دود له مخې همداسې نومول کېږی، لکه د پښتو په تړاو چې وايو: گړنۍ پښتو، وگړنۍ (عاميانه) پښتو، ليکنۍ پښتو، کره پښتو، گړ دودي پښتو، او بيا: کندهارۍ پښتو، ننگرهارۍ پښتو، پېښورۍ پښتو . . . ( سو سور۱۳- ۱۴، ۷۸؛ باطن۱۳۴، کو لينز ۸۶۳).

 نن سبا ژبه د (نښو) د سېستم پرځای د(سېمبولونو) سېستم ځکه بولي چې نښه يکې يو جاج يا مانا ښندي او سېمبول تر يوه جاج يا مانا څو جاجونه او ماناوې رانغاړي. سوسور او رغښتي (سترکچرالېستي) پليونو يې د هر ژبني توک څو مانيزوالی (polysemy) او هممانيزوالی (synonymy) رداوه او پر دې يې ټينگار درلود چې خبره يو پر يو ده، نه يو توک تر يوې زياتې ماناوې ښندلای شي او نه څو توکه يوه مانا په گډه رانغښتلای شي.

 داهم بايد وويل شي چې خبراويزو او پوهاويزو وزلو وسيلو نن سبا د اوريزو، وينيزو (ويدويي) رسنيو په بڼه د ړندو کڼو او نورو کمتوانو (معيوبونو او معلولينو) لپاره لا پسې پراختيا او پرمختيا موندلې ده.

په پای کې بياهم خپله خبره راغبرگوو چې د دود له مخې دغو بېلابېلو اړيکيزو (ارتباطي)، پوهاويزو او خبراويزو اوزارو وسيلو ته کټ مټ، لکه د ژويو د هغو غوندې ژبه وايو، او همدا راز هنرونو، په تېره موسيقي او ان پيسې هم ((نړيواله ژبه)) بولو، چې يوازې په اړيکيزو وسيلو کې راځي، نه په پوهاويزو او خبراويزو هغو کې!

 دا چې کله کله ژبه په مجازي ډول له ((اند)) او ((پوهاوي)) سره هممانيزه کاروو، نااگاهانه يې له ذهن سره تړاو ورزبادوو. لکه چې وايو: زه او دی سره په ژبه نه پوهېږو، موږ سره يوه گډه ژبه نه لرو . . .

هو ژبه له آره يوه نانگېروړ(نامحسوسه) او مجرده ذهني پديده ده چې تر يادونې را روسته مو په ذهن کې را زېرمه شوې او مټې له کارونگ سره نگېروړ، توکيز (مادي) شتون پيداکوي.

 ژبنی پيلام (سېمبول)

داچې وايو، (انساني) ژبه د تړوني(قراردادي) غږيزو پيلامونو(سېمبولونو) يوه پرلغښتې ټولگه يا سېستم دی او هر پيلام (علامت، سېمبول) يو څيز، پېښه يا ښکارنده نوموي، دا پوښتنه را مخته کېږي چې سېمبول څه ته وا يي؟.

پيلام (سېمبول) په ټوليز ډول داسې راپېژندل کېږي:

هر هغه څه چې له ځان پرته د بل څيز ښکارندوی وي، پيلام بلل کېږي. د ساري په توگه کله چې وايو ((سور رنگ د خطر پيلام دی))، نو موخه يې دا چې دغه څيز (سور رنگ) له ځان پرته يو بل څيز ((خطر)) ته نغوته کوي. که نه، د((سور رنگ)) آره او عادي مانا پوره څرگنده ده چې څه راز رنگ دی.

موږ کولای شو، پيلام يا سېمبول ته ښووند (دال) ووايو او هغه څه ته چې راښيي يې، ښوولی يا نومولی(مدلول)، او د دال او مدلول ترمنخ تړاو(دلالت) چې((مانا)) ورته هم وايي. بې له دې دلالت ځنې ((دال)) له آره له ((مدلول)) سره هېڅ کوم طبيعي يا غرېزي نژدېو الی او ورتوالی نه لري او دا ټولنه ده چې د ژبې په تړاو يې په تړو ني توگه ترمنځ يو ارزښت او دنده ورټاکي او په پايله کې ښووند له ښوولي، په بله وينا، نوم له نومولي سره اړخ لگوي.

 په دوديزه او ان د نوې ژبپوهنې په پيلامه کې د ((دال)) او ((مدلول)) ترمنځ تړاو يا (دلالت) د مدلول يوه جزء او ځانگړتيا انگېرل کېده او له همدې کبله يې سيده پر سيده مدلول او ((مانا)) سره اخښل او زياتره يې دال له((ويي)) او مدلول له((مانا)) سره يو راز يا مترادف انگېره، او بيا يې دا تېروتنه چې د يوه ويي مانا يې د يوه خپلواک ژبني توک په توگه پر گوته کوله او په غونډ او بيا غونډله کې نه، چې آره مانا يې پکې سمه سهي را څرگندېږي بې له دې چې پوه شي چې مدلول هغه څه دي چې زموږ له ذهنه بهره خپلواکه هستي لري يا لرلای شي، لکه واخلې يوه پېښه يا کيسه چې له اورولو او اورېدلو سره د نگېرلو(درکولو) جوگه کېږي او مانا تل يو نانگېروړ او مجرد ذهني انځور دی(سوسور ۱۴، ۷۸).

د ساري په ډول خرېړی(سمارق) د غږيز- اوريز وړ نوم(دال) په توگه زموږ په ژبه ادا کېږي او په طبېعت کې هم يو نگېروړ څيز د(مدلول) په توگه نوموي، خو د دواړو ترمنځ تړاو ((مانا)) نانگېروړ ده چې زموږ په ذهن کې دننه ټيکاو لري. نگېروړ، جوليزه(صوري) ژبه چې د کړن او کارونگ ډگرته راوځي، دهغې آرې نانگېروړې ژبې يو انځور يا عکس دی.(اولريښ ۱۳۵). په خوځنده يا فېلمي عکس کې د ژوندي انسان سر له تنې جلا کېږي او بيا بېرته ورپورې نښلول کېږي، بې له دې چې پرهغه انسان کوم اغېز واچوي.

ژبنی سېمبول (خرېړی)

 د بهرنۍ نړۍ له څيزونو، پېښو او پديدو، او همدا راز زموږ د خپلې د ننۍ((ذهني)) نړۍ له بېلا بېلو پيداوارونو(اندونو، واندونو، ولولو، خوښيو، اندېښنو، دردونو، رنځونو، گرومونو، ستونزو، کړاوونو، هيلو، نهيليو، غوښتنو، ارمانو نو . . .) يوخوا، او د ژبنيو پيلامونو او د دغو پيلامو تر منځ تړاو(دلالت) د بېلا بېلو ټولنو له خوا په تړوني ډول بېلا بېل ټاکل کېږي. که دغه پيلامونه تړوني نه وای او طبيعي وای، نو گردو ټولنو به هماغه يو راز پيلامونه يا نومونه او يا لږ تر لږه يو راز انگينومونه(طبيعي نومونه)، لکه ژغ ژغ، شغ شغ، غر و غور، غرهار، غورځی (تالنده) درب و دروب، ، درز و دروز، کړس و کړوس . . . کارول.

يو کوشنی له لومړۍ ورځې څخه د ژبې اړوند(تړوني غږيز) پيلامونه پرلپسی له ياد شويو وگړو څخه اوري او تر يوه کاله يې يو شمېر نيم نيمکله او تر دوه کلنۍ څه ناڅه پوره ادا کولای او لږ و ډېر له مدلول سره تړاو ورکولای شي. يو نيم چې د توتي په څېر چرچر غږېږي او چاته د خبرو وار نه ورکوي، اړينه نه ده چې په بشپړ ډول دې د دال و مدلول ترمنځ تړاو ورکړای شي. په بله وينا، يا يوازې د سېمبول هماغه غږيز اړخ(دال) غبرگوي راغبرگوي او يا ورسره څه ناڅه مدلول هم پيوند لای شي، د ساري په ډول(سپی) يا (تو تو) د(دال) په توگه سم ادا کوي او دا چې يې د (مدلول) په توگه په غړولو سترگو گوري او پېژني يې، نو په اسانه يې ترمنځ تړاو(دلالت) ټينگولای شي.

 په زړه پورې داچې تر کوم ځايه چې ژبپوهانو ته جوته شوې ده، د نړۍ د نژدې گردو ژبو د اړوندو ماشومانو په ژبه کې تر هرڅه لومړی درې بېواکه يا کنسوننټه (پp، تt او کk) را څرگندېږي، په بله وينا، هغه وييونه چې دغه درې غږونه پکې راځي، تر نورو وييونو له مخه پر ژبه راوړي، لکه: تاتا، پاپا، کاکا . . . که څه هم ت غاښيز غږ دي، پ شونډيز او ک نرم تالوييز غږ (شېن ۲۰).

هر گوره، پښتانه کوشنيان د يو شمېر گڼو خپلوانو او ناخپلوانو ژبټولنو د هغو غوندې له پ سره دوه نور شونډيز بېواکه(م او ب) او يو بل غاښيز(د) هم ملگري کوي، لکه په (مم، ما، ماما، به، بابا . . .) کې؛ نو که ښاغلی (شېن) د نړۍ په بشپړ ډېريو ژبوکې د t, p,k شتون راښيي، ناشونې نه ده چې m,b به هم ورسره ملتيا ولري، همداسې د(ک) غږن ملگری(گ) هم درواخله!

 دا هم پر زباد رسېدلې چې بېلابېل کوشنيان له ورته ارثي، بيالوجيکي او روغتيايي وړتياوو سره سره د مورنۍ ژبې په زده کړه کې يو راز نه وي. دا په دې اړه لري چې څومره خبرې ورسره کېږي. هن، که يو کوشني کڼهوڅ(درون غوږی) وي، يايې ژبني او غږزېږي غړي اندامونه په تېره ژبه او شونډې پوره نارملې او رسا نه وي او يا هم له رواني پلوه هغه ماشوم شوخ، ډېر خوځنده(ډيناميک)، نارام، توند خويه او ورسره ورسره تور غوږی وي، نو د ژبزده کړې بهير يې هم له خنډ و ځنډ سره مخا مخېږي.

هر گوره، بشپړ مورزېږي کاڼه آره ژبه نه، بلکې د نغوتو(اشارو) ژبه او څه ناڅه ليک زده کوي، نو بيا هم کاڼه بلل کېږي. گونگيان هم له آره کاڼه وي، نو چې څه نه اوري، زده کولای او ويلای يې هم نه شي. که د بېړا گانو او ورته کمتوانو غوږونه او ويندغړي روغ رمټ هم وي، د مغزي او عصبي ناټيکوالي له کبله ژبه نه شي زده کولای. هسې بړبړ غږونه له خولې باسي، او مټې د روزليو کورنيو ژويو هومره د پالونکو او نورو وگړو د خبرو او کړنو پر وړاندې منفي يا مثبت غبرگون ښيي او يو لړ غبرگونونه يې له پارېدنگ(هيجان) او بک بک خندا او شور و زوږ سره وي. د ورځني ژوند چمونه هم خورا ورو ورو او نيم نيمگوري يادوي.

 ژبنۍ او ذهني پر مختياوې سره وبله اغېز لري

په دې تړاو دا هم د يادونې ده چې له ژبنی پر مختيايي بهير سره د يوه کوشني ذهني هغه څومره اوږه پر اوږه پر مخ ځي ځکه ژبه د ذهني اړخ له پلوه له اند و واند او نورو ذهني کارندوييو سره وبله (متقابل) اړيکي لري، د ژبې پرمختيا د ذهني پرمختيا لامل کېږي او سرچپه يې هم همداسې درواخله. ذهني پرمختيا د مور و پلار او نورو پالونکو له فرهنگي کچې او بياکورني او څېرمه چاپېريال سره نه شلېدونکي اړيکي لري. چومسکي(۲۹) بيا د ژبې پر نقش لا ډېر زور اچوي او وا يي: ((ژبه د بشر د ذهن غور ترينه هېنداره ده.))

 څومره لوښي لرگي، لوبڅي، له نانځکو، ليگو (lego) نيولې، تر څه نا څه پېچلو الکترونيکي- کمپيوټري هغو چې له دوه گونو تخنيکونو، تشخيص (perso nification) او انطاق (animation) په مټ هغه گرد همژبي غږېدونکي انسانان انگېري، ورته گوري او خبرې يې اوري او ځنې زده کوي يې. د سپرلۍ وسيلې، له پای دوانک او يو څرخه (scooter) نيولې تر درې څرخه، دو څرخه، د (برېښنايي) ټپټپي، گاډي، اورگاډي، الوتکې . . . او اوريزې او وينيزې رسنۍ، له راديو تلويزيونه نيولې، تر ويډي، سي ډي، ډيويډي، لرغږ(تېلېفون)، ملغږ (موبايل)، ليدغږ (I-phone) او ښوونغږ (I-ped) پورې، هغه هم يوازې په خپله مورنۍ ژبه، د يوه کوشني په واک کې ورکول کېږي او د کارونې چم يې ورښوول کېږي!

د کوشنيانو ځانگړې انځوريزې مهالنۍ چې دچاپي رسنيو له هماغو لومړيو راهيسې چاپېږي او خپرېږي، د دغو گردو رادود شويو او رادودېدونکو الکترونيکي پنځونو سره سره لا هغسې له دوده نه دي وتلې.

همدا چې ماشومان ماښام ماخستن کټو ته ولاړ شي، مور و پلار او نور کالخوايان يې ورسره لولي او وراوروي، تر څو پخپله يې د لوستلو جوگه شي.

بلخوا، همغسې چې رادېو، تېلويزيون او سېنما د کوشنيانو ځانگړي پروگرامونه او فېلمونه وړاندې کوي، کتابتونونه هم ورته يوه ځانگړې برخه لري چې نن سبا د چاپي خپرونو تر څنگ الکترونيکي پيداوار(کسېټونه، ويديوگانې، سيډي گانې او ډيويډي گانې) هم وړيا او يا په لږو پيسو کرايي ورکوي.

دا په دې مانا، که کورنۍ يې ورته ۹۵ سلنه لگښت پر برېښنايي هغوکوي، پاتې پېنځه يې پر چاپي رسنيو او کتابونو هم ورلگوي.

 ان زموږ د ښار مېشتو لوستيو افغاني کورنيو له اټکله به دا لرې وي چې په پرمختللې نړۍ کې هره کورنۍ، که وغواړي، ونه غواړي، پانگوالي انگروزې او انگروزي (تبليغات و اعلانات) يې اړ باسي، پر يوه يا دوه ماشومانو د ټول کورنې لگښت څه ناڅه پېنځوس سلنه وربېل کړي. که دوې خوبخونې ولري، يوه هغه يا هغوی ته هرومرو ورځانگړې کوي. که لا زياتې ولري، پر خوبخونې سربېره د لوبو او لوبڅيو لپاره يوه بله جلا خونه هم له خرو(قفسو)، الماريو، مېزونو، څوکيو، رادېو، تلويزون، کمپيوټر . . . سره وربېلوي.

همداسې يې د مورنۍ ژبې د زده کړې له هماغې وړکينې څخه د ليک لوست زده کړې اسانتياوې هم درواخله چې يې تر ښوونځي له مخه په کور او وړکتون کې لږ تر لږه توري او شمېرې هم نومولای، لوستلای او هم ليکلای شي. د ژويو څېرې او نومونه يې د ياد شويو خپرونو له مخې وار له مخه دومره تمرين کړي وي چې انځورونه يې ان له نومونو سره ورکښلای شي.

ان پېړۍ نيمه مخکې به ښوونپوهانو دا خبره کوله: ((د اتم ټولگي شاگرد د ارسطو هومره پوهېږي)). خو موږ نن سبا په غړولو سترگو گورو او په رسا غوږونو اورو چې د پرمختللې يا پرمختيايي ټولنې يو ۴-۵ کلن ماشوم په ننني خبرتيايي- تخنيکي يا(انفارماتېکي- تېکنالوجيکي) انقلابي پېر کې پر هغه څه پوهېږي چې د ارسطو، اپلاتون، سوکرات او د تېر مهال د بل هر انديال(متفکر) په خوب و خيال کې هم نه گرځېدل، او تشه وړاندوينه يا انگېرنه يې هم نه شوه کولای.

بيا چې د مورنۍ ژبې د کارونگ خبره شي، ان له يو- دوه کلنۍ را پيلېږي. په خپله ژبه د کوشنيانو تېلويزيوني خپرونې ويني، اوري او غبرگون يې راپاروي. دا داسې لاملونه دي چې ژبزده کړيز او ذهني پرمختيايي دواړه بهيرونه يې سره غاړه غړۍ کېږي او چټکتيا مومي.

 په دې ډول، له د غو وسمهالو شونتياوو او اسانتياوو سره د يوه لويديز کوشني لپاره د مورنۍ ژبې زده کړيز پېر(۵-۶) نور مهالتېری (outdated) وبولو او (۲-۴) ته يې راټيټ کړو. د ساري په توگه په انگليستان کې نن سبا په منځني ډول يو دوه کلن ماشوم پر مورنۍ ژبه پوره لاسبری لري، تر څلور کلنۍ پکې له اړتيا سره سمه هر راز غونډله رغولای او خپله موخه څرگندولای شي. له درې کلنۍ سره يې وړکتون او له پېنځکلنۍ سره يې خو د ليک لوست او ښوونځي رسمي پېر پيلېږي.

که کورنی چاپېريال دغه نومهالې اسانتياوې و نه لري او گړسره، لکه زموږ د هېو اد په څېر شاړ شډل کليوالي وي، هرگوره، په هماغه پخواني ټاکلي (۵-۶) منگ کې د ماشوم ژبزده کړيز بهير گڼمېشتي څه ناڅه ورچټکولای شي. په دې مانا چې پر مور و پلار سربېره يې نور گڼ اړوندان (خويندې ورونه، تريندې ترونه . . .) ځنې را تاو وي، هم ورسره سيده غږېږي او هم ناسيده خپلمنځي خبرې اترې ور اوروي.

 که د کور لوښي لرگي له څومره ييز او څرنگيز پلوه له ښاري او نومهالو هغو سره سيالي نه شي کولای، خو پنځيز(طبيعي) او بزگري هغه يې څه ناڅه ورسکينده کولای شي؛ په تېره بيا چې د هغو کارونگ ته هم ورڅکول کېږي. همدا راز اوريزو او وينيزو خپرونو تشه يې مور و نيا ور ډکولای شي او للو للو بدلې او نکلونه ور اوروي. موخه دا چې د کوشني ژبنی بهير کېدای شي، په روستي ياد شوي مهالپېر کې تر سره شي، که څه هم ذهني او فرهنگي پرمختيايې بيا، د يوه زده کړه وال ښاري چاپېريال له هغه سره پوره سيالي ونه شي کړای.

 بدمرغه هغه کوشنيان دي چې له مور پرته بل څوک د پالنې او لوبونې او په ترڅ کې دغږونې او غږېدنې نور ښځينه څوک نه لري او نارينه په تېره پلار ورپسې دومره سرنه خوږوي. مور يې هم چې د اخلي پخلي او نورو کور دننه او د باندې بوختيا وو له لامله ورته ډېره رسېدای نه شي، او ځينې يې لا، زموږ په هېواد کې لکه وزبکې او تورکمنې د سختې ناوزگارۍ، په تېره ((غالۍ اوبدنې)) په پلمه په ترياکو بې اړتيا او سرباري خوب ته اړ باسي.

((گهواره يي)) دود خو د پنجشېر، بدخشان او په ځينو نورو تاجيکو کې هم له پېړيو پېړيو چلېږي. داسې چې يو نوزېږی ماشوم تر درو مياشتو پورې په زانگو کې ساتل کېږي او تر هغې يې د کاليو پرځای په هسې ټوټو او لتو کې نغاړي را نغاړي، په دې کږنه انگېرنه چې تر درو مياشتو ژوندی پاتېږي، يا نه. مورې يا تيمور يې تش د تي ورکولو لپاره راخلي او خبره نيمه ورسره کوي، نور نو هملته پروت وي او متيازې هم په ورلاندې ټينگ شوي لوښي کې ورتويوي.

 له همدې لامله يې سر هم ((تپلی)) راځي. نو دا څه هېښنده نه ده چې د اړوندو سيمو او ټبرونو وگړي ((تپلي سري)) بلل کېږي!(د ليکوال ځانگړې ډگرڅېړنې او ليدنې کتنې ۱۳۴۲-۱۳۵۴ل)

په پښتنو کې، که دغه ((زانگويي)) دود هم نشته، خو زياتره نالوستي پلرونه له خپلو غوټکيو او تنکيو او ان نوځوانو بچيانو سره پر خبرو اترو شرمېږي، يوازې دا نه چې پوښتنې نه ورځوابوي، بلکې د ځان او نورو نارينه وو پر وړاندې يې غږېدا يوه بې ادبي هم گڼي!

 د مورنۍ ژبې کړکيچووالی

د مورنۍ ژبې کړکيچووالی دا مانا چې هماغه لومړی ((کورنی)) چاپېريال يې دوه ژبی وي. د ساري په توگه مور يې پښتو ژبې وي او پلار يې پارسي ژبی. هممهاله له مور نه پښتو اوري او له پلاره پارسي او د دواړو ژبو پېښې کوي. نو يو خوا يې زده کړه ځنډېږي او تر نورو کال دوه روسته پر خبرو راځي او بلخوا يې هغه زده کړې ژبه د پښتو او پارسۍ يوه گډوله وي، په نورو ټکو، کړکيچو او ناسوچه وي. په دې اکر(حالت) کې يې که په دويم (کلی کوڅه، يا وړکتون) چاپېريال کې له هغو دوو ژبو څخه هره يوه برلاسې وه، هماغه يې لومړنۍ ژبه گرځي.

 هو، که هلته دواړې ژبې هممهاله ويل کېږي او اورېدل کېږي، ډېر کېدون شته چې پارسي يې يوازېنۍ لومړنۍ ژبه شي. ځکه تر پېنځکلنۍ د دوو غبرگو ژبو زده کړه دومره شونې نه ده، او د يوې يوازېنۍ ژبې په توگه ورته له پښوييز(گرامري) پلوه تر پښتو پارسي اسانه ده، ژوندۍ بېلگې يې په کابل ښار کې ډېرې ليدل شوي او ډېرو ته په کړن کې زباده شوې ده.

 د دې پوښتنې ځواب هم پوره څرگند دی چې د کوشني ژبه په پېنځکلن زده کړيز پېر کې له دوه ژبيز چاپېريال سره ولې گډوله کېږي، په بله وينا، د مور او پلار بېلا بېلې ژبې سره گډوي، ځکه په دغه پېر کې زده کړه پر ناځانخبرۍ او پېښو (نا اگاهۍ او تقليد) ولاړه ده، هر څه چې له هر چا نه اوري، هماغه زده کوي. خو په را روسته ژوند کې، له شپږ کلنۍ را نيولې تر ځوانۍ او پوخ منگۍ، په بله وينا، له ښوونځي رانيولې تر پوهنتونه چې بله هره ژبه يادوي، اگاهانه يې يا دوي.

 هره پښوييز دود و دوی (قاعده او قانون) او هر ويی، تړنگ و بېلنگ (اشتقاق و ترکيب) او هر غونډ و غونډله (عبارت و جمله) يې د ښوونکي او کتاب په مرسته او ډېر کړاو او کَړاو (مشق و مشقت) زده کوي. په دې ډول يې له خپلې مورنۍ يا لومړنۍ ژبې سره ټکی پر ټکی پرتله کولای او توپيرولای شي. نو که پخپله يا يې کورنۍ او اړوندان وغواړي، نه ترې خپله مورنۍ ژبه گډوله کېږي او نه دويمه، درېيمه . . . زده کړې پردۍ هغه.

 د مخنيوي لاره چاره

دا د کوشني په مور و پلار او نورو کورنيو غړو، يا نورو پاليالو او کالخوايانو(سرپرستو) اړه لري چې لږ تر لږه تر پېنځکلنۍ پورې يې ورسره په يوه ژبه وغږېږي. تر هغې راروسته يې تر نهکلنۍ پورې ازاد پرېږدي چې په ورپسې چاپېريالونو کې له هملوبو، ټولگيوالو يا ښوونکو څخه دويمه ژبه هم زده کړي، په دې آړ(شرط) چې د خپلې ژبې له کړکيچووالي يې سيده او ناسيده وژغوري، يا د چا خبره خپلسرۍ ته يې پرې نږدي.

 ژبپوهانو، ښوونپوهانو او ارواپوهانو دا هم ازمايلې او زباد ته رسولې ده چې تر نهکلنلۍ پورې د دويمې ژبې زده کړه د کوشني پر ذهني، په تېره انديزه وده وش، پرمختيا او پياوړتيا پوره اغېز ښندلای شي. ځکه د يوه ژبني سېستم پر ځای يې دوه سېستمه سره په ذهن کې غاړه غړۍ کېږي. له نهکلنۍ سره کوشنی اجازه لري، ان درېيمه ژبه هم د خبرو اترو يا ښوونې روزنې له لارې زده کاندې او همداسې را روسته روسته که وغواړي او وړتيا او لېوالتيا ولري، څلورمه او ورپسې نورې ژبې هم يادولای شي.

د دې لامل چې نه يوازې د پښتنو کوشنيان، بلکې غټان او بيا زده کړه وال، ليکوال، رسنوال، څېړنوال، ژباړونکي او پوهان د پارسي تر اغېز لاندې ټيکاو لري او په ورځنيو خبرو اترو کې يې، د وييونو تر څنگ پښوييز(گرامري) رغښتونه په تېره گړنې- څرگندنې (محاورې- اصطلاحات) د پښتو هغو ځايناستي کوي، يوازې د سياسي- فرهنگي زبېښاک پايله نه، بلکې تر هرڅه له مخه پخپله د همدغو پښتنو ناغېړي ده. که دوی له خپلې مورنۍ پښتو سره د زړه له کومي مينه لېوالتيا درلودای، که څه هم په رسمي زده کړيز چوکاټ کې يې دا رښته تر لاسه کړې هم نه وای، کولای يې شول، په ځانگړې هڅه د خپلې ژبې هماغه گرامري آرونه او بنسټونه خو زده کاندې.

په دې توگه به يې د خپل او پردي توک و قاعدې توپير کولای شو او دا به يې تر پارسي اغېز لاندې نه ويل او نه ليکل: ((زه راغلم، (ترڅو) تا ووينم، هېواد ته کار وکړه (تر څو) اباد شي))؛ ((اوباما د کابل (څخه) کتنه، يادونه، ستاينه، دفاع . . . يا ملاتړ وکړ)).

ان د خوشال خان، په تېره رحمان بابا پښتو ژبې لېسې فارغان له دې لامله چې هماغه پښتو ژبيو ښوونکيو يې، له لومړي کاله تر دولسمه او يا پوهنتونه، زياتره په کابل کې په پارسي ژبه تر سره کړې او ان پښتو يې د يوه مضمون په تو گه هم چا سمه ور ښوولې نه ده، او ورپسې لوړې زده کړې يې هم په کابل يا لويديزو هېوادو کې پايته رسولې، ليکنۍ پښتو يې ورته کړکيچو والی لري. يوه تيپيکه بېلگه يې د سوچه ځاځي((نبي مصداق)) هغه ده چې د بي بي سي پښتو خپرونې د ړومبني وياند و خبريال په توگه يې د ياد شويو غونډله رغاونو(جمله بنديو) بنسټ يې اېښی او تر اوسه يې اغېز پاتې دی(← زيار: د نوې پښتو ژبپوهنې په دفاع کې).

په لره پښتونخوا کې تر اردو- انگرېزي اغېز لاندې د پښتو کړکيچووالی تر هرڅه له مخه د پښوييزو پېښو زېږنده دی، او په سر سر کې له ډېر پېښي(کثيرالوقوع) يووستوي اړيکنو مځري ((چې) سره د پوښتنو مځرو(څوک، څه، کوم . . .) توني او مهالي (مکاني او زماني) کړولو نه هسې بېځايه ورسرباري کوي، لکه:

((کرزی، (څوک) چې د افغانستان صدر دی، اسلام اباد ته راورسېدلو، (چرې) چې د صدرِ پاکستان سره ملاقات کولې شي . . .))

هلته يې، هر گوره، له رغاونيز- پښوييز او وييپانگيز پلوه دومره بېخرته اردو- انگرېزي پېښې راخپلې کړې چې نژدې ده، پښتو هم((اردو)) غوندې پر يوه گډوله يا ډېرپورې ژبه hybrid language واوړي. په دې توگه يې له کليوالي گړنۍ پښتو سره ورځ پر ورځ واټن زياتېږي او چې لا برلاسې سرکاري(اردو) د انگرېزۍ په بدرگه، ان کليو ته هم پسې ور روانه ده!

 بره خوا بيا د کړکيچو پښتو ((←مصداق خېل)) په درېگونو پارسي او اردو- انگرېزي پېښو کې هم دومره ډوب دي چې ته به وايې، همدايې((مورنۍ)) ژبې دي او د چا خبره خوب هم په همدغو ژبو ويني. دغو پرديو ژبو يې په مغزو کې دومره ټينگ و ترينگ ځای نيولی چې کله پښتو وايي يا ليکي وار له مخه يې پښتو ته را ژباړي!

په دې لړ کې، دا هم څه هېښنده نه ده چې دغه پېښاووان تر پښتو- پارسي، پښتو- اردو، پښتو-انگرېزي سيندونو(قاموسونو) سرچپه هغه ډېر خوښوي!

دا سمه ده چې پر نړيوال کچ، نه يومخيز سوچه توکم او ټبر شته او نه ژبه او گړدود، توکم و ټبر په هر ډول، خو د ژبې دومره کړکيچووالی هم په کار نه دي چې له خپلې ټولنې څخه گړ سره پردۍ شي، هم له پښوييز او هم له وييپانگيز پلوه، هغه هم د پښتو په برخه کې چې نه يې وييپانگه دومره راخوندي شوې او پر کار اچول شوې او نه يې کاروونکو((ليکوالو)) په يوې يوازېنۍ کره پښويې او ليکلارې پسې دومره سر گرځولی دی!

هغه لاملونه چې پښتو په افغانستان او (شمالي او سوېلي) پښتونخوا کې د بشپړ ډېري((مورنۍ ژبې)) په توگه ولې له دواړو برلاسو او په ځانگړي ډول پارسي سره د ژوند و ژواک په ټولو ډگرو کې د سيالۍ جوگه شوې نه ده، داسې را لنډولای شو:

لومړی: پر پښتو د پارسي ژبې برلاسی

۱) له درېيمې لېږدي(هجري) پېړۍ راروسته چې د ابو مسلم خراساني په مشرۍ د ازاديپال غورځنک له برکته عباسي واکمنانو يوازې پارسي ته د سيمې د نورو عجمي (پښتو، بلوڅي، کوردي . . .) ژبو په استازۍ يو څه ازادي ور په برخه کړه، ټولو د دويمې اسلامي ژبې په توگه ومنله. ځکه تر عربي ورته اسانه وه او له هماغه مهاله د اسلامي زده کړو د نصاب يوه برخه وگرځېده؛ ان په ((طالبي امارت)) کې پارسي کورسونه پرکار واچول شول او تر پايه يې يوازېنۍ دوتري ژبه وه.

۲) ژبپوهنيز (linguistical) لامل. په دې مانا چې پښتو د پارسي په پرتله له غږ پوهيز (فونولوجيکي) او پښوييز(گرامري) پلوه، نه يوازې د نا پښتنو هېوادوالو او بهرنيانو، بلکې په دوه ژبيز کورني او ښوونيز چاپېريال کې يې پخپله د پښتنو بچيانو لپاره ساتنه او کارونه هم گرانه ده. دا يې بيا په مور و پلار اړه لري چې په غوراوي کې يې څه نقش لوبولای شي، پښتو ته يې راڅکوي او راهڅوي، که پارسۍ ته.

که پښتني کورنۍ وغواړي، له پارسي برلاسي سره سره پر خپلو بچيانو مورنۍ پښتو هم خوندي ساتلای شي. که نه، ولې هېندوان، نه يوازې په ننگرهار، کند هار . . . بلکې په کابل ښار کې د خپلې مورنۍ(پنجابي، سيندي يا شکارپوري) ژبې (او پارسي . . .) تر څنگ پښتو هم يادوي؟

دا جلا خبره ده چې انگېزه يې تر هر څه له مخه اقتصادي ده، ځکه له دې سره يې تر پارسي ژبيو دوکاندارانو او نورو کاروباريانو څخه د پلور و پېر کړۍ زياته پراختيا موندلای شي.!

هرگوره، پشه يي، کشمونډي، گوري، ساوي، پلوړا او نورې دردي او بيا شپږ گونې نورستاني ژبې، يا هم د ننگرهار، لغمان، کندهار، گرشک، گردېز، اورگون . . . پارسي پاتشونيو، همدا راز بلوڅي او براهوي ژبيو لږه کيو چې د ښوونځيو ژبه يې پښتو پاتې شوې، څه د لېنگويستيکي همرنگيو او څه د چاپېريال تر اغېز لاندې د مورنيو ژبو تر څنگ پر پښتو باندې هم په اسانه لاسبری موندلی او مومي.

په لره پښتونخوا کې بيا پښتو د ژبپوهنيز - پښوييز او بېخرته څو ژبيزې وييپا گې له پلوه تر واکمنې سرکاري ((اردو)) څخه گرانه نه ده او که هلته هم د ازاد غوراوي خبره شي، د مور و پلار په لارښوونه او هڅونه پښتو ته اسانه غاړه ږدي.

۳) پارسي له پېړيو راهيسې((يو يوازېنۍ کره ليکنی)) دريځ راخپل کړی، حال دا چې پښتو پخپله د پښتنو غوندې پر بېلا بېلو ټبريزو او سيمه ييزو گړنيو او ليکنيو گړدودونو وېشلې پاتې ده.

۴) د دې منښته بايد وکړو چې پښتانه له ټولنوټيز(اجتماعي-اقتصادي) بشپړتيايي بهير له پلوه تر پارسي ژبيو لږ تر لږه په يوه روسته پوړۍ(فورماسيون) کې ټيکاو لري. ډېری پښتانه لا په ټبرني، کوچياني او مخځمکواکي(ماقبل فيوډالي) زېږتوگه او زېږ اړيکو(توليدي شېوه او مناسباتو کې) ښکېل پاتې دي.

۵) د مخني لامل له پايلو څخه يوه داده چې پښتانه له ښاري ژوند و ژواکه گوښې پاتې شوي او په دې ډول يې له پارسي ژبيو سره په ليک و لوست، زده کړه، کار و کسب او بيا((ميرزايتوب)) کې د سيالۍ جوگه شوي نه دي. کوم لږه کي پښتانه چې دغه روستي کسب ته غاړه اېښې، د پښتو پرځای پارسۍ ته اړېستل شوی، ان تردې چې گرده کورنۍ يې ورسره پرسنايز شوې ده. نو که له څو لسيزو راهيسې په يو نيم پښتو ژبي ولايت، لکه ننگرهار کې څه ناڅه پښتو دېوان دوتر ته لار موندلې، له پلازمېنې او نورو سره يې د راکړې درکړې له کبله بيا هم دويمه برلاسې (dominant) ژبه ځايناستی کېږي.

پښتانه له پېړيو پېړيو راهيسې له سياسي پلوه زياتره پر سيمه واکيو بسيا پاتې شوې او که لږ و ډېر تر ټولواکۍ او ټولواکمنۍ(اېمپراتورۍ) هم رسېدلي، بيا يې هم خپله مورنۍ پښتو تر دوتر او درباره نه ده رسولې. پر وړاندې يې پارسيانو بيا له هخامنشيانو تر ساسانيانو او سامانيانو پرلپېيلي ټولواکۍ او ټولواکمنۍ چلولې دي. (د زيات څرگنداوي لپاره: پښتو او پښتانه د ژبپوهنې په رڼاکې ۲۳۷)

۶) پر پښتو د پارسي ژبې برلاسی تر هرڅه له مخه له فرهنگي برلاسي سره زيات تړاو لري. په تېر مهال کې يې د پالنې او بډاينې لپاره، نه يوازې خپلو ويونکيو، بلکې له تورکو مغولو او هنديانو رانيولې، تر پښتنو پورې ان د اړوندو شاهي دربارونو تر کچه پر لغښتې هاند و هڅې کړې دي د هغې لړۍ يوه ستره تاريخي بېلگه د تورکتوکمي محمود غزنوي دربار وو چې پر څه له پاسه څلور سوه شاعرانو سربېره يې د هغه پېر ټول نومور پوهان او فرهنگيان پکې راغونډ کړي ول.

د پاس ياد شويو لاملو له مخې، پښتو د پارسي هومره((اقتصادي)) ژبه نه ده. په تېره نن سبا چی پر نړيوال کچ مخکښه اقتصادي ژبه(( انگرېزي)) ورسره، کټ مټ لکه لره خوا، لاس پر لستوڼې شوې ده.

په نومهالي پېر کې بيا د شلمې پېړۍ له لومړيو راهيسې چې د پارسي پوهې او فرهنگ لپاره تر سره شوي او تر سره کېږي، په شا و خوا سيمه کې ورسره تر اوسه د سيالۍ کومه بېلگه نه ده ليدل شوې، او پښتو پوهه او فرهنگ يې خو د چا خبره گرد ته هم رسېدای نه شي.

يوازې د وييرغاونې(واژه سازۍ)څه ناڅه اتيا کلن ((فرهنگستان)) يې تر ميليونونو علمي، فرهنگي او تخنيکي نويزونه((دانشواژه ها)) پر پارسي وييپانگه ور سر باري کړي دي. تازه بېلگه يې د ((مايکروسافټ)) په سپارښتنه شپږسوه شپږ ويشت زره کمپيوټري نومونې دي، پر وړاندې يې د مخابراتو د کمپيوټر ساينس په چوکاټ کې زموږ د ټيم رغولې هغه تر درو زرو تېری نه کوي او هغې ته هم د کارېدنې لار هواره شوې نه ده او ډېر پښتانه (وينډوز) ته د(کړکۍ)پرځای پارسي(پنجره) او (فايل) د (لمېسه) پرځای (دوسيه، پرونده) . . . او د (سولگر) پرځای (رايانر) يا کمپيوټر کاروي او داسې نور.

۷) تر ټولو ياد شويو لاملونو، فاکتونو او فکتورونو ډېر نالاسبری او ناسهنوړ بيا د گاونډي تربره هېواد پر لغښتی يو پېړييز سياسي- فرهنگي بلوساک او زبېښاک دی چې نن سبا يې تر بل هر مهاله خپل لوړ ستونځ(اوج) ته رسولي دي. د ټولڅرگندي (افغان- پښتون) نه پوخلا کېدونکي گومارلي ((افشار يزدی)) تر سروالۍ لاندې سازمان چې تر ځانپلورو او هېواد پلورو ((افغانستانيانو)) پورې گڼ ايراني تنگليدي پکې پرکار بوخت دي، يو له هغو نيم سرکاري سازمانونو څخه شمېرل کېږي چې تر هرڅه له مخه يې په پښتو ژبې پسې راخېستې او غواړي، په خپل آر و لرغوني ټاټوبي کې يې هم پارسي يو مخيزه ځايناستې کاندې!

موږ له يوې داسې هر اړخيزې برلاسې((پارسي)) ژبې سره د خپل هېواد پر کچ د يوې لږه کۍ مثبتې او ملي سيالي لپاره ((ژبپوهنيز)) غورځنگ يوه يوازېنۍ شونتياوړه (امکان پذيره) لاره چاره نومېرلې(تشخيص کړې) چې له څلورو لسيزو را هيسې مو ورته اوږه ورکړې ده. غورځنگ په دې مانا چې د پښتون ولس له روسته پاتې ټولنوټيزو(اجتماعي- اقتصادي) آړونو(شرايطو) او د زبېښاک تر کچې ورسره تړليو سياسي او فرهنگي پټو ښکاره لاسوهنو برخلاف د يوه خوځون او پا څون بڼه لري.

د همدغه پاڅون بر و برکت دی چې نوی روښاندی کمپيوټري پښتني پښت يې پر سيالۍ راوستی او تر ټولو له مخه يې د پارسي وييپانگې په غبرگون کې پښتو نيولوجېزم ته رادانگلي دي. دوی د زړو او زوړ اندو ځوانانو په توپير دې کمتري احساس ته نور پايټکی ږدي چې پښتانه ولې د تربرې ژبې د يو لړ زړو پوروييونو (شنبه، يکشنبه، دوشنبه، سه شنبه . . . بزکشي) او نويو (شفاخانه، دواخانه، آشپز خانه، زايشگاه، سالگره . . .) په کارونه ځانونه په لوی لاس دومره روسته پاتې او بې کولتوره وښيي؛ تر دغو گردو لوړ علمي- فرهنگي نويزی((پوهنتون)) هم په دې دود شوی چې تر پرونه پورې يې ايراني- پارسي انډول ((دانشگاه)) نه وو اورېدلی، که نه، تر ((زايشگاه)) يې ورته راخپلول گران نه ول!

دا ترخه رښتيا چار ناچار بايد ومنو چې که موږ هر څومره وليکو او وپنځوو، او ان الکترونيکي انټرنېټي کتابتونه ځنې ورغوو، په سل کې ۹۹ د يوې يوازېنۍ پښتو نه، بلکه د همدومره شمېر گړدودونو ښکارندويي او استازي کوي، هغه هم په سل کې ۹۹ د پارسي- عربي او اردو- انگرېزي پښوييز (گرامري) او وييپا گيز او بيا سبک و سټايل په رنگ کې؛ له تېر مهاله(منځني ادبي پېره) تش په نامه را پاتې ((ادبي پښتو)) هم همداسې در وا خله. په دې مانا چې د پښتو ليکنۍ، ادبي او فرهنگي مخينه هم د پارسي شعر و ادب په رنگ کې رنگېدلې ده.

له ((مرکې د پښتو)) تر پښتو ټولنې، او له څلور- څلورنيمو لسيزو راهيسې د نوې ژبپوهنې په رڼا کې پر لغښتي(سېستماتيک) معياري غورځنگ له گردو تيوريکو او پرکتکيو هلوځلو پر وړاندې غبرگون او سرغړاوی زموږ د ټبرني- ځانځاني ذهنيت و اندود زېږنده ده. دا چې دغه غورځنگ په پرتليز ډول بيا هم پرمخ تللی او خپلې مثبتې اغېزې يې ښندلې، دا ايمان و باور راغښتلی کوي چې مخبنا هم پر خپل وار بېخبنا تر اغېز لاندې راولي. په نورو ټکو، همدا فرهنگي غورځنگ د پښتني ټولنې د ټولنوټيزې (اجتماعي-اقتصادي) بېخبنا په ادلون بدلون کې يو په زړه پورې نقش لوبولای او له وراسته ځانځاني ټبرني نظامه يې را اېستلای شي!.

پارسي د عربي او اروپايي ژبو په لړ کې تر هر څه له مخه، ان په مخ- ځمکواکي پېر و پړاو کې د ادبي- فرهنگي غورځنگونو په مټ، کره ليکنې بڼې راخپلې کړې دي. که تش په رسميت و قانونيت کېدای شوه، پښتو له ۱۹۳۶تر ۱۹۶۵پوره درې لسيزې د هېواد د يوازېنۍ ملي- رسمي او راروسته هم د لومړنۍ((ملي- رسمي)) ژبې په توگه له گردو هلوځلو او لگښتونو سره سره تر اوسه له پارسي(دري) سره د ملي سيالۍ جوگه نه شوه.

کټ مټ، لکه د نويو ازادو اسيايي او افريقايي هېوادو غوندې چې خپلې گړنۍ او گړدودي ژبې يې د ورپاتې برلاسو ښکېلاکي((انگرېزي، فرانسي . . .)) ژبو پر وړاندې سيمه ييزې پاتې شوې دي، دغسې پښتو هم د پارسي غوندې له يوې زرۍ راهيسې د دويمې مذهبي او هم غوړېدلې فرهنگي ژبې تر زبېښاک لاندې همداسې ټبريزه- سيمييزه، په نورو ټکو گړدودي پاتې شوې او ليکنی يووالی، پراختيا او پرمختيا يې په برخه شوې نه ده.

ښکېلاک و زبېښاک ځپلې ملي ژبې پېړۍ پېړۍ له پاملرنې او کارونې بې برخې پاتې دي او له دې لامله همدومره مهالپېر پر هېوادني او جهاني کچ پر لپسې له رامنځته شوو نويو نويو علمي، فرهنگي، تخنيکي او نورو گردو مانيزو او توکيزو ښکارندو پديدو او جاجونو له راخپلونې گوښې پاتې شوي او پرځای يې د هماغو واکمنو ژبو اړوندې نومونې او نويزونه پرې هغسې واکمن پاتې دي.

د هندي نيمې وچې له سلگونو لويو او وړو ژبو څخه ملي منل شوې ژبې، لکه هندي (له نورو دولسو ايالتي ژبو سره) او سېنگهالي (سريلانکا) بنگالي(د بنگله دېش او ختيز بنگال په تړاو)، چې ليکنۍ-ادبي مخينه يې څلورو زريو ته رسي، لا تر اوسه د سراسري ترمينالوجۍ له لامله د انگرېزي ژبې د ځايناستۍ جوگه شوې نه دي او نه يې په راتلونکې کې د داسې هيلې څرک لگېدای شي. په الجزاير، تونس او المغرب کې د فرانسي ژبې پر وړاندې په بشپړه او سهي مانا د هندي ورته بډايې کره ليکنۍ ((ملي عربي)) ربړه هم همداسې درواخله.

که پښتو کومه لږه کۍ ادبي- فرهنگي مخينه مو درلودلې، هغه هم په سل کې اتيا- نوي د همدې تربرې ژبې تر اغېز لاندې پاتې شوې ده. سر غاړي يوازې د پردو لاسوهنه د نه برابرۍ او نه سيالۍ لامل انگېري، او له دې ترخه واقعيته ځانونه نه خبروي چې پښتو له ژب- ټولنپوهيز، په نورو ټکو، له سيمه والۍ او ټبروالۍ له پلوه ((زبان محلي local language)) پاتې شوې او همدوی پخپله نه غواړي، مورنۍ پښتو يې د پارسي ژبې په څېر د يوه ((غورځنگ)) له لارې له بېلا بېلو ټبريزو- سيمييزو رنگارنگيو څخه ((يوې- کره ليکنۍ ژبې)) ته لوړتيا ومومي.

که خبره يوازې پر ((ملي- رسمي)) قانونيت وای، پښتو به په دې اويا- اتيا کلو کې له پارسۍ سره لږ تر لږه تر اويا- اتيا سلنې د سيالۍ او برابرۍ جوگه شوې وه. ان که همدا سبا ته، د کومې معجزې له مخې د پارسي ژبو په گډون گردې څلورگونې اتنو - لېنگوېستيکي افغاني ډلې ټپلې په يوه ټولپوښتنه کې پښتو د هېواد ((يوه يوازېنۍ ملي رسمي ژبه)) هوکې هم کړی، بيا هم په کړنيز ډگر کې د پارسۍ ځای ډکولای نه شي او سرکار به اړ وځي، د بلې ټولپوښتنې يا پارلمان له لارې ورسره د پارسي د ملگرتيا هوکړه بېرته ترلاسه کاندې.

هو، که سيمه پال او ټبر پال او بيا لرغونپال ليکوال د خپلې هېنډې له نيلي را کښته شي او زموږ پر نټه نه منونکي څانگپوهيز پروسيجر ولاړه((يوه کره ليکنۍ پښتو)) او اړونده څلورگونې پانگه راسره ومني، بيا نو کېدای شي، په يوه پېنځکلن مهالپېر کې مو مټې د بومي ډېري مورنۍ ژبې د سيالۍ او برابرۍ يو پېړييز ارمان ورژېږي!

دويم: په (لره) پښتونخوا کې اردو- انگرېزي برلاسی

ډېرو ته جوته ده چې اردو د مغولي نيواگرو له خوا له نوې هندي ژبې سره د ((چغتايي پارسي)) له اخښلو راخښلو څخه را منځته شوې او په نومېرلي ډول د انگرېزي نيواکگرۍ په اوږدو کې له عربي آرې ابېڅې سره د هند نيمې وچې د مسلمانانو ژبه پاتې شوې او پاکستان په هماغه انگېزه له دوه سلنې لږه کيوالي سره سره خپله رسمي او ملي ژبه گرځولې ده. په دې توگه يې د ۹۸ سلنې مورنيو(پنجابي، سندي، پښتو، وڼېڅي، بلوڅي، براهوي، هندکو(لهندا)، سراييکي، تر وڼېڅۍ روسته د پښتو چترال مېشتې نژدې خور ((يدغو)) او د کشميرۍ په گډون يو گڼ شمېر دردي يا کوهستاني) ژبو بشري رښتې ځنې بلهارې کړ شوې دي.

په دې لړ کې له بولانه تر واخانه د کروړونو هومره بشپړ ډېري مورنۍ پښتو ژبه هم راځي. سېنديانو خو ترې وار له مخه نيم نيمگوری زده کړيز حق تر گوتو کړی او همدا راز پنجابي هم درواخله. خو پښتو د پېښور او شاو خوا پر کچ د څو لومړنيو ښوونځيو د تش په نامه زده کړيزې ژبې په توگه بيا هم د اردو، عربي او انگريزي ژبو تر گونډو لاندې ده. په نوره او بيا گرده سوېلي پښتونخوا کې يې خو دغه لږه کۍ ننداريزه (نمايشي) رښته هم ترلاسه کړې نه ده.

((اردو)) ښايي پر پښتو باندې پارسي هومره برلاسي لاملونه ونه لري: د يوې بېخرته گډوله ژبې (hybrid language) په توگه تر پښتو گرانه او پېچلې ده، د نورو غوندې له پښتنو نه هم لارلودن ورکوي. خو څنگه چې ((د زور اوبه پر پېچو مي خېژي))، څوک ورسره ډغرې نه شي وهلای. په پېښور کې داسې بې پښتو پښتني ميندې پلرونه په دې پلمه چې بچي يې له نورو نه روسته پاتې نه شي، په کور کې ورسره اردو غږېږي او لا ښوونکی ورته نيسي. هرگوره، بره خوا په کابل او نورو ښارونو کې اوس اوس د پښتنو له گڼمېشتۍ سره د پارسي ژبې په تړاو د کمکينۍ ورته احساس نور کم شوی دی.

جلاوطني او مورنۍ ژبه

له دوه درو لسيزو راهيسې له پلرني او مورني ټاټوبي څخه را پيل شوې جلا وطنۍ د افغاني او په دې لړ کې د تنکي پښتني پښت، په بله وينا، کوشنيانو مورنۍ پښتو، هغه هم دمنگ(عمر) له مخې له بېلا بېلو کچو سره تر اغېز تر لاندې را وستې ده. هغو چې د (۵-۶)کلن زده کړيز بهير له پيلونې يا څوکاله تر بشپړونې وړاندې را جلا وطن شوي او وار له واره د کوربه هېواد له نوي او بيا پر مختللي ژبني- فرهنگي چاپېريال او په دغه لړ کې له وړکتون سره اړاو تړاو موندلی، نيمه نيمکله پښتو يې هم پر اړونده ژبه بدله کړې او د چا خبره هماغه يې لومړنۍ او مورنۍ ژبه گرځېدلې ده.

داسې هم ليدل شوي چې ډېرو د مور و پلار له ناغېړۍ تر هغه بهير را روسته هم، د ښوونځي په همغه لومړي سېمېستر کې د واکمنې ژبې تر اغېز لاندې خپله پښتو کړکيچو کړې او د کال تر پايه يې يو مخيزه ور ځايناستې کړې ده هسې خو که هر څومره هلې ځلې وشي، د نورو جلا وطنو غوندې پښتانه هم تر دو پښتو (نسلو) زياته خپله پښتو د مورنۍ ژبې په توگه ساتلای نه شي او هماغه کوربنه ژبه يې پر مورنۍ ژبه اوړي. که همدا پوپښت يې هم ساتلی وای، بيايې هم د پښتو د معياري غورځنگ په تړاو يوه لړه کۍ ونډه پرځای کولای شوه..

يوازېنۍ استثنأ د لرې خوا پښتانه، په ځانگړي ډول برتانيا مېشتي هغه دي چې له درو څلورو پښتو(نسلو) راهيسې يې خپله مورنۍ پښتو لږ تر لږه کور دننه ساتلې ده، دليل يې هم دا چې د برو پښتنو په توپير يې د هند نيمې وچې د نورو راغلو غوندې له کوربنو سره له همرنگۍ (Assimilatiom) ډډه کړې او تر خوراک پوښاک او مړي ژوندي پر خپل دود و دستور ټينگ و ترينگ ولاړ دي.

هرگوره، برنيو د ځينو کوربه هېوادو، لکه سويډن، ناروې . . . له دې حقوقي تگلارې څخه په گټه اخېستنه چې بېلا بېلو جلا وطنو کوشنيانو ته په مورنۍ ژبه د لومړنيو زده کړو يو څه لاره هواره کړې، د پارسي ژبې تر څنگ پښتو هم د يوه رسمي مضمون په توگه د لومړنيو ښوونځيو په نصاب کې ځای کړې، او په ترڅ کې يې ورسره د يکشنبه يې کورسونو هوکړه هم ترلاسه کړې ده. بيا هم د ارواښادې ژاله اصفهاني په وينا: جلا وطني د هويت تدريجي بايلنه ده!

په دغه تړاو درانه لوستونکي خپلو دوه گونو(پښتو او پارسي) ليکنو لوستنې ته هم رابولم چې څو کاله وړاندې مې په ستوکهولم کې د (افغانانو قلم ټولنې) يوې څېړ نغونډې ته اورولې وې او راروسته يې (فردا) نومي ووبپاڼې راخوندي کړې دي

د مورنۍ ژبې اړينتيا او ګټورتيا

۱) د ليک لوست او لومړنيو زده کړو په تړاو

لکه څنگه چې په سر سر کې د يوې تړوني غږيزو پيلامونو د يوه سېستم په توگه پر ژبه او بيا د مورنۍ يا لومړنۍ ژبې د زده کړې پر بېلا بېلو چمونو، چاپېريالونو او پېرونو پړاوونو رڼا واچول شوه، که په لومړي(کورني) چاپېريال کې د مورنۍ ژبې ټاکلي(پېنځکلن) زده کړيز پېړ تر بشپړېدا وړاندې له مورنۍ ژبې سره بله ژبه را گډه شوه، پر کړکيچو بدلېږي. همدا رنگه، که په دويم، په بله وينا، لومړني اگاهانه زده کړيز او ښوونيز چاپېريال (وړکتون) او ورپسې (ښوونځي)، په تېره د ليک لوست زده کړې (literacy) ړومبي درېکلن پېر کې پرې بله ژبه راوتپل شي، زده کړه يې له خنډ و ځنډ سره مخامخېږي.

 زما زوی د ښوونځي پر لومړي او دويم کال د پارسيوانو ټولگيوالو او هملوبو تر اغېز لاندې نرينه او ښځينه سره گډول او راوروسته مو د خپلې پښتو دغې گرامري تېروتنې ته ورځير کړ. خو اوس يې په پاخه منگ کې هم، د چا خبره کله نا کله خوله لغته خوري. په څلوېښت کلنۍ کې مې چې ترې ((لمر راوتلی دی)) واورېدل، د عربي استادې فاطمې طرزي دا کيسه را ياده شوه چې زوی ته يې وويل: (تلويزيونه واز کو)) او هغه هم له ټوکو نه پېچتاو راواخېست او د تلويزيون په وازولو يې پيل وکړ؛ هغه چې تر دولس کلنۍ په سوريه کې رالويه شوې وه، نو د (گرفتن) پرځای له (افتح التلويزيون) سره روږدې وه!

ژبپوهانو او ښوونپوهانو دا ازمايلې ده چې که يو کوشنی لومړنۍ زده کړې په مورنۍ ژبه وکړي، تر دېرشو- څلوېښتو سلنې پورې يې پکې زيات بری او پرمختگ په برخه کېږي. د بېلگې په توگه يو پښتو ژبی کوشنی د(مور، پلار، کور، ورور . . .) ليک لوست تر پارسي(مادر، پدر، خواهر، برادر . . .) هغې، ځکه ژر او اسان زده کولای شي چې په ذهني زېرمه کې يې وار له مخه شتون لري. که نه، په دغه لومړني ښوونيز پېر چې هممهاله بايد د ژبې اړوند څلور- پېنځه چمونه (مهارتونه): ليکنه، لوستنه، ويينه، اورېدنه او اورونه هم په اگاهانه ډول زده کړي او تمرين کاندې، وار له مخه يې وخت او انرجي د دويمې ژبې د اړوندو وييونو او سېمبولونو پر زده کړه لگي او د هغې پردۍ(پارسي، اردو) ژبې آر ويونکي ځنې پړاو نيم مخکې کېږي.

۲) د منځنيو او لوړو زده کړو په تړاو

که څه هم په منځني او بيا لوړ زده کړيز پړاو کې د مورنۍ ژبې گټه او اړينتيا په دويمه او درېيمه پوړۍ(درجه کې راځي)، خو بيا هم د شاگرد پر زده کړيز بهير لږ و ډېر مثبت اغېز ښندي او له همدې لامله يې بيا هم پر نړيوال او هېوادني کچ د کارونې رښته خوندي ده له بله پلوه يې پرلپسې له پوهنيز- فرهنگي وړتيا او استعداد پرلپسې وده پرمختيا مومي او ليکنې څېړنې ته ورڅکېږي، او په پايله کې يې له مانيزو(مجردو) جاجونو سره سروکار زياتېږي، نو مورنۍ وييپانگه ورسره په پوهاوي او کارونگ کې زياته او چټکه مرسته کولای شي. د ساري په ډول، د ((وگړی)) له مخې((وگړنی)) جاج، تر(مردمي) او پرتمين تر (شکوهمند، پر شکوه) ښه ترا او اسان راخپلولای شي.

د څلورگونې ژبنۍ وييپانگې څلورمه برخه يا پېنځويشت سلنه نوې وييرغاونه (neologism) تر هر څه له مخه نوي علمي، فرهنگي او تخنيکي مجرد جاجونه، لکه ژبپوهنه، ژبنی، ژبيز، ژببپوهنيز، ټولنيز، ټولنپوهيز، ټولنوال، لرغونپوهنه، لرغونپوهنيز، لرغونپال، لرغونپالنه، ژوندپوهنه، ساپوهنه يا اروا پوهنه، نړيجال، ووبپاڼه، لاسليک، برېښليک يا برېښناليک، برخليک، ليکنه، ليکنی، ليکوالي، خپرونه، خپراوی، خپرندوی، خپرنۍ، رسنۍ، خبرپاڼه، کورپاڼه، شپې پاڼۀ، غوراوی، غورچاڼ، لاسرسی، لاسر غاونه، لاسوند . . .) رانغاړي چې د شتو مخبېلگو پر بنسټ په بېلښتي او تړښتي(اشتقاقي او ترکيبي) ډول رغول شوي او رغول کېږي.(← د پښتونويز و نویسندگی، سريزه ۲۰۱۲ز کال)

نوي کاله وړاندې په لره خوا کې د پاچا خان ((ازادو سکولونو)) يو داسې مخکښ او نوموتی پښتنی فرهنگي پښت را ميدان ته کړ او دومره پياوړي ليکوال، شاعران، رسنوال، څېړنوال او هنرمندان را وپنځېدل چې بره خوا له سرکاري ښوونځيو او بېلا بېلو اسانتياوو سره په هغه مهالپېر کې نه وه رامنځته شوي.

دا هم څه د نه باور خبره نه وه چې کوزه خوا د سوات په سيمه ييزه واکمنۍ (رياست) کې د ښوونځيو ژبه پښتو وه، يو ورته دويم فرهنگي غورځنگ په گردو يوسفزي مېشتو سيمو کې را وزېږاوه. تر دې چې لا تر اوسه يې تر بلې هرې پښتو ژبې سيمې د ليکوالو، څېړنوالو، شاعرانو . . . انډول زيات ارزول کېږي. بره خوا ښايي د مورنۍ پښتو له لږ و ډېر زده کړيز حق سره (لوی) کندهار او(لوی) ننگرهار د ورته فرهنگي سيالۍ مخکښ وگڼل شي.

۳) مورنۍ ژبه د يوې غورې ملي پېژند نښې په توگه

مورنۍ ژبه تر گډ توکم(نژاد)، تاريخ روسته د ملي وکر (هويت) درېيمه پېژند نښه او رغنده توک گڼل کېږي. د استاد مورگن ستيرن(آرپوهه۶۱ او کنفرانس۱۹۶۷) په وينا پښتون په نړۍ کې يوازېنی ژبتوکميز ولس دی چې ژبه ((پښتو)) يې په دويمه مانا د((پښتونولي، پښتونواله . . .)) هممانيز په توگه د پښتنو د ژوند و ژواک ټولنيز، حقوقي، فرهنگي، سياسي . . . ارزښتونه، يا په يوه غونډنوم((کوډ)) يا دوی ټولگه (مجموعۀ قوانين) رانغاړي (د لا زيات پوهاوي لپاره: کيفر ۱۹۷۲؛ مکنزي ۱۹۸۷؛ زيار۲۰۱۱). په دې توگه يو پښتون د خپل ټبرني(قبيلوي) ځانخبرۍ (شعور) او اندتوگې له مخې ځانته دا ستر پېغور گڼي چې ورته څوک ووايي: پښتو نه لرې، پښتو دې راسره ونه کړه، پښتو دې بايلله، پښتو دې خرڅه کړه، يا . . .!

دا چې وايي: ((يو توکم ټبر په ژبه ژوندی دی او که ژبه دې ترې واخېسته، نو مړ دی.))، او يا: ((يو قوم مه وژنه، ژبه ترې واخله)) . . . . له پښتنو سره د نړۍ تر بل هر توکم و ټبره ډېر او ښه ترا اړخ لگوي. ځکه ژبه يې پر ژبنۍ دنده سربېره ژوند و ژواک ټول رانغاړي. پښتانه ويښياران بيا پښتو او پښتون سره د مرگ و ژوند تر بريده تړلي بولي او وايي:

که پښتو مړه شوه، (له مانيز پلوه) پښتون مړ دی، د پښتو مرگ، د پښتون مرگ دی، او داسې نورې ورم و ورا شې. په کړن کې هم ليدل شوي، چا چې پښتو ژبه له لاسه ورکړې، پښتونولي يې هم ورسره سمه بايللې او دا بايلنه يې له مړينې سره برابره ده. هند او پاکستان او ان ايران په هر ډول، زموږ په پلازمېنه کې يې هم بېلگې کمې نه دي، په تېره د شاهي کورنۍ او دربار اړوند محمد زيان چې پښتو او پښتون ضد ناورين هم دوی رانښلولی دی!

هسې خو ژبپوهان، ارواپوهان او . . . په ټوليز ډول د لاسته راوړو څېړنيزو پايلو له مخې په دې گروهه دي چې که ژبه يو مخيزه له انساني ټولنې کډه وکړي، سم له سمونې ورسره پښه پرځای پاتې کېږي، تالاترغۍ کېږي، د بشري تمدن څرخ ځای پرځای درېږي او پسې پوپنا کېږي!(باطنی ۲۷)

ملي نومونپوهنه( ترمينالوجي)

پر ۱۹۳۵ ز. کال چې د ايران شاهي دولت له سيمې او بيا افغانستان سره گډ تاريخي نوم ايران(د آريان په اوښتې بڼه) د خپل هېواد پخواني نوم((پارس)) ځايناستی کړ، او هممهاله يې ورسره د جرمني فاشېزم تر اغېز لاندې پارسي ژبې پالنې او بې کچه پيورېزم لپاره فرهنگيستانونه رامنځته کړل، افغان شاهي دولت يې په غبرگون کې ((افغان اېستبلېشمنټ Establishment Afghan)) سېستم رامنځته کړ، .نو د يوه ازاد ملي وکر(هويت) د يوې بنسټيزې پېژندنښې په توگه يې د ډېري بومي مورنۍ ژبه ((پښتو)) پر ۱۹۳۶ز. کال په اساسي قانون کې د يوازېنۍ ملي او رسمي ژبې په توگه درج کړه، خو د ايران د پټ او ښکاره فشار او زموږ د افغاني پارسي ژبيو په پرلپسې غوښتنو، په بله وينا، ((ملي مصلحت)) له مخې يې ورسره د (۱۹۶۳ز) کال په اساسي قانون کې پارسي، په بدل نامه((دري)) دويمه رسمي ژبه ملگرې کړه.

تر هغه مهاله گردو ايراني او افغاني فرهنگيانو ((دری)) له (پارسي) يا(فارسي) سره د يوه ستاينوم(صفت، لقب) غوندې لږ و ډېره کاروله. راروسته افغاني پارسي ژبيو د پخوا په څېر پر نوم اړول شوی ستاينوم((دری)) بېرته د ستاينوم په توگه رادود کړ او په دې ډول يې د عامو پارسيوانو غوندې خپله مورنۍ ژبه(فارسی) او (پارسی) رادود کړه چې کله ناکله ورسره هغه ستاينوم هم سرباري کوي او(فارسی دری) يا (پارسی دری) ليکي- د بېلگې په توگه د کابل پوهنتون د پارسي څانگې د ژبپوهنې يوازېني څانگپوه استاد پوهاند دکتور محمد حسين يمين خپل درسي کتاب ((دستور معاصر زبان پارسی دری)) نومولی او په دننه متن کې يې يوازې (پارسی) او يو نيم ځای(فارسی) يوازې کارولي دي.

دا نو د افغانستان اوسنی((جهادي- اېمپريالېستي)) چارواکي دي چې لا تر اوسه يې((دری)) نوم هماغسې ټينگ و ترينگ ساتلی دی. د اطلاعاتو او فرهنگ مخکني وزير ښاغلي کريم خرم د ((ترمينالوجۍ)) د دفاع په نامه غوښتل، ((ملي گالري)) بې مختاړي او روستاړي د ((نگارستان)) پر ځای پر پارسي ژبيو په دې سپسته و مني چې ((ستاسې ژبه (دری) ده، نه پارسي . . .))، هغوی له کورمېشتو تر بهر مېشتو پورې پسې را پورته شول او په غبرگون کې يې وليکل: ((دری صرف صفت يا لقب پارسی بوده و اخيراٌ به لهجۀ افغاني آن اطلاق شده، ما چرا با اِعمال زور از کاربرد واژه های ناب فارسي مولانا و حافظ منصرف گرديم . . . برداشتی از نوشتۀ دکتور اکرم عثمان از سويدن، سايت فردا)).

د کور مېشتو هغو په غبرگون کې دا راغلي ول چې د((ملي گالري)) لومړی توک عربي او دويم يې يوناني دی. که وزير د کوم پښتو څانگپوه په مرسته ورته ښکلی نوم، لکه(انځورستان) او يا د دواړو ژبو گډ نوم((هنرستان)) رامخته کړی وای، خبره ترينگلتياته نه رسېده. خو دی ((پر گاځره نه وو، پر خرپ يې وو))، که نه ولې به يې د پارسي نيولو جېزمونو پر وړاندې له ټولمنلو دودو پښتو انډولونو مخه نيو له.

همدا اوس چې له کرزي سره د هماغه وزارت دنده د سلاکار په توگه پر مخ وړي، د يوه رسنوال د څرگندونې پر بنسټ پارسي نيولو جېزمونه(رسانه ها، نهاد، زير بنا، روبنا . . .) نه، بلکې پښتو انډولونه (رسنۍ، خپرنۍ، مهالنۍ، بنسټ، بېخبنا، مخبنا، کمتوان، پټتوان، بېړنۍ، بېړ ندوی، . . . ) سانسوروي، او يايې له خپلې اخواني ترمينالوجۍ سره سم پر(مطبوعات، نشريه، جريده، مجله، معيوب يا معلول، بالقوه، عاجل، اضطراري . . .)، او ان (پارسي) پر (فارسي) او هغه بيا پر (دري) اړوي!

د ملي ترمينالوجۍ دفاع په دې نه کېږي چې ((پارسي)) پر((دری)) واړوي او په دې ډول د يو شمېر لنډليدو له بې سر و بوله دا وې سره سم ټولمنلی تاريخي- جغرافيايي آرياني ژبوېش(تقسيم بندي) له پوښتنې سره مخامخ کړي او په لوی لاس پښتو ته له ((اېستبلېشمنټه)) راپاتې لږه کی ترمينالوجيک امتياز هم خرځشن کاندې.

((د زيات پوهاوي لپاره: پښتو او پښتانه د ژبپوهنې په رڼـاکې: پارسي (فارسي) ۳۲۹- ۳۳۱))

په هر ډول((ملي ترمينالوجۍ)) چې له نولسمې پېړۍ را دود شوې او د شلمې پېړۍ په شپږمه لسيزه کې يې يوڅه سمون او کره والی شوی، يوازې په پښتنو نه، بلکې د هېواد په گردو ژبتوکميزو ډلو ټپلو اړه درلودلې او د پخوا په څېر يې د پښتنو تر څنگ له نورستانيانو او پشه يانو رانيولې تر پارسيوانو، وزبکانو، تورکمنانو، قرغزيانو، پاميريانو، بلوڅانو براهويانو او . . . پورې يې گرد افغانان کاروي او د خپل ژبني فرهنگ يوه برخه يې گڼي. هيله ده، کومې ننگونې يې چې پر وړاندې يو شمېر سوگند خوړلو جهادي ډلو ټپلو رامنځته کړې او پرلپسې ورته لمن وهي، د اوسنۍ راتپلې واکمنۍ له پايته رسېدو سره پای ومومي، لکه چې وايي:

         تا د بل جنت په پارکړ، خپل کلی دوزخ راته

                                                        لاس به زما هم ستا د بادار تر گرېوان ورسي!

((ازاد ژبپوهنيز غورځنگ)) د پښتو يوازېنۍ اسره

د تېرو څرگندونو يو غوره پايلنيوی دادی چې ډېر او بيا ژبني معياري بهيرونه په ځمکواکي پېر کې د غورځنگو په مټ منځته راغلي دي، نو موږ هم څو پېړۍ روسته، له څلورو لسيزو راهيسې د هغو زړو ازمېښتو او نوې ژبپوهنې په رڼا کې، د ((يوې يوا زېنۍ - کره ليکنۍ پښتو)) غورځنگ راپيل کړی دی. که نه د ارواښاد استاد رحيم الهام غوندې مو تر((پانگوالي پړاوه)) ورته لاس تر زنې ناست وای، د نوې ژبپوهنې د استازيو په توگه به مو د اوسني انفارماتيکي انقلاب او ور سره د هميو ني روښاندي پښت او راتلونکيو پښتونو(نسلونو) پر وړاندې ځانونه څنگه سپينول؟

همدا څانگپوهيز نگېر(احساس)، ژمندويي او د ډېري ځوان کمپيوټري پښت رابښلی زړه غټاوی وو او دی چې موږ يې د((لر و بر و بېنوا)) او نورو ورته ووبپاڼو له لارې را لوروليو ((سيمه ييزو، ټبريزو، گروهيزو، سياسي او . . .)) غبرگونونو له خپل هوډ و لارې رَودې ونه شو اړولای او نه مو په راتلونکې کې ترې لاس پر سر کولای شي (زيار، د يوې= کره ليکنۍ پښتو پر وړاندې سمتي او سياسي سنگر، اماتوري پښتو ژبپوهنه او نورې ليکنې ۲۰۰۹-۲۰۱۳ز) !         

په دې کې څه اړنگ بړنگ نشته چې له څه نا څه يوې پېړۍ راهيسې پښتني ټولنې ته نومهالې پوهې او فرهنگ لاره موندلې او ښايسته ډېر پکې زده کړه وال، ليکوال او ان پوهان شوي، خو دا فرهنگ يې لا دومره نه دی راخپل کړی چې يو د بل پوهنڅانگې ته درناوی ولري او گوتې ورسره ماتې نه کړي، په تېره د پښتو په تړاو ژبپوهنې ته، هغه هم په دې سپسته چې پښتو په گردو ويونکيو اړه لري، نه يوازې په ژبپوهانو او په کار ده، هره ليکنه څېړنه او ربړه يې ټولپوښتنې ته وړا ندې شي!

 

سيمييز- ټبريز ذهنيت، او ورسره ورسره گروهيزې کرکې او لنډاندۍ د پوهې، فرهنگ او بيانوې پښتو ژبپوهنې د دښمنانو سد و سول دومره زموللي چې په دې انفارماتيکي او جنېتيکي انقلابي پېر کې يوه يوازېنۍ- کره نومهالې پښويه (مودرن ستاندرد گرامر) او يوه يوازېنۍ ليکنۍ بڼه يا معياري ليکلار ليکدود پر پښتو نه لوروي. يو نيم لا په ټوله سپينسترگۍ دا فرمان هم صادروي چی پښتو د ژبپوهنيزو ليکنو څېړنو يا اثارو پر ځای ((علمي کتابونو)) ته اړتيا لري.. موخه يې دا چې ژبپوهنه او اړوندې څېړنې ليکنې او کتابونه يې نه ((علمي)) دي او نه ورته څه اړتيا شته!

له دغه راز لنډ اندي او لنډ ليدي که وپوښتل شي چې هغه کتابونه په کوم سيمه ييز يا ټبريز گړدود وليکل شي، ځکه ((يوه يوازېنۍ- کره ليکنۍ پښتو)) چې د نوې ساينتيفيکې ژبپوهنې په رڼا کې رامنځته شوې، گړ سره منې نه ؟

برلاسې تربره پارسي خو د نورو دوديالو ژبو په څېر له پېړيو راهيسې له گړدودي پړاوه، يو يوازېني ژبني پړاو ته رسېدلې او ټولې ليکنې څېړنې او کتابونه يې په يوازېنۍ ژبنۍ بڼه دي او موږ ورسره گړدودي سيالي نه، بلکې ژبنۍ سيالي کول غواړو!

په همدې لړ کې که کوم نا پښتون هېوادوال يا بهرنی پښتو مينه وال او زده کوونکی ترې نومهالی پښتو گرامر، غږپوهنه، وييپوهنه، آرپوهنه(اېتېمولوجي، شعرپوهنه، د يوې يوازېنۍ کره ليکلارې او ليکدود لارښود، د نويزونو (نيولو جېزمونو)، هممانيزونو، گړنو(ايډيمونو) . . .اړوند سيندگي (قاموسونه) يايې رېفرېنسونه وغواړي، څه ځواب به ورکوي.

ترټولو لا زياته اړينه، لکه پاس چې پرې رڼا واچول شوه، دوی سم له لاسه، هغه هم لږ تر لږه بره خوا د مورنۍ ژبې په توگه د پښتو پر وړاندې د را پېښو ننگونو او د بشري رښتې (حق) د دفاع، يا په لنډو ټکو، له برلاسې((پارسۍ)) سره د ملي سيالۍ او برابرۍ لپاره له ژبپوهنې پرته له کوم ځايه راپيلولای او بله څه لاره چاره را پر گوته کولای شي؟

په ټوله کې د داسې پېښاووانو او د پښتو د معياري غورځنگ ناغېړيانو د ناپوهۍ همدا دليل بس دی، چې نه پوهېږي، ((ژبپوهنه)) يوه ټولمنلې خپلواکه((پوهنه)) او هغه هم نيمه ساينتيفيکه او ان يوه يونيورسله پوهنه ده! 

دا سمه ده چې پښتو د ميليونو پښتنو مورنۍ ژبه ده، خو، لکه پاس چې پرې رڼا واچول شوه، علمي پېژندنه، قاعده قانون يې يوازې او يوازې په ژبپوه اړه لري. همدی پوهېږي چې دا د انسان څه راز وړتيا او اړينتيا ده، څنگه زده کېږي، وده وش مومي او څنگه کارول کېږي. زموږ له ذهني نړۍ او کارکړنو سره څه اړاو تړاو لري، رغنده توکي يې کوم دي او څنگه سره يوه تړوني پر لغښتې ټولگه يا سېستم رامنځته کوي. کوم غړي او وسيلې يې په زېږد کې ونډه لري او څنگه د ويلو، اورولو او پوهاوي راپوهاوي جوگه کېږي.

څنگه پر گړدودو وېشنه مومي او ((يوه- يوازېنۍ ليکنۍ)) بڼه يې څنگه ورټاکل کېږي. ايا رغښتي دويونه يا گرامري قواعد يې له محسوسې گړنۍ((مخبنا)) څخه رارغېږي، که يې له نامحسوسې يا ذهني ((بېخبنا)) څخه . . . . او په پای کې يې د زېږندويه ځواک په مټ، له وړکتونه تر پوهنتونه، د بې شمېرو پوهنو، فنونو او مهارتونو د زده کړې او زغمنې لپاره څنگه غځېدنه مومي، او ورسره ورسره په ځانگړي او ټولنيز ژوند و ژواک کې ترې څنگه کار اخېستل کېږي... (چومسکي ۴۸-۴۴)

هو، دا يوازې ژبپوه دی چې پښوييز(گرامري) آرونه، قاعدې او قوانين د مورنۍ ژبې له نانگېروړې يا نامحسوسې او نا ملموسې بېخبنا څخه راباسې او له نگېر وړې جوليزې(صوري) مخبنا سره سمون ورکوي. ددې لپاره يې وار له مخه له يوې يوازېنۍ کره بڼې سره کار لري او په دې توگه يې يوه يوازېنۍ پښويه (گرامر) او ورسره تړلې يوه يوازېنۍ کره ليکلار د اړوندې ټولنې((اساسي قانون)) په څېر له هماغې ټولنې راخلي.

 په همدې يوه اوکره بڼه په زده کړه، ښوونه، ليکنه، څېړنه، رسنۍ او د ژوند و ژواک په نورو ډگرو کې ورباندې له اړتيا سره سم پلې کوي. نو د همدې له مخې يې ژبپوه يا ژبپوهان پارلماني استازي بلل کېږي. څوک دا ويلای نه شي: دا پښويه يا ليکلار زما، يا زما د گړدود استازي نه شي کولای!

لکه چې وويل شول، ژبه د ((تړوني غږيزو سېمبولونو د يوه خورا پېچلي سېستم)) او بيا د يوې ورهڼيزې يا زده کړې وړ ټولنيزې پديدې او څو اړخيزې مخابروي وسيلې په توگه په يوه داسې خپلواک علم((ژبپوهنې))اړه لري چې له فېزيولوجۍ، (نوري) فېزيک او لابراتواري ازمېښتو له مخې د نيمه ساينتيفيکو پوهنو په کتار کې راځي. غږ پوهنه(فونولوجي) او آرپوهنه(اېتېمولوجي) يې بشپړه ساينتيفيکه ده.

له نيمې پېړۍ راهيسې د ستر رياضيپوهاند، تاريخپوهاند او فېلسوف ژبپوهاند نووم چومسکي له ژبپوهنيز انقلاب او بيا((زېږند لېږند Generative-Trans- formational grammar او ورسره ورسره د پېژندل شويو ژبنيو او پښوييزو رغنده توکو او قاعدو وراخوانگېر يا ادراک (Intuition) ليدتوگه، او همدا راز په دې رابرسېرونه چې(په کوشينه کې زېرمه) د ژبې نانگېروړه يا بېخبنا يي برخه د نگېر وړې (محسوسې) يا مخبنايي کړنيزې برخې په پرتله يو ناپايه ژبنی پټتوان (پوتنشيال) لري، د نړۍ د گردو ژبو لپاره د يوې يوازېنۍ (ساينتيفيکې) پښويې لاره هواره کړې ده(لانگندوېن، سريزه؛ باطنی: دستور۱۳۶-۷)

د مورنۍ ژبې پايښت په ازاده سيالۍ کې نغښتی دی

هماغسې چې د ولسونو پايښت و پرمختگ له نړيوال ټولنوټيز(اجتماعي- اقتصادي)کاروان سره په ملتيا کې نغښتی، دغسې يې دمورنيو ژبو پايښت و پرمختگ هم له نړيوال ژبني- فرهنگي کاروان سره په سم تگ پورې تړلی دی که نه، له وړاندوينې سره سم د يووېشتمې پېړۍ تر پايه بېشمېره ژبې له منځه تلونکې دي!

تر کوم ځايه چې څرگنده ده، د نړۍ ژبې په ټوليز ډول، هغه هم زياتره له وييپانگيز پلوه پرلپسې د پراختيا او پېچلتيا پر لوري درومي، په دې ډول:

د اړوندو ټولنو له پرمختيايي بهير سره سم يې. د کارونې اړتيا ډېرېږي او له دې لامله پکې د خپلو ليکوالو، رسنوالو، پوهيالو او فرهنگيالو له خوا د زېږندويه ژبني ځواک پر بنسټ له اړتيا له مخې د نويو نويو علمي، فرهنگي، تخنيکي او خبرتيايي (انفارماتيکي) پديدو او برياوو، او ورسره د تړلو جاجونو(مفاهيمو) د راخپلولو لپاره پر لپېيلې وييرغاونې او غونډله رغاونې چټکتيا او پراختيا مومي.

دا هم ويل په کاري چې ژبه هممهاله په طبيعي او ناځانخبري (نااگاهانه) ډول په (و)گړنيو بڼو کې د اړوندو ژبو يو لړ رغاونيز_ غږپوهيز او پښوييز دويونه (گرامري قاعدې) بيا ساده گي او اساني مومي. بيا يې نو غږپوهان او پښويې پوهان (گرامرېستان) هغه لنډېزوزمه ادلون بدلون تر وسې وسې په پام کې نيسې، او له دې لارې يې دوه اړخيزې پراختياوې او پېچلتياوې يوڅه راسکينده کوي او جبرانوي..

 په دې ډول داسې يوه دودياله او ليکنۍ ژبه نشته چې د اړوندې ټولنې له پر مختيايي بهير سره سمه يې له وييپانگيز او غونډله ييز پلوه غځېدا او لږ و ډېره پېچلتيا نه وي موندلې او ونه مومي. دا خبره له څانگپوهانو پرته هر زده کړه وال او ليکوال ته هم زبادېدای شي چې لږ تر لږه يې له وييپانگيز پلوه د يوې پېړۍ يا لږ تر لږه د لسيزو په اوږدوکې اړوند ټوليز او څانگيز سيندونه (قاموسونه) سره پرتله کاندې، هغه هم پر پښتۍ يا ورپسې پاڼه د خپرندوی د ليکي پوهې (کتاب پېژندنې) په يوه تشه کتنه. همداسې يې د رسنيزې او خپرنيزې پراختيا پرتله هم درواخله، چې نن سبايې له برېښنايي-خبرتيايي تېکنالوجۍ سره يوه برېښناوزمه چټکتيا راخپله کړې ده.

 په دې لړ کې پښتو هم د خپلې پښتني ټولنې د بېخبنايي او مخبنايي پرمختيا په انډول له ورته بدلنونو گوښې پاتې نه ده او هر ليکوال لا څه چې هر ليکلوستوال يې په اسانه جاج اخېستای شي.

د کور گډي جهاد په ځوان پښت کې د يو گڼ شمېر پښتو مينو پوهيالو، فرهنگيالو او بيا ليکوالو او رسنوالو تر څنگ يوې داسې ډلې هم سر را پورته کړ چې د ((طالبۍ)) پر ځای يې کمپيوتر ساينس ته مخه کړه او په دې ډول يې خپله مورنۍ پښتو د دغه نومهالې تېکنالوجۍ په راخپلونه او دودونه، پر هېوادني او ان جهاني کچ د سيالۍ جوگه کړه.

د همدې سيالۍ برکت دی چې هممهاله يې، هم ډېر کم ليکلوستي ځوانان تر رسنوالۍ، خپرندويۍ، ليکوالۍ او شاعرۍ وروزل او هم يې موږ پوخمنگو ته د زياتو څېړنيزو او خپرنيزو هاندو هڅو لياره هواره کړه.دېرش- څلوېښت کاله وړاندې دا د چا په اروا کې هم نه گرځېده چې پښتو دې په دې لنډ مهالپېر کې دومره ارتې بيرتې رسنيزې او خپرنيزې شونتياوې راخپلې کړي او له دې پلوه دو مره شتمنه او بډايه شي.

پايليزه

مورنۍ ژبه هماغه ده چې انسان يې له زېږونه تر پېنځکلنۍ پورې له خپلې مور، تيمور او يا لومړنيو پالونکو روزونکو څخه د پېښو له لارې په ناځانخبرې توگه يادوي او په خپل ذهن کې يې په مجرده بڼه زېرمه کوي او بيا يې تر ژوند تر پايه د وينا او ليک او بلې هرې اړتيا لپاه په جوليزه(صوري) او محسوسه بڼه پر کار اچوي. په دې توگه مجرده بڼه يې آره ژبه بلل کېږي او کړنيزه بڼه يې يو انځور يا کاپي. دا چې په زده کړه کې يې د مور پر ځای بل يا نور څوک هم برخه درلودای شي، نو ((لومړنۍ)) ژبه هم بلل کېږي. بلخوا دا هم ناشونې نه ده چې دغه ژبه يې د خپلې مور، کورنۍ يا ټولنې ژبه نه اوسي.

.ژبه د خپلې اړوندې پوهنې((ژبپوهنې)) پر بنسټ د تړوني غږيزو سېمبولونو يوه پرلغښتې ټولگه يا سېستم دی چې هر و گړی يې په اړونده ټولنه کې يادوي او د هماغې ټولنې له نورو غړو او وگړو سره يې د اړيکو او پوهاوي لپاره پر کار اچوي. په دې ډول ژبه يوه ټولنيزه او زده کړې وړ، يا کسبي پديده ده او د همدغو ځانگړتياوو له مخې يوازې په انسانانو اړه لري.

هره ژبنۍ ټولنه او اړوند وگړي يې دا ټولمنلې انساني رښته(حق) لري چې په خپله مورنۍ يا لومړنۍ ژبه زده کړه وکړي او د ژوند و ژواک په نورو ډگرونو کې يې پر کار واچوي او ساتنه پالنه يې وکړي. مورنۍ ژبه پردې سربېره چې پر زده کړيز بهير يو مثبت څومره ييز او څرنگيز اغېز ښندي، د ليکوالي او نورو فرهنگي وړتياوو او استعدادونو په رابرسېرونه او روزنه کې هم تر پردۍ ژبې خورا زيات نقش لوبولای شي..  

موږ په دغه څېړنه کې هغه لاملونه پر گوته کړي چې ولې پښتو په افغانستان او لره پښتونخواکې د بشپړ ډېري د مورنۍ ژبې په توگه له پوره رښتو(حقوقو) برخمنه نه ده. که بره خوا پر نړيوال او هېوادني- قانوني کچ.د ياد شويو لاملونو له مخې له قانوني ملاتړ سره سره له دويمې رسمي ((پارسي)) ژبې سره د پوره سيالۍ او برابرۍ جوگه نه ده، نو په لره پښتونخواکې خو لا گرسره قانوني ملاتړ هم نه لري او يو مخيزه د((اردو)) تر گونډو لاندې ورځ پر ورځ له خپلې پښتني ټولنې څخه لرېوالی او پرديوالی مومي.

که د ډېرو سياسي هاندو هڅو په مټ نن سبا د پېښور او شا و خوا سيمو په يو شمېر لومړنيو سرکاري ښوونځيو کې پښتو رادود شوې هم ده، پخپله د هغې سيمې له څرگندنې(اصطلاح) سره سم ورسره((د مور- ميرې چلند)) کېږي. لويه ربړه يې داچې د پاکستان له ناسم زده کړيز نصاب سره له هماغه لومړي ټولگي څخه د پښتو تر څنگ اردو، عربي او ان انگرېزي او داسې مضمونونه هم پر ماشوم تپل کېږي چې د پنډو پېړو کتابونو تش لېږد يې ورباندې يو بوج دی، پاتې لا سهل او يادول يې. په ((سياسي- اسلامي)) مدرسو کې خو له پخوا نه پښتو ((دوزخي ژبه)) بلل شوې، پاتې يې لا د مورنۍ ژبې په توگه يوه لږه کۍ رښته!

له دغو نا خوالو سره پر هېوادني او جهاني کچ د پښتو د سرڅڼې او سيالۍ په موخه زموږ ((يوه يوازېني- کره ليکني)) غورځنگ بياهم د ډېري پښتو مين کمپيوټري پښت په مټ او ملاتړ مخ پر بره درومي

سپارښتنې

د دې لپاره چې پښتو په بره او لره پښتونخوا کې د ډېري- بومي ويونکيو د مورنۍ ژبې په توگه خپله بشري رښته تر لاسه کړای شي، تر هر څه وړاندې بايد گرد پښتو پال او روښاندي پښتانه د ((يوې يوازېنۍ- کره ليکنۍ پښتو)) راپيل شوی ژبپوهنيز غورځنگ په لومړيتوبونو کې راولي، ارت و بيرت، سراسري او گړندی يې کاندې.

هرگوره، لکه چې وويل شول، که دغه غورځنگ ته په افغانستان کې د تېر په څېر له دويمې سرکاري((پارسي)) ژبې سره د قانوني چوکاټ دننه د يوې مثبتې ملي سيالۍ په سترگه کتل کېږي، خو لره خوا به هممهاله يوه سوله ييزه سياسي بڼه هم راخپلوي او په دغه تړاو به يې د اړوندو ولسپالو گوندونو او ډلو ټپلو په ملتيا تر خياباني او پارلماني مبارزې ورغځوي. داسې چې په شمالي او سوېلي دواړو پښتني سيمو کې د سراسري سرکاري ((اردو)) پرځای يا تر څنگ، پښتو هم خپل قانوني (آئيني) حيثيت ترلاسه کړای شي!

بويه پښتو په بره او لره پښتونخوا کې د ډېري- بومي ويونکيو د مورنۍ ژبې په توگه د اړوندو لږه کيو(پارسي او اردو) ژبو سره سوله ييزه سياسي او په ځانگړي ډول بره خوا له برلاسې پارسي ژبې سره د برابرۍ په موخه د يوه ژبپوهنيز غورځنگ له لارې مثبته ملي سيالي پر مخ يوسي.

 

 

 

توجه!

کاپی و نقل مطالب از «اصالت» صرف با ذکر منبع و نام «اصالت» مجاز است

کلیه ی حقوق بر اساس قوانین کپی رایت محفوظ و متعلق به «اصالت» می باشد

Copyright©2006Esalat

 

www.esalat.org