قــــــدیــر حـبـیـب


 
تاریخ جاودانگی:

 یکشنبه، ۲۳ می ۲۰۲۱ مطابق ۲ جوزای ۱۴۰۰

په دغه روانه له مرګونو ډکه اونی کی دا دوهم تریخ خبر دی چی په سختی یی و لړزولم، دروند ټکان یی راکړ او د څلورو لسیزو له پولی یی ها خوا د خوږو او ترخو یادونو څپانده سیند ته ګوزار کړم. د خدای بخښلی ګران او په انسان او صداقت مین ملګری قیوم فضلی مړینه، هغه غمجنه پیښه ده چی کورنئ او یارانو ته یی زغمل په حق چی بیخی ګران کار دی. مرحوم قیوم فضلی د صداقت او پاکی، مبارزی او استقامت، تقوا او قناعت ډیر اوچت مثال وو. ګران وراره قدیر فضلی او کورنئ ته یی ددغی غمیزی په وجه د زړه له کومی تسل وایم او د دغه ماتم په ټغر، خپلی تودی اوښکی د دوی له اوښکو سره شریکوم. ښاد یادونه یی تل پاتی!

قــــــدیـــر حـبـیـب

 

 

 

 

 

توجه:

کاپی و نقل مطالب از «اصالت» صرف با ذکر منبع و نام «اصالت» مجاز است

کلیه ی حقوق بر اساس قوانین کپی رایت محفوظ و متعلق به «اصالت» می باشد

Copyright©2006Esalat

 

 

www.esalat.org