دوشنبه، ۱۰ اگست ۲۰۲۰



دا ستر قهرمان وپيژنی

(تهیه و ترتیب: ع . ق . فضلی)



 

سيد اکبر خان ځدراڼ غازي ببرک خان ځدراڼ

 

هغه اتل کوم چې دپاکستان لومړي صدراعظم لياقت علي خان يې افغانستان ته په بدو ويلو سره په دا سر وويشت

نوموړی اتل سيد اکبر خان ځدراڼ د نامتو غازي ببرک خان ځدراڼ د يوولسو زامنو څخه تر ټولو کشری زوی و.

نوموړی هغه مهال چې د ببرک خان د کورنۍ ځينې غړي له هېواده فرار وو په ايبټ آباد کې اوسېده.

د پاکستان تر زيږېدو وروسته د ۱۹۵۱ ميلادي کال د اکتوبر په شپاړسمه نيټه د پينډۍ «راولپنډۍ» په لياقت باغ کې يوه ستره او شانداره غونډه جوړه شوې وه چې ۱۲۴۰۰۰ کسان ورته را بلل شوي وو.

د رابلل شويو ميلمنو په ډله کې يو هم سيد اکبر خان ځدراڼ و چې شپه يې د پينډی په يوه هوټل کې تيره کړه. سيد اکبر خان خپل اته کلن زوی دلاور هم له ځانه سره را وستلی و .
 


لیاقت علی خان
نخستین نخست وزیر پاکستان
۱۴ اگست ۱۹۴۷ - ۱۶ اکتبر ۱۹۵۱
 

سهار غونډه پيل شوه او سيد اکبر خان هم په خپل ټاکل شوي ځای ستيج ته مخامخ په ۱۷م قطار کې کېناست. غونډې ته د پاکستان لومړني وزير اعظم نواب لياقت علي خان وينا کوله او د خپلې وينا په ترڅ کې يې د خپل ښي لاس د غټې ګوتې يو بند حاضرينو ته پورته کړ او ورته ويې ويل:

اې د پاکستان خلکو! افغانستان دومره وړوکی ملک دی که وغواړم په دوو ساعتونو کې به د افغانستان جينکۍ په پنجاب وويشم.

د سيد اکبر خان په رګونو کې د ببرک خان ځدراڼ وينه چلېدله او ميړانه، زړورتوب او هېواد پالنه د خپل پلار نه په ميراث ورته پاتې وه نو ځکه يې د مور هېواد افغانستان سپکاوی و نه زغامه او خپل اته کلن زوی دلاور ته يې چې دده چپ لاس ته ناست و مخ ور واړاوه او ورته ويې ويل:

زويه زه ناست يم او زما د وطن بې عزتي کېږي، دې سړي خو زموږ د هيواد په باره کې ډيره سپکه خبره وکړه که زه ځواب ورکړم ته خو به وارخطا کېږي نه؟

دلاور نه پلاره نه وارخطا کيږم .

سيد اکبر خان بيا وړوکي دلاور ته مخ ور واړاوه او ورته ويې ويل زويه سهار مو په هوټل کې د مڼو مربا وخوړه وايي مڼه زړه ته قوت ور کوي زه ځواب ورکوم ګوره وارخطا نشي.

دلاور نه پلاره نه وارخطا کېږم، ورکړه ځواب ورکړه.

سيد اکبر خپله تفنګچه را وايسته او مخامخ يې په نواب لياقت علي خان باندې ډزې وکړې چې لومړۍ ګولۍ يې د زړه په سر او دوهمه ګولۍ يې د وروځو تر منځ په تندي ولګېده او پر ځمکه ولوېد.

 

The pistol used by Said Akbar Khan Zadran (son of Babrak Khan Zadran) who shot Pakistan’s first prime minister Liaquat Ali Khan in Company Bagh in Rawalpindi on Oct 16, 1951, placed in Pakistan Army Museum.

 

 

پدې توګه د پاکستان لومړني مغرور وزير اعظم او د افغانستان بدخوا نواب لياقت علي خان د خپلې ګستاخی وړ ځواب تر لاسه کړ .

سيد اکبر خان هم همدلته د شهادت جام پورته کړ او وړوکی دلاور د خلکو په ګڼه ګوڼه کې د غونډې له ځايه وتښتېد او يوه جومات ته يې پناه يوړه .

د جومات ملا پناه ورکړه خو د شپې ۱۲ بجې وسله وال فوځيان د ده له عکسونو سره جومات ته را ننوتل او ماشوم دلاور يې له ځانه سره بوت چې تر اتلس کاله زندان وروسته زنځير او زولانه د تورخم په دروازه کې افغان دولت ته و سپارل شو  او هغوی هم لاس تړلی د کابل زندان ته و لېږداوه.

د سيد اکبر خان د ميړانې او سر ښندنې په هکله ډير شعرونه او محلي شارۍ ويل شوېدي :

غوږ ونسئ عالمه نن نوی حال راغلی دی

کوز په پاکستان کې سيداکبر خان شهيد شوی دی

------------

سيد اکبر خان زوی د ببرک و

له خپل وطنه څخه ورک و

-------

غزا دې وکړه سيد اکبره

ځان دې مشهور کړ لکه لمره

چې را نسکور دې کړ وزيره

ټول پاکستان دې کړ دلګيره

 

 

 

 

 

 

 

توجه:

کاپی و نقل مطالب از «اصالت» صرف با ذکر منبع و نام «اصالت» مجاز است

کلیه ی حقوق بر اساس قوانین کپی رایت محفوظ و متعلق به «اصالت» می باشد

Copyright©2006Esalat

 

 

www.esalat.org