صـدیق کاوون توفانی

 


تاریخ جاودانگی: یکشنبه، ۲۳ می ۲۰۲۱ مطابق ۲ جوزای ۱۴۰۰



هره شپه په يوه ستوري پسې ژاړو

هره ورځ د يوه يار د تللو غم دی

يو په بل پسې د باغ گلان رژيږي

په دې کلي کې تمام عمر ماتم دی.

 دا دی بيا زموږ د غم ځپلي آسمان له لمنې څخه يو بل ستوری را ولوېد او زموږ د خزان وهلي بڼ له ځولۍ څخه يو بل گل ورژېد.

زموږ د سختو شپو ورځو يار او ملگری، د ټولنيز عدالت او د زيارکښانو د حقونو د خوندي کولو د لارې نه ستړی کېدونکی لاروی او يو صادق، صميمي او ريښتينی مبارز، د کابل د دولتي مطبعې پخوانی رييس او د پښتني تجارتي بانک مرستیال: عبدالقيوم فضلي د ابدي سفر لاره خپله کړه. د بې وخته تلو غم يې دروند او زړه دردوونکی دی.

روح يې ښاد، ياد يې تلپاتې او د سفر لاره يې روښانه اوسه.

درنې کورنۍ، په ځانگړي ډول د هغه زوی ګران عبدالقدیر فضلي، ورور گران ولي محمد زيارمل او ملگرو او دوستانو ته يې تسليت وايم او د دې لوی غم د زغملو قوت ورته غواړم.

صــدیـق کاوون

۲۵ می ۲۰۲۱

 

 

 

توجه:

کاپی و نقل مطالب از «اصالت» صرف با ذکر منبع و نام «اصالت» مجاز است

کلیه ی حقوق بر اساس قوانین کپی رایت محفوظ و متعلق به «اصالت» می باشد

Copyright©2006Esalat

 

 

www.esalat.org