د ارواښاد شفیق الله توده ای د مړینې
  د لومړی
 کالیزې په مناسبت

(انجینر محمود صافی)


زنده یاد شفیق الله توده ای

 

د فلک د لاسه څه  وکړم کوکار  *  څملوی هر ګل چه خاندی په بهار

چه پیدا شوی تا  ژړل نورو خندل * هسی مړ شوی چه ته خاندی نور ژړا کړی

 

دا دی پوره یو کال تیر شوه. د مرحوم خدای بخښلی شفیق الله توده ای د حق د لاری د تلین لومړی کالیزه ده. مرحوم توده ای د پراکتیک او عمل مشر وه. توده ای ډیر چقر او عمیق د ملګرتوب محبت او معنویت درلوده چه د هر چاه او هر ملګری په کورنی ټغر ناست او د هغه د مشکل د حل چاره ساز وه. په دی اساس په ګوند کی یی خاص محبوبیت او وزن درلوده. کله چه په ګوند او دولت باندی د زمانی د جبر په بنیاد د حاکمیت د سقوط او انحلال بلا راغله او مونږ ټولو د ګوند غړو د سر په سترګو ولیده او اوس هر ژوندی ملګری د وطن زمونږ د سترګو لیدلی حال د ژوندی تاریخ نمونه او مثال یو. کله چه په اصطلاح د یو اړخیز ملی روغی جوړی سیاست ناکام او د سیا د دوزخی سازمان د اپراتیفی لوبی او د ملګرو ملتونو ښکار شوه. چه داستان یی د دی لنډ یادداشت د حوصلی پورته دی. د ګوند د سیاسی بیرو لوړپوری رهبران څوک د اشرارو د نظار شورا دروازو کی پریوتل او چا په اصطلاح د مجاهدینو قومی تنظیمی غیږ ته ځان واچووه. او چا د امریکایی ډالر ډک دپلومات بکس سره سویس ته ځان ورساوه او چا د افغانانو تاریخی دښمن انګلیس ته په ګۇنډو او په زاری شوه. دا هغه مجازی مشران وه چه د حاکمیت په وخت کی یی په وزارتونو او لوړو چوکیو قناعت نه کووه. او فرکسیونی ډلی جوړولی او ځانی امتیازات یی غوښتل خیر په هر صورت قضاوت یی ګوندی تاریخ ته پریږدو. د خدای بخښلی الفت صاحب په دی شعر ځان ته تسل ورکوو.

 ټیت خلګ به جګ ګڼی ناست که په جګ ځای کی وی

  حق ویل به زیان ګڼی دلته که اوسیږی ته

  لنډیز دا چه ګوندی کادری حق او عدالت هیڅ وخت په حاکمیت کی عملی نشووه. مجازی مشران او کادرونه د روابطو په اساس د امتیاز په اول قطار کی وه.  توده ای وه چه په کابل کی یی د ملګرو د خلاصون د پاره سنګر ونیوه او د ملګرو د مشکل حل د پاره تر ډیره موده په کابل مکرویونو کی پاتی شوه. ګوندی ملګرو ته یی استقامت او استواری ورکړه. د تنظیمی تراژیدیو تر ډیره وخته کابل کی پاتی شووه. حقیقت دا دی چه هغه ډیر سخت وخت کی یی په پوره متانت زړه ورتیا او استقامت یی ګوندی پرګنو او صفوفو ته د هغوی د تشکل د پاره ډیر زیار او زحمت وګاله او هلی ځلی یی وکړی. څو څو دفعه په مرګ تهدید شوه. مګر د ده په روحیاتو جسامت او ارګانیزم کی نه ویره وه او نه د ډار کلیمی سره آشنا وه ځوان توده ای سیاسی نظامی اوپراتیفی پوهه کرکتر تفوق او فوق العادګی درلوده د اشرارو او په اصطلاح مجاهدینو ډلی یی د خپل سیاسی کرکتر سیالی نه ګڼلی او همدا علت وه چه په کابل کی لکه ډیوه ځلیده او پا بر جاه پاتی وه. توده ای هغه ملګری وه په خپله عقیده وفادار راسخ متین او استوار پاتی وه. تر څو په مزارشریف کی د ګوند د موسس د خپل سیاسی لارښود تر څنګ یوازې تر آخره ملګری صادق او وفادار پاتی شوه. او نورو لکه د مرغانو د کتارو غوندی د وطن نه د تیښتی پروازونه وکړه. توده ای د رهبر د جنازی مراسم په مسکو او مزارشریف کی په ډیر درناوی او احترام سره پای ته ورسول او وروسته هالیند ته مهاجر شوه. د مهاجرت مشکلات یی په سړه سینه او برده باری تحمل کړه. توده ای ډیر څه مو ستا څخه زده کړی ځای دی خالی دی او تشه دی څوک نشی ډکولی روح دی ښاد اوسه ګوندی تاریخ وخت او زمان به تا د یاده و نه باسی جنتونه دی نصیب شه ستا لاره او مبارزه ادامه لری!

 

  

 

توجه:

کاپی و نقل مطالب از «اصالت» صرف با ذکر منبع و نام «اصالت» مجاز است

کلیه ی حقوق بر اساس قوانین کپی رایت محفوظ و متعلق به «اصالت» می باشد

Copyright©2006Esalat

 

 

www.esalat.org