د خواخوږی پيغام

 



ارواښاد محمد ظاهر افق

  

په زياته خواشينۍ مو خبر تر لاسه کړ چي د افغانستان وتلی او پېژندل سوی سياسی شخصيت، ليکوال کاندید اکاډميسن محمد ظاهر افق د ورپېښي ناروغۍ له امله د تل لپاره د خپلی کورنۍ، دوستانو او ملګرو څخه د ابدي نړۍ څخه سترګی پټی کړی.

إِنَّا لِلّهِ وَإِنَّـا إِلَيْهِ رَاجِعونَ

ددې غمجن خبر په اوريدو ډير زیات خفه او خواشينې سولو. ارواښاد ظاهر افق زړه ور سياستوال او عالم شخصيت وو. د هغه خيالات او مفکوره سيمه ايز او قومی نه، بلکی د ټول افغان ولس د روښانه راتلونکی او بشپړ افغانستان لپاره وه، هغه د ټول بشريت لپاره د هوسا او بسيا ژوند هيله لرل.

موږ د هغه مړينه نه يوازي د هيواد روڼ اندو، بلکي ټول هيوادوالو لپاره يوه ستره علمی ضايعه بولو. هغه په رښتيا يو دروند شخصيت او د لوړو افکارو خاوند وو.

موږ پداسي حال کښي چي د دې ملي مبارز د درنی کورنۍ ټولو غړو، خصوصاً د «اصالت» ویب پاڼی قلمی همکار انجنیر صیب داوود اڅک، او دوستانو سره پدې ستر غم کي ځان شريک بولو، ټولو ته د زړه صبر غواړو. روح دې ښاد او يادې ابدي وي.

اصالت»)

 

 

 

 

 

 

توجه!

کاپی و نقل مطالب از «اصالت» صرف با ذکر منبع و نام «اصالت» مجاز است

کلیه ی حقوق بر اساس قوانین کپی رایت محفوظ و متعلق به «اصالت» می باشد

Copyright©2006Esalat

 

www.esalat.org