چهارشنبه، ۲۱ اگست ۲۰۱۳


 

د غم او ویر پیغام

بسم الله اکبري
 

 

په خدایږو هیڅ داسی توری نشم پیدا کولی چی د افغانستان د معاصر تاریخ د یوه ځلانده لمر نومیالی او مدبر پوه شخصیت او ستر وطنپال، ملی زعیم ارواښاد عبدالرحیم (هاتف) د رحلت په مناسبت یی وکاږم د دغه درنه او ویاړلی شخصیت د وفات له کبله زموږ د هیواد یوه برمیاله، ویاړلی، درنه او هسکه شمله راپریوته چی د افغان ولس او زموږ د ویرجن او غم ځپلی تاریخ لپاره یوه ستره نه جبیره کیدونکی ضایعه او ملی غمیزه ده.

هاتف صاحب په ریښتینی توګه د افغانیت، انسانیت او د اسلامی اخوت هاتف و په خپل وطن او ولس مین او په دی لاره کی یو زړور، هوډمن او بی ساری مشر و چی د ژوند تر پایه پوری د خپل هیواد او خپلو خلکو د سوکالۍ، نیکمرغۍ او ملی پخلاینی ریښتینی ارمانجن او غوښتونکی و.

د خورا درنښت او ستر وقار څښتن هاتف صاحب یو بی کبره، متواضع، حلیم، خړپړ پښتون او بی تعصبه افغان و چی ورسره جوخت د پوهی، سلیم منطق او سیاست یوه ستره خزانه او بهانده چینه وه.

زه او زما کورنۍ په دغه زړه بوږنوونکی غم کی د هغه د درنی او قدرمنی کورنۍ او معززو دوستانو سره ځانونه شریک بولو.

د زړه ډاډینه او جمیل صبر ورته غواړو.

إنا لله وإنا إليه راجعون

هاتف صاحب! د فردوس جنت دی په نصیب شه په مخه دی ښه شه. پوهیږم چی پخپل درنه او ویاړن قبر کی به دی هم خپله سپیڅلی او پاکه اروا خپل دردیدلی ولس او غم ځپلی وطن ته نا ارامه وی ځکه دی په مړینه افغان ولس ویرجن او غمجن دی.

هاتف صاحب! موږ ستا په تلپاتی درنه نوم او سترو کارنامو ویاړو هوکی تر مرګ وروسته دی هم د یادونو او سترو خاطرو ژوند پیل شو ستا ښکلی شخصیت تل ژوندی او د ټولو افغانانو په زړونو کی به دی یادونه همیش لکه بلی ډیوی بلیږی.

خادم چی په رښتیا وی څوک د ملک او ملت

وطن یی پس له مرګه په مدفن فخر کوی

بسم الله اکبري هالنډ ۲۰-۰۸-۲۰۱۳

 

 

 

 

 

 

توجه!

کاپی و نقل مطالب از «اصالت» صرف با ذکر منبع و نام «اصالت» مجاز است

کلیه ی حقوق بر اساس قوانین کپی رایت محفوظ و متعلق به «اصالت» می باشد

Copyright©2006Esalat

 

 

www.esalat.org