یکشنبه، ۱ جون ۲۰۱۴

مسوولیت مقالات، مطالب و نبشته های نشر شده در «دیدگاه ها» به دوش نویسنده گان آنها میباشد

حکيم روان

عبدالله عبدالله، پرون، نن او سبا

احمد شاه مسعود و عبدالله همراي قاضي حسين احمد رهبر جمعیت اسلامي پاكستان در پنجشر در سال 1994

 

اصالت» در قبال مطالب منتشره در دیدگاه ها هيچ مسووليتي ندارد و با احترام به آزادي بیان و دموکراسي

 نميخواهد سانسور نمايد و دست رد به سينه نويسنده گان بزند)

 

 هغه بګنوونکی شپې او ورځې زمونږ د هيوادوالو د هر کس په ياد دی، داسې پېښې په پيړيو پيړيو د خلکو او تاريخ په حافظه کې ژوندی او نه هيريدونکی پاتې کيږی. کله چې د ۱۳۷۱ کال د ثور په اتمه د غلو غدۍ په ميړنی کابل راوختې او نازولی کابل يې د پاکستان د فاشيستی رژيم د نقشو او د پاکستان د تندلاری مشر ضياءالحق د پلان او د آی-اس-آی د دوزخی سازمان د رئيس اختر عبدالرحمن د آرمان سره سم د اور په لمبو ډوب کړ. د کابل ۶۰۰۰۰ بيګناه او معصوم اوسيدونکی د داړه مارانو لخوا، واک ته د رسيدو له پاره او ددې له پاره چې څوک بايد سرچور وي، ووژل شول او په لسګونو زره خلک له خپل ټاټوبی کابل څخه وتلو ته اړ کړل شول. د زرګونو خلکو په شتو او کورونو تالانګرو خيټې واچولې. د چا له ياده د هغه بې ساری ناورين ترخې شيبې وتلای شی؟ په کومو کې چې د کابل ښاريان د کابل له يوې ناحيې څخه بلی ناحيې ته تللای نه شول او ددې کار له پاره بايد له څو پا ټکونو تېر شوی وای او په هر پاټک کې يې بايد د شورای نظار، جمعيت اسلامی، اتحاد اسلامی، حزب اسلامی او حزب وحدت ټوپکيانو ته پيسې او رشوت ورکړی وای تر څوپه خپل کابل کې له يوه ځايه بل ځای ته ولاړ شوی وای. که پيسې به يې ورسره پيدا نه کړی، د لاس ساعت او بوټونه يې هم تری اخيستل. ټول افغانستان جنګی غنيمت شمېرل کيده، د هغه ټولې شتمنی ددوی د جهاد غنيمت وو. ټولې دولتی او شخصی شتمنی د غلواو زورواکو لخوا چور او غصب شوې. د کابل ښاری برقی موټر چې پاکستان ته د چلولو او بيولو نه وو، کباړ کړل شول او ټوټې يې ناپاکستان ته انتقال شوې او خرڅې شوی. د پاکستان د هغه وخت صدراعظم نواز شريف چې اوس يو ځل بيا صدراعظم شوی دی هغه وخت لاپې او شاپې وکړی چې دده له سترو خدمتونو څخه يو دادی چې د افغانستان د پيړيو پيړيو ازمايل شوی اردو يې له منځه يووړه. د اردو له منځه وړل ځکه د پنجابی واکمنانو ارزو وه، چې افغانستان بې سرپوښه او بی دفاع کړی او دوی په آزاد لاس زمونږ د هيواد په چارو کې مداخله وکړی. په پاکستان پورې تړلو وطن پلورونکو جهادی تنظيمونو د افغانانو وينو ته د تږو پنجابی واکمنو دا هيله تر سره کړه اود افغانستان زړوره او په وطن مينه اردو يې د نابودی کندې ته ور ټيله کړه. مجاهدينو د افغانستان د اردو مدرنې وسلې پاکستان ته يوړی او د افغانستان د اردو سرلوړی افسران يې له وطن څخه ايستلو ته اړ کړل، په دې ډول يې د افغانستان د لومړی درجه دښمنانو تاريخی آرمان سر ته ورساوه. واک ته د رسيدو له پاره جهادی لنډغرو ښکلی او تاريخی کابل په تنور بدل کړل او پخپل منځی جګړو کې يې ګران او نازولی کابل داسې وران او ويجاړ کړ چې خاورې او ايرې به يې د کالونو کالونو لپاره هغه په غم او وينو لړلی صحنې افغانانو ته ور يادوی. د هغه وخت د پاکستان د داخله چارو وزير نصيراله بابر په دې موکه د مجاهدينو تر منځ د خونړيو نښتو اصلی قوماندان وو. د ربانی د حکومت د ټولو وزيرانو سره يې د خپلو مريانو په څېر رفتار کاوه. جنرال عبدالرشيد دوستم د هغه وخت د مجاهدينو د حکومت او د هغوی د پاکستانی بادارانو تر منځ د اړيکو په باب وايي: « يوه ورځ د ربانی د وخت يو وزير، زه او نصيراله بابر يو ځای سره ناست وو او نصيراله بابر د مشاور په توګه د مجاهدينو تر منځ د اختلافاتو په هکله زمونږ سره خبرې کولې، د خبرو په لړ کې ياد وزير نصيراله بابر ته وويل چې نوموړی د نصيراله بابر سره موافق نه دی. نصيراله بابر وار د واره د خپل تخرګ لاندې کوتک چې هر انګريز او پاکستانی افسر يې د ځان سره ګرځوی راويوست او د وزير سترګو ته يې ونيو او ورته ويې ويل چې که بيا داسې څه در څخه واورم په دې کوتک به دې سترګې راوباسم او وزير ته يې وويل چې له دې ځايه ووځه او زما له سترګو ځان ورک کړه. دوستم وړاندې وايي چې د وزير له وتلو وروسته ما ورته وويل چې بابرصاحب، مونږ افغانان يو او لکه د وزير سره دا ډول برخوردونه نه شو زغملای. نصيراله بابر وويل، چې جنرال صاحب، زه خو دا خلک پيژنم. »

په رښتيا سره نصيراله بابر په پاکستان کې جوړ شوی تنظيمونه ښه پيژنی، ځکه د دوی د لاس جوړ شوی وسايل او آسباب دی.

دا تر اوسه پورې چې آی-اس-آی د افغانانو د وينو تويولو له پاره خونړی ډرامه جوړه کړی ده او په خرپ همداسې د کالو په اوږدو کې روانه ده، دا يواځې طالب نه دی چې له آخوا يې راليږی، بلکې دلته ګڼ شمېر تنظيمونو او د ددې تنظيمونو وتليو څيرو چې د افغانستان حکومت، پارلمان، عدلی او قضايي ارګانونه يې تسخير کړی دی، هم د آی-اس-آی د برنامو او پروګرامونو مطابق کار کوی. يانې آي-اس-آی د خپلو مزدورانو په واسطه افغانستان له داخل او خا رج څخه ورانوی.

که د پوليسو يو وطنپالونکی قوماندان د پاکستان د راکټی بريدونو په غبرګون کې ووايي چې زه متقابل ځواب ورکوم. سبا يې له دندې ګوښه کيږی او کور ته استول کيږی. په دې هم بسنه نه کيږی، لا پسې ګواښل کيږی. دا افغان وطنپالونکی قوماندان څوک له دندې ګوښه کوی؟ دا کار د آی-اس-آي هغه مامورين کوی چې د ښاغلی کرزی په شاوخوا کې را ټول شوی دی.

 محترم عبدالله عبدالله د جمهوری رياست اوسنيو ټاکنو ته کانديد، د کرزی د حکومت خارجه وزير د نظار شورا غړی، د شمال ائتلاف سردمدار، د وروڼو قومونو تر منځ د نفاق د ميدان اتل، په کابل کې د تنظيمی جنګونو، چور او چپاول، خونړيو نښتو او انسانی ضد فجايعو له څرګندو څيرو څخه دی، د عبدالله عبدالله او دده د ملګرو او نننيو متحدينو د نوم سره د کابل تباهی او د کابل د زرګونو بيګناه ښاريانو مرګ او ژوبله تړلی ده. د ښاغلی عبدالله عبدالله او دده د ملګرو لاسونه زمونږ د زرګونو بيګناه وطنوالو په وينو لړلی دی. داده د عبدالله عبدالله پرون. د عبدالله پرون نن هم ادامه لری. برسېره پر دې چې عبدالله د همدې کرزی د کابينې خارجه وزير وو، او د خارجه وزارت کارنامی يې هم ټولو ته مالومی دي، دده د څنګ ياران او شريکان همدا نن د کرزی واليان وزيران او معاونين دی. د کرزی په ټولو افتخاراتو کې عبدالله شريک دی. عبدالله او دده شريکانو د کرزی سره شرکت په ګواښونو هم ساته. د هيچا هېر نه دی چې قسيم فهيم لکه نن عبدالله او دده د ټيم کسان او ددې غدۍ تر ټولو لوی پهلوان عطا نور، چې د ټاکنو په اړه ګواښونه کوی، د واليانو په غونډه کې غرو ته د ختلو ګواښ وکړ.

 انسان حيران پاتې کيږی کله چې وينی هماغه څوک د خلکو څخه د باور رايه غواړی، چې ددوی په وينو يې لاسونه ککړ او پر کورونو يې چپاؤونه کړی او د خلکو د بی آبی او بی عفتی سبب ګرځيدلی دی. عبدالله عبدالله د خپلو قربانيانو څخه د اعتماد رايه غواړی! داده د تاريخ مسخره!!!

 د امريکا په متحده ايالاتو کې يوې زړورې افغانې ميرمنی عبدالله عبدالله ته د خارجه چارو د سروالی په موکه وويل چې: «د باور وړ امريکايي منابعو له قوله تاسو د افغانستان په سر، له امريکايي استخباراتو د مليونونو ډالرو بکسونه اخيستی او پخپل شخصی جبيب کې مو اچولی دی او داچې تاسو د افغانستان د خلکو په سرنوشت تجارت کوئ او لاسونه مو د کابل د زرګونو بيګناه اوسيدونکو په وينو لړلی دی، وويل چې: «خوب کرديم، خوب کرديم ».

دادی زمونږ يوې ربړيدلی او غمځپلی خور ته خدای مکړه زمونږ د راتلونکی ولسمشر ځواب!

نږدې دوی لسيزې ښاغلی عبدالله او د هغه ملګری زمونږ د خلکو په برخليک واکمن دی، خو د خپلو خلکو سره د ګذارې او برخورد لومړنی نورمونه هم نه مراعاتوی.

د ښاغلی عبدالله عبدالله ځای ناستی محترم رنګين دادفر سپنتا د يوې مصاحبې په ترڅ کې وويل چې « دا حقيقت دی چې عبدالله عبدالله په خارجه وزارت کې قومی انډول له منځه وړی او د قومی او ژبنی تعصب نښې له ورايه څرګندې دی. »

زه نه پوهيږم چې ددې تولو ناکردو سره سره عبدالله عبدالله په کوم مخ او کومو سترګو د خلکو څخه رايه او اعتماد غواړی؟

د ښاغلی عبدالله عبدالله د تېر حکومت ناکردې او نا ځوانۍ کوم چې د روسی –ايرانی استخباراتو د تصديق مهر يې په يوه مخ او د آی-اس-آی د تصديق مهر يې په بل مخ لګيدلی وو، تر اوسه د چا د ياده نه دی وتلی.

په داسې حال کې چې عبدالله عبدالله د کرزی د فاسد حکومت غړی او ددې فاسد حکومت اکثريت لوړپوړی چارواکی دده د ډلې کسان دی، خلکو ته په سپين سترګی سره په سترګو ور ننوځی او ادعا کوی چې په اپوزيسيون کې واقع دی. دې ته وايي سپین سترګی، چې هم يې حکومت انحصار کړی دی او هم اپوزيسيون! خلک ټول په دې پوهيږی، څوک خو ړانده نه دی.

که سبا ښاغلی عبدالله عبدالله بيا واک ته راشی، همدا مفسدين به په لا زيات غور او پش سره رشوتونو، چور او چپاول، د مخدره توکو قاچاق او توليد ته زور ورکړی. ځکه د دې ډلې تېر جنايات بې محاکمې پاتې شول، که دا وار بيا په ځانګړی توګه که په اصطلاح د خلکو د رايې له لارې حکومت ته راشی، نو د افغانستان د خلکو دې خدای مل شی. تر اوسه خو يې چيغی د عبدالله د ملګرو قوماندانانو او زورواکو له لاسه تر آسمانه رسيدلی دی، دا وار به يې چيغې تر آسمانو هم تېرې شی.

د عبدالله عبدالله ولسمشر کيدل په بهترين صورت کې د نن ادامه ده، مانا دا چې د ننی حکومت دوام دی، چې د عبدالله ملګری يې اکثريت تشکيلوی او په حقيقت کې د جهادی قوماندانانو او مختلفو تنظيمی زورواکانو يو معجون دی.

تصادفی نه ده چې د کرزی وروڼه، زلمی رسول او شيرزی د عبدالله تر څنګ ودريدل، د عبدالله څخه د زلمی رسول او شيرزی ملاتړ په حقيقت کې د حامد کرزی او قسيم فهيم د نامقدس اتحاد ادامه ده.

د ولسمشری نوماند دوکتور اشرف غنی احمدزی د يوه ژورنالست د پوښتنې په وړاندې وويل چې « کله چې زه د ماليې وزير وم، قسيم فهيم را څخه په وار وار وغوښتل چې بايد د ۲۷۰۰۰ وسله والو کسانو په نوم معاشونه ورکړم. خو ما ورته وويل چې يو قيران او يوه حبه ددې ملت مال به را څخه ونه وينې او زه له هيڅ ډول ګواښ څخه نه ويريږم.»

پوښتنه داده چې په دې هېواد کې ددې هيواد اصيل بچيان نه شته؟ د کومو چې د بيګناه وطنوالو په وينو لاسونه نه وی سره او د هغوی شته او ناشته يې نه وی چور کړی او د خلکو د چور او چپاول له درکه مليونران شوی نه وی او پردو استخباراتو ته کار نه کوی، چې په دې ملک کې واک ته ورسيږی؟ هرومرو بايد ددې ولس په برخليک د غلو غدۍ واکمنی وی؟ ددې هيواد واکمن حتما بايد يو جاهل، غل، قاتل، قاچاقبراو رشوتخور وی؟

د افغانستان سرلوړی ملت نور دداسې ټيټو او ذليلو حکومتونو وړ نه دی! دا ملت حق لری چې يو رښتينی ملی، زړه سوانده، مسؤل، وړ، سرلوړی، پاک او خدمت کوونکی حکومت ولری! دا ملت حق لری چې داسې يو حکومت ولری چې د دې ملت ننګه وکړی، د هغو له حقوقو او آزاديو څخه دفاع وکړی، د تروريستانو، بنيادګرو، د پردو د جاسوسانو، غلو، قاتلينو، رشتخورو او وطن پلورونکو داړه مارانو په وړاندې، د خپلو خلکو ساتنه وکړی. زمونږ هيواد د نړی د هيوادونو سره سيال کړی، تر څو د يوه سرلوړی او ميړنی هيواد په حيث د نورو هيوادونو په قطار کې ودريږی او غيرتی نوم يې د تورو لستونو راووځي او د افغانستان اصلی هويت د يوه سوله دوست، باوقاره او د نړيوال اعتبار لرونکی هيواد په حيث بيرته اعاده شی.

زمونږ زړه ور ملت بايد په دې پوه شی چې زمونږ بی اصله ګاونډيان پاکستان او ايران تل غواړی چې زمونږ په هيواد کې د کرزی – فهيم او عبدالله – زلمی رسول او محقق په شان د بې وسه، کمزورو، معامله ګرو، په دوی پورې د تړلو او په فساد ککړو کسانو حکومتونه واکمن وی.

د داکتر عبدالله عبدالله څخه د پاکستان د آی-اس-آی د پخوانی بی شرمه مشر جنرال حميدګل ملاتړ په حقيقت کې د آی-اس-آی پراخی افغانی شبکې ته د ښاغلی عبدالله په ګټه د پراخ کمپائن دستور وو. آي-اس-آی غواړی چې د جهاد په نوم پر افغانستان د خپل زړه حکومت وتپي. په افغانستان کې يو بې وسه، بې پروګرامه او د عملی وړتياؤ فاقد حکومت د پاکستان موخه ده. پاکستان او ايران غواړی چې افغانستان په اوسنی حال وساتی او د ښيګڼې، بدلونونو او پرمختګ پر خوا ونه خوځيږی. له دې امله زمونږ عام المنفعه پروژې، مکتبونه، روغتونونه، بندونه، لارې او پلونه تر بريدونو لاندې نيسی. د وطن پلورونکو طالبانو په واسطه د پکتيا د مچلغو د بند د ساتونکی اتل خان ولی وحشيانه وژنه د دين او بی دينی سره څه تړاؤ لری؟ د افغانستان د بند ساتنه، د ښوونځی ساتنه او د وطن د بچيانو روزنه او پالنه بی دينی ده؟ د دين په نوم زمونږ ښوونځی سوځول کيږی، ښوونکی مو وژنی، دينی عالمان مو ترور کيږی، د ماشومانو، ښځو او سپين ږيرو او سپين سرو وينی مو په بی رحمی سره تويوی. تلپاتې او نه هيريدونکی اتل خان ولی طالبانو په ۸۲ ملی متری توپ وويشت. دا ولې؟

دا ورځ تنظيميانو او طالبانو د پردو په دستور او لارښوونه زمونږ پر غيرتی ولس راوستلی ده او بيا هم عبدالله عبدالله په بی شرمی سره، زمونږ د ولس مخې ته دريږی، د دين او جهاد په نوم رايه او باور ترې غواړی. د جهاد په نوم په مليونونو ډالرو او مجللو قصرونو يې وږی او حريصی سترګی نه مړيږی، غواړی چې ولسمشری ته په رسيدو سره د افغانانو په تن کې وروستی څاڅکی وينی هم وزبيښي. د پردو د مزدورانو او جهاد د ټیکه دارانو بی شرمی له حده تېره او په سترګو کې يې د حيا ذرې تری تم شوی دی.

په داسې حال کې چې دا بی شرمه په انتخاباتو کې ګډون کوی، خو د انتخاباتو سره موازی او غبرګ له سياسی او اجتماعی اخلاقو ليری د وينو په دريابونو او د لارو په بندولو او غرونو ته په ختلو ګواښونه کوی!

که خدای مکړه ښاغلی عبدالله ولسمشر شی، نو چې کومی وينی زمونږ د ولس په رګو کې پاتې دی، دا به په خپلو تنظيمی يارانو او متحدينو وويشی. کنړ به مو د پاکستانی راکټونو او چورلکو تر بريدو لاندې وی او مهاجرين به مو پاکستان ځان مرګو بريدونو ته تياروی او ايران به يې د سوريې جنګ ته استوی. له خوارانو او کمزورو به باج اخيستل کيږی، لکه نن د هغوی د شکايتونو، عذرونو او زاريو د اوريدو ځای به نه وي. د ښاغلی عبدالله د تيم اتحاد د همداسې کسانو او پر همدې بنسټونو منځته راغلی دی او ډېر ژر به د ولس سره خپلې ژمنی هيرې کړی او د ولس اعتماد به يوه نيکی او د خلکو احسان نه، بلکې د ځان مهارت او د خلکو بی عقلی وشمېري. د ښاغلی عبدالله ټيم د داسو کسانو ټيم دی چې په مکه کې په قرآن قسم ورته څه نه وو، نو بيا به د خلکو سره ژمنې څه اهميت ورته ولری؟

هېوادوال بايد پوه شی چې د ښاغلی عبدالله حکومت د بی نظميو او ګډوډیو حکومت دی. د عبدالله حکومت د ۱۳۷۱ د انارشيو او ملوک الطوايفی حکومت دی. زورواکان به د پرون او نن په شان قانون ماتوی او قانون به يواځې د کمزورو له پاره وی. زور او وسله به حکومت کوی. زورواکی به واکمنه شی، د هيواد د ښځو د مرئيتوب او اسارت ځنځيرونه به نور هم درانه شی. د روښانه راتلونکی، تحصيل او کار له پاره به زمونږ د ځوانانو او پيغلو د تنکيو آرمانونو غوټۍ ورژيږی.

تنظيمی او طالبی حکومتونو افغانستان د هيروئينو او مخدره موادو په دوزخ واړاوه. د ښاغلی عبدالله حکومت به ددې دوزخ پر اور نور هم تېل وپاشی. ځکه دده ډيری ملاتړی، لوړپوړی چارواکی د هيروئينو ټيکه داران دی.

همدارنګه تنظيميانو خپل مخالفين د طالبانو په نوم د بهرنيانو په لاس ورکړل، د ښاغلی عبدالله د حکومت بله «ګټه» به دا وی چې سولې ته متمايل طالبان به په سوله باور له لاسه ورکړی اود سولی له پاره کمزوری احتمالات به نور هم کمزوری شی.

دا او دې ته ورته نور ټول عوامل به لاس په لاس شي او ددې له پاره به زمينه برابره کړی چې نړيواله ټولنه به خپلې مرستې د غلو حکومت ته ودروی، ځکه هغوی د جهادی حاکمانو پر خلاف خپلو ماليه ورکوونکو ته مسؤليت لری. بهرنيان به مجبور شی، تر څو خپل بار او بستره وتړی او افغانستان بيا د القاعدې، تنظيمی او طالبی ګډوډيو او وينو تويولو په مسلخ واوړی.

هيله ده چې زمونږ غيرتی ولس نور ونه غوليږی او د خپلو مټورو ځوانانو او حياناکو پيغلو د شريفانه آرمانونو سپيړلو ته رايه ورکړی او په دې توګه د خپلو نسلونو په وړاندې تاريخی مسؤليت په ښه توګه سر ته ورسوی. ومن الله توفيق

 

 

 

مسوولیت مقالات، مطالب و نبشته های نشر شده در «دیدگاه ها» به دوش نویسنده گان آنها بوده

و الزاماً بیانگر نظرات و دیدگاه ادارۀ سایت «اصالت» نمیباشد.