دوشنبه، اول دسمبر  ۲۰۰۸

 

چه پوه شومه سیفو شومه

راځی چه لږ وخاندو


زبیر شیرزاد

د نن څخه د ډبر پخوا روایت دی چه یو تن د ډیری دارایی او اقتدار خاوند وو، هم یی حکم چلیده او هم هر څه یی چه ویل او هر څه یی چه غوښتل هغه کیدل، دی خبری دوه علته درلوده، اول دا چه ډیره دارایی د پلاره څخه ورته په میراث پاتی شوی وه  او دویم دا چه پلار یی ښه یاران درلوده او دی پخپله هم د قوی هیکل خاوند وو. هره ورځ به ښکار ته د یوی زرکی یا سیسی د پاره به یی د ځان سره دوه تواچی، ۲۰ داخلی او خارجی باډیګارده او ۲۰ خدای بخښلی که خان صاحب حد اقل ورته د غرمی ډودی او چای ورکړی ګرځول. ځمکه  سرای او پیسی د یو با عزته پلاره څخه ورته په میراث پاتی وو، خو کله چی با عزته پلار یی مړ شو نور نو خدای ورکړه او یو متل دی چی: "پلار ګټلی ځوی ته ده آسانه" او ده هم د پورته متل په شان په مزو چړچو یی پیل وکړ. نه د کلی د غریبو درد ورسره وو نه د کلی د غریبو په غم کی ځان شریک  ګاڼه، ده خو کوم بل تجارت هم نه درلوده او د کومی فابریکی خاوند هم نه وو فقط د یو عیاش سړی په توګه به یی ژوند کاوه او د عیاش سړی د پاره ډیری پیسو ته ضرورت وو. ده د هیچا پروا نه کوله، د کلی د سپین ږیرو او د اهل صالح خلګو خبرو ته یی هم غوږ نه نیوه او په خپل کور کی فقط د پدرسالاری حکم چلاوه، څه یی چه زړه غوښتل هغه یی کول که څوک خوښ وو او که خفه.

دده جناب نوم خان صاحب سیف الله خان وو، خان سیف الله خان دومره ټنبل وو چه حتی حج ته هم  لاړ نشو، که حج یی کړای وای ده به یو بل نوم هم ګټلای وای یعنی خان صاحب حاجی سیف الله خان به تری جوړ شوی وای خو دی وروسته په دی پوه شو که نه دا کار یی هم کاوه. دا د ده په ژوند کی یوه بله غلطی وه چه ولی خپل نوم سره یی د "حاجی" نوم ور زیات نکړ. ده کولای شو د "حاجی" د نوم په ګټلو سره د خپل یو څه بد کارونه پټ کړی وای. هو، خان سیف الله خان هره ورځ د پلار جایداد چه پلار یی په ډیرو مشکلاتو پیدا کړی وو په ډیرو کمو پیسو خرڅاوه او خلګو ته یی قواله ورکوله او ورباندی میلی او چړچی کولی، څوکاله تیر شو د دی  څو کالو په موده کی هر ډول عیاشی او بی پروایی چه زړه یی غوښته وکړه او د نورو خبرو ته یی غوږ و نه نیوه، د بی پروایی له امله نور هم زهیر شو، د پلار جایدا د یی هم څه کم شو د مودی په تیریدو سره خان سیف الله خان په سیف الله خان بدل شو یعنی اول د "خان" کلمه یی د نوم څخه لیری شوه او سیف الله خان شو بیا هم همغه میلی چړچی یی روانی وی او د نورو ګټورو مشورو ته یی توجه و نکړه او بی پروایی ته یی  ادامه ورکړه او د خپل د کورنی او انډیوالانو خبره یی هم نه اوریدلی نو همغه وو چه سیف الله خان ته چا بیا خان سیف الله خان نور و نه ویل او په آخره کی خان سیف الله خان چه سیف الله خان شوی وو څو موده وروسته په سیف الله بدل شو. دا مغروره هیڅ په ځان پوه نشو چه ولی پرون ددی کلی او ددی سیمی خلګو راته خان سیف الله خان ویل او بیا یی راته سیف الله خان ویل او اوس راته سیف الله وایی. دا پرونی خان سیف الله خان  نور هم هماغسی بی پروا او ټنبلی کوله د کلی او سیمی هوښیارو خلګو ورته هر څومره  چه وویل بیا یی هم وانه وریده د هغه با عزته پلار نوم یی هم و نه ساته چه په ډیر مشکلاتو یی جایداد ورته پیدا کړی وو. د پلار مشکلات یی هم په نظر کی و نه نیول او د پلار جایداد یی نور هم  خرڅ کړل.

سیف الله خان چه په سیف الله باندی بدل شوی وو او سیف الله تر ډیری مودی پوری بیا هم متوجه نشو بیا هم مغروره ګرځیده د پښو په څوکو ګرځیده او د دنیا نه داسی بی خبره وه چه کلی کی څوک ډودی لری که نه،  څوک مړه دی او که څوک ژوندی دی  او که کلی کی څوک مریضان دی. ورو ورو پرونی خان سیف الله خان چه په سیف الله بدل شوی وه او په آخره کی چه د خپل د ناپوهی په نتیجه کی په سیفو بدل شوی وه یوه ورځ د کلی سلمان یی ځان ته راوغوښت خو د کلی هوښیار سلمان دده کور ته ولاړ نشو. خان سیف الله خان بیا یی یو نفر ورپسی ولیږه بیا هم د کلی سلمان را نه غی او د سیفو چه ږیره یی لویه شوی وه او ویښته یی هم قیچی کیدو ته ضرورت پیدا کړی وو مجبور شو خپله د کلی سلمان چه آدم خان نومیده او ډیر هوښیار سړی وو خواته لاړ. آدم خان کاکا نه تنها سیف الله خان ته، بلکی د کلی نورو خلګو ته به یی هم نصیحت کوه او هر څوک به یی خپلو ښو او بدو کاروته متوجه کول. د سیف الله سره یی خبری کولی د خبرو په جریان کی چه ږیره یی هم ورته لمده کړی وه او په مخ یی ورته چاړه ایښی وه ورته وویل: سیفو څنګه یی،  ژوند دی څنګه دی؟ ږیره دی چپه وخریم او که یو ځل. ویښته دی څه رقم جوړ کړم؟ د پرون خان سیف الله خان  په شان او که د نن ورځی د سیفو په شان. سیفو ته چه ځان پرونی خان سیف الله خان ښکاریده دومره په قهر شو نږدی وو چه آدم خان کاکا خام وخوری، آدم خان چه ډیر هوښیار صادق او ایمانداره کلیوال سړی وه په ډیر حوصله یی ورته وویل: ته اوس رښتیا سیفو شوی یی، غلی کینه او راته غوږ شه. ته اوس هم په سپین آس سپور یی، ځان "خان" بولی دا پرون چه په آس سپریدی ته رښتیا خان سیف الله خان وی او د یو شریف خان ځوی وی او ټولو خلکو خان سیف الله خان بوللی نو اوس راته ووایه ای ناپوهه څه شو د تا د پلار جایداد؟ څه شو د تا د پلار سرای؟ څه شو د ستا د پلار نوم او څه شو  د ستا او د ستا د پلار یاران؟ څه شو د تا د ښکار ډلی ډلی ملګری؟ څه شو هغه ډهل او سورنی ؟ څه شو د تا د حجری جمع او جوش؟ دا ته وی چه ستا د پلار یاران  د ستا د پلار مځکه ستا د پلار جایداد ټول له لاسه ورکړل او ټول دی لیلام کړه ته ډیر کم عقل یی تا ته اول ټول کلی خان سیف الله خان ویل خو کله چه په سیف الله خان بدل شوی بیا هم ته متوجه نشوی تا ولیدل چه ورو ورو زړو وړو ځوانانو او پیغلو تاته سیف الله ناری وهلی ته بیا هم پوه نشوی حتی د خپل د نوم څخه دی د "الله" نوم هم کم شو زه لاړ شه که نه په دی چاړه دی حلالوم، ته اوس سیفو یی، پرون زه درتلم چه ستا ږیره او ویښته اصلاح کړم او اوس ته راغلی یی ته بیا هم پوه شوی نه یی او ته بیا هم نه پوهیږی چه ته پرونی خان سیف الله خان نه یی، باید پوه شی چه اوس سیفو یی، ښه فکر وکړه. د آدم خان خبرو ورباندی ډیر تاثیر وکړ او وویل: آدم خانه وروره خدای دی درسره ښه وکړی خو ډیر ناوخته دی پوه کړم، کاش کی دا خبره دی ډیر پخوا راته کړی وای، اوس چه پوه شومه سیفو شومه، پرونی خان سیف الله خان یا ننی سیفو په ژړا کور ته لاړ چه ځان را ټول کړی مګر یو څوک چی یو ځل دا ډول بدو کارونو ته مخه شی د هغه ټول ژوند همداسی وی.

زمونږ کرزی صاحب او ربانی صاحب هم د خان سیف الله خان په شان چه اوس په سیفو بدل شوی دی او اوبه یی تر ستونی راغلی دی اوس چه زمونږ د نیکونو وطن یی وران کړی او زمونږ خټین کورونه یی په کنډوالو بدل کړی دی، اوس چه زمونږ د خلګو مرګ یی وړیا او لیلام کړی دی یو د ناټو د قواوو د وتلو تقسیم اوقات (محال ویښت) غواړی او ربانی صاحب د ملی مشارکت حکومت، اوس دوی ته  ډیر ناوخته ده، دوی هم لکه سیفو غوندی ناوخته پوه شوی دی. نور زمونږ د قهرمانو خلګو په وینو قمار وهل امکان نلری.

 د یو مستقل، آزاد، دموکرات او سرلوړی افغانستان په هیله !

 

زبیر شیرزاد

(تایپ کامپیوتری از ع . ق . فضلی)

 

    توجه !

کاپی و نقل مطالب از «اصالت» صرف با کسب مجوز کتبی از «اصالت» مجاز است !

کليه ی حقوق بر اساس قوانين کپی رايت محفوظ و متعلق به «
اصالت» می باشد.

Copyright©2006 Esalat

 

 

www.esalat.org