دهېواد سخت شرايط د افغانانو واحد عمل غواړی!

دا ليکنه تير کال په افغانستان کې چاپ شوی ده. کيدای شی چې ځينې مطلبونه يې زاړه وی، خو اصلی منځپانګه يې زړه نه ښکاری  او دادی يوځل بيا د ويبسايت له لارې  درنو لوستونکو ته وړاندې کيږي:

 

تاریخ ارسال به «اصالت»:

Mon, February 8, 2010 12:54

لیکوال: نورمحمد غفوری
 

په اوسنیو شرایطو کې افغانستان په خورا ستونځمن حالت او افغانی ټولنه د خپلې تاريخي ودې د بهير په خورا سخت او پيچلی پوړکې قرار لری. د دولت په موجودیت کې عملا د حاکمیت خلا موجوده ده. زموږ  په کورنيو چاروکې د ګاونډيو او نورو خارجی هيوادونو او  ځواکونوبربنډې لاس وهنې ډيرې پراخه دی. دې وضعیت نه يوازې د اوسنی سیاسی سیستم مخالفینو ته د جګړې او وسلو د کارولو بهانې په لاس ورکړې، بلکې دولتی مشران يې هم ناراضه او ناامیده کړی دی.

د تيرو اتو کلو پېښو په ډاګه څرګنده کړه چې نه يوازې په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې په لاس او ملاتړ جوړشوئ دولت د افغانستان د بیارغونې او دموکراتیکو ريفورمونو په اجرا کې ناکامه پاته دی، بلکې پخپله  «نړیواله ټولنه» هم  زموږ ولس، خپلو ملتونواو په مجموعی ډول نړیوالو ته د ورکړل شوو وعدوپه تر سره کولو کې بریالی نشوه. په افغانستان باندې د امريکا او د هغو د مؤتلفو ملګرو د پوځی یرغل په درشل کې اعلان  شوی هدفونه د دوی په قول د طالبانو د «بنیادګر او تروریستی» دولت له منځه وړل، د القاعدې او طالبانو د مشرانو-  بن لادن او ملا محمد عمر -  نيول، په افغانستان کې دولس له ارادې سره سم  د دموکراتيک نظام ټينګول،  د جګړې ځپلی او وران افغانستان بیارغونه او په دې جغرافيایی ټوټه کې د اوسیدونکو خلکو د ژوند د سطحې لوړول، د مخدره موادو د کرلو، ليږدولو، توليد او استعمال په ضدمبارزه او په هيواد او منطقه کې د تروريسم  او تروريستی اعمالو مخنيوی  ؤ. خو دادی تر اتو کلو زیار او ایثار وروسته یې هم د خپلو هدفونو په تر لاسه کولو کې  غوڅ بریالیتوب نه دی تر لاسه کړی..

دامریکا او د هغو د اتلاف د شریکانو د پوځي عملیاتوپه پایله کې  د طالبانو حکومت را وپرځول شو، خو عملا د هغو په قطعی ماتې برياليتوب ترلاسه نه شو.  د القاعده او طالبانو رهبران  يې ونه شوای نیولای. په هيواد کې سیاسی واک له طالبانو څخه واخيستل شو خو په بدل کې  يې پيژندل شوو جګړه مارانو،  د ملی او شخصی شتمنیو په وړاندې بې پرواکسانو، د فردی آزادیو ضد دیکتاتورانو،  فناتيکو راديکالانو او له غربي هېوادونو څخه را لیږل شوو بې تکيې او په تودو کې بې نفوذه بیروکراتانو ته وسپارل شو،  چې ډیر يې د وطن او  ولس د خدمت  پرځای د خپلو جيبونو او بانکی حسابونو په ډکولو لګيا دی. د خارجی هېوادونو او ځواکونو د لاسوهنو، سازشونو او فرمایشونو په نتیجه کې رامنځته شوی دولت د افغانستان ملی ګټو ته د رښتینو وفادارو کسانو څخه نه، بلکې د پرديو هېوادو د ګټود ساتندویانو له ميخانيکي مجموعې څخه جوړ شو.  د کوچنی اقلیت څخه جوړ شوی  او له  ولسی تودو څخه تجرید افغانی دولت  په تيرو اتو کالونو کې په دې ونه توانېده چې  په افغاني ټولنه کې حداقل مشروعیت تر لاسه کړی او د ټولنې د اکثريت نظر ځان ته راواړوی. نه یوازې دا چې په عمل کې د ولس له خوښې سره سم دموکراتیک او مترقی نظام په هیواد کې رامنځته نه شو، بلکې امنيتی وضعه خرابه شوه. جنګ او جګړو شدت او پراختيا وموندله. د افرادو شخصی آزادی او مصئونیت تضمین نه دی.  برمته نیول او په کوچنیانو باندې جنسی تعرضونه ډیر دی.  هره ورځ په لسګونو وګړی په مختلفو پيښو کې په رنګارنګ سببونو له منځه ځي.  . ښوونځي سوځول کيږی او د زده کوونکو نجونو پرمخ تيزاب شيندل کيږی. ځان مرګې حملې ډيرې شوی دی.   لنډه داچې د جرمو، جنحو او جنايتونو لړۍ ډېره چټکه پر مخ روانه ده.

په ډېرو ځایو کې د بیا رغونې پروسه ډیره پڅه ده. په ځينو  ولایتونو کې یا دولتی ارګانونه د فعالیت قابلیت نه لری او یا هم له لویو ستونځو سره مخامخ دی.  په هيواد کې ځينې دولتی مؤسسې، فارمونه فابريکې او نور اقتصادی او تولیدی تأسیسات  د آزاد بازار پر آرونود خصوصی سکټور د فعالیت د ګړندی کيدو تر بهانه  او نامه لاندې د خصوصی کيدو (پریواټيزاسیون) په پروسه کې معینو کسانو ته د کمو بیو په مقابل کې «ډالۍ» شوې. له ګمرکی عایداتو څخه د شخصی او ګروپی ناوړه ګټو اخيستنه دوام لری. د کورونو د بیو د لوړېدو په نتيجه کې د کورونو کرايې لوړې شوې.  لنډه داچې دخارجی ډيرو مرستو سره سره هم د غريبو او متوسطو ټولنيزو طبقو او قشرونو په ژوند کې د لید وړ ښه والی نه دی راغلی.  د فقر او بډايۍ ترمنځ واټن ورځ په ورځ مخ په زیاتېدو دی.

په افغانستان کې د مخدره موادو کرهڼه، قاچاق، توليد او استعمال  لا رواج لری. د افغانی کډوالو ستونځه، چې د افغانی ټولنې تر مخ د پرتو غوره ستونځو څخه ګڼل کيږی، د حل پر ځای د پړسوب پر خوا روانه ده.   داسې دولتی ځواک او ارګان نشته چې  عملا د افرادو له فردی آزادۍ څخه دفاع وکړای شی.  په هيواد کې لا تر اوسه داسې خپلواک، په بین المللی او ملی حقوقی نارمونو پوه او باورمند،  ځواکمن او واکمن قضایی ارګان نشته چې د بشری حقوقو په اړه د نړیوالو منل شوو نارمونو سره سمې پريکړی وکړی. امنيتی ځواک هم په داسې حالت کې نه دی چې د قضا لخوا د نیول شوو تصمیمونو پلی کيدل په سم ډول عملی کړی.

د داخلی او خارجی غرضداره ځواکونو په لمسون د افغانستان د لرغونو او وروڼو قومونو ترمنځ په مختلفو ذريعو بدبینۍ او دښمنۍ ته لمن وهل کيږی. د يوه دين او مذهب پیروان د نورو  د لارویانو په وړاندې په رنګارنګ ډولونو تحريک او لمسول کيږی. د يوې ژبې ويونکی د نورو  د ويونکو او د يوې خوا او محل اوسیدونکي د هيواد د نورو سیمو د اوسیدونکو په ضد تحريک او جنګ او جګړو ته هڅول کيږی. دولتی او حکومتی اداری د اختلاس او فساد په داسې ناروغۍ اخته دی، چې ساری يې په تاريخ کې نه ليدل کيږی. په ځينو ځایو کې دولتی انتظامی ځواکونه د امنیت د راوستلو پرځای د بې امنيوسبب ګرزی. لنډه دا چې  د کابل د اوسنی دولت په شان کمزوری، بې کفايته او بې لياقته،  ضعيف، فاسد،  د ملي منافعو په وړاندې بې پروا، له مسلکی پوهې څخه بې برخې  اوپه برملا توګه  د خارجی هیوادو د ګټو د ساتونکو افرادو څخه جوړشوی  دولت به په غالب ګمان د هيواد په تاريخ کې نه وی تیر شوی.

 په هیواد کې د ډیرو ګوندونو، سازمانو، ټولنو او مؤسسو له موجودیت سره سره د دولت په مخالف لوری او اپوزيسیون کې هم داسې سیاسی، اجتماعی جوړښت نشته چې د خارجي او نړيوالو ځواکونو په وړاندې په منطقی او سوله ایزه توګه د سالمو او منل شوو سیاسی او ديپلوماتيکو لارو د افغانستان له عامو ملی ګټو دفاع وکړای شی.   ددې ډار شته چې له افغانانو څخه پخپل مورني ټاټوبی کې د پخپلې خوښې ژوند کولو آزادی واخيستل شی او د نورو د ژوند د طرز خامواو غیر ضروری پيښو او تقليد ته اړ ايستل شی.

افغانستان نن په نړیواله کچه د زبر ځواکونو ترمنځ د  يوويشتمې پیړۍ د ستراتيژیکو ګټو د ترلاسه کولو له پاره د کشمکشونو او د سیمې د هېوادونو د سيالیو د  دايرې په محراق بدل شوی دی.  په نړیواله کچه دکلتورونو، ايديولوژیو، مذهبونو او اديانو ترمنځ د سیالیو، کړکيچونو او خونړیو جګړو د فیصله کولو میدان ګرځېدلې دی.  په تاريخي لحاظ د نړۍ د ستر بین المللی ائتلاف له خوا د وسله والو ځواکونو د عملیاتو په ډګر اوښتی دی چې همدا اوس تقريبا د څلويښتو هيوادو له خوا،  شاوخوا  اویا زره وسله وال پوځ  دلته پروت دی او د نورو د را لیږلو پلانونه هم شته.   ټولو ته څرګنده ده چې دا پوځونه د  نړۍ په خورا مدرنو او عصری وسلو سنبال دی. د فوق العاده لوژستیکی خدمتونو او د سوق الجیش له هر ډول آسانتیاوو برخمن دی.  دا ځواکونه  پریمانه پیسې، وسلې او وسيلې په لاس کې لری. دې حالاتو افغانستان د نړيوالو جاسوسی او استخباراتی شبکو په قوی مرکز اړولی او د مختلفو هيوادونو او ځواکونو ترمنځ د یو بل په وړاندې د چالونو او جالونو د جوړولو او غوړولو له پاره ډیر اغيزمن ډګر دی.

په داسې سختو حالاتو کې د هيواد د انفراسټروکټور رغونه او رامنځته کول، د وږی، ناچاره او جګړې ځپلی ولس  د نس مړول، د ځان پټول، د سر د سيوری  موندل، د هغو د سواد او ښوونې او روزنې شرايط برابرول، د روغتيا غم يې خوړل او ډیر داسې نور هغه غټ پرابلمونه دی، چې د افغانانو دمتحد فعالیت او د نړيوالو مرستندویانو ترمنځ د همغږۍ پرته  يې حل کول ناشونی دی. 

د افغان ولس تر مخ د پرتو لويو ستونځو حل د ټولو کسانو دنده ده، چې د افغانستان په نامه  نومول شوې  جغرافيايی  سیمه  کې استوګنه لری. هر هغه څوک چې په افغانستان کې ژوند کوی، که نر دی او که ښڅې، که په هردين او مذهب عقيده من وی، که د هيواد په هر ګوټ کې ژوند کوی، که په هره ژبه خبرې کوی، که په هر اتنیکي ګروپ پورې تعلق ولری، که د هر ډول سیاسی مفکورې څښتن  او که هر رهبر او ګوند ته کار کوی  تر هرڅه لومړی دا دنده ور په غاړه ده چې د هيواد د پولو او د افغانانو د تاریخی وياړونوساتنه  او  د اسلام د دین او مختلفو مذهبونو د پیروانو د دينی مناسکو د ادا  د آزادۍ لپاره مبارزه وکړی.  په افغانستان کې د افغانانو د پخپل زړه ژوند کولو واک، په سوله او امنيت کې د ټولو اوسیدونکو له پاره د ژوند د شرايطو برابرول او د ښځو او نرو له پاره د انساني عزت او شرف خوندی کول د هرکس انسانی  او وجدانی مسئولیت دی. د دولتي بودجې، د اشخاصو له خصوصی امکاناتو او د نړیوالې ټولنې له مرستو څخه د غلا، چور او چپاول مخنيوی، د ټولو اقتصادی ، ټولنيزو او کلتوری ظرفيتونو او امکاناتو اغيزمن او پر ځای کارول  او د هیواد د بیا رغونې د پروسې چټکتياد افغانستان د هر وګړی په ګټه دی . دا او ځينې نور هغه څه دی چې د هيواد د لوړو ملی ګټو په دایره کې قرار لری  اوهيڅوک  ور سره مخالفت نه شی کولای  او باید ويې هم نکړی.

 د افغانستان د دموکراتيزه کولو، امنيت، ثبات او بيارغونې په بهير کې  تر اوسه پورې د همدا لږو لاسته راوړنو ساتنه هم په اوسنۍ شېوه او د اوسنۍ واکمنۍ له توانه وتلی کار دی. که موږ افغانان، د وحدت او اتفاق په لورځانونه ونه خوځوو او په ګډه سره لازم تدبيرونه ونه نيسو،    داسې خطر هم شته، چې دا اوسنۍ  لاسته راوړنې موهم له لاسه ووځي، د ژوند شرایط مو تر دې هم سخت  شی، بیرته په شا ولاړشو، په افغانی ټولنه کې انقطاب  نور هم زیات شی او هېواد مو د تجزيې له ګواښ سره مخامخ شی.

د عامو وطنی او سترو ملی ګټو ساتنه یوازې د يوه او يابل قوم، محل او یا سیاسی او ایديولوژیک ګروپ دنده نه ده، بلکې  دا د ټول ملت او د هغو د هر وګړی ځنډ نه منونکې دندې او مسئولیتونه دی او بايد په ګډه سره يې سرته ورسوو.  که کوم ځانګړی قوم، کومه سيمه، د کومې ځانګړې ژبې ويونکی، یو او یابل سیاسی ګوند او ټولنيز خوځښت د عامو ملی او سترو سراسری وطنی ګټو ساتنه د ځان انحصار او امتياز  وبولی، داسې فکر وکړی چې ددې چارو د اجرا توان او استعداد يوازې له هغه سره دی او نور ددې دندو اجراته پرې نږدی، دا به ډیره ستره تيروتنه، لويی غوښتنه  او د نورو وطنوالو په وړاندې د بې باورۍ او تحقير د تخم شيندنه وی.  که په يوه او يابله بهانه يو او يا څو ژبنی، محلي، دينی، قومی او یا سیاسی او ټولنيز ګروپونه ځانونه په دې حساسه تاريخي لحظه کې ددې سترو تاريخی او حساسو ملی مسئلو له حل څخه باسی، هغه د  کوم بل  یوه او يا څونورو په غاړه وراچوی، دا به هم د هغوی له خوا د وطن او ملت په وړاندې ستره جفا او بې مسئولیتی وی. تر دې ستره ګناه به داوي، که په داسې حساسو شرایطو کې کوم اتنیکی، ژبنئ، محلی او یا سیاسی ګروپ د عامو ملی او وطنی دندو له اجرا څخه ځانونه وباسی، هغه د بل محل ، قوم او سیاسی او مذهبی ډلې په غاړه ورواچوی او پخپله  هم بیا له موقع څخه په استفاده د خپلو روا او يا ناروا محدودو ګروپی ګټو د ترلاسه کولو له پاره  د هغوی په مقابل کې په  مبارزه لاس پورې کړی.  

د نړۍ، منطقې او زموږ د خپل هيواد د سياسی، ټولنيز او امنيتي شرايطو پيچلتیا هر چاته روښانه ده.  زموږ په هېواد، سیمه او چاپيریال کې  د پديدو او پروسو د ودې  لوری ناڅرګند او  تر زیاتې اندازې زموږ له واک او اختياره وتلی دی.  دا واقعیت باید و منو چې د نړۍ، سيمې او هيواد په دې مغلقو، سختو او وخت په وخت منقلبو شرايطو کې  ددې پراخه، هر اړخيزو، سترو تاريخي او ملي چارو تر سره کول د يوې مشخصې ډلې او سازمان له وسه وتلی کاردی. هيڅ اتنيکی، ژبنۍ مذهبی او يا محلی ډله نه شی کولای چې په تنهايۍ سره ددې سترو تاريخي او ملی پرابلمونو د حل له عهدې څخه ووزی.  دا د افغانستان د ټولو قومونو، ولایاتو، ديني او مذهبی کړيو، ګوندونو او ټولنيزو مدني سازمانونو ګډې هڅې او هاند غواړی.  ددې سترو ملي او سراسری مغلقو پرابلمونو حل يوازې او يوازې د ټولو ملی ظرفیتونو او امکاناتو د په کار اچولو او له بین المللی مترقی او عدالت غوښتونکو هڅو او تلاشونو سره دهمغږی کولو له لارې امکان لری.

 دا بیا پخپل نوبت د داسې ملی  سیاسی ځواک موجودیت ته اړتیالری چې په داخل کې د افغاني ټولنې د مادی او معنوی ارزشونو د تاريخی ودې د قانونمنديو پر بنسټ د نړيوالې بشری ټولنې د تکامل او وړاندې تګ د عامو او اساسی قوانينوپه رڼاکې د افغانی منل شوو ارزښتونو د ساتلو سره يوځای د اوسنيو ملی ستونځو د حل له پاره  مناسبه  لار په  نظری توګه وموندلای شی او د هغو د پلی کولو له پاره اړوند ريزرفونه او امکانات په ګوته کړای شی.  په دې صورت کې به له يوې خوا دا سراسری او دموکراتيک سیاسی ځواک وکولای شی چې د هيواد په دننه کې د ولسونو پراخې کتلې په خپل ځان پسې را کش کړی، او له بلې خوا به  د نړیوالو ځواکونو له خوا د هيواد او منطقې په سیاسی او ټولنيزو پروسو کې د اغيزمن ځواک په حیث ومنل شی. په افغانی ټولنه کې به د خپل کميت او  ښه کیفيت پر بنسټ  د لوړ ې اوتوريتې او اعتبار خاوندشی، د هېواد د ستونځو د حل له پاره به مناسبې لارې وموندلای شی او دنیول شوو پرېکړو د خلاق او معقول پلی کولو توان به ولری.

 

نورمحمد غفوری

 

 

توجه!

کاپی و نقل مطالب از «اصالت» صرف با ذکر منبع و نام «اصالت» مجاز است

کلیه ی حقوق بر اساس قوانین کپی رایت محفوظ و متعلق به «اصالت» می باشد

Copyright©2006Esalat

 

www.esalat.org