د کندهار پر نجونو د تيزاب شيندل

زرغونه ژواک

یکشنبه، ۱۶ نوامبر ۲۰۰۸

گرانو هیوادوالو،

موژ او تاسو تیره اونۍ د یو غیری انسانی او وحشی عمل نه واوریدل چه د کندهار په ښار کی د هیواد دشمنانو بیا په یوه نه بخښونکی عمل لاس پوری کی. هغه د تیزاب پاشنه د ځوانو متعلمو نجونو پر مخونو، دا عمل د هغو دشمنانو کار دی چه ځانونه یی د اسلام تر نامه لاندی په غیراسلامی او انسانی فعالیتونو بوخت کړی، خلگ وژنی، بندونه، پلونه، شوونځی، شفاخانی او مسجدونه خرابوی زموژ او تاسو شه په یاد دی چی دوی د ظاهرشاه په وخت کی د پوهنتون او شوونځیو پر نجونو تیزاب پاشلی وه او دا ځل یی بیا په دی عمل خپل تړون د هغه وخت د هیواد او خلگو د دشمنانو سره بیان کی.

خو د هیواد دشمنان باید په دی پوه شی، چه په دی اعمالو د تعلیم، روزنی او تحصیل مخه نشی نیولی. د هیواد باتوری او ننگیالی شځی به هیڅکله و نه بیریژی دوی په دی عمل نه یواځی دا چی ځانونه د شرم او نفرت سره مخامخ کړل بلکه د تاریخ په پاڼو کی یی ځان ته توره کرشه په نصیب کړل دا هغه کسان یا اجیران دی چه هرکله یی د شځو د نهضت په وړاندی دریدلی دی د تاریخ په ډیرو پړاونو کی لکه د امانی دوری نه تر اوسه یی خنډونه پیش کړی او پیشوی. دا د ویلو وړ بولم چی دا هغه شځی دی چی کله یی د ملالی په شان دا ناره پورته کړی:

که په میوند کی شهید نشوی    خدای ژو لالیه بی ننگی ته دی ساتینه

او کله یی هم د زرغونی انا په شان خپل گران ځوی ته د میړانی درس ورکړی او د افغانستان پولی یی تر ډهلی غزولی وی دوی په خپله پاکه غیږ کی اتلان او قهرمانان لکه احمدشاه بابا، میرویس خان نیکه، شاه امان الله خان، میرمسجدی خان، امین الله خان لوگری، امین الله خان چرخی، وزیر محمد خان، کاتب هزاره او په زرهاو نور د ویاړ بچیان روزلی. ددوی روح تاسوته نفرین او لعنت درلیږی چی تاسو پرهغو نجونو تیزاب پاشۍ چی د سبا قهرمانی میندی او خویندی دی زه د هیواد نه لیری د یوی آزادی ژورنالیستی او د شځو د فعالینو په استازیتوب خپله ژوره کرکه په دی عمل باندی بیانوم او پر عاملینو یی مرگ او نفرین څرگندوم.

 

زرغونه ژواک

 

  توجه !

کاپی و نقل مطالب از «اصالت» صرف با کسب مجوز کتبی از «اصالت» مجاز است !

کليه ی حقوق بر اساس قوانين کپی رايت محفوظ و متعلق به «
اصالت» می باشد.

Copyright©2006 Esalat

 

 

www.esalat.org