د تروریزم سره د مبارزی اصلی مرکز
 
په پاکستان کی ده

رحمت الله روان

 

 

داده پوره (۷) کاله وروسته امریکا او د تروریزم سره د مبارزی د هغی ملگری دولتونه په دی حقیقت باندی پوه شول چه د تروریزم سره د مجادلی اصلی مرکز د افغانستان په ځای د پاکستان په خاوره کی ده. اوس د امریکا جمهور رییس په افغانستان کی خپلو میشته نظامی قوتونو ته په پټه توگه امر کړی دی چه کولای شی د پاکستان د مشوری پرته د تروریستانو په ځالو او روزنی مرکزونو باندی حملی وکړی. او ددی طرفدار دی چه د تروریزم سره د مبارزی په ستراتیژی دی له سره ژوره څیړنه او فکر وشی. که څه هم اوس لږ څه نا وخته ده او د افغانستان بیچاره ولس په ناحقه توگه د امریکا د غلط سیاست قربانی شول په میلونو شهیدان شول ټوله شتمنی یئ د لاسه ورکړه د امریکا د دغه غلط سیاست په وجه په میلونو افغانان د خپل کور او کلی پریښولو ته مجبور شول او په بیگانه ملکونو کی د مهاجرت شپی او ورځی تیروی په میلونو کونډی او یتیمان بی له کومی سر پناه او روزنی د افغان ولس پر اوږو ور زیات کړل شو د دغو ټولو نا خوالو مسوولیت د امریکا په غاړه ده. افغانانو همیشه و جهانیانو ته په ډاکه ویلی دی چه زمونږ گاونډیان زمونږ په کورنی موضوعاتو کی لاس وهنه کوی خصوصا پاکستان او د ایران اخوندان ولی همدا امریکا وه چه د افغانانو خبرو ته یئ غوږ نه نوی او په خپلو گټو پسی گرځیدله اوس چه یئ په افغانستان کی د سربازانو مرگ او ژوبله ورځ په په ورځ مخ په زیاتیدو ده او ملگری او متحدین یئ ورځ په ورځ په افغانستان کی د جنگ د شدت او درنو تلفاتو په وجه مخ ور ځنی اړه وی بالا اخره د امریکا جمهور رییس دی ته حاضر شو تر څو د تروریستانو پر اصلی اډو او مرکزونو باندی د پاکستان په دننه کی مرگونی عملیات اجرا کړی اوس هم د ده و دغه اقدام ته افغانان لبیک وائی. په لاندی ډول سره د امریکا ده څو ورځو اقدامات د پاکستان په خاوره کی دننه د تروریزم سره د مبارزی په خاطر د یادونی وړ دی او هیله لرو چه تر اخری ورته ادامه ورکړی..

د واشنگټن پوست ورځپاڼه د سېپتمبر په نهمه نېټه د پاکستان د امنېتى چارواکېو او عېنى شاهدانو له قوله لېکى د دوشنبى په ورځ چې د امرېکا بې پېلوټه الوتکى ېوه مدرسه او د طالبانو د قوماندان کور ووېشت تقرېبا شل کسان ېې پکې ووژل. ورځپاڼه لېکى چې دغه برېد د امرېکا د هغو اقداماتو ېوه برخه ده چې په سرحدى سېمو کې ېې په دې نېژدى وخت کې زېات کړېدى. دغه برېد د ورځې په لس نېمو بجو باندى د ډنډ در په خېل په کلى کې چې د جلال الدېن حقانى کور پکى دى وشو.

د امرېکا استخباراتو د هند په سفارت باندى د جولاى د مېاشتى په حمله کې جلال الدېن حقانى او د هغه زوى پړ بولى. رپوټ واېې چې د هند پر سفارت باندى حمله کې پنځوس تنه وژل شوى ول. د واشنگټن پوسټ ورځپاڼه د کلى د ېوه اوسېدونکى بشېرالله له قوله لېکى چې د امرېکا بې پېلوټه الوتکېو په کلى باندى د شپږ توغندېو ډزې ېو په بل پسى په ډېره چټکى وکړلى. په دغه کلى کې د منبع العلوم په نامه مدرسه د جلال الدېن حقانى له خوا نه اداره کېږى او تموېلېږى. په شمالى وزېرستان کې د پاکستان امنېتى مامورېنو د کلى د خلکو خبرى تائېد کړلى او وېل چې د هغه پلوېانو سمدلاسه دا سېمه محاصره کړله او هېڅوک ېې نه ورپرېښودل. د پاکستان دغه امنېتى مامور د نوم د نه ښودلو په شرط ووېل چې جلال الدېن حقانى او دهغه زوى سراج الدېن حقانى چې د طالبانو لوړ پوړه جنگېالى دى په هغه وخت کې په کور کې نه و چې د توغندېو ډزې پرې وشوې.

د پاکستان د پوځ نطاق تورن جنرال اطهر عباس دا برېد تائېد کړېدى خو وې وېل چې دى دا خبره نشى تصدېقولى چې دا برېد د امرېکا بې پېلوټه الوتکېو کړېدى.

د واشنگټن پوسټ ورځپاڼه لېکى چې له ېوې خوا نه په افغانستان کې د طالبانو بغاوت ښه زور اخېستى دى او له بلې خوا نه امرېکا په پاکستان کې د طالبانو خوندى ځاېونو ته توجه او پاملرنه زېاته کړېده او د پاکستان حکومت دېته هڅوى چې برېد پرې وکړې او پخپله پرې له افغانستان نه حملى کوى. رپوټ واېې چې د دوشنبى د ورځى حمله په ېوه اونى کې پنځمه حمله گڼل کېږى.

تېره اونى لږ تر لږه شل کسان چې په هغو کې ښځې او ماشومان هم شامل وو د جنوبى وزېرستان په قبېلوى سېمه کې هغه وخت ووژل شول چې د امرېکا او افغانستان قواو د موسى نېکه په واړه کلى باندى زمکنى حمله وکړه. رپوټ واېې چې دغه کلى د افغانستان له سرحد نه شل مېله لېرى دى. د دوشنبى په ورځ په شمالى وزېرستان کې نا څاپې برېد په دې کى ناکام سو چې خپل هدف وولى. خو عېنى شاهدان واېې چې په دې حمله کې د جلال الدېن حقانى ډېر خپلوان ووژل شول. رپوټ واېې چې جلال الدېن حقانى د طالبانو ېو تجربه کار قوماندان دى او د پاکستان له قوى نظامى استخباراتو سره نېژدى اړېکى لرى. د امرېکا چارواکى د جلال الدېن حقانى ډله په افغانستان کې د اېتلاف د قواو لپاره په افغانستان کې ستر خطر گڼى. او د حقانى زوى سراج الدېن له دغى مدرسى نه د طالبانو او القاعده د روزنى لپاره د خوندى ځاى په توگه کار اخلى. دا جنگېالى په افغانستان کې پر خارجى قواو باندى حملى کوى. د پاکستان امنېتى قواو پر دغه مدرسه باندى څو څو ځلې چپاو ور وړېدى خو ځاېی اوسېدونکى واېې چې له دغى مدرسى نه د روزنى د ېوې ودانى په توگه اوس کار نه اخېستل کېږى .د استخباراتو چارواکى واېې چې جلال الدېن حقانى د منبع العوم په نامه دا مدرسه د ١٩٨٠ په لسېزه کې جوړه کړه او هغه وخت د روسانو له راتگ نه وروسته دغې مدرسى ته امرېکا او سعودى عربستان په ملېونونو ډالره مرسته ورکوله.

واشنگټن پوست لېکى چې له پخوانې شوروى اتحآد سره د شخړې په دوران کې د امرېکا د استخباراتو ادارې هم پکې هغو ځوانانو ته درسونه ورکول چې وروسته بېا په اسلامى جهاد کې شرېک شول او شوروى اتحاد ته ېې ماتې ورکړه. د واشنگټن پوست ورځپاڼه لېکى چې جلال الدېن حقانى په ١٩٨٩ مېلادى کې د شوروېانو د وتلو نه وروسته په دې سېمه کې د ېو ډېر با رسوخه سړى په توگه پاتې شو. کله چې پر امرېکا باندى د ٢٠٠١ مېلادى کال د سپتمبر په ېوولسمه نېټه باندى د ترهگرى حملى وشوى نو جلال الدېن حقانى د طالبانو د ېوه مقتدر قوماندان په توگه تبارز وکړ. واشنگټن پوست لېکى چې دهغه ډله زېاتره په خوست کې فعالېت کوى خو مرکز ېې په درپه خېل کې دى. په همدغه کلى باندى د دوشنبى په ورځ بمبارى وشوه. تازه رپوټونه چې جلال الدېن حقانى د خپلو صحى ستونزو له امله په خپله کم فعال نقش لرى او امريکا په قبايلي سيمو کي د نورو حملو تهديد کوي د متحده ايالاتو په مطبوعاتو کي، افغانستان ته د نورو اضافه امريکايي عسکرو استول، په پاکستان کي د امريکايي هوايي او مځکني بريدونو ډېرېدل، او د افغانستان د رواني وضعي په باب د امريکايي جنرالانو د اندېښنو زياتېدو توجه جلبه کړېده. امريکايي مطبوعاتو د دغه فيصلو پر عواقبو باندي خبري کړي او هم يې د يو لړ سياسي او نظامي مبصرينو تبصرې را غونډي کړيدي.

دلته فقط دوو ورځپانو غټ ټکي بيانېږي. البته، دلته او هلته ځيني تبصرې هم ورسره ضميمه سوي دي. د باسټن گلوب اخبار د سپټمبر پر لسمه ليکي: جمهور ریيس بوش د ملي دفاع په پوهنتون کي اعلان وکى چي افغانستان ته به نور اضافه عسکر واستوي. هغه وويل: موږ په عراق کي محسوس پرمختگ کړى دى، او اوس بايد خپله توجه افغانستان ته واړوو. په افغانستان کي، د سترو چلنجونو سره مخامخ يو. جمهور ریيس بوش د امريکا د ملي دفاع پوهنتون کي په يوې مهمي وينا کي وويل: په عراق کي عراقيان خپله د حکومت او امنيت چاري په غاړه اخلي. د الانبار په ايالت کي، د امنيت مسووليت عراقي ملکي چارواکو ته وسپارل سو. دوه کاله پخوا ددې پېښي اټکل هم نسو کېداى، الانبار په عراق کي تر ټولو خطرناکه ځاى وو. القاعده د ښار په هر گوټ کي فعاله وه، خو نن ورځ القاعده په گرده عراق کي د امريکايي عسکرو د تعقيب او زار لاندي د تېښتي او ماتي په درشل کي ده. زموږ پالیسي او "سرج" بالاخره کار ورکى. په بغداد او نورو ښارونو کي نسبي امنيت راغلى دى. "په عراق کي، د دغه او همدا راز نورو عملياتو په نيتجه کي، مرگه ژوبله او تشدد د کال ٢٠٠٤ د پسرلي په تناسب را کښته سوى دى. د ملکي کسانو وژل را ټيټ سوي دي، فرقوي قتلونه کم سوي دي، ځآنمرگي حملې کمي سوي دي، او د عراق په گوټ گوټ کي عادي ژوند بېرته اعاده کېږي په داسي حال چي القاعده په عراق کي تر زياتېدونکى فشار لاندي ده، تروريسټان يو ځل بيا په هغه ځاى کي فعاله سوه چي همدا مبارزه پکي پيل سوه. "هغه زياته کړه په افغانستان کي په تعليم او تربيې، صحت، کميونيکېشن، او اقتصاد کي زيات پرمختگونه سوي دي، خو نورو ته هم اړيتا سته .مگر د متحده ايالاتو د جمهوري رياست لپاره ديموکرات کانديد، سناتور اوباما، د بوش په جواب کي وويل: په څه چي جمهور ریيس بوش او سناتور مېکن نه پوهېږي، هغه دا چي د تروريزم پر خلاف د مجادلې مرکز په عراق کي نه بلکي د مقابلې اصلي ځآى د پاکستان او افغانستان سرحدي سيمي دي. له همدې ځايه پر موږ حمله وسوه. نن ورځ، طالبان يو ځل بيا په تهاجم کي دي، القاعدې د سېب نوي ځانونه ميندلي دي، او پرله پسې تبليغات کوي. خو د جمهور ریيس بوش په دوران کي، د افغانستان په پرتله په عراق کي څلور برابره عسکر لرو. بده لا دا چي د القاعدې د نوغي د ايستلو لپاره يو هراړخېز تجويز هم نلرو.

نيويارک ټايمز ورځپاڼه د سپټمبر پر ١١ باندي ليکي: د بوش د ادارې ځيني عالي رتبه مامورين وايي: جمهور ریيس بوش د جولاى په مياشت کي يو حکم لاسليک کى چي امريکايي عسکرو ته اجازه ورکوي د پاکستان له مخکنۍ اجازې څخه پرته په هغه هيواد کي د ټروريسټان پرخلاف مځکني عمليات وکي. يو لوړ پوړى چارواکى وايي: په قبايلي سيمو کي حالات له قابو نه وتلي دي. موږ بايد څرگند دريځ غوره کوو. پدې کال کي، څو ځله امريکايي عسکرو د القاعدې او طالبانو د وژلو په مقصد د پاکستان په خاوري ننوتلي دي. هلته يې په ساعتونو ساعتونو عمليات کړيدي. د دې خبر د خپرېدو څخه وروسته، د پاکستان حکومت رسما سخت عکس العمل وښود، خو مطبوعات وايي چي په خصوصي ناستو کي پاکستاني مامورينو منلي چي امريکا اجازه لري د پاکستان په خاوره کي عمليات وکي. مانا داچي په رسمي توگه به پاکستان څه غالمغال کوي، نارې به وهي، خو د امريکايي عسکرو د عملياتو مخه به نه نيسي. ځينو پاکستاني چارواکو ويلي دي چي دوى د امريکايي قوې د پلي کېدو پر ځاى د سي اې ې د بې پېلوټه الوتکو حملو ته ترجيح ورکوي. ښايي په هغه صورت کي، څه عزت وساتل سي. خو امريکايي قومندانانو بار بار خپلو سياسي مشرانو ته ويلي چي په افغانستان کي د سولي د ټينگولو لپاره د پاکستان د قبايلو پاکول ضروري دي. حقيقت همدا دى. بايد اضافه سي چي په سيمه کي ثبات، سوله او د امنيت ټينگېدل په دې پوري اړه لري چي د پاکستان استخبارتي اداره_ اې ايس اې_ پدې اړه د زړه له کومي څونه مرسته کوي. څرگنده خبره ده چي اې ايس اې بايد تصيفه سي. د ضيا الحق له دورې راهيسي، د پاکستان پوځ او استخباراتو د سيمي د مذهبي سياسي گروپونو او گوندونو سره دوامداره همکاري پيل کړېده. په سيمه کي، د مذهبي ډلو د قوت او ډېرېدو يو عامل د اې ايس اې او مذهبي افراطيت نژدې او خطرناکه اړيکي دي. القاعده او د هغې سره مربوط مذهبي ډلي ددې سيمي لپاره د ناسور زخم دى. د پاکستان د پوځ همدا غلطه او زيانمنه پاليسي به بالاخره خپله پاکستان هم خراب او سټ کي. پاکستان ته د امريکايي عسکرو داخلېدل يو ښه او مثبت انکشاف دى. افغانان بايد ددې پاليسۍ ملاتړ وکي. پاکستان د اسلامي مذهبي افراطيت او ټروريسټي فعاليتونو مرکز دى. که چيري په پاکستان کي د القاعدې د قاتلانو د سېب ځايونه، کمپونه، او تر ولکې لاندي سيمي پاکي نه سي، په افغانستان، هند، او سيمه کي مذهبي او فرقوي جنگونه نه ختمېږي. پدې سيمه کي، پرله پسې مزمنو سياسي ناکراريو د اقتصادي ودي مخه نيولې ده. د پاکستان پوځ او اې ايس اې دوه مخۍ پاليسي غوره کړې ده. يو خوا، د افغانستان او امريکا دښمنان ساتي، او بلخوا، د امريکا څخه دوامداره مالي مرستي غواړي. د هند سفارت په انتحاري حملې کي د اې ايس اې رول او محوري نقش په سيمه کي د مذهبي افراطيت او د پاکستان د پوځ روابط لا افشا کړل. امريکا مجبوره ده چي پر پاکستان باندي فشار واچوي. د ١٩٨٠ په کلونو کي، امريکا، پاکستان، او سعودي عربستان په گډه مذهبي افراطيت تقويه او و روزه. مگر اوس امريکا، پاکستان، افغانستان، هند او د سيمي اکثره ملکونه مجبوره دي چي يو ځل بيا په گډه او همکارۍ د مذهبي تشدد او افراط مخه ونيسي. دا يوه حياتي مسله ده. بايد چاره يې وسي. مگر يوازي په نظامي لارو چارو باندي مذهبي افراطيت نه ماتېږي. د مذهبي افراطيانو د ماتولو لپاره بايد هم په ستراتيژۍ کي بدلون را وستل سي، او هم د يوې لنډې مودې لپاره د امنيت د ټينگولو په غرض ناکرارو سيمو ته اضافه عسکر واستول سي.

د امريکا لوى درستيز د متحده ايالاتو د کانگرس يوې کمېټې ته وويل: "زه پدې باور نه لرم چي وايي موږ به په افغانستان کاميابه سو. مگر زه باور لرم چي کېداى سي موږ برى تر لاسه کوو." هغه زياته کړه چي د افغانستان او پاکستان لپاره پر يوې هر اړخيزي ستراتيژۍ باندي غور کوي. هغه وويل: افغانستان او پاکستان سره تړلي دي. ياغيان د پلو پر دواړو غاړو باندي فعاله دي. هغه وويل: "موږ نه سو کولاى چي په وژلو برى تر لاسه کوو." د متحده ايالاتو د دفاع وزير ښاغلي گېټس همدې کمېټې ته وويل: "د ټروريزم پر خلاف جنگ په همدې سيمه کي پيل سو، او بايد همدلته ختم سي." په افغانستان کي روانو جنگونو د امريکا عالي رتبه پوځي مامورين سخت اندېښمن کړيدي. (واشنگټن پوسټ: سپټمبر ١١، ٢٠٠٨) پدې سيمه کي د مذهبي افراطيت د کمزوره کولو او بيا بيخي ورکولو يو بل اړخ اقتصادي دى. همدا اوس، په سيمه کي اکثره ځوانان بېکاره دي. انفلېشن ٢٤ فيصده دى. برق نوبتي سوى دى. د خوراکي موادو قيمتونه په حيرانونکي توگه جگ سوي دي. افغانۍ او روپۍ دواړو خپل ارزښت له لاسه ورکړى دى. همدا، شريره اقتصادي لړۍ بايد ختمه سي. د سيمي د ځوانانو لپاره بايد د عصري تعليم، کار، امنيت، او اقتصادي رشد او پراختياچانس برابر سي. د بياودانولو ستري عامه پروژې بايد سمدستي فعاله سي، څو هم د بېکاره ځوانانو لپاره کارونه خلق سي، او هم د طالبانو او القاعدې لپاره د نويو غړو نيول گران سي. د سړکونو جوړول، د مکتبونو ودانول، د برق او اوبو د برابرولو لپاره جدي اقدام کول، د اوبو د بندونو د جوړولو بند و بست کول، او لنډه داچي په اقتصادي سکتور کي پوره پانگه اچونه او وده د طالبانو او القاعدې د ماتولو لپاره ضروري لمړني شرايط دي. همدا راز، عصري علوم بايد تدريس او عام سي. د بېسوادۍ پرضد بايد هرو مرو هر اړخيز اقدام وسي. د معلمينو د تربيې او روزني ته جدي پاملرنه وسي. په عالي تحصيلاتو باندي ښايسته زياتي پيسې ولگول سي. د طالبان لپاره زهرجنه فضا روښانه او باسواده مدني ټولنه ده. همدا، د طالبانو او القاعدې د را ايسارولو لپاره تر ټولو ښه اوده ده. د همدې ورځپاڼي د سپټمبر د لسمي په گڼه کي راغلى وه چي په واشنگټن کي د اسامه بن لادن د نيولو پر ستراتيژۍ باندي بحثونه روان دي. په واشنگټن کي عالي رتبه مامورينو د بن لادن د نه نيولو په دلايلو کي پر نظامي قوې باندي زياته تکيه کول، د عراق د جنگ فشارونو او ضرورتونه، او تر ټولو مهمه دا چي په قبايلي سيمو کي د درستو او ثقه استخباراتو د نه لرل، يادوي. ويل کېږي چي بن لادن تل په حرکت کي دى، له سلفون او نورو الکترونيک اړيکو څخه ليري ښوري، او يوازي پر مخبرانو او ليکل سوي نوټونو او پورزو په استولو ګوزاره کوي. د هغه سره تل يوه کوچينۍ امنيتي ډله ورسره ده چي اکثره د سعودي عربستان دي. د بن لادن په ساتنه کي محلي طالبان، ملايان، او يوه ډله مذهبي مزدور خارجي او محلي ډانگيان هم ونډه لري. هغه په سيمه کي د خپل ځان د ساتلو لپاره څو پټ امن مرکزونه او کورونه لري. ورځپاڼه ليکي: محلي چارواکي وايي چي سيمه ايز خلک بايد پخلا او راضي کړى سي. د يوه بغاوت د ماتولو لپاره د سيمه ايزو خلکو همکاري جلبول يوه حياتي او ضروري مسله ده. د ښورښ او بغاوت د ماتولو چاره د عامه او محلي خلکو گټل دي. په بل صورت کي، يو خارجي طاقت مجبوره دى چي په زرهاوو عسکر پر له پسې ور واستوي.

امريکايي مبصرين وايي د عراق جنگ يو بنيادي غلط حرکت وو .د واشنگټن پوست ورځپاڼه د سي اې ې د پخواني مامور او ليکوال، مايکل شوور، له قوله وايي: موږ مجبوره يو چي د پاکستان قبايلي سيمو ته ور ننوځو. موږ بله چاره نلرو. راتلونکى جمهور ریيس ته به يو داسي کب پاته وي چي همدا اوس يې لا بد بوى ځي. د پاکستان د قبايلي سيمو پخوانى ملکي مامور، محمود شاه، وايي: که چيري تاسو اسامه بن لادن ونيسئ، پرابلم ندى حل سوى. ښايي تاسو به کب ونيسئ، خو ښايي چي ټول ډڼډ ورسره زهرجن کى. پښتون نشنلسټ او سياسي مبصر، افراسياب خټک، وايي: پاکستان کله نا کله د القاعدې دوهمه درجه غړي ونيسي او سي اې ې ته پدې مقصد تسليموي چي له واشنگټن څخه پيسې واخلي. هغه وايي: "د بوش اداره پخپله ځان غولوي. د لمړۍ ورځي را پدې خوا، پاکستاني جنرالانو دوه مخۍ پاليسي غوره کړېده. دا يوه رسوا او ښکاره معما ده." په پېښور کي، د عوامي نشنل پارتۍ ریيس ښاغلي خټک وايي د کال ٢٠٠٠ راهيسي يې امريکايي مامورينو ته د القاعدې او پاکستاني استخباراتو تر مينځ د نژدو اړيکو په باب څو ځله خبردارى ورکړى دى. هغه زياتوي: "موږ امريکايانو ته ويل: دوى دلته دي. امريکايانو به راته ويل: نه، نه. دا داسي به هم نوي؟ جنرال مشرف متعهد دى او هغه زموږ سره دى "په واشنگټن کي، اوه کاله وروسته، د افغانستان او پاکستان د مسايلو په باب غونډي، فعاليتونه، او خبري په سيمه کي د بوش د پاليسيو پر ناکامۍ باندي دلالت کوي. اوه کاله وروسته، پر هغو اقداماتو باندي خبري کېږي چي په لمړيو کلونو کي يې بايد چاره سوې واى. په بل عبارت، اوه کاله پوره ضايع سول. ددې ليکوال نظر دا دى چي د بوش د دورې ختمېدو ته فقط څلور مياشتي پاتي دي. زه فکر نه کوم چي د ښاغلي بوش په لاس به افغانستان جوړ سي. لدې ادارې څخه د بدلون او پرمختگ تمه مه لرئ. د افغانستان او پاکستان د رواني وضعي په اړه په واشنگټن کي راولاړه سوې اندېښنه پر ځآى او ضروري ده. متحده ايالات بايد په سيمه کي پر خپلي ستراتيژي باندي هر اړخېز تجديد نظر وکي. مخالف او متنوع، تحليلونو او دريځونو ته غوږ ونيسي، او د يوې دومداره کامیابۍ لپاره يوه نوې او واقعي ستراتيژي غوره کړي. د طالبانو د رانسکورولو سره سم، د بوش حکومت افغانستان پرېښود او د عراق د نيولو دسيسه يې وتړله. همدې غلفت د القاعدې قاتلانو او طالبانو ته ددې فرصت برابر کى چي بېرته ځانونه سره منظم کاندي، او په سيمه کي بې امني، ډار، او ټروريزم خور کي. هغوى پدې څو وروستيو مياشتو کي، د کندهار محبس مات کى؛ پر امريکايي پوځي اډو باندي يې جبهيي او پېچلي نظامي حملې تنظيم کړې؛ د کابل په زړه کي يې انتحاري او قاتلانه حملې وکړې؛ او د مجاهدينو د کاميابۍ د ورځي په جشن کي يې د کرزي د حکومت ټول مراسم په د خندا او ځغاستي په مسابقې بدله کړه. لدې حالت څخه راوتل پکار دي.

والسلام.

رحمت الله (روان)

    

توجه !

کاپی و نقل مطالب از «اصالت» صرف با کسب مجوز کتبی از «اصالت» مجاز است !

کليه ی حقوق بر اساس قوانين کپی رايت محفوظ و متعلق به «
اصالت» می باشد.

Copyright©2006 Esalat

 www.esalat.org 

 
سه شنبه، ۷ اکتوبر ۲۰۰۸