25 May 2010 0:20:33

د نښتر دودیزه کالنۍ مېله او مشاعره تر سره شوه

 

سږ کال هم د تېرو پنځو کلونو په څېر د ګران افغانستان په لویه پکتیا او د جرمني په بایرن آیالت کې په یوه ورځ د ښکلي او هسک نښتر لمانځنه وشوه د لویې پکتیا په مرکز ګردېز ښـــار کې زرګونو خلکو د نښــــتر په دودیزه کالنۍ مشاعره او مېله کې ګډون وکړ.

د غویي په څلورويشتمه نېټه د لویې پکتيا مرکز ګردېز ښار د نښتر د دودېزې مشاعرې او مېلې له برکته د شعر او ادب د زرګونه مينوالو د راتلو ویاړ درلود.

د جمعې په ورځ د دغه ښار کوڅې او سړکونه د ځوانانو، تنکيو ماشومانواو لويانو د خوشالي شاهد وو.

په دې مشاعره کې دهېواد له ګوټ ګوټ څخه په زرګونو شاعرانو، اديبانو او د ادب مينه والو ګډون کړی و.

د نښتر له لمانځنې څخه یوه شپه مخکې د غزل شپې په نوم مشاعره وشوه چې د ډېرو شاعرانو له خوا پکې ښکلي غزل واورول شول.

له مشاعرې څخه وروسته دلویې پکتيا د ځوان او خوږ ژبي سـندرغاړي بهرام جان له خوا څخه په زړه پورې سندرې واورول شوې، د ځوانانو له خوا ملي اتڼونه وشول چې د (غزل شپې) د مشاعرې خوند ېې يو په دوه کړ.

سبا سهار نهه بجې د ښاغلي خوږمن ځاځي په ويندويي د نښتر مشاعرې پرانسته وشوه لمړی د قران کريم څو مبارک آيتونه ولوستل شول ورپسې په ګردېز کې د علامه رشــاد د ځانګړي ښوونځي د تنکيو زده کوونکو له لوري ملي سرود واورول شو.

بیا د اطلاعاتو او کلتور رئیس محمد شفا مشفق له خوا د اطلاعاتو او کلتو وزات پيغام واورول شو ورپسې د لویې پکتيا د فرهنګيانو په استازيتوب نيازالله اصيل ځاځي له خوا ميلمنو ته د ښه راغلاست وينا واورول شوه.

له دې څخه وروسته د لویې پکتيا والي ښاغلي جمعه خان همـدرد خبرې وکړې او خوښي ېې څرګنده کړه چې يو ځل بيا د نښتر مشاعره لمانځي، ده په خپلو خبرو کې له شاعرانو څخه په صميمانه ډول غوښتنه وکړه تر څو هغه شعرونه ولولي چې زموږ د وطن د آبادي او خلکو ديوالي سبب وګرزي.

د مشاعرې په جريان کې د ګڼو شاعرانو سربېره دروند شخصيت ښاغلي محمد اصف صميم، محمد نبي صلاحي، نورالحبيب نثار، زاهد شــاه انګار، نعمت الله کرياب، محمد الياس وحدت، ادريس غروال، وزير څمکني، سميع الله تړون، اجمل ښکلي، مطيع الله تراب، غلام جيلاني زرملوال او نورو درنو شخصيتونو ګډون درلود.

د نښتر مشاعره رسماً د مشر شاعر محمد حسن حسام له لوري د يوغزل په اورولو سره پيل شوه د مشاعرې په جريان کې د بيلابيلو شاعرانو لخوا په زړه پوري شعرونه واورول شول چې اکثرأ هنري شعرونه وو له شعاري شاعري څخه لا دمخه معذرت غوښتل شوی و.

د مشاعرې په لمړۍ برخه کې له جرمني څخه ښاغلي محمد امين بسمل د جرمن مېشتو افغانانو په استازيتوب د تیليفون په کرښـه ګډونوالو ته د نښـــتر د دوديزې کالنۍ مشاعرې د مبارکۍ پيغام واوراوه او ګردېز ښار ته ېې له نورو ولايتونو څخه د راغلو قدرمنو مېلمنو د راتګ له امله مننه وکړه.

همدا راز د مشاعرې په جريان کې د فرهنګ او ادب د څومينه والو له خوا نقدي مرسته هم وشوه.

سږکال د نښتر د مشاعرې په وياړ د لویې پکتيا د شاعرانو ګډه شعري ټولګه (ګلابونه) کتاب چاپ او زموږ د نښتر مشاعرې په ګډونوالو ووېشل شو، باید زیاته کړو چې ښاغلي محمد نبي صلاحي د قلم ټولنې له خوا سل ټوکه کتابونه، او د ميدان وردګو د اطلاعاتو او کلتور رئیس محمد شفيق پوپل له خوا دېرش لونګۍ زموږ مېلمنو ته ډالۍ شوې.

د مشاعرې دغه لړۍ په پوره خوشحالي او په ډېره صميمانه فضأ کې سرته ورسېده په اخېر کې یې ټولو ميلمنو ته د غرمې ډوډۍ ورکړل شوه له هغه څخه وروسته زموږ ګران مېلمانه د کابل او نورو ولايتونو په لور وکوچېدل.

ياده دې وي چې د دې مشاعرې په جوړېدو کې د پکتيا والي ښاغلي جمعه خان همــــــدرد له خوا يولک افغانۍ مرسته هم وشوه.

د نښتر مشاعرې پاتې ټول مالي لګښت د رحيم ګردېزي تجارتي شرکت په غاړه اخیستي و.

له لویې پکتیا څخه د ساحل منګل رپوټ

 

قدرمنو لوستونکو!

د جرمني په بایرن آیالت کې به د نښتر د لمانځنې په اړوند تاسو ګرانو خویندو او وروڼو ته زه محمد امین بسمل دومره عرض کړم چې زموږ مشاعره د غرمې په یوولسنیمو بجو د قران پاک د څومبارکو ایتونو په تلاوت سره پیل شوه.

ورپسې مو د تخنیکي وسیلې په مرسته د لویې پکتیا د کلتوري ټولنو د جرګې په استازیتوب د ښاغلي ډاکتر عبدالهادي حماس له خوا ثبت شوی پیغام زموږ د غونډې ګډونوالو ته واوراوه بیا ما محمد امین بسمل د نښتر د دودېزې کالنۍ مشاعرې د اړتیا او د نښتر اوسنیو لاس ته راوړنو په اړوند ګډونوالو ته خبرې وکړې په دې طرځ کې ملګرو هیله وکړه چې د هغې شخړې کیسه ورته وکړم کومه چې زما او د لویې پکتیا د پخواني والي خدای بخښلي حکیم تڼیوال تر مینځ د نښتر د نوم په سر را پورته شوې وه چې په نتېجه کې زه بریالی شوم څو د نښتر نوم پرې ومنم البته زما او شهید تڼیوال تر مینځ دا یوه نه هېرېدونکې خاطره ده له هغه څخه وروسته زموږ داسې ټینګه ملګرتیا پیل شوه چې هر وخت به یې تیلیفوني اړیکه راسره نیوه د ژوند په ورستیو میاشتو کې یې څو څو ځلې په ټینګار سره راته وېل چې د الوتکې ټکټ هم زه درته اخلم خو ته په کال کې یو دوه ځلې راځه لمړی خو به په زرمت کې پخوانۍ د توتانو مېله له سره را ژوندۍ کړو بیا به دا د نورو کلتوري مسائیلو غم خورو په هر صورت بخت یاري ونه کړه تڼیوال صاحب هم په شهادت ورسېد الله پاک دې وبخښي دلته دا کیسه لنډوم راځم د نښتر لمانځنې ته.

زما له خبرو څخه وروسته رسمأ زموږ مشاعره پیل شوه چې په سر کې یې له اتریش څخه زموږ مېلمه ښاغلي نسیم بهار خپل خوږ غزل ګډونوالو ته واوراوه له هغه څخه وروسته ښاغلي عبدالمتین بزم، نعیم، او اکبرخان خپل لیکلي شعرونه  چې د نښتر په اړوند وو موږ ته واورول ورپسې ښاغلي جمال او زموږ نورو ملګرو د هغو درنو شاعرانو را لېږل شوي ښایسته غزل ولوستل کوم چې له موږ څخه په لرې واټنو کې اوسېږي لکه له کابل څخه د ښاغلي سید جیلاني جلان را لېږلي دوه په زړه پورې غزل، له پېښور څخه د ښاغلي یوسف شاه سپېلني لخوا را لېږلي دوه خواږه غزل، له مسکو څخه د ښاغلي فاروق فردا یو ښکلی آزاد نظم او همدا راز له سویډن څخه د ښاغلي عبدالسلام اندړ ښکلی شعر.

زموږ د نښتر لمانځنې د مازدیګر تر شپږو بجو پورې دوام وکړ له هغه څخه وروسته مو په پردیسو سترګو خپل ګران پردیس ګډونوال او مېلمانه رخصت او خپلو کورونو ته راغلو.

یادونــــــــــــــــــــه:

د نښتر دودیزه کالنۍ مېله او مشاعره د ۱۳۸۴ وم لمریز کال د لړم په شلمه نېټه چې د ۲۰۰۵ زېږدیز کال دنومبر له یوولسمې نېټې سره سمون خوري د لویې پکتیا په مرکز ګردېز ښار او د جرمني د بایرن آیالت په مونشن ښار کې د لمړي ځل لپاره دود او په یوه ورځ ولمانځل شوه چې اوس یې هم د دود له مخې هر کال موږ په ګډه لمانځو، زه محمد امین بسمل د بایرن مېشتو افغانانو د کلتوري ټولنې او د تاریخي لویې پکتیا د کلتوري ټولنو د جرګې په استازیتوب له ټولو هغو قدرمنو، ګډونوالو او مېلمنو څخه د زړه له تلــه مننه کوم کومو چې په لویه پکتیا او بایرن آیالت کې له موږ سره په دې لمانځنو کې برخه اخیستې وه همدا راز له ډېر ګران او نازک خیال شاعر ښاغلي سید جیلاني جـلان او ښاغلي ساحل منګل څخه په ځانګړي ډول مننه کوم چې له کابل څخه یې د ګڼ شمېر مېلمنو په پالنــه کې ونډه اخیستې وه، د لویې پکتیا له محترم والي ښاغلي جمعه خان همدرد څخه ډېره مننه کوم چې زموږ فرهنګیان یې ونازول له ښاغلي رحیم ګردېزي څخه هم منندوی یم چې د نښــتر د لمانځنې لګښت یې په غاړه اخیستی و .

محمد امین بسمل

 

 

 

 

 

توجه!

کاپی و نقل مطالب از «اصالت» صرف با ذکر منبع و نام «اصالت» مجاز است

کلیه ی حقوق بر اساس قوانین کپی رایت محفوظ و متعلق به «اصالت» می باشد

Copyright©2006Esalat

 

www. esalat. org