د نامتو لیکوال او داستان لیکونکي

ارواښاد محمددین ژواک د ادبي آثارو یوه بیلګه

 
ارواښاد محمددین ژواک

خدای بخښلې ارواښاد محمددین ژواک زموږ د هیواد د پښتو ادب په تاریخ کې یو خوږ ژبې ادیب، شاعر، تکړه ژورنالیست، داستان لیکونکې، وتلې څیړونکې، سیاست پوه او د یو پیاوړي لیکوال په توګه پیژندل شوی شخصیت دی.

ده خپل زیاتره عمر د ادبي او فرهنګي آثارو په تدریس، لیکلو، خپرولو او څیړنو کې تیر کړې دي. د ده په آثارو کې زیاتره فولکلوري کیسې، لنډ داستانونه او افسانې، ادبي پارچې او په زړه پورې شعرونه نغښتې دي. ده د پښتو لنډیو، متلونو او افغاني سندرو او آهنګونو د پیژندنې په برخه کې ډیرې زیاتې هلې ځلې کړې دي، چې دده دا هلې ځلې د پښتو ادب د ودې او پرمختیا لپاره د ستاینې او قدر وړ دي. دی په خپلو لیکنو کې یو ځانګړې سبک لري، چې د ده سبک د یو شمیر کورنیو او بهرنیو څیړونکو له خواه چې د پښتو ادب په هکله یې څیړنې کړې دي په ډیر عالي سطح ستایل شوې دي.

زما په آند دی پر ټولو ادب دوستانو او پښتنو دومره حق لري چې په یوه لیکنه او یوه مقاله کې د ده حق موږ نشو ادا کولې. دا د لویو، پیاوړو او نامتو لیکوالانو ادیبانو او فرهنګیانو او څیړونکو کار دی چې د ده پر آثارو هر اړخیزه څیړنه وکړي او د ده یاد د هر وخت لپاره ژوندی وساتي. ما د ده شخصي، ادبي او فرهنګي شخصیت په هکله په خپله وروستې لیکنه کې یو څه معلومات ورکړې وو، خو زه ضرور ګڼم د ده په هکله هغه خبرې چې ښاغلي عبدالهادي هادي په خپله یوه لیکنه کې د ده د ادبي او فرهنګي شخصیت په هکله کړې دي تاسو ته وړاندې کړم. ښاغلي عبدالهادي هادي زموږ د هیواد یو وتلې، تکړه شاعر او لیکوال دی.

(ښایي په ماشومتوب کښې یو له هغو کتابونو نه چې لاس ته راغلی او لوستلی مې دی د پرون هینداره وي. د پرون هینداره ما ډیر پخوا لوستلې وه ما په دغه هینداره کښې د هغې د خالق په ښکلو، مهینو او له کماله ډکو ګوتو کښل شوې د خپلې ماضي ډیر تت انځورونه روښانه ولیدل، ما د کتاب تر لوستلو وروسته ډیره ځله له خپل ځان سره د ژواک صاحب څیره جوړه کړې او ورانه کړې ده له هماغه وخت نه ژواک لکه یو افسانوي شهزاده زما په ذهن کښې ځای ونیوه د هغه په باب مې سوچ کاوه او د لیدو لیوال یې وم، څو چې یو وخت مې د ځوانیمرګ شاعر ارواښاد اسحق ننګیال په دفتر کښې ولید. کوچنۍ ښکلې فرانسوي ژیره، فیشني دریشي، په مود برابره نکټایي، نرۍ لښته وجود او قره قلی خولی یې پر سر وه. زما لا شونډې نه وې تورې شوې ننګیال وروپیژاندم. په هغه ورځ مو ډیرې خبرې سره وکړې او که رښتیا ووایم ده ډیرې خبرې وکړې د خپلو لیکنو په باب یې خبرې وکړې، په ناستو کسانو کښې یې د ویښ زلمیانو په باب د چا پوښتنې ته ځواب ووایه او بیا یې له ما غوښتنه وکړه چې شعر ورته ووایم، ما خپل یو دوه شعرونه چې نوي مې لیکلي وو ورته وویل، هغه لکه یو پلار، لکه یو مهربانه استاد را جګ شو او په تندي یې ښکل کړم، ډیر یې ونازولم او ښه مې په یاد دي چې راته یې وویل ننګیال مې یو لیونی ؤ او دادی ته مې دویم پیدا کړې، او بیا یې ننګیال صاحب ته وویل چې دا ځل زمونږ کور ته راتلې نو خامخا به زما لیونی درسره راولې (ماته یې اشاره وکړه) له همدې ورځې وروسته به زه خامخا په اوونۍ کښې یو ځل دوه ځله د ژواک صاحب لیدو ته په مکروریانو کښې د دوی کورته ورتلم، ما په دغو ناستو کښې ژواک صاحب په څو لحاظ د یو منفرد شخصیت په توګه وپیژاند.

یو دا چې سره له دې چې ژواک صاحب ډیر سپین ژیری وو خو بیا یې هم د لیکلو او لوستلو حوصله له لاسه نه وه ورکړې، زه شاهد یم چې ده به په ریږدیدلو ګوتو او کمزورو سترګو په شپه او ورځ کښې په ساعتونو ساعتونو پر له پسې لیکل او لوستل کول، په همدې عمر یې د رادیو یوه ادبي پروګرام ته چې د ځوانانو لپاره ؤ هره هفته مواد برابرول، هیڅ داسې اخبار به نه ؤ چې دی به په هفته کښې یو یا دوه ځله نه ورتلو او څه به یې نه ورته لیکل، له دې سره یې د موسیقي په باب په خپل یوه کاملا ابتکاري اثر باندې هم کار کاوه، له دې ټولو بر سیره ژواک صاحب له خپلو ټولو همزولو لیکوالو نه زیات له ځوانانو سره مینه او روابط لرل، د ده زړه ښایي تر وروستۍ شیبې هم ځوان پاته وو هر وخت به د ده په کور کښې یو دوه ځوان شاعران یا هنرمندان ناست وو. ده به ورسره په مینه مینه د زړه خواله کوله. د ده د ځوان طبیعتی په باب زما یوه کیسه را په یاد ده هغه دا چې، یوه ورځ ورغلم مازیګر مهال وو ژواک صاحب لکه هر وخت په خندا کورته دننه کړم او سمدلاسه یې د لوی حمزه بابا دا بیت راته ولوست چې:

حسنه ته خودبین یې زه پښتون یمه

ما نه ده ښودلې ګدا سترګو ته

او بیا یې په خندا خندا کښې وویل: چې حمزه بابا څه وایي؟ عجب سړی دی مینې ته ګوره او پښتو ته، مینه کښې دې که پښتو وکړه خو دربدره یې او بیا یې ورسره غبرګه کړه چې زه خو په دې باب د خوشال بابا پیرو یم چې:

سترګې چې پیدا دي خو دیدار لره که نه

دواړو وخندل او بیا مو نورې کیسې پیل کړې. )

په رښتیا سره چې ژواک صاحب په خپلو آثارو کې هڅه کړې ده چې د هیواد حالات او د ربړیدلواو کړیدلو خلکو اجتماعي، عیني، رواني غمیزې په خپلو کیسو او داستانونو کې داسې انځور او په خوږه ژبه بیان کړي چې د هر با احساسه انسان دومره پام ورته راوګرځوي چې ته به وایې چې دی عملا په صحنه کې ولاړ دی او دلیدلو شاهد دی.

ژواک صاحب یو مهربان، دروند او د لوړو اخلاقو او اوصافو خاوند شخصیت و، ده د وطن او خلکو سره ژوره مینه لرله. ده د پښتو ادب د ودی او پرمختیا لپاره ډیرې هلې ځلې کړې دي او په دی برخه کې یې بی شمیره شاګردان روزلې دي. د ده د شخصي، ادبي او فرهنګي شخصیت په هکله هر څومره چې ولیکل شي بیا هم کم دي.

ما د ژواک صاحب په زړه پورې اثر چې (پرونۍ هینداره) نومیږي مطالعه کړ. دا اثر د افسانو او لنډو داستانونو مجموعه ده. له دغو داستانونو نه مو یوه په زړه پورې لیکنه غوره کړې ده چې د تاسو ادب دوستانو پام ورته راګرځوم، او غواړم چې په راتلونکې کې د دی اثر ټولې لیکنې تاسو ته وړاندې کړم.

 

دلته په دلکشا کې . . . .

 

ژړی لمر لا نه دی لویدلی د (امیر حبیب الله) په لوی تالار کښی د مینځیانو شور لږلږ اوریدل کیږی او یو نیم وایی: د دلکشا پیشخدمت باشیانو وویل: نن د مهتاب کلا د لوړی ماڼۍ حوض په سرو او شنو ژړو او چڼیا کندیلونو ښایسته کیږی. د مهتاب کلا د لوړی ماڼۍ حوض! هلته نن سل بیبیانی په سلو جامو کی د کندیلونو مخی ته د ښایست بازار تودوی او د امیر د خوښۍ د پاره.

امیر ټول هغه نښانونه چه د کندیلونو وړانګی یی په رنګ رنګ شغلو سره بریښوی پر ټټر ټومبلی دی. د سره ماغوت کرتۍ او د تور ماغوت پتلون یی پیشخدمتانو پخوالو اوتو کړی دی امیر نن شپه د شینکی آسمان ستوری د حوض په منځ کی د کندیلونو په رنګارنګ کولو کی بل ډول لیدل غواړی.

د دربار د مینځو بڼی څه ژړی ښکاری. دوی د بیبیانو د جوړولو او سینګارولو په سیالۍ کی د مسابقی د ګټلو دومره لویه هیله نه لری چه هره مینځه خپله بی بی تر هغی بلی ښایسته وښیی.

د دربار دوره د لوری وږمی د لندن د را استول شوو عطرونو لیونۍ عطر ریزۍ د حضور د شاهیانو دماغونه د لیونۍ مستۍ سره مخامخ کړی دی.

د امیر د بیبیانو سترګی د امیر د راتلو د پاره څلور شوی دی ځکه په همدغه ډول شپو کی د لباس د رنګ خوښونه او انتخاب د امیر په امر پوری تړلی ؤ.

د کیمخابونو د کمیسانو بوخچی یو پر بل او ښتی پرتی دی.

د امیر انتظار او د امیر د دربار د بیبیانو تلوسه ګوټی! . . .

د مینځیانو د کتارونو د اوښتلو را اوښتلو سره د غلام بچه ګانو کتار هم لولی لولی کیدی.

هلته لری د مشکی باجی د تورمونو آوازونه هم د مشق او تمرین په غرض یو وار نیم وار د امیر درباریانو د غوږونو پردی نازولی.

فراشباشیان، چایدار باشیان او د دربار نور خدمت ګاران د تیاری نیولو نه وروسته، کله کښینی او کله په ورو ورو قدم وهلو شروع وکړی. د شاهیانو آسونو د تیارسیء په وخت کی د خپل شیشنی ږغ ورو ورو لوړ اوه په همدی وجه د دربار د وګړو د تلوار هیله توده غوندی ښکاریدله.

د امیری سلامۍ د موزیک مشر هره ګړی د موزیک آرکستر ته په ځیر ګوری چه د آرکستر سامان او د دوی لاسونه او خولی سره پردۍ غوندی نشی.

قابچیان د ببرو وریځو او تورو دریشیو سره د هر غلام بچه کړه وړه تر نظر لاندی ونیسی او بیا په قدم وهلو شروع وکړی. د آشپزانو وروستی ډله، ورو ورو، د ارګ د جنوبی دروازی لوری ته، نژدی کیږی چه ناببره! د مشکۍ باجی د مشر له خوا د باجی وهل شروع شول د دربار وړ او زوړ هریان پاتی شو چی مشکۍ باجی په خپلو نغمو کی په څومری شرپ د (الهی مبارک بادا!) زمزمه ږغول شروع کړل د قابچیانو، پیشخدمتانو، فراشباشیانو، غلام بچه ګانو او مینځیانو خولو ته فقط او فقط دغه سندره ورغلی ده:

(الهی مبارک بادا!)

په همدی وخت کی د همدغه عیش او نوش کاسه د کوم ماشوم د زیږیدلو د لمړنی ژړا چغی، پر بل مخ واړوله؟ دا چیغه د الغازی امان الله د زیږیدنی وه او د افغانستان د آزادی د سالار!

کله چه بابک مرحوم دا کیسه پریښودله ما ورته وویل: پلاره! دلته په دلکشاه کی پیدا شو؟ ده په ورین تندی وویل: دی لوی شو.

ده د مریی توب او مینځی توب څخه ډیر بد وړل او ویل به یی ((یوازی به د ارګ د منځ څخه مریی توب نه لری کوؤ، بلکه د افغانستان د خلکو د تړلو وزرونو چاره به هم کوو.))

بلی! الغازی به ویل: ((دا مریی توب لری کول زما د پلار د سر په قربانۍ وی که د دی ملت په هډ هډ خاوری کیدلو د افغانستان دا تړلی وزر به خلاصوو او د لوی هند د هغی چرګی پر غاړه به هم چاړه تیروو، کومه چه د لویی برتانیی د پاره د سرو زرو هګی اچوی. ))

ده به ویل:

څو وانخلی له غلیمه انتقام

                  مرد نه خوب کا نه خواړه کا نه آرام

(خوشحال)

دا ماشوم لوی شو او دافغانستان د آزادۍ د لاری سالار.

ده بالاخره د افغانستان د آزادۍ په ورځ انګلیس ته په افغان قاسم وویل:

((چون بمیدان آمدی میدانیم))

دلته د مهتاب کلا د حوض د کندیلونو د رڼا پر ځای، د کابل د کورونو مړی ډیوی ولګیدلی د افغانستان ښاد ساتلو، غازی د ټولی اروپا د ترخو سیندونو سفر ته وګماره.

دی اروپا ته ولاړ او بیرته راغی.

ده د ملت د زړونو مشال د آزادۍ په ډیوه ونازاوه خو دلته؟

دلته د وطن دښمنانو د ده د زړه پر هغه رڼه ډیوه توری ایری وشیندلی، کومی ته چه د افغان ملت کیسو نڅا کوله.

دی وشړل شو. په ایټالیی کی بندی پاتی شو، خو موږ د بند او اسارت څخه خلاص! دده د زړه د ډیوی پلوشی خپریونکی دی. یقین لره ځکه اوریدلی به دی وی:

 

هرگز نمیرود آنکه دلش زنده شد به عشق

ثبت است بر جریده عالم دوام ما

 

د دغو داستاني لیکنو لړۍ دوام لري.

په ډیر درنښت: انجنیر عبدالقادر مسعود

 

 

 

توجه!

کاپی و نقل مطالب از «اصالت» صرف با ذکر منبع و نام «اصالت» مجاز است

کلیه ی حقوق بر اساس قوانین کپی رایت محفوظ و متعلق به «اصالت» می باشد

Copyright©2006Esalat

 

www.esalat.org