دوشنبه، ۱۵ اپریل ۲۰۱۳

مسوولیت مقالات، مطالب و نبشته های نشر شده در «دیدگاه ها» به دوش نویسنده گان آنها میباشد

زمونږ دريمه ستونزه

ميرزمان وفادار

تاریخ ارسال به «اصالت»:

Apr 12, 2013 17:55 

 

فکر کوم په يوه خبره اوس ټول افغانان سره يوه خوله دي هغه دا چې دولت مو کمزوری، فاسد او د شته ستونزو او بحران يو لوي عامل دی، دا بيله او نا روا خبره ده چې چارواکې په دې خبرو هغه او دغه کوي او سترګي پري پټوي، هغوی خو له دې خبرې هم انکار کوي، چې افغانستان د نړۍ د فاسد ترينو هيوادونو په سر کې ځای لري، ولي حقيقت دادی، چې د فساد ناوړو اغېزو  ټول هيواد په سر اخستی دی، هغوی چې پرون یې هيڅ نه درلودل اوس یې د ناوړه شتو په حساب منشيان ستړي کېږي. مخکېنو وختونو کې به ټولواکان وو د کورنیو جګړو په وخت کې جنګسالاران او اوس چې په نامه ولسواکې ده ولې په حقيقت کې واک هميشه د يوي وړوکې طبقې په لاس کې دی کوم چې په خلاص مټ د خلکو په حقوقو تيري کوي چې په نتيجه کې د خلکو او دولت تر منځ پراخ بيلتون را منځته شوی دی او دغه د بې باورۍ تشه د هيواد دښمنانو په ډيره چټکۍ سره ډکه کړيده چې ثبات ورسره سخت زيانمن شوی او د هيواد پایښت مو له پوښتنې سره مخ دي.

پر دویمه لويه ستونزه مو هم فکر کوم سر خلاص دی او سره يوه خوله يو هغه دا چې بهرنۍ لاسوهنې دي چې د ګړنګ په څوکه یې درولي يو. خداي دې نکړي په ورلويدو به مونوم او نشان ورک شي. وينو چې لرې او نږدې هيوادونه د خپل توان په اندازه په خلاص مټ زمونږ په کورنيو چارو کې لاسوهنې کوي.

خو که سم ورته ځير شو دريمه ستونزه مو تر دې خورا لويه او د خپګان وړ ده هغه دا چې آخر دا مونږ افغانان يو چې نه يو توانيدلي، چې خپلې ستونزې لکه د نورې نړۍ د خلکو په شان پخپله حل کړو، نو ځکه هم نړيوال را ته د کمزورو خلکو په سترګه ګوري او دا يو تريخ حقيقت هم دی، که څه هم کرزی صاحب مو زمريان معرفي کوي کوم چه د غيرت او ننګ سمبول دي ولې د هغه د خبرې په مطلب هم ځان پوهول په کار دي، چې آيا د زمري نه یې مطلب دادی چې مونږغواړي زړه ور او زورور وښیي او کنه خدای دې نکړي زمری خو وحشي حيوان دی که څه هم پياوړی دي.

دا چې ولسونو ته خدای زور ورکړی سمه او ازمويل شوې خبره ده عجيبه داده چې آخر زمونږ په هيواد کې هم ولسونه ژوند کوي او د نفوسو شمير مو هم په عجيبه ډول په زياتيدو دی نو ولې یو ملي او سیاسي ځواک نه شو رامنځ ته کولای او ولې داسې کېږي؟ چې دې سوال ته زياتره افغانان ځواب ورکوي چې دلته بهرنۍ لاسوهنې دي چې دا ځواب که پرځای هم دي خو ډير بې خونده غوندې دی؟

د تيرو دوولسو کلونو په موده کې که څه هم په سياسي نظام کې ژورې نيمګړتياوې شته ولې د بيان د آزادۍ، سياسي او نورو جوړښتونو او هلو ځلو پوره پوره آزادي ده، دا بېله خبره ده چې څنګه دا شرايط برابر شويدي ولې مهمه داده چې څنګه دا شرايط تلپاتې او لاښه کولای شو.

پوښتنه دلته ده چې آيا هغه روڼ اندي چې کولای شي له دې لارې د نظام په سمولو کې خپله دنده په ښه ډول سرته ورسوي دا کار یې کړی او که نه؟ آيا دوی د اوسني طلایې چانس نه لازمه ګټه پورته کړې او که نه؟ چې فکر کوم ځواب یې بد بختانه په نه ورکولای شو.

کوم زيات شمير سياسي تش په نامه ګوندونه چې جوړ شوي آيا په ټولنه کې اختلاف همدومره ډير دی او که هسې په اصطلاح اختلاف د اختلاف له پاره په کار اچول شوی دی؟ او يو سوال بل دا چې خدای د نکړي که چيرې اوسنۍ موقع له لاسه ورکړو او دا آزادي نه وي زمونږ روڼ اندي به دې ته حاضر وي چې د هغو د خورا ناوړو پايلو مسووليت په غاړه واخلي او که د پخوا په ډول به د ملامتۍ  ګوتې  يو بل ته غزوي.

ټول په دې پوهيږو، چې د شته ستونزو نه د راوتلو لار د ولسواک نظام درلودل دي کوم چې مونږ یې تر اوسه لا هم په سمه معنا نه لرو خو که وغواړو له اوسنیو امکاناتو نه په ګټه پورته کولو سره دا کار شونی دی شرط به یې دا وي چې د غفلت له خوبه را ويښ شو او را په ياد کړو چې مونږ هم د نظام د سمون او بدلون په چارو کې مسووليت لرو. د هيواد اوسنیو نازکو حالاتو ته په کتو او د يوې ښې راتلونکې په هيله زه په دې باور يم چې د دې وخت او ضرورت دی چې ملي ګټو ته ژمن هيوادوال دا که په سياسي ګوندونو کې دي، مدني ټولنو او يا نورو کې فعاليت لري او يا دا چي په يوه کې هم شريک نه دي بايد د يوه پراخ سالم (ملي روشنفکري) يووالي لپاره چټکې هلې ځلې وکړي. داسې، چې که وه غواړي هر ګوند او ټولنه وکولای شي خپل بيل هویت هم وساتي خو په هغوموضوعاتو کې چې سره ورته نظر لري يوه خوله شي او په ګډه د يوه معقول پلان له مخې خپلې هلې ځلې منظمې کړي د مثال په ډول د (رښتوني ولسواک نظام) درلودل چې په سيوري کې یې پر ستونزو بريا ډير آسانه کاردی.

 

۱۱/۴/۲۰۱۳

 

 

 

«اصالت» مطابق پالیسی نشراتی خود در تصرف، ویرایش و تصحیحات لازم انشائی و تخنیکی در متن نوشته ها و مقاله ها

 دست باز دارد و این حق را به خود محفوظ میدارد !