دوه سری خوسکی او که دوه سري وکیلان؟

 

وایی یو کلیوال کروندګرد خوښی نه په جامو کې نه ځاییده او خپلې غوا ته یی شپې او ورځې شمیرلې چې ګني د یوه ښکلي او ګلالي خوسکې او یا خوسۍ خاوند به شي. د خداې کړه وو د کروندګرغوا، یو دوه سری خوسکی وزیږاوه او د کروندګر ټوله کورنی نیږدي وه له ویري له خپله کوره وتیښتي بې له ځنډه د هغو په څنګ کې یوه سپین ږیري بوډا ځان ور ورساوه او د دوه سري خوسکي په لیدلو هک پک پاتې شو خو د خپل ګاونډي کورنۍ ته یی ډاډ ورکړ او ورته یی وویل اندیښنه مه کوی دا عجیبه نړۍ ده راز، راز پیښې په کې رامنځته کیږي غوره داده چې د کلي مولا صاحب راوغواړو او د دوه سري خوسکي په اړه یی نظر او ګروهه وپوښتو .کلیوال کروندګر بې له ځنډه د کلي مولا ته ورغی او د خپلې غوا له ننګیدو یی خبر کړ مولا صاحب خوشاله شوچې ګني اوورږو ته یی بللی دی.

کروندګر د دوه سري خوسي په هکله مولا ته خپله اندیښنه څرګنده کړه او د هغه لیدو او د ده د پریکړې په موخه یی مولا صاحب خپل کور ته له ځانه سره بوته. کله چې مولا صاحب د کروندګر په کور کې دوه سری خوسکی ولید ولاحول ولا قوته وویل او کروندګر ته یی مخ ورواړوه دغي ته عجیب الحلقه وایی او ته مه خواشینی کیږه دا دوه سری خوسکی دا کمال لري چې یو سر به یی د لښتي یوه غاړه او بل سر به یی د لښتي بله غاړه خوري او په دواړو غاړو کې به خپله خیټه مړوي.

کله مې چې په ولسي جرګه کې د کاندید وزیرانو د باور د رایو د اخیستنې بهیر د رسنیو له لاري ولید ډیری وکیلان د هغه کروندګر دوه سري خوسکي دي چې د لښتیو د دواړو غاړو په خوړلو کې د تخصص او پراخې تجربې پوړي ته رسیدلي چې پړسیدلي خیټې به یی اخیر وچوي.
 او په افغان اولس دی خدای ورحمیږي امین یا رب العالمین.

 

پریږده چې خړ سیلاب مې یوسي      په لامبوزن اشنا مې ډیره نازیدمه

 

بسم الله اکبري هالینډ

۲۸-۰۱-۲۰۱۵

 

 

  

توجه:

کاپی و نقل مطالب از «اصالت» صرف با ذکر منبع و نام «اصالت» مجاز است

کلیه ی حقوق بر اساس قوانین کپی رایت محفوظ و متعلق به «اصالت» می باشد

Copyright©2006Esalat

 

 

www.esalat.org